فضلي: امریکا او برېتانیا پاکستان ته په سیمه کې د «ستراتیژیکې پوستې» په توګه ګوري

د تېر جمهوري نظام پر مهال د چارو د ادارې مشر فضل محمود فضلي وایي، چې پاکستان په سیمه کې د لویدیځ، امریکا او بریټانیا ستراتیژیکه پوسته ده.

د تېر جمهوري نظام پر مهال د چارو د ادارې مشر فضل محمود فضلي وایي، چې پاکستان په سیمه کې د لویدیځ، امریکا او بریټانیا ستراتیژیکه پوسته ده.
فضل محمود فضلي په یوه پوډکاسټ کې ویلي، تر هغه چې امریکا او بریتانیا پاکستان ته اړتیا ولري او تر هغه چې له دې پوستې(پاکستان) څخه ساتنه کولای شي، دا پوسته به نه پرېږدي.
هغه زیاتوي، د پاکستان له ساتلو د دواړو هېوادونو موخه دا ده چې ددغه هېواد له پوځ او امکاناتو په ګټه اخیستنې په سیمه کې خپل یوه لسیزه برلاسۍ حضور وساتي او پاکستان اړ دی چې څه ورته ویل کېږي باید کټ مت یې عملي کړي.
د چارو د ادارې یاد پخوانی مشر وایي چې فکر نه کوي په سیمه او په ځانګړي ډول په افغانستان کې د پاکستان ژورې ګټې دې وروستي پړاو ته رسېدلې وي.
هغه ویلي، «پاکستان له پخوا راهیسې، د پاچا ظاهر شاه پر وړاندې، په اتیاېیمه لسيزه کې د افغان حکومت پر وړاندې، د جمهوریت په دوره کې او که اوس دی، پاکستان یوازې او یوازې د امریکا قرادادي پروژې عملي کوي».
دغه پخوانی افغان چارواکی د تحلیل په ډول وایي، پاکستان د امریکا او بریتانیا تر اغېز لاندې د بدیل له نشتوالي کړکېچن دریځ لري او مجبوره دی هغه څه عملي کړي چې لوېدیځ یې ترې غواړي، ځکه د ده په وینا، تر هغې چې واشنګټن او لندن پاکستان ته د یوې ستراتېژیکې پوستې په سترګه ګوري، دا هېواد به د دوی د سیمهییزو موخو د پلي کولو وسیله پاتې وي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، د سړې هوا له زیانونو د ژغورنې په موخه یې په کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو باندې ژمني توکي وېشلي دي.
د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشت ټولنې نن د یکشنبې په ورځ، د مرغومي ۱۴مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ژمي د سړې هوا له زیانونو د ژغورنې په موخه یې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمني توکي وېشلي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په یاده مرسته کې د هرې کورنۍ لپاره د نارینه وو، ښځو او ماشومانو جمپرونه، جاکټونه، بوټان، جرابي، پړوني، کمپلې او نور اړین توکي شامل و، چې د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې پر تازه راستنو شویو کورنیو وېشل شوې دي.
پر همدغه مهال د افغاني سرې میاشتې ټولنې رییس شهابالدین دلاور راستانه شوي کډوال د هېواد د پرمختګ او ثبات لپاره مهم بللي او له راستانه شویو کډوالو سره یې پر دوامداره مرستو ټینګار کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې په تېر یو کال کې میلیونونه افغان کډوال له ګاونډیو هېوادونو څخه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي؛ هغه کډوال چې د راستنېدو وروسته په هېواد کې د سرپناه نشتوالي، بېکارۍ، اقتصادي ستونزو او د لومړنیو خدمتونو د کمښت له امله له جدي ننګونو سره مخ دي او په پرلهپسې ډول د خپل ناوړه ژوند له وضعیت څخه شکایت کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وایي، ډېری هغه کسان چې په تلویزیوني خپرونو کې د «کارپوهانو» په نامه څرګندېږي، د وینزوېلا او د لوېدیځې نیمهکرې په اړه کافي پوهه نه لري. نوموړي وویل، چې «وینزوېلا له افغانستان او منځني ختیځ سره مه پرتله کوئ».
روبیو له «این بي سي» شبکې سره په خبرو کې زیاته کړې، چې وینزوېلا له لیبیا، عراق، افغانستان او یا هم له منځني ختیځ سره هېڅ ورته والی نه لري. هغه وویل، یوازینی ګډ ټکی یې دا دی چې په وینزوېلا کې د ایران اجنټان فعالیت کوي او د امریکا پر ضد دسیسې جوړوي.
روبیو وویل چې د وینزوېلا په ګډون د لوېدیزې نیمهکرې هېوادونه، له امریکا سره اوږدمهاله تاریخي، فرهنګي او ولس تر ولسه اړیکې لري او باید د جګړهځپلو هېوادونو له تجربو سره پرتله نه شي. د هغه په وینا، خلک باید «مڼې له مالټو سره» پرتله نه کړي او د منځني ختیځ وضعیت د لوېدیزې نیمهکرې پر هېوادونو ونه تپي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل، د وینزوېلا موضوع د امریکا له ملي ګټو سره مستقیم تړاو لري. د هغه په وینا، واشنګټن ځکه اوس په خوندي او ښه وضعیت کې دی چې دا موضوع یې جدي نیولې ده.
روبیو وویل، بدیل دا و چې نیکولاس مادورو، چې د امریکا لهخوا د مخدره توکو د قاچاق په تور تورن شوی، د یو «نامشروع ولسمشر» په توګه په واک کې پاتې شي او وینزوېلا د امریکا د سیالانو لپاره پر یوه خلاص ډګر بدله شي، څو د امریکا پر ضد هر ډول فعالیت ترسره کړي.
هغه ادعا وکړه چې مادورو د دولت له امنیتي امکاناتو څخه د مخدره توکو د قاچاق پر ضد د مبارزې لپاره نه، بلکې د دغو شبکو د اسانتیا لپاره کار اخیستی، څو مخدره مواد امریکا ته ورسېږي. د روبیو په خبره، دا وضعیت به نور دوام ونه کړي.
د طالبانو تر واک لاندې د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رییس نعیم الحق حقاني د ایران د رسنیزو فعالانو له پلاوي سره کتلي دي. په دې کتنه کې دواړو لوریو د رسنیزو اړیکو د پراختیا، په رسنیز ډګر کې د تجربو شریکولو او ګډو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
د د طالبانو تر واک لاندې د اطلاعاتو او رسنیو مرکز نن یکشنبه، د مرغومي پر ۱۴مه نېټه په اېکس کې لیکلي، چې د یاد مرکز رییس نعیم الحق حقاني د ایران رسنیو فعالینو ته ویلي، چې دغه مرکز د دولتي ادارو، کورنیو او بهرنیو رسنیو ترمنځ د یوه ارتباطي پله په توګه دنده تر سره کوي.
حقاني په اوسني عصر کې د رسنیو اهمیت ته په اشارې زیاته کړې، چې رسنۍ کولای شي د کره او باوري معلوماتو د خپرولو له لارې د ملتونو ترمنځ د عامه پوهاوي زیاتولو او د منفي تبلیغاتو د مخنیوي برخه کې مهم رول ولوبوي.
د طالبانو په خبرپاڼه کې د ایران رسنیزو فعالینو په حواله لیکل شوي، چې د ایران د رسنیزو فعالانو پلاوي د اطلاعاتو او رسنیو مرکز له رییس په په لیدنه کې په رسنیز ډګر کې د دواړو لوریو ترمنځ همغږي مهمه وبلله او د رسنیو له مرکز سره یې د همکاریو زیاتولو، روزنیزو پروګرامونو او تخنیکي تجربو شریکولو برخه کې خپل چمتووالی په ډاګه کړ.
طالبانو ددې ناستې هیڅ کوم انځور نه دی خپور کړی.
دې ډلې له بیا ځلي واک ته رسېدو سره په افغانستان کې پر رسنیو په براخه کچه محدودیتونه لګولي او په زیات شمیر ولایتونو کې یې پر رسنیو د ساکښو انځورونو خپروای بند کړی دی.
د طالبانو الاماره ویب پاڼې ویلي چې د امریکا د پوځ «دلتا فورس» پر افغانستان د برید په لومړیو ورځو کې هڅه کړې وه، چې په کندهار کې د طالبانو پخوانی مشر ملا عمر ونیسي خو عملیات یې ناکام شول. ملا عمر د امریکا له برید څخه څو ورځې وروسته نامعلوم ځای ته وتښتېد.
د طالبانو الاماره وېپاڼې نن یکشنبه، د مرغومي پر ۱۴مه نېټه د وینزویلا د ولسمشر نیکولاس مادورو په نیولو کې د دلتا فورس د رول په اړه د ډونالډ ټرمپ پرونۍ څرګندونو ته اشاره وکړه او ادعا یې وکړه چې د امریکا ورته پوځي واحد په ۲۰۰۱ کال کې په کندهار کې د ملا عمر پر استوګنځي عملیات ترسره کړي وو.
د الاماره له خوا د خپور شوي روایت له مخې، دا عملیات د ۱۳۸۰ کال د تلې پر ۲۸مه د طالبانو د هغه وخت د مشر "ژوندي وژلو یا نیولو" په هدف شوي وو.
د قاري سعید په نامه ددې ډلې د یوه فعال په روایت کې ویل شوي، چې امریکایي ځواکونو لومړی د کندهار په جنوب لویدیزه ریګ سیمه کې په یوه زاړه هوايي ډګر کې شاوخوا ۱۰۰ سرتیري ځای پر ځای کړل او بیا له ۱۰۰ څخه د زیاتو دلتا فورس او امریکایي کومانډویانو یوې بلې ډلې د ملا عمر استوګنځي ته نږدې د هلیکوپټر په واسطه ځانونه ورسول.
الاماره وايي، امریکایي ځواکونو هڅه وکړه چې د ملاعمر د استوګنې ودانۍ ته ننوځي، خو د طالبانو له ځواکونو سره تر نښتو وروسته بیرته شاتګ ته اړ شول.
الاماره ویب پاڼې د امریکایی خبریال سیمور هرش له قوله ویلي، چې د دلتا ځواکونه د عملیاتو په جریان کې له "سخت مقاومت" سره مخ شول او یو شمیر یې ټپیان شول.
الاماره دا نه دي ویلي، چې په عملیاتو کې څومره طالبان ووژل شول.
په روایت کې ویل شوي چې د شاتګ په جریان کې د امریکا یوه چورلکه زیانمنه شوه او امریکایي ځواکونه بالاخره د عملیاتو د هدف له ترلاسه کولو پرته له سیمې ووتل.
الاماره ادعا کوي، چې طالبانو له پیښې وروسته د عملیاتو د شواهدو په توګه رسنیو ته د ویجاړې شوي چورلکې پاتې شوني او یوه وسله ښودلې وه.
متحده ایالاتو په ۲۰۰۱ کال کې د سپتمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته پر افغانستان برید وکړ. واشنګټن وویل، چې عملیات د القاعدې له منځه وړلو او د طالبانو د شړلو په موخه وو. امریکا پر طالبانو تور لګولی و، چې د القاعدې مشر اسامه بن لادن ته یې پناه ورکړې ده.
دا برید د لویدیځو امریکایي متحدینو په ملاتړ وشو او د طالبانو د رژیم د سقوط لامل شو.
د طالبانو پخوانی مشر ملا عمر ډېر کلونه په یوه نامعلوم ځای کې پټ شوی و.
د افغانستان پخواني حکومت ادعا کوله چې ملا عمر په پاکستان کې دی خو د طالبانو له بیا ځلي راستنېدو وروسته د ملا عمر زوی او د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب ادعا وکړه چې پلار یې په افغانستان کې وو.
د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر د مړینې خبر له څو کلونو ځنډ وروسته د لومړي ځل لپاره د پخواني حکومت د ملي امنیت چارواکو له خوا تایید شو.
په هغه وخت کې ویل کېدل چې ملا عمر په ۲۰۱۳ کال کې مړ شوی دی خو دا خبر په رسمي ډول په ځنډ اعلان شو.
افغان امنیتي چارواکو هغه وخت وویل چې هغه د پاکستان د کراچۍ په یوه روغتون کې د ناروغۍ له امله مړ شوی دی.
د طالبانو کورنیو چارو وزارت کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د یاد وزارت وزیر سراج الدین حقاني د ملاهبت الله د حکم د تطبیق په پایله کې فعال احتیاط ته د سوق شويو منسوبانو د بیا استخدام امر ور کړی. د حقاني په مکتوب کې ویلي چې یاد کسان د اړتیا پرمهال ګومارل کېدای شي.
ددغه مکتوب یوه کاپي افغانستان انټرنشنل هم ترلاسه کړې ده.

په ترلاسه شوي مکتوب کې، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني له خوا لاسلیک شوی دی، لیکل شوي، چې ددې ډلې د مشر ملا هبت الله د شفاهي هدایت پر بنسټ په استخدام کې د امنيتي تصفيوي کمېسيون د فورمې شته والی حتمي نه دى.
په مکتوب کې سراج الدین حقاني د ملاهبت الله د (۱۳۴۶/۱۰/۹ هـ ق) نیټې (۷۷۴) ګڼې حکم او د هغې د تطبيقي لارښود په پام کې نیولو سره د هغو منسوبینو چې د یاد حکم د تطبیق په پایله کې فعال احتیاط ته سوق شوي، د بېرته استخدام لپاره په مشروط ډول امر کړی دی.
په مکتوب کې راغلي:« په هغه صورت کې چې اړونده څانګه کمبود بست ولري او په هغې کې د کار لپاره مسلکي او با تجربه اشخاصو ته اړتيا ولري، کولای شي د هغو کسانو له ډلې چې د پورته یاد شوي حكم مطابق فعال احتياط ته سوق شوي، د لاندې صفاتو په پام کې نیولو سره شخص بيرته جذب او استخدام كري».
د صفاتو یا شرایطو په برخه کې ویل شوي، چې لومړی باید احتیاط ته سوق شوى شخص ديني، عصري يا مسلکي زده كړې ولري.
دویم شرط دا ښودل شوی، چې استخدام باید له هغو حكمونو، فرمانونو، لارښوونو، مرعي الاجراء اصولو او کړنلارو سره چې د استخدام پر برخه حاكم دي، په ټکر کې نه وي.
درېیم شرط د کس یا ګومارنې د وړاندیز د څرنګتیا په تړاو دی، چې شخص د اړونده مسوول او لزوم دید پر بنسټ وړانديز شي او د امربالمعرف او نهی عن المنكر وزارت د قانون له مخې صبح الوجهه نه وي.
د صبح الوجهه برخه کې وضاحت نه دی ورکړل شوی، خو ظاهري معنا یې داده، چې یو کس خپل ځان په عام محضر یا رسمي چاپېریال کې را څرګندوي.
د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون ښځو ته په عام محضر کې د حجاب او بشپړ پوښښ په اړه سخت احکام او د «صبح الوجه» مفهوم د منکر عمل په توګه معرفي کوي.
څلورم شرط دا ښودل شوی، چې فعال احتیاط ته له سوق کېد و څخه تر بېرته استخدام پورې به ګومارل کېدونکی کس د جرم مرتکب شوی نه وي.
د دغه امر تطبيق د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د اداري چارو معینیت پر غاړه دی او د یاد وزارت د تفتیش لوی ریاست موظف دی چی د امر کنټرول او څارنه وکړي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې یاد وزارت د تنقیص شويو مسلکي کسانو له ګوښه کېدو وروسته د مسلکي منسوبینو له کمښت سره مخ شوی او دې چارې طالب چارواکي اړ اېستل، چې یو ځل بیا پر خپلو حکمونو بیاکتنه وکړي او په کور کښېنول شوي مسلکي منسوبان بېرته پر دندو وګوماري.
د یادونې وړ ده، چې د روان کال د وري پر ۲۴مه افغانستان انټرنشنل په لومړی ځل رپوټ ورکړ، چې د طالبانو مشر مولوي هبت الله ددې ډلې د کورنیو چارو، دفاع وزارتونو او د استخباراتو لوی ریاست شل سلنه کارکوونکي له تشکیل نه تنقیص کړي او فعال احتیاط ته یې سوق کړي دي.
دغه رپوټ د طالبانو د کورنیو چارو وزارت، دفاع وزارت او استخباراتو ریاست سندونو ته د لاسرسي پر بنسټ جوړ شوی و. وروسته په غويي میاشت کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دولتي کارکوونکو د تنقیص خبر تایید کړ.
د طالبانو مشر ملا هبت الله دا پرېکړه په داسې حال کې کړې وه، چې له افغانستان سره د امریکا د مرستو د درول کېدو راپورونه ورکړل شوي وو او ددې ډلې تر واک لاندې دولتي کارکوونکو د معاشونو د ځنډ او خنډ په اړه شکایتونه درلودل.