• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران د رسنیو فعالانو د طالبانو د اطلاعاتو او رسنیو مرکز نه لیدنه کړې

۱۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۴ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۵۷ GMT+۰تازه شوی: ۱۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۴ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۵۹ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رییس نعیم الحق حقاني د ایران د رسنیزو فعالانو له پلاوي سره کتلي دي. په دې کتنه کې دواړو لوریو د رسنیزو اړیکو د پراختیا، په رسنیز ډګر کې د تجربو شریکولو او ګډو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

د د طالبانو تر واک لاندې د اطلاعاتو او رسنیو مرکز نن یکشنبه، د مرغومي پر ۱۴مه نېټه په اېکس کې لیکلي، چې د یاد مرکز رییس نعیم الحق حقاني د ایران رسنیو فعالینو ته ویلي، چې دغه مرکز د دولتي ادارو، کورنیو او بهرنیو رسنیو ترمنځ د یوه ارتباطي پله په توګه دنده تر سره کوي.

حقاني په اوسني عصر کې د رسنیو اهمیت ته په اشارې زیاته کړې، چې رسنۍ کولای شي د کره او باوري معلوماتو د خپرولو له لارې د ملتونو ترمنځ د عامه پوهاوي زیاتولو او د منفي تبلیغاتو د مخنیوي برخه کې مهم رول ولوبوي.

د طالبانو په خبرپاڼه کې د ایران رسنیزو فعالینو په حواله لیکل شوي، چې د ایران د رسنیزو فعالانو پلاوي د اطلاعاتو او رسنیو مرکز له رییس په په لیدنه کې په رسنیز ډګر کې د دواړو لوریو ترمنځ همغږي مهمه وبلله او د رسنیو له مرکز سره یې د همکاریو زیاتولو، روزنیزو پروګرامونو او تخنیکي تجربو شریکولو برخه کې خپل چمتووالی په ډاګه کړ.

طالبانو ددې ناستې هیڅ کوم انځور نه دی خپور کړی.

دې ډلې له بیا ځلي واک ته رسېدو سره په افغانستان کې پر رسنیو په براخه کچه محدودیتونه لګولي او په زیات شمیر ولایتونو کې یې پر رسنیو د ساکښو انځورونو خپروای بند کړی دی.

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۳
تازه خبر

کونړ کې د سوات د کډوالو په کور کې چاودنه؛ د یوې ښځې او ماشومانو په ګډون پنځه کسان وژل شوي

۴

په ټورنټو کې د افغان خبریالانو په ګډون د بیان ازادۍ مرکز خپله درېیمه کلنۍ ناسته ترسره کړی

۵

د پاکستان ډالري جګړه؛ محمود فضلي وایي د سهیل اپریدي څرګندونو د دغه جګړې حقیقت بربنډ کړ

•
•
•

نور کیسې

طالبان: ملاعمر د امریکا د «دلتا ځواک» د عملیاتو پرمهال په تېښته بریالی شوی و

۱۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۴ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۳۷ GMT+۰

د طالبانو الاماره ویب پاڼې ویلي چې د امریکا د پوځ «دلتا فورس» پر افغانستان د برید په لومړیو ورځو کې هڅه کړې وه، چې په کندهار کې د طالبانو پخوانی مشر ملا عمر ونیسي خو عملیات یې ناکام شول. ملا عمر د امریکا له برید څخه څو ورځې وروسته نامعلوم ځای ته وتښتېد.

د طالبانو الاماره وېپاڼې نن یکشنبه، د مرغومي پر ۱۴مه نېټه د وینزویلا د ولسمشر نیکولاس مادورو په نیولو کې د دلتا فورس د رول په اړه د ډونالډ ټرمپ پرونۍ څرګندونو ته اشاره وکړه او ادعا یې وکړه چې د امریکا ورته پوځي واحد په ۲۰۰۱ کال کې په کندهار کې د ملا عمر پر استوګنځي عملیات ترسره کړي وو.

د الاماره له خوا د خپور شوي روایت له مخې، دا عملیات د ۱۳۸۰ کال د تلې پر ۲۸مه د طالبانو د هغه وخت د مشر "ژوندي وژلو یا نیولو" په هدف شوي وو.

د قاري سعید په نامه ددې ډلې د یوه فعال په روایت کې ویل شوي، چې امریکایي ځواکونو لومړی د کندهار په جنوب لویدیزه ریګ سیمه کې په یوه زاړه هوايي ډګر کې شاوخوا ۱۰۰ سرتیري ځای پر ځای کړل او بیا له ۱۰۰ څخه د زیاتو دلتا فورس او امریکایي کومانډویانو یوې بلې ډلې د ملا عمر استوګنځي ته نږدې د هلیکوپټر په واسطه ځانونه ورسول.

الاماره وايي، امریکایي ځواکونو هڅه وکړه چې د ملاعمر د استوګنې ودانۍ ته ننوځي، خو د طالبانو له ځواکونو سره تر نښتو وروسته بیرته شاتګ ته اړ شول.

الاماره ویب پاڼې د امریکایی خبریال سیمور هرش له قوله ویلي، چې د دلتا ځواکونه د عملیاتو په جریان کې له "سخت مقاومت" سره مخ شول او یو شمیر یې ټپیان شول.

الاماره دا نه دي ویلي، چې په عملیاتو کې څومره طالبان ووژل شول.

په روایت کې ویل شوي چې د شاتګ په جریان کې د امریکا یوه چورلکه زیانمنه شوه او امریکایي ځواکونه بالاخره د عملیاتو د هدف له ترلاسه کولو پرته له سیمې ووتل.

الاماره ادعا کوي، چې طالبانو له پیښې وروسته د عملیاتو د شواهدو په توګه رسنیو ته د ویجاړې شوي چورلکې پاتې شوني او یوه وسله ښودلې وه.

متحده ایالاتو په ۲۰۰۱ کال کې د سپتمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته پر افغانستان برید وکړ. واشنګټن وویل، چې عملیات د القاعدې له منځه وړلو او د طالبانو د شړلو په موخه وو. امریکا پر طالبانو تور لګولی و، چې د القاعدې مشر اسامه بن لادن ته یې پناه ورکړې ده.

دا برید د لویدیځو امریکایي متحدینو په ملاتړ وشو او د طالبانو د رژیم د سقوط لامل شو.

د طالبانو پخوانی مشر ملا عمر ډېر کلونه په یوه نامعلوم ځای کې پټ شوی و.

د افغانستان پخواني حکومت ادعا کوله چې ملا عمر په پاکستان کې دی خو د طالبانو له بیا ځلي راستنېدو وروسته د ملا عمر زوی او د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب ادعا وکړه چې پلار یې په افغانستان کې وو.

د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر د مړینې خبر له څو کلونو ځنډ وروسته د لومړي ځل لپاره د پخواني حکومت د ملي امنیت چارواکو له خوا تایید شو.

په هغه وخت کې ویل کېدل چې ملا عمر په ۲۰۱۳ کال کې مړ شوی دی خو دا خبر په رسمي ډول په ځنډ اعلان شو.

افغان امنیتي چارواکو هغه وخت وویل چې هغه د پاکستان د کراچۍ په یوه روغتون کې د ناروغۍ له امله مړ شوی دی.

سراج الدین حقاني فعال احتیاط ته د سوق شويو منسوبانو د بېرته ګومارنې امر ور کړی

۱۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۴ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۳۱ GMT+۰
•
عبدالحق عمري

د طالبانو کورنیو چارو وزارت کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د یاد وزارت وزیر سراج الدین حقاني د ملاهبت الله د حکم د تطبیق په پایله کې فعال احتیاط ته د سوق شويو منسوبانو د بیا استخدام امر ور کړی. د حقاني په مکتوب کې ویلي چې یاد کسان د اړتیا پرمهال ګومارل کېدای شي.

ددغه مکتوب یوه کاپي افغانستان انټرنشنل هم ترلاسه کړې ده.

100%

په ترلاسه شوي مکتوب کې، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني له خوا لاسلیک شوی دی، لیکل شوي، چې ددې ډلې د مشر ملا هبت الله د شفاهي هدایت پر بنسټ په استخدام کې د امنيتي تصفيوي کمېسيون د فورمې شته والی حتمي نه دى.

په مکتوب کې سراج الدین حقاني د ملاهبت الله د (۱۳۴۶/۱۰/۹ هـ ق) نیټې (۷۷۴) ګڼې حکم او د هغې د تطبيقي لارښود په پام کې نیولو سره د هغو منسوبینو چې د یاد حکم د تطبیق په پایله کې فعال احتیاط ته سوق شوي، د بېرته استخدام لپاره په مشروط ډول امر کړی دی.

په مکتوب کې راغلي:« په هغه صورت کې چې اړونده څانګه کمبود بست ولري او په هغې کې د کار لپاره مسلکي او با تجربه اشخاصو ته اړتيا ولري، کولای شي د هغو کسانو له ډلې چې د پورته یاد شوي حكم مطابق فعال احتياط ته سوق شوي، د لاندې صفاتو په پام کې نیولو سره شخص بيرته جذب او استخدام كري».

د صفاتو یا شرایطو په برخه کې ویل شوي، چې لومړی باید احتیاط ته سوق شوى شخص ديني، عصري يا مسلکي زده كړې ولري.

دویم شرط دا ښودل شوی، چې استخدام باید له هغو حكمونو، فرمانونو، لارښوونو، مرعي الاجراء اصولو او کړنلارو سره چې د استخدام پر برخه حاكم دي، په ټکر کې نه وي.

درېیم شرط د کس یا ګومارنې د وړاندیز د څرنګتیا په تړاو دی، چې شخص د اړونده مسوول او لزوم دید پر بنسټ وړانديز شي او د امربالمعرف او نهی عن المنكر وزارت د قانون له مخې صبح الوجهه نه وي.

د صبح الوجهه برخه کې وضاحت نه دی ورکړل شوی، خو ظاهري معنا یې داده، چې یو کس خپل ځان په عام محضر یا رسمي چاپېریال کې را څرګندوي.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون ښځو ته په عام محضر کې د حجاب او بشپړ پوښښ په اړه سخت احکام او د «صبح الوجه» مفهوم د منکر عمل په توګه معرفي کوي.

څلورم شرط دا ښودل شوی، چې فعال احتیاط ته له سوق کېد و څخه تر بېرته استخدام پورې به ګومارل کېدونکی کس د جرم مرتکب شوی نه وي.

د دغه امر تطبيق د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د اداري چارو معینیت پر غاړه دی او د یاد وزارت د تفتیش لوی ریاست موظف دی چی د امر کنټرول او څارنه وکړي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې یاد وزارت د تنقیص شويو مسلکي کسانو له ګوښه کېدو وروسته د مسلکي منسوبینو له کمښت سره مخ شوی او دې چارې طالب چارواکي اړ اېستل، چې یو ځل بیا پر خپلو حکمونو بیاکتنه وکړي او په کور کښېنول شوي مسلکي منسوبان بېرته پر دندو وګوماري.

د یادونې وړ ده، چې د روان کال د وري پر ۲۴مه افغانستان انټرنشنل په لومړی ځل رپوټ ورکړ، چې د طالبانو مشر مولوي هبت الله ددې ډلې د کورنیو چارو، دفاع وزارتونو او د استخباراتو لوی ریاست شل سلنه کارکوونکي له تشکیل نه تنقیص کړي او فعال احتیاط ته یې سوق کړي دي.

دغه رپوټ د طالبانو د کورنیو چارو وزارت، دفاع وزارت او استخباراتو ریاست سندونو ته د لاسرسي پر بنسټ جوړ شوی و. وروسته په غويي میاشت کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دولتي کارکوونکو د تنقیص خبر تایید کړ.

د طالبانو مشر ملا هبت الله دا پرېکړه په داسې حال کې کړې وه، چې له افغانستان سره د امریکا د مرستو د درول کېدو راپورونه ورکړل شوي وو او ددې ډلې تر واک لاندې دولتي کارکوونکو د معاشونو د ځنډ او خنډ په اړه شکایتونه درلودل.

طالبانو له خصوصي بانکونو غوښتي چې په بهر کې پانګونې کمې کړي

۱۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۴ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۱۶ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک له خصوصي سوداګریزو بانکونو غوښتي چې په بهرنیو هېوادونو کې پانګونې کمې کړي او په کور دننه په ټولګټو پروژو کې پانګونې وکړي. یاد بانک دغه راز د بانکي پروسو پر ساده کولو او ډیجیټلي معاملاتو هم ټینګار کړی دی.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک د لومړي مرستیال صدیق الله خالد د یکشنبې په ورځ، د مرغومي پر ۱۴مه، د سوداګریزو بانکونو له ټولنې او د سوداګریزو بانکونو له رییسانو سره په غونډه کې د برېښنایي اداینو د پراختیا پر عمومي لارښود، له نغدي معاملاتو څخه ډیجیټلي معاملاتو ته پر ستنېدا، په ټولګټو پروژو کې د سوداګریزو بانکونو پر پانګونې او د بانکي پروسو پر ساده کولو خبرې کړې دي.

د افغانستان بانک د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې د بانک لومړي مرستیال د برېښنایي اداینو د پراختیا عمومي لارښود پر اغیزناک او همغږي تطبیق ټینګار کړی او ویلي یې دي چې له نغدي معاملاتو څخه برېښنایي او ډیجیټلي معاملاتو ته تدریجي لېږد د مالي نظام د عصري کېدو، شفافیت د پیاوړتیا او اقتصادي موثریت د لوړولو لپاره مهم دی.

د طالبانو د یاد چارواکي په وینا، بانکي سکتور په دې برخه کې بنسټیز رول لري او سوداګریز بانکونه باید د برېښنایي اداینو د پراختیا لپاره خپل سیستمونه پیاوړي، خدمتونه پراخ او خلکو ته اسانه لاسرسی برابر کړي.

نوموړي له سوداګریزو بانکونو غوښتي، چې د یاد لارښود په رڼا کې د نوښتګرو ډیجیټلي حل‌لارو په پلي کولو سره د مالي شمولیت پراختیا (financial inclusion expansion) ته ځانګړې پاملرنه وکړي، چې دده په وینا، د ټولنې بېلابېل قشرونه له خوندي، چټکو او اغېزناکو برېښنایي مالي خدمتونو ګټه واخېستلای شي.

د طالبانو د افغانستان بانک مرستیال دغه راز په دې ناسته کې په عامه پروژو کې د سوداګریزو بانکونو پر پانګونې هم ټینګار کړی.

د افغانستان بانک په وینا، نوموړي له سوداګریزو بانکونو وغوښتل چې په بهرنیو هېوادونو کې پانګونې کمې کړي او په کور دننه په ټولګټو پروژو کې پانګونې وکړي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک لومړي مرستیال د پروسو پر ساده کولو هم ټینګار کړی دی.

طالبانو له دې وړاندې هم له خصوصي بانکونو غوښتنه کړې، چې په کوردننه پروژو کې پانګونې وکړي.

عوامي نېشنل ګوند: له افغانستان سره دې مسایل د خبرو اترو له لارې حل شي

۱۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۴ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۴۶ GMT+۰

د عوامي نشنل ګوند مرکزي کمیټې ویلي، چې له افغانستان سره دې ټول مسایل د جګړې پرځای د خبرو او ترو له لارې حل شي او ژر تر ژره دې تړل شوې سوداګریزې لارې بېرته پرانېستل شي.

د عوامي نشنل ګوند د مرکزي کمیټې ناسته ددغه ګوند د مشر اېمیل ولي خان په مشری او د مرکزي کمیټې د غړو په ګډون شوې ده.

په دې ناسته کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ روان کړکېچ د سیمې امنیت لپاره ستر ګواښ ګڼل شوی دی.

د ګوند مرکزي شورا وايي چې له افغانستان سره روانو شخړو او د لارو بندېدو له امله زرګونه پاکستانيان، په ځانګړي ډول پښتون زده کوونکي او عام خلک له تېرو څو میاشتو راهیسې په افغانستان کې بند پاتې دي. شورا د دې خلکو د بیرته راوستلو لپاره بیړني اقدامات غواړي.

په دې ناسته کې د پاکستان د ۲۵ اساسي قانون تعدیل له لارې د خیبرپښتونخوا مدغم شویو ولسوالیو ته د شویو ژمنو د نه پوره کیدو په اړه جدي اندیښنه ښودل شوې ده.

عوامي نشنل ګوند په خیبرپښتونخوا کې د مورنیو ژبو پر وړاندې تبعیض غندلی او غوښتنه یې کړې چې د ۱۸م اساسي قانون تعدیل لاندې دې ټولې مورنۍ ژبې په ځانګړې توکه په تعلیمي نصاب کې د جبري مضمون په توګه شاملې شي.

یاد ګوند د پاکستان په دولتي ټلوېزیون کې د پښتو خپرونو بندول هم وغندل او د بېرته پیل کېدو غوښتنه یې کړې ده.

د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم د عوامي نشنل ګوند مشر اېمل ولي خان ویلي، چې په پاکستان کې د هرې پېښې تور له فکر پرته پر افغانستان لګول کیږي.

د تېر حکومت دوه پوځي پيلوټان افغانستان ته ستانه شوي دي

۱۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۴ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۱۴ GMT+۰

له افغان شخصیتونو سره د طالبانو د تماس کمېسیون وايي، چې د تېر حکومت دوو پوځي پیلوټانو ته د «مصئونیت» کارتونه ورکړل شول. د یاد کمیسیون په وینا، دغه پيلوټان له اړیکې نیولو وروسته هېواد ته راستانه شوي دي.

له افغان شخصیتونو سره د طالبانو د تماس کمیسیون نن یکشنبه، د مرغومي پر ۱۴مه نېټه ویلي، چې راستنو شویو پوځیانو وویل، د کابل له نیول کېدو سره سم پخواني پوځیان د ناسمو تبلیغاتو له امله بهر ته، تګ ته اړ شول او هېواد ته له راتګ وروسته له کومې ستونزې سره نه دي مخ شوي.

له افغان شخصیتونو سره د طالبانو د تماس کمېسیون د (غويي پر ۵مه) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي و چې د یاد کمېسیون له پیله تردې مهاله ۸۳۹ افغان شخصیتونه د دغه کمېسیون له لارې افغانستان ته ستانه شوي.

خو د ځینو راپورونو پر بنسټ، د طالبانو د ارتباط کمېسیون له لارې افغانستان ته د ستنو شويو کسانو له ډلې یو شمېر یې بېرته له افغانستان نه وتلي او نورو هېوادونو ته تللي دي.

ګڼ خلک وايي، چې ستانه شوي کسان د خپلو غصب شویو ملکیتونو او جایدادونو د ستنولو په موخه افغانستان ته ورغلي وو او د داسې کسانو شمېر هم په دې ډله کې کم نه و، چې د خپلو بانکي حسابونو د ترلاسه کولو لپاره د لنډمهال لپاره افغانستان ته ستانه شوي وو.

دا رنګه له افغانستان نه ګڼ کډه شوي افغانان وایي، چې په هېواد کې یې د ماشومانو لپاره د زده‌کړو اسانتیاوې نشته او د بې شمېره اورپکو ډلو په شته‌والي کې هلته په امن او ټیکاو باور هم نه شي کولای.