ملا برادر چې د یکشنبې په ورځ، د مرغومي پر ۱۴مه یې د کندهار د جامعه الاسلامیه دارالعلوم د دستاربندۍ په مراسمو کې وینا کوله، ټینګار وکړ: «اسلامي امارت د هېواد د هر اړخیز پرمختګ لپاره په سیاسي او اقتصادي مشارکت باور لري، دا مشارکت د تېرو څلورو کلونو پر مهال پیاوړی شوی او د علماوو، علمي شخصیتونو او مسلکي کارکوونکو د مشورو او نظریو پر اساس ولاړ دی.»
نوموړي همداراز ادعا وکړه، چې په افغانستان کې اوسنی سیاسي قدرت «ثابت او متعادل» ساتل شوی او د نظام په چوکاټ کې موازي سیاسي جریانونه او مخالف جهتونه له منځه تللي دي.
د هغه په وینا، په اداري مشارکت، اداري شفافیت، د اقتصادي زیربناوو جوړولو او د عامه خدمتونو وړاندې کولو سره ملي رضایت هم زیات شوی دی.
ملا برادر په خپله وینا کې پر ټولو هېوادونو غږ کړی، چې په سیمهییز او نړیوال فعال مشارکت کې د طالبانو له بالقوه ظرفیت او پیاوړې ارادې ګټه واخلي.
هغه وویل: «یو امن افغانستان د ټولو لپاره له اقتصادي او سیاسي پلوه لوی فرصت ګڼل کېږي.»
خو منتقدین وایي، تر هغه چې په افغانستان کې د سیاسي فعالیت فضا بېرته پرانیستل شوې نه وي او د ټولو وګړو د ګډون عملي زمینه برابره نه شي، د مشارکت خبرې یوازې سیاسي شعارونه پاتې کیږي.
افغان سیاستوال او د مدني ټولنې یو شمېر غړي په دې باور دي، چې مشارکت د سیاسي فعالیت لپاره په پرانیستې فضا پورې تړلی، چې بېلابېل سیاسي جریانونه خپل نظرونه په ازاد ډول وړاندې کړای شي او د پرېکړو په بهیر کې ونډه ولري.
د سیاسي او اقتصادي چارو شنونکې انګار صافۍ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د سیاسي مشارکت دعوې بې ځایه دي، د سیاسي ګوندونو لغوه کېدل، د منتقدو غږونو محدودول او د خپلواکو بنسټونو نشتوالی د مشارکت له مفهوم سره په ټکر کې دي.
انګار صافۍ ټینګار کوي، چې اقتصادي مشارکت له سیاسي ټولشمولهتوب، حساب ورکوونکي نظام او حقوقي خوندیتوب پرته دوام نه شي کولی.