• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پخوانی نوموتی افغان لیکوال، شاعر او خبریال شاه زلمی زلمی په کډوالۍ کې ومړ

۱۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۴ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۵۱ GMT+۰

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان وايي، د هېواد نوموتی لیکوال، شاعر او خبریال شاه زلمی زلمی د نا علاجه ناروغۍ له امله په کډوالۍ کې په جرمني کې ومړ. شاه زلمی زلمی د افغانستان په ډېرو رسنیو او په ځانګړې توګه ټلوېزیونونو کې د خبر مدیریتي چارې مخته وړې دي.

شاه زلمی زلمی چې په دې وروستیو کلونو کې په جرمني کې له خپلې کورنۍ سره ژوند کاوه، له کلونو راهیسې له ناعلاجه «سرطان» ناروغۍ کړېده او بالاخره د یکشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۴مه) په جرمني کې ساه ورکړه.

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان په همدې تړاو په یوې اعلامیه کې د هغه مړینه د افغانستان د ژورنالېزم په ډګر کې یوه ستره ضایعه بللې ده.

په اعلامیه کې راغلي: «ښاغلي زلمي د خپلې مسلکي وړتیا، ژمنتیا او ژورنالېزم له لارې د رسنیز ډګر لپاره ارزښتمن خدمتونه کړي چې تل به د خلکو په زړونو کې ځای لري».

د یادونې وړ ده، چې شاه زلمی زلمی له لیکوالۍ او شاعرۍ سربېره په افغانستان کې په ګڼو رسنیو کې د کار تجربه لري. تر ټولو زیاته کاري مخېنه یې په «افغان، شمشاد او میوند» ټلوېزیونونو کې وه. هغه په دغو ټلوېزیونونو کې د ویاندۍ تر څنګ د خبرونو د مدیریت چارې هم پرمخ وړي دي.

هڅه مو وکړه، چې د شاه زلمي زلمي له کورنۍ سره د هغه د مړینې د تاییدۍ لپاره اړیکه ونیسو، خو له پرله‌پسې هڅو سره سره بریالي نشوو، خو ډېریو پخوانیو همکارانو او ملګرو یې د هغه مړینه هم تایید کړې ده.

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۳
تازه خبر

کونړ کې د سوات د کډوالو په کور کې چاودنه؛ د یوې ښځې او ماشومانو په ګډون پنځه کسان وژل شوي

۴

په ټورنټو کې د افغان خبریالانو په ګډون د بیان ازادۍ مرکز خپله درېیمه کلنۍ ناسته ترسره کړی

۵

د پاکستان ډالري جګړه؛ محمود فضلي وایي د سهیل اپریدي څرګندونو د دغه جګړې حقیقت بربنډ کړ

•
•
•

نور کیسې

د کابل د ارغندي اوسېدونکي وايي ځمکې یې شرعي قواله لري خو طالبان یې دولتي بولي

۱۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۴ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۰۶ GMT+۰

د کابل د پغمان ولسوالۍ اړوند ارغندي کې د جوړېدونکي ترمنیل په شاوخوا کې سلګونه جریبه ځمکه طالبان دولتي ګڼي، خو د سیمې اوسېدونکي وايي، دغه ځمکې یې د شرعي قوالو او پیسو په بدل کې پېرلي دي. په دې سیمه کې په تېر یوه کال کې سلګونه کورونه جوړ شوي دي.

طالبانو تېر کال د کابل د پغمان ولسوالۍ اړوند په ارغندي کې په ۹۵۰ جریبه ځمکه کې د سوېل او سوېل لوېدیځو ولایتونو د مسافر وړونکو موټرو لپاره د ترمېنل د جوړولو لپاره ځانګړې کړې وه. طالبانو ویلي، دغه ساحه پروسږکال دولتي تثبیت شوې وه.

د کابل ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د یکشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۴مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په ارغندي کې د ځايي اوسېدونکو د یادې حقوقي ستونزې د ارزونې په موخه د پغمان ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال علي محمد مجاهد په مشرۍ یو پلاوی سیمې ته استول شوی دی.

خبرپاڼه کاږي، پروسږکال د هبت‌الله اخوندزاده په لارښوونه د یادې ساحې په ۹۵۰ جریبه ځمکه کې د یوه ترمېنل جوړېدل منظور شوي و. د دغه ترمینل د جوړېدو چارې د تېر کال په مارچ میاشت کې د ۱ اعشاریه ۳ میلیارده افغانیو په لګښت پیل شوې.
د خبرپاڼې له‌مخې، دغه ساحه پخوا د دولتي ځمکې په توګه تثبیت شوې وه: «خو پروسږکال د ځينو کسانو له لوري له جعلي اسنادو په استفادې سره پلورل شوي او دمګړی پرې یو زیات شمېر کورونه جوړ شوي دي».

د طالبانو یاد پلاوي د ارغندي له یو شمېر مشرانو سره په همدې تړاو کتلي دي. د خبرپاڼې له‌مخې، په دې کتنه کې د یادې سیمې اوسېدونکو ویلي: «دغه ځمکې یې نه‌دي غصب کړي، بلکې د شرعي اسنادو پر بنسټ او د پیسو په بدل کې یې پېرلي دي. اوس طالبان باید زموږ اسناد وڅېړي او په دې برخه کې عدالت وکړي».

د یاد پلاوي مشر علي محمد مجاهد د یادې سیمې د اوسېدونکو د غوښتنو له اورېدو وروسته ډاډ ورکړی: «اوسنی اسلامي نظام له ټولنې راپورته شوی او اساسي موخه یې هم د شریعت او عدالت پلي کول دي».

نوموړي د ارغندي سیمې له اوسېدونکو غوښتي، چې د خپلو ځمکو اړوند ټول اسناد اړوندو بنسټونو ته وړاندې کړي، څو له هر اړخیزې کتنې او ارزونې وروسته پرېکړه وشي.

طالبانو همدا دوه ورځې مخکې اعلان وکړ، چې د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون په ۲۰۲۵کال کې د ټول هېواد په کچه۲میلیونه، ۴۶۱زره او ۲۵۲جریبه ځمکه د دولتي ملکیت په توګه تشخیص کړې او له دې شمېر څخه نږدې ۱ میلیون او ۲۴۰زره جریبه ځمکه مصادره شوې ده.

د یادونې وړ ده، چې طالبانو د دولتي ځمکو د ساتنې او استرداد لپاره یو کمېسیون جوړ کړی، چې د هېواد په څلورو زونونو کې ځانګړې محکمې او په ټولو ولایتونو کې تخنیکي کمېټې لري. د طالبانو د عدلیې وزارت د تېرې تلې میاشتې په لومړۍ نېټه اعلان کړی و، چې د دغو پرېکړو د عملي کولو لپاره یې ۲۵۰۰ کسیز نظامي قطعه هم جوړه کړې ده.

خو د طالبانو له‌خوا د ځمکو د پراخې مصادرې لړۍ په تېرو څلورو کلونو کې د پراخو نیوکو لامل شوې ده. هغه کورنۍ چې په دغو مصادره شویو ځمکو او ښارګوټو کې کورونه اخیستي وایي، د ځمکو له مصادرې وروسته د خسارې ترلاسه کول ورته نږدې ناشوني شوي، ځکه طالبان هغوی بېرته پلورونکو ته راجع کوي، په داسې حال کې چې ډېری پلورونکي یا له هېواده وتلي او یا هم د لاسرسي وړ نه‌دي.

پاکستاني زده‌کوونکي وايي په افغانستان کې بند پاتې دي او د وتلو لار نه‌لري

۱۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۴ جنوری ۲۰۲۶، ۲۰:۵۲ GMT+۰

یو شمېر پاکستاني زده‌کوونکي چې په افغانستان کې زده‌کړې کوي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو د خلاصېدو غوښتنه کوي. دوی وایي، چې د لارو د بندېدو له امله له سختو مالي ستونزو سره مخ دي او نه‌شي کولی خپل هېواد ته ستانه شي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د شخړې له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې ځمکنۍ لارې تړل شوې او سوداګري په ټپه درېدلې ده.

۲۵ کلن شاه فیصل چې په افغانستان کې په یوه پوهنتون کې د طب زده‌کړې کوي، وايي پلان یې درلود چې په ژمنیو رخصتیو کې خپل هېواد ته ستون شي او له خپلې کورنۍ سره وګوري. نوموړي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي: «د خپلې مور، پلار او خپلوانو د لېدو لپاره مې زړه تنګ شوی دی.» هغه زیاتوي، چې د لارې بندېدو نه یوازې له کورنۍ لرې ساتلی، بلکې له ګڼو مالي او رواني ستونزو سره یې هم مخ کړی دی.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ لارې په اکټوبر میاشت کې تړل شوې دي او د شاه فیصل په څېر نور کسان خپل هېواد ته د ستنېدو لپاره د بل بدیل توان نه‌لري.

پاکستاني محصلین وايي، چې د الوتکو د ټکټونو بیه ډېره لوړه شوې او قاچاقي لارې هم ډېرې خطرناکې دي.

د پاکستاني زده‌کړیالانو یوه استازي د فرانسې اژانس ته ویلي، چې یوازې په ننګرهار کې له ۵۰۰ څخه تر ۶۰۰ پاکستاني محصلین په پوهنتونونو کې په زده‌کړو بوخت دي او ټول خپل هېواد ته د ستنېدو لپاره لاره لټوي.

په ننګرهار کې د طب پوهنځي ۲۲ کلن محصل شاه فهد امجد وايي، دواړه هېوادونه دې د تګ‌راتګ لارې پرانېزې څو زده‌کړیالان خپلو کورونو ته ستانه شي.

د برکت‌الله وزیر په نوم یو پاکستانی محصل چې دمګړی په جلال‌اباد کې په زده‌کړو بوخت دی، وايي: «دې کړکېچ یوازې په افغانستان کې د پاکستاني محصلانو لپاره ستونزې نه دي رامنځته کړي، بلکې په پاکستان کې په زده‌کړو بوخت افغان محصلین هم له ورته ستونزې سره لاس او ګرېوان دي».

د افغانستان او پاکستان ترمنځ لارې څه باندې دوه میاشتې وړاندې وتړل شوې او داسې ښکاري چې پاکستان پر طالبانو د اقتصادي فشار اچولو په توګه د لارو بندښت ته دوام ورکړی وي، خو په ورته مهال بیا طالبانو هڅې پیل کړي، چې له بدیلو لارو څخه په افغانستان کې د خوراکې توکو او درملو اړتیاوې پوره کړي.

د غزني په جغتو ولسوالۍ کې څه باندې ۴۳ زره جریبه ځمکه دولتي اعلان شوه

۱۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۴ جنوری ۲۰۲۶، ۲۰:۲۰ GMT+۰

د غزني د جغتو ولسوالۍ اړوند بند علي او بید قول په ساحو کې ۴۳ زره او ۵۷۹ جریبه ځمکه له تشخیص او تثبیت وروسته دولتي ثبت شوه. دغه ځمکې شاړه دښته ده او تر اوسه ورڅخه هېڅ ډول استفاده نه‌ده شوې.

د غزني ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د یکشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۴مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه ځمکه د غزني ولایت د غصب مخنیوي او استرداد تخنیکي کمېټې له لوري تر کره ارزونې وروسته دولتي پېژندل شوې ده.

خبرپاڼه کاږي: «یاده ځمکه شاړه دښته ده، لوړابه نوعیت لري او هېڅ ډول تصرفات په‌کې شتون نه‌لري».

د طالبانو د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د پرېکړې له‌مخې، هغه سپینې ځمکې چې د ولایتونو تخنیکي کمېټو له‌خوا د دولتي ځمکو په توګه تشخیص او تثبیت شوي او د غصب موضوع په‌کې مطرح نه‌وي، باید د دولت ملکیت په توګه ثبت شي.

د یادونې وړ ده، چې څه موده مخکې هم د یادې کمېټې له‌خوا د غزني په مالستان او اجرستان ولسوالیو کې هم ۱۸۰ زره جریبه ځمکه دولتي تشخیص او تثبیت شوې وه.

عمر داوودزی: امریکا په افغانستان کې د مخامخ اشغال پر ځای د پټ اشغال لاره غوره کړې

۱۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۴ جنوری ۲۰۲۶، ۲۰:۰۱ GMT+۰

د افغانستان ژغورنې ملي شورا مشر محمد عمر داوودزی وايي، چې امریکایانو د افغانانو د ارادې په پوهېدو سره د مخامخ اشغال د تګلارې پر ځای د پټ اشغال لاره غوره کړې ده.

د افغانستان د ژغورنې ملي شورا مشر محمد عمر داودزي د یکشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۴مه) له افغانستان انټرنشنل سره په یوې مرکه کې ویلي، چې د ټرمپ په مشرۍ د امریکا حکومت په خپلو پخوانیو ستراتیژیو کې ځینې بدلونونه راوستي دي.

نوموړی په دې باور دی، چې امریکا نور د دې لېوالتیا نه‌لري چې د ډېرو ځواکونو په لېږلو او پوځي مداخلې سره کوم هېواد اشغال کړي. خو دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د امریکا د بهرني سیاست سابقه ښيي، دغه هېواد وخت ناوخت د خپلو ګټو لپاره پوځي حضور ته ترجیح ورکړې او ان که دا د اشغال بڼه هم خپله کړي.

نوموړي زیاته کړې: «امریکایان هڅه کوي چې لومړی د رهبرۍ بدلون راولي او ورپسې د رژیم بدلون ته لار هواره کړي».

داوودزي د افغانستان په قضیه کې د امریکا پر رول نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې د دغه هېواد شل کلن حضور یوازې په فزیکي اشغال نه و محدود، بلکې اوس هم قضیه پرانیستې پاتې ده. هغه وایي، امریکا له ښکاره اشغال څخه د پټ، غېرمستقیم او نفوذي اشغال په لور روانه ده، چې د افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو سیوری اچولی دی.

د هغه په وینا: «دا پروژه په ۲۰۰۱ کال کې پیل شوې او تر اوسه پورې دا دوسیه لا هم پرانیستې پاتې ده. یعني امریکا د مخامخ اشغال پر ځای د پټ، غېرمستقیم اشغال پر لور حرکت کړی دی.»

نوموړي په افغانستان کې د امریکا غېر مستقیمي مداخلې ته په اشاره ویلي، چې اوس هم د افغانستان فضا د امریکا تر کنټرول لاندې ده او د پاکستان بې‌پیلوټه الوتکي هم د امریکا په اجازه د افغانستان خاورې ته ننوځي، خو چین او روسیه دا اجازه نه لري چې د افغانستان پر فضا څار وکړي.

داوودزي زیاته کړه: «زما په عقیده یو وخت امریکایان دې ته متوجه شول چې افغانان ښکاره او مستقیم اشغال نه خوښوي، نه یې خوښېږي چې بهرني سرتېري دې د افغانستان په خاوره کې شتون ولري. دوی کوښښ وکړ چې ظاهري اشغال په ناڅرګند او پټ اشغال باندې بدل کړي، یعنې اوس هم د افغانستان فضا د امریکا تر کنټرول لاندې ده».

پر همدغه مهال عمر داودزي ویلي، چې افغانستان د خپلو مالیاتو له‌مخې د لویو رغنیزو پروژو د عملي کولو توان نه‌لري او نوموړی په دې باور دی، چې امریکا له طالبانو سره مالي مرستې کوي.

داوودزي ویلي: « طالبان چې دا انکشافي پروژې عملي کوي دا په مالیاتو نه کېږي، داسې راپورونه هم شته چې افغانستان ته هر کال میلیاردوه ډالر راځي، نو ولې یوې ادارې ته چې ښايي دوښمن بلل کېږي میلیاردونه ډالر ورکړل شي؟ زما په باور هغه مستقیم اشغال اوس په یو بل شکل باندې بدل شوی دی.»

عمر داوودزي دا څرکندونې پر داسې مهال کړې دي، چې طالبانو خپله منلي چې د افغانستان پر فضا کنټرول نه‌لري او د تېر جمهوري نظام د ولسمشر مرستیال امرالله صالح هم په وار وار ادعا کړې، چې امریکا طالبانو ته هره میاشت په میلیونونه ډالر نغدې پیسې ورکوي.

امنه محمد: هېوادونه باید د افغان ښځو د وضعیت په اړه چوپ پاتې نه‌شي

۱۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۴ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۴۵ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امنه محمد په افغانستان کې د ښځو وضعیت د جدي اندېښنې وړ بللی او له هېوادونو یې غوښتي، چې د طالبانو له لوري له افغان ښځو سره د تبعیضي چلند په اړه چوپ پاتې نه‌شي.

امنه محمد نن یکشنبه (د مرغومي ۱۴مه) په خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي، چې په افغانستان کې میلیونونه ښځې او نجونې د زده کړو، کار، امنیت او د ازاد تګ‌راتګ له اساسي حقونو بې‌برخې دي او له سختو بندیزونو سره مخ دي.

امنه محمد لیکلي: «نړۍ دې د دغو محدودیتونو پر وړاندې سترګې نه پټوي.»

نوموړې یادې څرګندونې پر داسې مهال کړي، چې د طالبانو له واکمنېدو راوروسته په افغانستان کې پر میلیونونه نجونو او ښځو سخت بندیزونه لګول شوي دي؛ دغه محدودیتونه د هغوی د زده‌کړو، کار، امنیت او د ټولنې په بېلابېلو برخو کې د فعال ګډون مخه نیسي.

له دې سره، د سولې، امنیت او د ښځو د وضعیت په تړاو د جورج‌ټاون انسټیټوټ نوی راپور ښيي، چې افغانستان د نړۍ له ۱۸۸ هېوادونو څخه د ښځو لپاره تر ټولو ناوړه هېواد ګڼل شوی؛ هغه وضعیت چې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د ښځو پر حقونو، خوندیتوب او ټولنیزو فرصتونو د جدي محدودیتونو څرګندونه کوي.

په دې راپور کې چې د ښځو وضعیت د درېیو اساسي محورونو ګډون، عدالت او امنیت پر بنسټ ارزول شوی، ښيي چې د افغانستان ښځې د امنیت او عدالت ته د لاسرسي په برخه کې د نړۍوال جدول په پای کې ځای لري.