• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بارانونو تر درېدو وروسته؛ د افغانستان او ایران ترمنځ د بار وړونکو موټرو تګ راتګ عادي شو

۱۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۵ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۴۲ GMT+۰

د ایران د تایباد ولسوالۍ سیاسي، امنیتي او ټولنیز مرستیال مهدي رجبی ویلي، د پرله‌پسې بارانونو له امله په دوغارون بندر کې د ډنډ شویو اوبو ستونزه اوس له‌منځه تللې او د دوغارون په پوله کې د باروړونکو موټرو تګ‌راتګ په بشپړ ډول عادي حالت ته ستون شوی دی.

هغه وایي، دا مهال د لاریو د تګ راتګ پر وړاندې هېڅ ډول محدودیت نه‌شته. مهدي رجبی وویل، په اسلام‌کلا ګمرک کې د روانو اوبو له له‌منځه وړلو وروسته اوس د ایران او بهرنیو هېوادونو د ټرانسپورتي بار وړونکو موټرو تګ‌راتګ د دوغارون د ازادې سوداګریزې–صنعتي سیمې په ګمرک کې د پخوا په څېر او د عادي کړنلارې له مخې روان دی.

هغه زیاته کړه، په تېرو دوو اوونیو کې د واورې او باران ورېدو له امله رامنځته شوې روانې اوبه د افغانستان د اسلام‌کلا ګمرک په تم‌ځایونو کې جاري شوې وې، چې له کبله یې له افغانستان نه ایران ته د باروړونکو لاریو د داخلېدو او وتلو بهیر له ستونزو سره مخ شوی و.

د تایباد د والي مرستیال وویل، په همدې موده کې ګڼ شمېر ایراني باروړونکي موټر د افغانستان د پارکینګونو په واورو او روانو اوبو کې بند پاتې وو چې د ایران او طالبانو د مسوولینو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ او د بېړنیو مرستو له ترسره کېدو وروسته دغه موټر بېرته ایران ته ور ستانه شوي دي.

د تګ ‌راتګ د اسانتیا لپاره د کاري ساعتونو زیاتوالی

د مهدي رجبي په خبره؛ دا مهال د دوغارون د پولې په دوو فعالو پارکینګونو کې د ایران او بهرنیو هېوادونو ګڼ شمېر باروړونکي موټرونه ولاړ دي، چې د برېښنايي نوبت‌ ورکولو له مخې او د ګمرکي پړاوونو له بشپړېدو وروسته له همدې لارې افغانستان ته روانېږي.

هغه څرګنده کړه، په تېرو څلورو ورځو کې ۳زره او ۴۱۰ باروړونکي موټرونه د اسلام‌کلا او دوغارون له دوو ګمرکونو څخه د دواړو هېوادونو خاورې ته داخل شوي او دا مهال د صادراتي، ټرانزیتي او وارداتي توکو د لېږد په برخه کې د دوغارون په نړۍواله لاره کې هېڅ ډول خنډ او محدودیت نه‌شته.

د رجبي په وینا؛ د دوغارون د ازادې سوداګریزې سیمې د ګمرک اقتصادي برخې چارې هره ورځ د سهار له شپږو بجو د شپې تر ۱۱ بجو پورې او ان د رخصتیو په ورځو کې هم روانې وي، چې د کاري ساعتونو د زیاتوالي موخه د باروړونکو موټرو د تم کېدو او اوږدې ځنډنۍ مودې راکمېدل دي.

تر دې وړاندې د اسلام کلا په ګمرک کې د باران او واورې د ورېدو له امله لسګونه ایراني باروړونکي موټر په خټو کې بند پاتې شوي وو.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

امریکا کې د ټاکنو په ورځ د «ترهګریز برید» په تور نیول شوی افغان وګړی په ۱۵کلن بند محکوم شو

۱۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۵ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۰۱ GMT+۰

د امریکا د کډوالۍ او ګمرک ادارې خبر ورکړی، هغه افغان وګړی چې د ۲۰۲۴کال د ټاکنو په ورځ یې د «ترهګریز برید» پلان لاره؛ په ۱۵ کلن بند محکوم شوی او د سزا تر بشپړېدو وروسته به افغانستان ته وشړل شي.

یادې ویلي، عبدالله حاجي‌زاده چې د امریکا دایمي استوګنې کارت (ګرین‌کارت) هم لري؛ د داعش ډلې په استازیتوب د ۲۰۲۴کال د ټاکنو په ورځ د تاوتریخوالي ډک برید د ترسره کولو پلان لاره.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې؛ نوموړي هڅه کړې وه چې دوه د AK-47 ډوله وسلې او ۵۰۰ مرمۍ ترلاسه کړي، په داسې حال کې چې هغه د دغه وسلو د کارونې له موخې خبر و او په دې پوهېده چې دا به د ټاکنو د ورځې په یوه خونړي برید کې وکارول شي.

دغه ادارې زیاته کړې، عبدالله حاجي‌زاده به د خپل ۱۵ کلن بند سزا تر تېرولو وروسته د ICE د نیولو او اېستلو د عملیاتو (ERO) د افسرانو له‌خوا افغانستان ته واېستل شي. د امریکا امنیتي ادارو ټینګار کړی، چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه او د ټاکنیزو بهیرونو خوندیتوب د دوی له اساسي لومړیتوبونو څخه دي.

طالبانو د اوبو مدیریت او کرنیزو برخو کې پر همکاریو له ایران سره خبرې کړې دي

۱۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۵ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۴۱ GMT+۰

د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزارت او د ایران د کرنې وزارت چارواکو په تهران کې د اقتصادي او کرنیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی. دغه ناسته کې د اوبو د سرچینو د سم مدیریت، د نوې او عصري اوبه خور د سیسټمونو د کارولو او د خصوصي سکتور د پانګونې د پیاوړتیا موضوعات مهم وبلل شول.

د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال محمد فیضان تېره ورځ یکشنبه د (مرغومي ۱۴مه) په هغه ناسته کې چې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې استازو، سوداګرو، د اوبه‌خورۍ د سیستمونو تولیدوونکو او د ایران د اوبه‌خورۍ د سیستمونو د تولیدوونکو د ټولنې مرستیال په‌کې ګډون لاره؛ د ایران د کرنې وزارت د اوبو او خاورې له مرستیال صفدر نیازی شهرکي سره ولیدل.

د دغه خبرو اترو اصلي محورد د همکاریو پراختیا، د اوبو د سرچینو مدیریت، مالداري او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور ونډه او رول و.

د ایراني پانګه‌والو د جذب لپاره د طالبانو چمتووالی

د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال په دغه ناسته کې ټینګار وکړ، چې افغانستان چمتو دی د ایران د خصوصي سکټور لپاره د کرنې، عصري اوبه‌خورۍ، مالدارۍ او له پولو هاخوا کرنې په برخو کې د پانګونې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

هغه زیاته کړه، چې افغانستان د دې لپاره هم چمتووالی لري؛ څو د افغان کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو لپاره د ایران په بازارونو کې د بازارموندنې زمینه برابره کړي او د دغه توکو د ترانزیټ بهیر اسانه کړي.

د تجربو لېږد او د سوداګرۍ د اسانتیا په اړه د ایران ټینګار

د ایران د کرنې وزارت د اوبو او خاورې مرستیال هم د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا هرکلی وکړ او ویې ویل، چې هېواد یې چمتو دی، د اوبه‌خورۍ په برخه کې خپلې تخنیکي تجربې له افغانستان سره شریکې کړي، د افغانستان د کرنې په نندارتونونو کې ګډون وکړي، د افغان محصولاتو ترانزیټ اسانه کړي او سوداګریزې اړیکې نورې هم وغځوي.

په دغه ناسته کې دواړو لورو د خصوصي سکتور د سوداګرو پر وړاندې شته ستونزې وڅېړلې او د دغه ننګونو د حل لپاره یې بېلابېلې لارې چارې وړاندیز کړې.

د هګیو واردات او د چرګانو روزنه

د یادې لیدنې په څنډه کې له ایران نه د هګیو د وارداتو د انحصار موضوع او همدارنګه د نطفه‌لرونکو هګیو او د یوه ورځنیو چرګانو د وارداتو اړتیا، د دواړو لورو ترمنځ تر بحث لاندې ونیول شوه.

دغه لیدنه داسې مهال شوې، چې د طالبانو د کرنې وزارت یو پلاوي د شنبې په ورځ د ایران په بلنه د کرنیزو وسایلو او د نوې اوبه‌خورۍ ټېکنالوژیو په نندارتون کې د ګډون لپاره تهران ته سفر کړی دی.

په بلخ کې د ایران قونسل: له افغان سوداګرو سره د تېلو د تصفیې په برخه کې همکارۍ ته چمتو یو

۱۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۵ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۳۷ GMT+۰

په بلخ کې د ایران قونسل حمیدرضا احمدي ویلي، چې تهران له افغان سوداګرو سره د تېلو د تصفیې او انرژۍ په برخه کې د همکارۍ پراختیا ته چمتو دی او دغه چاره کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې راکړې ورکړې لا پیاوړې کړي.

نوموړي د حیرتان بندر د څېړنې او کنټرول له برخې څخه د لیدنې پر مهال ویلي، ایران د انرژۍ او په ځانګړي ډول د تېلو د تصفیې په برخه کې پراخ ظرفیتونه لري او کولای شي دغه وړتیاوې د افغانستان له سوداګرو او اقتصادي فعالانو سره شریکې کړي.

نوموړي د سیمه‌ییزو همکاریو پر زیاتېدونکي اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د انرژۍ په برخه کې همکاري به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ اسانتیا او د راکړې ورکړې کچې د لوړولو لامل شي. احمدي د خصوصي سکتور رول «کلیدي» وباله او ویې ویل، چې د سوداګرو او پانګه‌والو فعاله ونډه کولای شي د دوامداره او اوږدمهاله همکاریو زمینه برابره کړي.

د حیرتان بندر چې د افغانستان په شمال کې له مهمو سوداګریزو دروازو شمېرل کېږي، د تېلو او نورو اساسي توکو د واردولو مهمه لاره بلل کېږي؛ خو افغان سوداګر له اوږدې مودې راهیسې د ګمرکي روڼتیا، د اداري خنډونو د کمولو او د اسانتیاوو د رامنځته کېدو غوښتنه کوي.

په بلخ کې د ایران قونسل حمیدرضا احمدي بیا د دواړو هېوادونو د اقتصادي اړیکو پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې ایران چمتو دی د ګډو ګټو په چوکاټ کې له افغانستان سره د انرژۍ او سوداګرۍ د همکاریو نوې لارې پرانیزي.

پخوانی نوموتی افغان لیکوال، شاعر او خبریال شاه زلمی زلمی په کډوالۍ کې ومړ

۱۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۴ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۵۱ GMT+۰

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان وايي، د هېواد نوموتی لیکوال، شاعر او خبریال شاه زلمی زلمی د نا علاجه ناروغۍ له امله په کډوالۍ کې په جرمني کې ومړ. شاه زلمی زلمی د افغانستان په ډېرو رسنیو او په ځانګړې توګه ټلوېزیونونو کې د خبر مدیریتي چارې مخته وړې دي.

شاه زلمی زلمی چې په دې وروستیو کلونو کې په جرمني کې له خپلې کورنۍ سره ژوند کاوه، له کلونو راهیسې له ناعلاجه «سرطان» ناروغۍ کړېده او بالاخره د یکشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۴مه) په جرمني کې ساه ورکړه.

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان په همدې تړاو په یوې اعلامیه کې د هغه مړینه د افغانستان د ژورنالېزم په ډګر کې یوه ستره ضایعه بللې ده.

په اعلامیه کې راغلي: «ښاغلي زلمي د خپلې مسلکي وړتیا، ژمنتیا او ژورنالېزم له لارې د رسنیز ډګر لپاره ارزښتمن خدمتونه کړي چې تل به د خلکو په زړونو کې ځای لري».

د یادونې وړ ده، چې شاه زلمی زلمی له لیکوالۍ او شاعرۍ سربېره په افغانستان کې په ګڼو رسنیو کې د کار تجربه لري. تر ټولو زیاته کاري مخېنه یې په «افغان، شمشاد او میوند» ټلوېزیونونو کې وه. هغه په دغو ټلوېزیونونو کې د ویاندۍ تر څنګ د خبرونو د مدیریت چارې هم پرمخ وړي دي.

هڅه مو وکړه، چې د شاه زلمي زلمي له کورنۍ سره د هغه د مړینې د تاییدۍ لپاره اړیکه ونیسو، خو له پرله‌پسې هڅو سره سره بریالي نشوو، خو ډېریو پخوانیو همکارانو او ملګرو یې د هغه مړینه هم تایید کړې ده.

د کابل د ارغندي اوسېدونکي وايي ځمکې یې شرعي قواله لري خو طالبان یې دولتي بولي

۱۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۴ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۰۶ GMT+۰

د کابل د پغمان ولسوالۍ اړوند ارغندي کې د جوړېدونکي ترمنیل په شاوخوا کې سلګونه جریبه ځمکه طالبان دولتي ګڼي، خو د سیمې اوسېدونکي وايي، دغه ځمکې یې د شرعي قوالو او پیسو په بدل کې پېرلي دي. په دې سیمه کې په تېر یوه کال کې سلګونه کورونه جوړ شوي دي.

طالبانو تېر کال د کابل د پغمان ولسوالۍ اړوند په ارغندي کې په ۹۵۰ جریبه ځمکه کې د سوېل او سوېل لوېدیځو ولایتونو د مسافر وړونکو موټرو لپاره د ترمېنل د جوړولو لپاره ځانګړې کړې وه. طالبانو ویلي، دغه ساحه پروسږکال دولتي تثبیت شوې وه.

د کابل ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د یکشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۴مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په ارغندي کې د ځايي اوسېدونکو د یادې حقوقي ستونزې د ارزونې په موخه د پغمان ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال علي محمد مجاهد په مشرۍ یو پلاوی سیمې ته استول شوی دی.

خبرپاڼه کاږي، پروسږکال د هبت‌الله اخوندزاده په لارښوونه د یادې ساحې په ۹۵۰ جریبه ځمکه کې د یوه ترمېنل جوړېدل منظور شوي و. د دغه ترمینل د جوړېدو چارې د تېر کال په مارچ میاشت کې د ۱ اعشاریه ۳ میلیارده افغانیو په لګښت پیل شوې.
د خبرپاڼې له‌مخې، دغه ساحه پخوا د دولتي ځمکې په توګه تثبیت شوې وه: «خو پروسږکال د ځينو کسانو له لوري له جعلي اسنادو په استفادې سره پلورل شوي او دمګړی پرې یو زیات شمېر کورونه جوړ شوي دي».

د طالبانو یاد پلاوي د ارغندي له یو شمېر مشرانو سره په همدې تړاو کتلي دي. د خبرپاڼې له‌مخې، په دې کتنه کې د یادې سیمې اوسېدونکو ویلي: «دغه ځمکې یې نه‌دي غصب کړي، بلکې د شرعي اسنادو پر بنسټ او د پیسو په بدل کې یې پېرلي دي. اوس طالبان باید زموږ اسناد وڅېړي او په دې برخه کې عدالت وکړي».

د یاد پلاوي مشر علي محمد مجاهد د یادې سیمې د اوسېدونکو د غوښتنو له اورېدو وروسته ډاډ ورکړی: «اوسنی اسلامي نظام له ټولنې راپورته شوی او اساسي موخه یې هم د شریعت او عدالت پلي کول دي».

نوموړي د ارغندي سیمې له اوسېدونکو غوښتي، چې د خپلو ځمکو اړوند ټول اسناد اړوندو بنسټونو ته وړاندې کړي، څو له هر اړخیزې کتنې او ارزونې وروسته پرېکړه وشي.

طالبانو همدا دوه ورځې مخکې اعلان وکړ، چې د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون په ۲۰۲۵کال کې د ټول هېواد په کچه۲میلیونه، ۴۶۱زره او ۲۵۲جریبه ځمکه د دولتي ملکیت په توګه تشخیص کړې او له دې شمېر څخه نږدې ۱ میلیون او ۲۴۰زره جریبه ځمکه مصادره شوې ده.

د یادونې وړ ده، چې طالبانو د دولتي ځمکو د ساتنې او استرداد لپاره یو کمېسیون جوړ کړی، چې د هېواد په څلورو زونونو کې ځانګړې محکمې او په ټولو ولایتونو کې تخنیکي کمېټې لري. د طالبانو د عدلیې وزارت د تېرې تلې میاشتې په لومړۍ نېټه اعلان کړی و، چې د دغو پرېکړو د عملي کولو لپاره یې ۲۵۰۰ کسیز نظامي قطعه هم جوړه کړې ده.

خو د طالبانو له‌خوا د ځمکو د پراخې مصادرې لړۍ په تېرو څلورو کلونو کې د پراخو نیوکو لامل شوې ده. هغه کورنۍ چې په دغو مصادره شویو ځمکو او ښارګوټو کې کورونه اخیستي وایي، د ځمکو له مصادرې وروسته د خسارې ترلاسه کول ورته نږدې ناشوني شوي، ځکه طالبان هغوی بېرته پلورونکو ته راجع کوي، په داسې حال کې چې ډېری پلورونکي یا له هېواده وتلي او یا هم د لاسرسي وړ نه‌دي.