• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایراني چارواکی وايي د افغان کاري ځواک د ښه تنظیم او مدیریت په برخه کې همکاري کوي

۱۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۴ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۱۳ GMT+۰

د ایران د کار، تعاون او ټولنیزې هوساینې د وزیر مرستیال سید مالک حسيني په کابل کې د ایران په ملاتړ جوړ شوي د مسلکي زده‌کړو مرکز د لیدنې پر مهال ویلي، چې ایران د افغان کاري ځواک د ښه تنظیم او مدیریت په برخه کې خپلې همکارۍ پراخوي.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې نن د یکشنبې په ورځ د ایران د کار، تعاون او ټولنیزې هوساینې مرستیال وزیر سید مالک حسیني په مشرۍ ایراني پلاوي په کابل کې د ایران په ملاتړ د مسلکي زده‌کړو جوړ شوي مرکز څخه لېدنه کړې ده.

طالبانو ویلي، چې سید مالک حسیني او پلاوي یې د افغان کاري ځواک د ښه تنظیم او د یاد مرکز د کمیت او کیفیت له پلوه د اسانتیاوو د لوړولو ژمنه کړې ده.

په همدې مهال، د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت معین عبیدالله امین‌زاده په کابل کې د ایران له‌خوا د مسلکي زده‌کړو جوړ شوي مرکز لپاره د دې هېواد د تخنیکي او مالي همکارۍ مننه وکړه او زیاته یې کړه: «په دې مرکز کې په ۹ برخو کې ۴۷۰ ځوانانو ته تخنیکي او مسلکي روزنه ورکول کېږي. موږ هیله لرو چې دغه ځوانان ژر تر ژره د مسلکي کارګرو په توګه د افغانستان کار بازار ته داخل شي او د کار او سوداګرۍ خاوندان شي.»

په کابل کې د ایران له‌خوا د مسلکي او تخنیکي زده‌کړو په جوړ شوي مرکز کې اوسمهال ۴۷۰ ځوانان په خیاطۍ، نل‌دوانۍ، مبایل، کمپیوټر، د کورنیو وسایلو جوړولو، د موټرو ویرنګ او نورو مسلکي برخو کې زده‌کړې کوي.

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲

محمد نبي: د شاپور ناروغي عادي نه‌ده

۳
تازه خبر

کونړ کې د سوات د کډوالو په کور کې چاودنه؛ د یوې ښځې او ماشومانو په ګډون پنځه کسان وژل شوي

۴

په ټورنټو کې د افغان خبریالانو په ګډون د بیان ازادۍ مرکز خپله درېیمه کلنۍ ناسته ترسره کړی

۵

د پاکستان ډالري جګړه؛ محمود فضلي وایي د سهیل اپریدي څرګندونو د دغه جګړې حقیقت بربنډ کړ

•
•
•

نور کیسې

فضلي: امریکا او برېتانیا پاکستان ته په سیمه کې د «ستراتیژیکې پوستې» په توګه ګوري

۱۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۴ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۵۸ GMT+۰

د تېر جمهوري نظام پر مهال د چارو د ادارې مشر فضل محمود فضلي وایي، چې پاکستان په سیمه کې د لویدیځ، امریکا او بریټانیا ستراتیژیکه پوسته ده.

فضل محمود فضلي په یوه پوډکاسټ کې ویلي، تر هغه چې امریکا او بریتانیا پاکستان ته اړتیا ولري او تر هغه چې له دې پوستې(پاکستان) څخه ساتنه کولای شي، دا پوسته به نه پرېږدي.

هغه زیاتوي، د پاکستان له ساتلو د دواړو هېوادونو موخه دا ده چې ددغه هېواد له پوځ او امکاناتو په ګټه اخیستنې په سیمه کې خپل یوه لسیزه برلاسۍ حضور وساتي او پاکستان اړ دی چې څه ورته ویل کېږي باید کټ مت یې عملي کړي.

د چارو د ادارې یاد پخوانی مشر وایي چې فکر نه کوي په سیمه او په ځانګړي ډول په افغانستان کې د پاکستان ژورې ګټې دې وروستي پړاو ته رسېدلې وي.

هغه ویلي، «پاکستان له پخوا راهیسې، د پاچا ظاهر شاه پر وړاندې، په اتیاېیمه لسيزه کې د افغان حکومت پر وړاندې، د جمهوریت په دوره کې او که اوس دی، پاکستان یوازې او یوازې د امریکا قرادادي پروژې عملي کوي».

دغه پخوانی افغان چارواکی د تحلیل په ډول وایي، پاکستان د امریکا او بریتانیا تر اغېز لاندې د بدیل له نشتوالي کړکېچن دریځ لري او مجبوره دی هغه څه عملي کړي چې لوېدیځ یې ترې غواړي، ځکه د ده په وینا، تر هغې چې واشنګټن او لندن پاکستان ته د یوې ستراتېژیکې پوستې په سترګه ګوري، دا هېواد به د دوی د سیمه‌ییزو موخو د پلي کولو وسیله پاتې وي.

سره میاشت وايي په کابل کې یې پر ۱۰۰۰ بېرته راستنو شویو کورنیو ژمنۍ مرستې وېشلي دي

۱۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۴ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۴۰ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، د سړې هوا له زیانونو د ژغورنې په موخه یې په کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو باندې ژمني توکي وېشلي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشت ټولنې نن د یکشنبې په ورځ، د مرغومي ۱۴مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ژمي د سړې هوا له زیانونو د ژغورنې په موخه یې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو ژمني توکي وېشلي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په یاده مرسته کې د هرې کورنۍ لپاره د نارینه وو، ښځو او ماشومانو جمپرونه، جاکټونه، بوټان، جرابي، پړوني، کمپلې او نور اړین توکي شامل و، چې د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې پر تازه راستنو شویو کورنیو وېشل شوې دي.

پر همدغه مهال د افغاني سرې میاشتې ټولنې رییس شهاب‌الدین دلاور راستانه شوي کډوال د هېواد د پرمختګ او ثبات لپاره مهم بللي او له راستانه شویو کډوالو سره یې پر دوامداره مرستو ټینګار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېر یو کال کې میلیونونه افغان کډوال له ګاونډیو هېوادونو څخه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي؛ هغه کډوال چې د راستنېدو وروسته په هېواد کې د سرپناه نشتوالي، بې‌کارۍ، اقتصادي ستونزو او د لومړنیو خدمتونو د کمښت له امله له جدي ننګونو سره مخ دي او په پرله‌پسې ډول د خپل ناوړه ژوند له وضعیت څخه شکایت کوي.

مارکو روبیو: وینزوېلا له افغانستان او منځني ختیځ سره مه پرتله کوئ

۱۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۴ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۴۹ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وایي، ډېری هغه کسان چې په تلویزیوني خپرونو کې د «کارپوهانو» په نامه څرګندېږي، د وینزوېلا او د لوېدیځې نیمه‌کرې په اړه کافي پوهه نه لري. نوموړي وویل، چې «وینزوېلا له افغانستان او منځني ختیځ سره مه پرتله کوئ».

روبیو له «این بي سي» شبکې سره په خبرو کې زیاته کړې، چې وینزوېلا له لیبیا، عراق، افغانستان او یا هم له منځني ختیځ سره هېڅ ورته والی نه لري. هغه وویل، یوازینی ګډ ټکی یې دا دی چې په وینزوېلا کې د ایران اجنټان فعالیت کوي او د امریکا پر ضد دسیسې جوړوي.

روبیو وویل چې د وینزوېلا په ګډون د لوېدیزې نیمه‌کرې هېوادونه، له امریکا سره اوږدمهاله تاریخي، فرهنګي او ولس تر ولسه اړیکې لري او باید د جګړه‌ځپلو هېوادونو له تجربو سره پرتله نه شي. د هغه په وینا، خلک باید «مڼې له مالټو سره» پرتله نه کړي او د منځني ختیځ وضعیت د لوېدیزې نیمه‌کرې پر هېوادونو ونه تپي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل، د وینزوېلا موضوع د امریکا له ملي ګټو سره مستقیم تړاو لري. د هغه په وینا، واشنګټن ځکه اوس په خوندي او ښه وضعیت کې دی چې دا موضوع یې جدي نیولې ده.

روبیو وویل، بدیل دا و چې نیکولاس مادورو، چې د امریکا له‌خوا د مخدره توکو د قاچاق په تور تورن شوی، د یو «نامشروع ولسمشر» په توګه په واک کې پاتې شي او وینزوېلا د امریکا د سیالانو لپاره پر یوه خلاص ډګر بدله شي، څو د امریکا پر ضد هر ډول فعالیت ترسره کړي.

هغه ادعا وکړه چې مادورو د دولت له امنیتي امکاناتو څخه د مخدره توکو د قاچاق پر ضد د مبارزې لپاره نه، بلکې د دغو شبکو د اسانتیا لپاره کار اخیستی، څو مخدره مواد امریکا ته ورسېږي. د روبیو په خبره، دا وضعیت به نور دوام ونه کړي.

د ایران د رسنیو فعالانو د طالبانو د اطلاعاتو او رسنیو مرکز نه لیدنه کړې

۱۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۴ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۵۷ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رییس نعیم الحق حقاني د ایران د رسنیزو فعالانو له پلاوي سره کتلي دي. په دې کتنه کې دواړو لوریو د رسنیزو اړیکو د پراختیا، په رسنیز ډګر کې د تجربو شریکولو او ګډو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

د د طالبانو تر واک لاندې د اطلاعاتو او رسنیو مرکز نن یکشنبه، د مرغومي پر ۱۴مه نېټه په اېکس کې لیکلي، چې د یاد مرکز رییس نعیم الحق حقاني د ایران رسنیو فعالینو ته ویلي، چې دغه مرکز د دولتي ادارو، کورنیو او بهرنیو رسنیو ترمنځ د یوه ارتباطي پله په توګه دنده تر سره کوي.

حقاني په اوسني عصر کې د رسنیو اهمیت ته په اشارې زیاته کړې، چې رسنۍ کولای شي د کره او باوري معلوماتو د خپرولو له لارې د ملتونو ترمنځ د عامه پوهاوي زیاتولو او د منفي تبلیغاتو د مخنیوي برخه کې مهم رول ولوبوي.

د طالبانو په خبرپاڼه کې د ایران رسنیزو فعالینو په حواله لیکل شوي، چې د ایران د رسنیزو فعالانو پلاوي د اطلاعاتو او رسنیو مرکز له رییس په په لیدنه کې په رسنیز ډګر کې د دواړو لوریو ترمنځ همغږي مهمه وبلله او د رسنیو له مرکز سره یې د همکاریو زیاتولو، روزنیزو پروګرامونو او تخنیکي تجربو شریکولو برخه کې خپل چمتووالی په ډاګه کړ.

طالبانو ددې ناستې هیڅ کوم انځور نه دی خپور کړی.

دې ډلې له بیا ځلي واک ته رسېدو سره په افغانستان کې پر رسنیو په براخه کچه محدودیتونه لګولي او په زیات شمیر ولایتونو کې یې پر رسنیو د ساکښو انځورونو خپروای بند کړی دی.

طالبان: ملاعمر د امریکا د «دلتا ځواک» د عملیاتو پرمهال په تېښته بریالی شوی و

۱۴ مرغومی ۱۴۰۴ - ۴ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۳۷ GMT+۰

د طالبانو الاماره ویب پاڼې ویلي چې د امریکا د پوځ «دلتا فورس» پر افغانستان د برید په لومړیو ورځو کې هڅه کړې وه، چې په کندهار کې د طالبانو پخوانی مشر ملا عمر ونیسي خو عملیات یې ناکام شول. ملا عمر د امریکا له برید څخه څو ورځې وروسته نامعلوم ځای ته وتښتېد.

د طالبانو الاماره وېپاڼې نن یکشنبه، د مرغومي پر ۱۴مه نېټه د وینزویلا د ولسمشر نیکولاس مادورو په نیولو کې د دلتا فورس د رول په اړه د ډونالډ ټرمپ پرونۍ څرګندونو ته اشاره وکړه او ادعا یې وکړه چې د امریکا ورته پوځي واحد په ۲۰۰۱ کال کې په کندهار کې د ملا عمر پر استوګنځي عملیات ترسره کړي وو.

د الاماره له خوا د خپور شوي روایت له مخې، دا عملیات د ۱۳۸۰ کال د تلې پر ۲۸مه د طالبانو د هغه وخت د مشر "ژوندي وژلو یا نیولو" په هدف شوي وو.

د قاري سعید په نامه ددې ډلې د یوه فعال په روایت کې ویل شوي، چې امریکایي ځواکونو لومړی د کندهار په جنوب لویدیزه ریګ سیمه کې په یوه زاړه هوايي ډګر کې شاوخوا ۱۰۰ سرتیري ځای پر ځای کړل او بیا له ۱۰۰ څخه د زیاتو دلتا فورس او امریکایي کومانډویانو یوې بلې ډلې د ملا عمر استوګنځي ته نږدې د هلیکوپټر په واسطه ځانونه ورسول.

الاماره وايي، امریکایي ځواکونو هڅه وکړه چې د ملاعمر د استوګنې ودانۍ ته ننوځي، خو د طالبانو له ځواکونو سره تر نښتو وروسته بیرته شاتګ ته اړ شول.

الاماره ویب پاڼې د امریکایی خبریال سیمور هرش له قوله ویلي، چې د دلتا ځواکونه د عملیاتو په جریان کې له "سخت مقاومت" سره مخ شول او یو شمیر یې ټپیان شول.

الاماره دا نه دي ویلي، چې په عملیاتو کې څومره طالبان ووژل شول.

په روایت کې ویل شوي چې د شاتګ په جریان کې د امریکا یوه چورلکه زیانمنه شوه او امریکایي ځواکونه بالاخره د عملیاتو د هدف له ترلاسه کولو پرته له سیمې ووتل.

الاماره ادعا کوي، چې طالبانو له پیښې وروسته د عملیاتو د شواهدو په توګه رسنیو ته د ویجاړې شوي چورلکې پاتې شوني او یوه وسله ښودلې وه.

متحده ایالاتو په ۲۰۰۱ کال کې د سپتمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته پر افغانستان برید وکړ. واشنګټن وویل، چې عملیات د القاعدې له منځه وړلو او د طالبانو د شړلو په موخه وو. امریکا پر طالبانو تور لګولی و، چې د القاعدې مشر اسامه بن لادن ته یې پناه ورکړې ده.

دا برید د لویدیځو امریکایي متحدینو په ملاتړ وشو او د طالبانو د رژیم د سقوط لامل شو.

د طالبانو پخوانی مشر ملا عمر ډېر کلونه په یوه نامعلوم ځای کې پټ شوی و.

د افغانستان پخواني حکومت ادعا کوله چې ملا عمر په پاکستان کې دی خو د طالبانو له بیا ځلي راستنېدو وروسته د ملا عمر زوی او د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب ادعا وکړه چې پلار یې په افغانستان کې وو.

د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر د مړینې خبر له څو کلونو ځنډ وروسته د لومړي ځل لپاره د پخواني حکومت د ملي امنیت چارواکو له خوا تایید شو.

په هغه وخت کې ویل کېدل چې ملا عمر په ۲۰۱۳ کال کې مړ شوی دی خو دا خبر په رسمي ډول په ځنډ اعلان شو.

افغان امنیتي چارواکو هغه وخت وویل چې هغه د پاکستان د کراچۍ په یوه روغتون کې د ناروغۍ له امله مړ شوی دی.