• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

وال‌ سټریټ ژورنال لیکلي، د رضا پهلوي بلنې د تیرو کلونو پرتله لوی لاریونونه رامنځته کړل

۲۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۲۵ GMT+۰

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د جمعې ورځې په سرمقاله کې لیکلي چې د رضا پهلوي د ټول‌اړخیزې راټولېدنې بلنه د تیرو کلونو تر ټولو پراخو لاریونونو سبب شوه او د ایران لوی ښارونه، په ځانګړي ډول تهران او مشهد، د لاریونوالو له ګڼې ګوڼې ډک شول.

سرمقاله یادونه کوي چې رضا پهلوي له تبعید څخه د دې بلنې په ورکولو سره لوی ګواښ ومانه، ځکه که پراخه ملاتړ یې نه و ترلاسه کړی، د هغه سیاسي اعتبار به تر پوښتنې لاندې راغلی وای.

ورځپاڼه لیکي چې «د ایران خلکو دې بلنې ته غبرګون وښود» او د اعتراضونو څپه تېزه شوه.

وال سټریټ ژورنال په دې باور دی چې که تبعید شوی ولیعهد وکولی شي د ۱۹۷۹ کال وړاندې وخت او د راتلونکي یو ښه لید سره وصل کړي، نو د اسلامي جمهوریت حکومت به «تر هغه زیات چې تمه کېږي، له کړکېچ سره مخ شي».

په سرمقاله کې راغلي چې علي خامنه‌يي، د اسلامي جمهوریت مشر، هڅه کوي د واشنګټن له خوا د نسکورېدو مخنیوی وکړي. دغه ورځپاڼه یادونه کړې چې ډونالډ ټرمپ هم خبرداری ورکړی چې که معترضان «قتل‌عام» شي، سخت غبرګون به وښيي.

سرمقاله ټینګار کوي چې د پنجشنبې او جمعې، د مرغومي ۱۸ او ۱۹، اعتراضونه د پام وړ تیزوالی او ټولنیز ملاتړ ښودلی، او هر څومره چې دوام وکړي، هغه وېرې چې حکومت پرې تکیه لري، کمزورې کېږي.

ورځپاڼې همداراز ویلي چې بې‌وسلې لاریونوال د بریالیتوب لپاره اړتیا لري چې د حکومت دننه او د نظامي جوړښت له ځینو ځواکونو ملاتړ ترلاسه کړي.

په پای کې وال‌سټریت ژورنال د اوسنیو اعتراضونو یادونه د «نادرې شېبې» په توګه کړې، چې د بنسټیزو بدلونونو امکان برابرولی شي، او لیکلي یې دي چې د هغه حکومت نسکورېدل چې څو لسیزې یې په سیمه کې بې‌ثباتي او تاوتریخوالی رامنځته کړی، د ایران او نړۍ لپاره یو ستره اغېزناکه پېښه به وي.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله د سوداګریزو جوازونو د ورکړې په برخه کې ۸ شرطونه لغو کړل
۱

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله د سوداګریزو جوازونو د ورکړې په برخه کې ۸ شرطونه لغو کړل

۲

نېشن‌سول موسسې د افغان ښځو د حقونو فعالې زرقه یفتلي ته د «ممکن راتلونکي» جایزه ورکړې

۳

سنټرل ایشیا ټایمز: منځنۍ اسیا هېوادونه په افغانستان کې د داعـ .ـش له حضوره جدي اندېښه لري

۴

د قبایلي سیمو د سکرتریت ویاند ادعا: افغان طالبان او ټي‌ټي‌پي سره یو لاس دي

۵

د افغانستان له جګړې تر مکسیکو؛ د سي‌ای‌اې دوو وژل شوواجنټانو پټه کیسه