• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امنه محمد: هېوادونه باید د افغان ښځو د وضعیت په اړه چوپ پاتې نه‌شي

۱۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۴ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۴۵ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امنه محمد په افغانستان کې د ښځو وضعیت د جدي اندېښنې وړ بللی او له هېوادونو یې غوښتي، چې د طالبانو له لوري له افغان ښځو سره د تبعیضي چلند په اړه چوپ پاتې نه‌شي.

امنه محمد نن یکشنبه (د مرغومي ۱۴مه) په خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي، چې په افغانستان کې میلیونونه ښځې او نجونې د زده کړو، کار، امنیت او د ازاد تګ‌راتګ له اساسي حقونو بې‌برخې دي او له سختو بندیزونو سره مخ دي.

امنه محمد لیکلي: «نړۍ دې د دغو محدودیتونو پر وړاندې سترګې نه پټوي.»

نوموړې یادې څرګندونې پر داسې مهال کړي، چې د طالبانو له واکمنېدو راوروسته په افغانستان کې پر میلیونونه نجونو او ښځو سخت بندیزونه لګول شوي دي؛ دغه محدودیتونه د هغوی د زده‌کړو، کار، امنیت او د ټولنې په بېلابېلو برخو کې د فعال ګډون مخه نیسي.

له دې سره، د سولې، امنیت او د ښځو د وضعیت په تړاو د جورج‌ټاون انسټیټوټ نوی راپور ښيي، چې افغانستان د نړۍ له ۱۸۸ هېوادونو څخه د ښځو لپاره تر ټولو ناوړه هېواد ګڼل شوی؛ هغه وضعیت چې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د ښځو پر حقونو، خوندیتوب او ټولنیزو فرصتونو د جدي محدودیتونو څرګندونه کوي.

په دې راپور کې چې د ښځو وضعیت د درېیو اساسي محورونو ګډون، عدالت او امنیت پر بنسټ ارزول شوی، ښيي چې د افغانستان ښځې د امنیت او عدالت ته د لاسرسي په برخه کې د نړۍوال جدول په پای کې ځای لري.

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۳
تازه خبر

کونړ کې د سوات د کډوالو په کور کې چاودنه؛ د یوې ښځې او ماشومانو په ګډون پنځه کسان وژل شوي

۴

په ټورنټو کې د افغان خبریالانو په ګډون د بیان ازادۍ مرکز خپله درېیمه کلنۍ ناسته ترسره کړی

۵

د پاکستان ډالري جګړه؛ محمود فضلي وایي د سهیل اپریدي څرګندونو د دغه جګړې حقیقت بربنډ کړ

•
•
•

نور کیسې

د امو سیند اوبه لا هم افغان خاوره او کرنیزې ځمکې ګواښي

۱۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۴ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۳۸ GMT+۰
•
خبرخونه

امو سیند چې کابو د افغانستان او منځنۍ اسیا تر منځ رسمي پوله جوړوي، هر کال د اوبو د راپورته کېدو له امله زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې وړي. د بدخشان د شغنان ولسوالۍ او د اوبو په مسیر کې افغان خاوره له سیند سره یو ځای کېږي او د تېر کال پر تله شاوخوا یو کیلومتر خاوره د سیند برخه شوې ده.

د بدخشان شغنان د امو سیند تر غاړې پرته ولسوالۍ ده او له تاجکستان سره ګډه پوله لري او د اوسېدونکو په وینا یې، هر کال د دغه سیند د اوبو په راپورته کېدو سره ګڼې کرنیزې ځمکې ویجاړې او یوه برخه یې د سیند برخه کېږي.

د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي زیاتوي، امو سیند د تېر کال پر تله شاوخوا یو کیلومتر خاوره وړې او په وینا یې، که دغه وضعیت ته پام ونه‌شي، نو د راتلونکي کال د اوبو د راپورته کېدو په موسم کې به وضعیت تر دې هم بد شي.

د شغنان ولسوالۍ ځينو اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته د انځورونو په رالېږلو سره د یاد سیند په چهارباغ سیمه کې د کرنیزې ځمکې له دوامداره ویجاړېدو خبر ورکړی دی او په وینا یې په تېرو کلونو کې د استنادي دېوالونو په نوم شويو کارونو هېڅ پایله نه‌ده ورکړې.

د امو سیند څنډه
100%
د امو سیند څنډه

د دوی په وینا، د سیند په ځينو برخو کې جوړ شوي استنادي دېوالونه دومره کمزوري جوړ شوي، چې د اوبو د یوې جپې تاب یې نه‌درلود او اوس هغه استنادي دېوالونه د سیند د اوبو برخه ګرځېدلي دي.

د دغې ولسوالۍ یو اوسېدونکی وايي: «دغه سیند زموږ ځمکې وړي او زرګونه کورنۍ زیانمنې شوې دي. په بوجیو سره تحکیمات سم نه‌دي، باید د سیند غاړې له ډبرو په استفادې کانکرېټ شي.»

د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي له طالب چارواکو غواړي، چې د افغان خاورې پر لوري د سیند د اوبو د پرمختګ مخنیوي لپاره ژر تر ژره کلک استنادي دېوالونه جوړ کړي، ځکه تاجکستان د دغه سیند د اوبو له تخریباتو د مخنیوي لپاره کلک استنادي دېوالونه جوړ کړي او د اوبو دغه درنې جپې د افغانستان پر لوري ډېر ورانی کوي او لا هم دوام لري.

انجنیران وايي، له تخنیکي اړخه د اوبو فشار، سرعت او د اوبو وزن هغه درې لاملونه دي، چې کمزوري استنادي دېوالونه نړوي او د هرې ورځې په تېرېدو سره د سیند غاړې ځمکې هم لاندې کوي او کرار کرار پرمختګ کوي.

د اوبو برخې کارپوهان بیا وايي، طالب چارواکي باید د خلکو له زیانونو د مخنیوي تر څنګ د جغرافیايي زیانونو مخه ونیسي. دوی همداراز زیاتوي، د منځنۍ اسیا ځينې هېوادونه هر کال د استنادي دېوالونو د بیارغونې په نوم په سیند کې تصرف کوي او په دې سره خپله خاوره پراخوي.

له دې سره سم، د شغنان لپاره د طالبانو ولسوال محمد یونس جهادمل هم د دغې ولسوالۍ د اوسېدونکو د خبرو په تایید سره وايي، د امو سیند د اوبو تخریبات جدي دي او ولایتي اداره هڅې کوي، چې دغې ستونزې ته دایمي حل لاره ومومي.

د نوموړي په وینا، د دوی د اوبو او انرژۍ وزارت پلاویو د دغې ولسوالۍ د ده‌شهر، چهار باغ، شندار، جنګل شندار، شیدوج او یارخ روشان سیمې سروې کړي او همداراز یې ډاډ ورکړی چې د امو سیند د اوبو له امله د تخریباتو د مخنیوي لپاره به په راتلونکي (۱۴۰۵) کال کې عملي کارونه پیل شي.

د جهادمل په وینا، په روان کال کې په چاوید او روشان سیمو کې څه باندې زر متره استنادي دېوال جوړ شوی او همداراز د چاوید کلي اوسېدونکو په خپل شخصي لګښت ۱۶۰۰ متره نور استنادي دېوال جوړ کړی دی.

نوموړی د طالبانو له مشرتابه او همداراز مرستندویه بنسټونو غواړي، چې د استنادي دېوالونو د جوړولو په ګډون د دغې سرحدي محرومې ولسوالۍ د اوسېدونکو لاسنیوی وکړي.

د طالبانو کابینې د ۱۴۰۳ کال د زمري په ۱۶مه د امو سیند د څنډو د ورانۍ د مخنیوي لپاره د اوبو او برېښنا وزارت ته دنده سپارلې وه، چې د استحکاماتو په برخه کې عملي کار پیل کړي، خو داسې برېښي چې له یادې پرېکړې د څه باندې یو کال په تېرېدو سره لا هم اساسي کارونه نه‌دي شوي.

د امو سیند د اوبو په وسیله د کرنیزو ځمکو او ځنګلونو د ویجاړېدو او همداراز افغان خاورې ته د اوبو د پرمختګ ستونزه یوازې د بدخشان په شغنان ولسوالۍ کې نه‌ده، بلکې دغه ستونزه د امو سیند په مسیر کې د پرتو ولایتونو ګډه ننګونه ده.

د امو سیند اوبه د بدخشان، تخار، کندوز، بلخ او جوزجان ولایتونو په غاړو کې روانې دي او په یادو ولایتونو کې امو سیند ته څېرمه مېشت یو شمېر اوسېدونکي وایي، چې تاجکستان او ازبکستان خپل لور ته د سیند څنډې کلکې کړي او په وینا یې، له امله یې د امو سیند اوبه په دوامداره توګه یوازې د افغانستان لور ته خپله لمنه پراخوي او هر کال د دوی په سلګونو جریبه کرنیزې ځمکې وړي او د سیند برخه ګرځي.

ایراني چارواکی وايي د افغان کاري ځواک د ښه تنظیم او مدیریت په برخه کې همکاري کوي

۱۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۴ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۱۳ GMT+۰

د ایران د کار، تعاون او ټولنیزې هوساینې د وزیر مرستیال سید مالک حسيني په کابل کې د ایران په ملاتړ جوړ شوي د مسلکي زده‌کړو مرکز د لیدنې پر مهال ویلي، چې ایران د افغان کاري ځواک د ښه تنظیم او مدیریت په برخه کې خپلې همکارۍ پراخوي.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې نن د یکشنبې په ورځ د ایران د کار، تعاون او ټولنیزې هوساینې مرستیال وزیر سید مالک حسیني په مشرۍ ایراني پلاوي په کابل کې د ایران په ملاتړ د مسلکي زده‌کړو جوړ شوي مرکز څخه لېدنه کړې ده.

طالبانو ویلي، چې سید مالک حسیني او پلاوي یې د افغان کاري ځواک د ښه تنظیم او د یاد مرکز د کمیت او کیفیت له پلوه د اسانتیاوو د لوړولو ژمنه کړې ده.

په همدې مهال، د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت معین عبیدالله امین‌زاده په کابل کې د ایران له‌خوا د مسلکي زده‌کړو جوړ شوي مرکز لپاره د دې هېواد د تخنیکي او مالي همکارۍ مننه وکړه او زیاته یې کړه: «په دې مرکز کې په ۹ برخو کې ۴۷۰ ځوانانو ته تخنیکي او مسلکي روزنه ورکول کېږي. موږ هیله لرو چې دغه ځوانان ژر تر ژره د مسلکي کارګرو په توګه د افغانستان کار بازار ته داخل شي او د کار او سوداګرۍ خاوندان شي.»

په کابل کې د ایران له‌خوا د مسلکي او تخنیکي زده‌کړو په جوړ شوي مرکز کې اوسمهال ۴۷۰ ځوانان په خیاطۍ، نل‌دوانۍ، مبایل، کمپیوټر، د کورنیو وسایلو جوړولو، د موټرو ویرنګ او نورو مسلکي برخو کې زده‌کړې کوي.

فضلي: امریکا او برېتانیا پاکستان ته په سیمه کې د «ستراتیژیکې پوستې» په توګه ګوري

۱۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۴ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۵۸ GMT+۰

د تېر جمهوري نظام پر مهال د چارو د ادارې مشر فضل محمود فضلي وایي، چې پاکستان په سیمه کې د لویدیځ، امریکا او بریټانیا ستراتیژیکه پوسته ده.

فضل محمود فضلي په یوه پوډکاسټ کې ویلي، تر هغه چې امریکا او بریتانیا پاکستان ته اړتیا ولري او تر هغه چې له دې پوستې(پاکستان) څخه ساتنه کولای شي، دا پوسته به نه پرېږدي.

هغه زیاتوي، د پاکستان له ساتلو د دواړو هېوادونو موخه دا ده چې ددغه هېواد له پوځ او امکاناتو په ګټه اخیستنې په سیمه کې خپل یوه لسیزه برلاسۍ حضور وساتي او پاکستان اړ دی چې څه ورته ویل کېږي باید کټ مت یې عملي کړي.

د چارو د ادارې یاد پخوانی مشر وایي چې فکر نه کوي په سیمه او په ځانګړي ډول په افغانستان کې د پاکستان ژورې ګټې دې وروستي پړاو ته رسېدلې وي.

هغه ویلي، «پاکستان له پخوا راهیسې، د پاچا ظاهر شاه پر وړاندې، په اتیاېیمه لسيزه کې د افغان حکومت پر وړاندې، د جمهوریت په دوره کې او که اوس دی، پاکستان یوازې او یوازې د امریکا قرادادي پروژې عملي کوي».

دغه پخوانی افغان چارواکی د تحلیل په ډول وایي، پاکستان د امریکا او بریتانیا تر اغېز لاندې د بدیل له نشتوالي کړکېچن دریځ لري او مجبوره دی هغه څه عملي کړي چې لوېدیځ یې ترې غواړي، ځکه د ده په وینا، تر هغې چې واشنګټن او لندن پاکستان ته د یوې ستراتېژیکې پوستې په سترګه ګوري، دا هېواد به د دوی د سیمه‌ییزو موخو د پلي کولو وسیله پاتې وي.

سره میاشت وايي په کابل کې یې پر ۱۰۰۰ بېرته راستنو شویو کورنیو ژمنۍ مرستې وېشلي دي

۱۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۴ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۴۰ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، د سړې هوا له زیانونو د ژغورنې په موخه یې په کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو باندې ژمني توکي وېشلي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشت ټولنې نن د یکشنبې په ورځ، د مرغومي ۱۴مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ژمي د سړې هوا له زیانونو د ژغورنې په موخه یې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمني توکي وېشلي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په یاده مرسته کې د هرې کورنۍ لپاره د نارینه وو، ښځو او ماشومانو جمپرونه، جاکټونه، بوټان، جرابي، پړوني، کمپلې او نور اړین توکي شامل و، چې د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې پر تازه راستنو شویو کورنیو وېشل شوې دي.

پر همدغه مهال د افغاني سرې میاشتې ټولنې رییس شهاب‌الدین دلاور راستانه شوي کډوال د هېواد د پرمختګ او ثبات لپاره مهم بللي او له راستانه شویو کډوالو سره یې پر دوامداره مرستو ټینګار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېر یو کال کې میلیونونه افغان کډوال له ګاونډیو هېوادونو څخه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي؛ هغه کډوال چې د راستنېدو وروسته په هېواد کې د سرپناه نشتوالي، بې‌کارۍ، اقتصادي ستونزو او د لومړنیو خدمتونو د کمښت له امله له جدي ننګونو سره مخ دي او په پرله‌پسې ډول د خپل ناوړه ژوند له وضعیت څخه شکایت کوي.

مارکو روبیو: وینزوېلا له افغانستان او منځني ختیځ سره مه پرتله کوئ

۱۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۴ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۴۹ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وایي، ډېری هغه کسان چې په تلویزیوني خپرونو کې د «کارپوهانو» په نامه څرګندېږي، د وینزوېلا او د لوېدیځې نیمه‌کرې په اړه کافي پوهه نه لري. نوموړي وویل، چې «وینزوېلا له افغانستان او منځني ختیځ سره مه پرتله کوئ».

روبیو له «این بي سي» شبکې سره په خبرو کې زیاته کړې، چې وینزوېلا له لیبیا، عراق، افغانستان او یا هم له منځني ختیځ سره هېڅ ورته والی نه لري. هغه وویل، یوازینی ګډ ټکی یې دا دی چې په وینزوېلا کې د ایران اجنټان فعالیت کوي او د امریکا پر ضد دسیسې جوړوي.

روبیو وویل چې د وینزوېلا په ګډون د لوېدیزې نیمه‌کرې هېوادونه، له امریکا سره اوږدمهاله تاریخي، فرهنګي او ولس تر ولسه اړیکې لري او باید د جګړه‌ځپلو هېوادونو له تجربو سره پرتله نه شي. د هغه په وینا، خلک باید «مڼې له مالټو سره» پرتله نه کړي او د منځني ختیځ وضعیت د لوېدیزې نیمه‌کرې پر هېوادونو ونه تپي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل، د وینزوېلا موضوع د امریکا له ملي ګټو سره مستقیم تړاو لري. د هغه په وینا، واشنګټن ځکه اوس په خوندي او ښه وضعیت کې دی چې دا موضوع یې جدي نیولې ده.

روبیو وویل، بدیل دا و چې نیکولاس مادورو، چې د امریکا له‌خوا د مخدره توکو د قاچاق په تور تورن شوی، د یو «نامشروع ولسمشر» په توګه په واک کې پاتې شي او وینزوېلا د امریکا د سیالانو لپاره پر یوه خلاص ډګر بدله شي، څو د امریکا پر ضد هر ډول فعالیت ترسره کړي.

هغه ادعا وکړه چې مادورو د دولت له امنیتي امکاناتو څخه د مخدره توکو د قاچاق پر ضد د مبارزې لپاره نه، بلکې د دغو شبکو د اسانتیا لپاره کار اخیستی، څو مخدره مواد امریکا ته ورسېږي. د روبیو په خبره، دا وضعیت به نور دوام ونه کړي.