د غزني د جغتو ولسوالۍ اړوند بند علي او بید قول په ساحو کې ۴۳ زره او ۵۷۹ جریبه ځمکه له تشخیص او تثبیت وروسته دولتي ثبت شوه. دغه ځمکې شاړه دښته ده او تر اوسه ورڅخه هېڅ ډول استفاده نهده شوې.
داوودزي د افغانستان په قضیه کې د امریکا پر رول نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې د دغه هېواد شل کلن حضور یوازې په فزیکي اشغال نه و محدود، بلکې اوس هم قضیه پرانیستې پاتې ده. هغه وایي، امریکا له ښکاره اشغال څخه د پټ، غېرمستقیم او نفوذي اشغال په لور روانه ده، چې د افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو سیوری اچولی دی.
د هغه په وینا: «دا پروژه په ۲۰۰۱ کال کې پیل شوې او تر اوسه پورې دا دوسیه لا هم پرانیستې پاتې ده. یعني امریکا د مخامخ اشغال پر ځای د پټ، غېرمستقیم اشغال پر لور حرکت کړی دی.»
نوموړي په افغانستان کې د امریکا غېر مستقیمي مداخلې ته په اشاره ویلي، چې اوس هم د افغانستان فضا د امریکا تر کنټرول لاندې ده او د پاکستان بېپیلوټه الوتکي هم د امریکا په اجازه د افغانستان خاورې ته ننوځي، خو چین او روسیه دا اجازه نه لري چې د افغانستان پر فضا څار وکړي.
د تېر جمهوري نظام پر مهال د چارو د ادارې مشر فضل محمود فضلي وایي، چې پاکستان په سیمه کې د لویدیځ، امریکا او بریټانیا ستراتیژیکه پوسته ده.
فضل محمود فضلي په یوه پوډکاسټ کې ویلي، تر هغه چې امریکا او بریتانیا پاکستان ته اړتیا ولري او تر هغه چې له دې پوستې(پاکستان) څخه ساتنه کولای شي، دا پوسته به نه پرېږدي.
هغه زیاتوي، د پاکستان له ساتلو د دواړو هېوادونو موخه دا ده چې ددغه هېواد له پوځ او امکاناتو په ګټه اخیستنې په سیمه کې خپل یوه لسیزه برلاسۍ حضور وساتي او پاکستان اړ دی چې څه ورته ویل کېږي باید کټ مت یې عملي کړي.
هغه ویلي، «پاکستان له پخوا راهیسې، د پاچا ظاهر شاه پر وړاندې، په اتیاېیمه لسيزه کې د افغان حکومت پر وړاندې، د جمهوریت په دوره کې او که اوس دی، پاکستان یوازې او یوازې د امریکا قرادادي پروژې عملي کوي».
دغه پخوانی افغان چارواکی د تحلیل په ډول وایي، پاکستان د امریکا او بریتانیا تر اغېز لاندې د بدیل له نشتوالي کړکېچن دریځ لري او مجبوره دی هغه څه عملي کړي چې لوېدیځ یې ترې غواړي، ځکه د ده په وینا، تر هغې چې واشنګټن او لندن پاکستان ته د یوې ستراتېژیکې پوستې په سترګه ګوري، دا هېواد به د دوی د سیمهییزو موخو د پلي کولو وسیله پاتې وي.