• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټیم بورچټ د امریکا د استازو مجلس د «دولت د موثریت» فرعي کمېټې مشر وټاکل شو

۲۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۴۸ GMT+۰تازه شوی: ۲۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۶، ۰۱:۵۶ GMT+۰

د امریکا د استازو مجلس غړی ټیم بورچټ د «دولت د موثریت ادارې» په نوم د فرعي کمېټې مشر وټاکل شو. دغه فرعي کمېټه چې د استازو مجلس د څار د کمېټې تر چتر لاندې کار کوي، د حکومت په جوړښت کې د دولتي ادارو د فعالیتونو ارزونه او د عامه لګښتونو څارنه کوي.

د کمیټې اصلي دندې د غونډو جوړول او د اسنادو ارزونه دي.

دا څوکۍ یوه پارلماني او د څار دنده لري او د امریکا د حکومت په جوړښت کې کومه اجرایي څانګه نه‌ده. د «دولت د موثریت» فرعي کمېټه هیڅ خپلواک اجراییوي یا د قانون‌ جوړونې صلاحیت نه‌لري او خپلې موندنې د ارزونې لپاره اصلي کمېټې ته سپاري.

ټیم بورچت تر دې مخکې هم د فدرالي حکومت د لګښتونو له منتقدینو څخه ګڼل کېده او څو ځله یې د عامه لګښتونو د کمولو او د مالي روڼتیا د زیاتېدو پر اړتیا ټینګار کړی و.

دا ټاکنه په داسې حال کې شوې، چې د حکومت د موثریت او د دولتي لګښتونو د کنټرول موضوع په امریکا کې د سیاسي ناندریو یو مهم محور ګرځېدلی دی.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۳

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۴

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

هندۍ ورځپاڼه: طالبانو په هند کې د افغانستان سفارت لپاره سرپرست ټاکلی دی

۲۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۰۷ GMT+۰

«هندو» ورځپاڼې د خپلو سرچینو له قوله ویلي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکی نور احمد نور نوي ډيلي ته رسېدلی او ټاکل شوې، چې په هند کې د افغانستان سفارت کې د سرپرست په توګه خپله دنده پیل کړي. د ډیلي او طالبانو ترمنځ اړیکې په وروستیو میاشتو کې په پام وړ ښې شوې دي.

د راپور له‌مخې، نور احمد نور د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره نوي ډیلي ته په رسمي سفر کې مل و.

دغه سفر د هند د بهرنيو چارو وزير سوبراهامانیام جی شنکر په بلنه ترسره شوی وو او دواړو لورو په دې اړه تفاهم ته رسېدلي وو، چې په نوي ډیلي کې به د افغانستان په سفارت کې د طالبانو استازی حضور ولري.

هندو ورځپاڼې لیکلي، چې نور احمد نور لا هم خپل رسمي ماموریتي اسناد د هند حکومت ته نه‌دي سپارلي او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم تر اوسه د هغه ټاکنه په رسمي توګه نه‌ده اعلان کړې، خو د ورځپاڼې د راپور له‌مخې، تمه کېږي چې هغه به په راتلونکو ورځو کې د سفارت د سرپرست په توګه خپلې چارې پیل کړي.

په راپور کې راغلي، چې د طالبانو له لوري د ۲۰۲۳ کال په ترڅ کې په نوي ډیلي کې د افغانستان د سفارت د سرپرست د معرفي کولو پخوانۍ هڅه ناکامه شوې وه او هغه کس چې طالبانو معرفي کړی و، د سفارت د کارکوونکو له‌خوا نه وو منل شوی. له دې سره سره، طالبان بیا په ممبۍ کې د افغانستان کونسلګرۍ ته د خپل استازي پر معرفي کولو بریالي شوي وو.

هند د ډېرو هېوادونو په څېر د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی، خو په ۲۰۲۲ کال کې کله چې په کابل کې یې خپل تخنیکي دفتر بیا فعال کړ له طالبانو سره یې کاري اړیکې پراخې شوې.

د هند بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۵ په اکتوبر کې اعلان وکړ، چې په کابل کې د دې هېواد ماموریت د سفارت کچې ته لوړېږي او دا پرېکړه د طالبانو د ډيپلوماتانو د معرفي کېدو لپاره په هند کې زمینه برابروي.

یادې ورځپاڼې د هندي چارواکو له قوله لیکلي، چې دا مهال د افغانستان د سفارت پخواني کارکوونکي لا هم پر خپلو دندو بوخت دي او د جمهوریت درې رنګه ملي بیرغ لا هم د سفارت پر ودانۍ رپېږي، خو دا امکان شته چې له دې وروسته، کله چې د طالبانو استازی په رسمي ډول خپل کار پیل کړي دا وضعیت بدل شي.

زېلېنسکي: روسیه له یخنۍ څخه په ګټه اخیستنې د انرژۍ پر تاسیساتو د بریدونو هڅې کوي

۱۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۹ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۱۲ GMT+۰

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي وايي، چې روسیه له سختې یخنۍ څخه په ګټه اخیستنې هڅه کوي د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو بریدونه وکړي.نوموړي‌ زیاته کړې، چې مسکو په تکتیکي ډول غواړي ښارونه په بشپړ ډول وتړي.

زېلېنسکي د پولنډ پولې ته نږدې پر اوکراین د روسیې وروستي برید ته د اشارې په ډول ویلي، چې دا برید په قصدي‌ ډول د اروپايي ټولنې پولو ته نږدې شوی دی.

نوموړي د منځني واټن بالسټیک توغندیز برید د ټولو لپاره یوه ننګونه ګڼلې ده. هغه د پېغور په ډول د امریکا او روسیې اړیکو ته ویلي: « دا دی د امریکا او ټولې ډیپلوماسۍ ته احترام!»

نوموړي‌ ټينګار کړی، چې ټول باید دا برید جدي وګڼي او که مسکو دې وضعیت ته دوام ورکړي، نو اړیکې او خبرې به پایله ور نه‌کړي.

ولادیمیر زېلېنسکي د جمعې ورځې په ناوخته (د مرغومي ۱۹مه) په خپله اېکس پاڼه زیاته کړې، اوس مهال د ګډو اقداماتو او ګډ دفاع سیسټم ته اړتیا ده، خو نوموړي پوښتنه کړې، چې ایا په ټوله اروپا کې داسې دفاعي سیسټم شته؟

د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني د روسیې له لوري د اوکراین د انرژۍ تاسیسات او د ملکي خلکو د کورونه په نښه کول غندلي دي.

نوموړي پر روسیې غږ کړی، چې سمدستي خپل بریدونه ودروي او دا جګړه ختمه کړي.

کارني ویلي، چې په اوکراین کې د تلپاتې سولې لپاره به له خپلو نړۍوالو همکارانو سره هڅه وکړي، چې روان وضعیت ته د پای ټکی کېږدي.

متحده عربي امارات په بریتانیا کې د خپلو زده‌کړیالانو لپاره د زده‌کړې بودجه محدوده کړې

۱۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۹ جنوری ۲۰۲۶، ۲۰:۳۹ GMT+۰

متحده عربي امارات اعلان کړی، چې په بریتانوي پوهنتونونو کې د اخوان‌المسلمین له‌خوا د اماراتي زده‌کړیالانو د افراطي کېدو په تړاو د اندېښنو له امله یې په بریتانیا کې د زده‌کړیالانو تمویل محدود کړی دی. بریتانیا لا تر اوسه پر اخوان‌المسلمین بندیز نه‌دی لګولی.

د تېر کال په جون میاشت کې د متحده عربي امارات د لوړو زده‌کړو وزارت د نړۍ د معتبرو پوهنتونونو لېست خپور کړ. د تازه اصلاحاتو له‌مخې، یوازې همدې غوره بنسټونو ته بورس ورکول کېږي او سندونه یې په رسمیت پېژندل کېږي.

په دې نوملړ کې د امریکا، استرالیا، اسراییل او فرانسې پوهنتونونه شامل دي؛ خو د برېتانیا نوم په‌کې نه لیدل کېږي، سره له دې چې برېتانیا ډېر مخکښ او نړۍوال شهرت لرونکي پوهنتونونه لري.

فایننشل ټایمز ورځپاڼې ته درېیو باخبره سرچینو ویلي، چې د برېتانیا د پوهنتونونو اېستل د متحده عربي امارات د دې اندېښنې له امله دی، چې ښايي د اخوان‌المسلمین له لوري اماراتي محصلین په برېتانوي پوهنتونونو کې افراطي شي.

د همدې دلیل له‌مخې، په تېر زیږیز کال کې یوازې ۲۱۳ اماراتي محصلینو ته د برېتانیا تحصیلي ویزه ورکړل شوه، چې دا شمېر د وړم کال پرتله ۲۷ سلنه کمښت ښيي.

د متحده عربي امارات د رهبر شیخ محمد بن زاید آل‌نهیان په مشرۍ ابوظبي له کلونو راهیسې پر دې نیوکه کوي، چې ولې برېتانیا اخوان‌المسلمین غیرقانوني نه‌اعلانوي. سره له دې د برېتانیا حکومت تېر کال وویل، دغه موضوع «په دقت سره تر څېړنې لاندې لري».

د برېتانیا حکومت په ۲۰۱۵ کال کې اعلان وکړ، چې اخوان‌المسلمین د برېتانیا پر ضد له ترهګریزو فعالیتونو سره تړاو نه‌لري.

د برېتانیا د ښي اړخي اصلاحاتو ګوند مشر نایجل فاریج، چې په ټاکنو کې مخکښ دی، ژمنه کړې، که لومړی وزیر شي نو پر اخوان‌المسلمین به بندیز ولګوي.

د برېتانیا چارواکو ویلي، روښانه نه‌ده چې د بورسونو د بندیز پلي کېدل به تر کومه حده عملي شي، ځکه لا هم ځینې اماراتي پوځي پرسونل بورسونه ترلاسه کوي. له دې سره سره امارات اعلان کړی، چې د هغو پوهنتونونو اسناد به په رسمیت ونه‌پېژني چې په تایید شوي لېست کې شامل نه‌وي.

د برېتانیا د لومړي وزیر دفتر د جمعې په ورځ (د مرغومي ۱۹مه) اعلان وکړ: «زموږ په ټولنه کې د سخت‌دریځۍ ټول ډولونه ځای نه‌لري او هر چېرې چې ښکاره شي، ورسره مبارزه کوو. موږ د نړۍ له غوره تعلیمي نظامونو څخه یو وړاندې کوو او د محصلینو د هوساینې او د پوهنتونونو د امنیت لپاره جدي تابیاوې لرو».

روسیې په اوکراین کې د ناټو پولې ته نږدې «هایپرسونیک» توغندیز برید کړې

۱۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۵۷ GMT+۰

تېره ورځ روسیې د ناټو غړي پولنډ سره پولې ته نږدې په اوکراین کې په یوه هدف هایپرسونیک توغندیز برید کړی دی. کیف دا برید د اروپایي متحدینو د اوکراین د ملاتړ څخه د دوی د ویرولو هڅه وبلله.

د رویټرز خبري اژانس د راپور خبر مخې دا یوازې دوهم ځل و چې روسیې په اوکراین کې هایپرسونیک توغندیز برید کړی او د شپې د هوایي بریدونو په پرمهال یې کارولی دی.

اوکرایني چارواکو وویل، په دې هوايي بریدونو کې په کیف کې یې هم څلور کسان ووژل، په پلازمینه کې یې بریښنا پرې کړه او هلته د قطر سفارت ته یې زیان رسولی دی.

مسکو وویل چې دوی د هابیپرسونیک توغندی د هغه ډرون په ځواب کې ویشتلی چې دوی تیره میاشت د پوتین په یوه استوګنیزی ډرون برید کړی. دا بریدچې اوکراین رده کړی و او متحده ایالاتو ویلي چې دا کار نه دی شوی.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر اندری سیبیها په ایکس خواله رسنۍ وویل.«د اروپايي اتحادیې او ناټو پولې ته نږدې دا ډول برید د اروپایي براعظم امنیت ته یو جدي ګواښ او د ټرانس اتلانتیک ټولنې لپاره یوه ازموینه ده.»

د ایران لاریونونه؛ د ډانګ او پړانګ تر منځ را ګېر انقلابي نظام

۱۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۵۸ GMT+۰

ایران دا مهال د تاریخ له حساسو پړاوونو څخه تېرېږي؛ داسې پړاو چې نه یې یوازې داخلي ثبات لړزولی، بلکې په نړۍوال سیاست کې یې هم له جدي ننګونو سره مخ کړی دی. له یوې خوا ولسي لاریونونه، اقتصادي فشارونه او له بلې خوا د نړۍوال تقابل ګواښونو ایران د «ډانګ او پړانګ» تر منځ درولی دی.

د خلکو او حکومت ترمنځ واټن ورځ تر بلې زیاتېږي او د امنیتي لارو پر کارولو ټینګار نه یوازې اعتراضونه نه دي مهار کړي، بلکې د ولسي ناخوښۍ کچه یې نوره هم لوړه کړې ده. دغه حالت د ایران د واکمن نظام لپاره د مشروعیت او دوام جدي پوښتنې راپورته کړې دي.

په ورته وخت کې ایران له سختو نړۍوالو فشارونو او احتمالي تقابل سره هم مخ دی. د امریکا او لوېدیځو هېوادونو خبرداري، بندیزونه او د سیمه‌ییزو شخړو سیوری تهران د بهرني فشار تر څنګ درولی دی. دا وضعیت ایران داسې حالت ته رسولی، چې نه کولی شي له داخلي غوښتنو سترګې پټې کړي او نه هم له نړۍوالو فشارونو ځان بې‌غمه احساس کړي.

ولس او حکومت تقابل

په ایران کې روان سراسري اعتراضونه د خلکو او حکومت تر منځ د ژور واټن څرګنده نښه ده. لاریونوال چې د اقتصادي ستونزو، بې‌کارۍ، سیاسي محدودیتونو او ټولنیزې ځپنې له امله راوتلي، نور یوازې اصلاحات نه، بلکې بنسټیز بدلون غواړي. دا حالت د ایران د واکمن نظام لپاره تر ټولو جدي داخلي ازموینه بلل کېږي.

خو د حکومت ځواب تر ډېره امنیتي بڼه لري. پراخې نیونې، مرګونې ډزې، عامه تاوتریخوالی او د اطلاعاتو محدودول هغه لارې دي چې تهران یې د اعتراضونو د مهارولو لپاره کاروي. دا چلند نه یوازې د ولس غوسه نوره هم پاروي، بلکې د حکومت مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي.

بهرنی فشار

له بلې خوا، ایران له سخت نړۍوال فشار سره هم مخ دی. امریکا، اروپايي اتحادیه او یو شمېر لوېدیځ هېوادونه د ایران د بشري حقونو سرغړونې غندي او د لا زیاتو بندیزونو خبرداری ورکوي. واشنګټن په ښکاره ډول ویلي، چې د لاریونوالو پر وړاندې مرګونی ځواک به بې‌ځوابه پاتې نه شي.

اروپايي هېوادونه که څه هم محتاط دریځ لري، خو د بشري حقونو په برخه کې د ایران کړنې د منلو وړ نه بولي. بریتانیا، فرانسه او جرمني د همغږۍ او ګډ فشار خبره کوي، چې دا هر څه تهران نور هم تر نړۍوالې انزوا نږدې کوي.

ایران همدارنګه د احتمالي پوځي تقابل تر سیوري لاندې هم دی. که څه هم ایراني چارواکي د امریکا او اسراییل د برید امکان «منتفي» بولي، خو د سیمې وضعیت، د وسلو پراختیا او د نیابتي ډلو فعالیتونه دا خطر ژوندی ساتي. دا وضعیت ایران د داسې حالت پر لور بیایي، چې هره تېروتنه کولی شي لوی بحران وزېږوي.

اقتصادي ننګونې

اقتصاد د ایران په اوسني بحران کې تر ټولو کمزورې ستن ګڼل کېږي. د کلونو بندیزونو، د تېلو صادراتو محدودیت، د اسعارو د ارزښت ټیټوالی او لوړ انفلاسیون په نتیجه کې د خلکو ژوند له سختیو ډک شوی دی. کورنۍ، سوداګرۍ او د ورځني ژوند اړتیاوې د خلکو لپاره لا ستونزمنې شوې دي او اقتصادي فشارونو د ټولنیزې بې‌باورۍ او نارضایتي کچه لوړه کړې ده.

شنونکي وايي، که اقتصادي وضعیت نور هم خراب شي، نو د ولسي اعتراضونو څپه به پراخه او دوامداره شي، چې د حکومت لپاره به یې کنټرول ډېر ستونزمن وي. په دې شرایطو کې نه یوازې داخلي ثبات تر خطر لاندې راځي، بلکې د ایران نړۍوال اقتصادي او سیاسي موقف هم اغېزمنېږي، چې ښيي اقتصاد د دې بحران تر ټولو نازک او مهمه برخه ده.

نننی حقیقت دا دی، چې ایران د ډانګ او پړانګ تر منځ ولاړ دی؛ که له دننه د ولس غږ ته غوږ ونه نیسي، د داخلي انفجار له خطر سره مخ دی او که له بهرني فشار سره ټکر ته لاړ شي، نړۍواله انزوا او حتا پوځي تقابل یې په تمه دی. د دې دواړو لارو پایله د ایران لپاره درنه بیه لري.

شنونکي باور لري، یوازینۍ معقوله لار دا ده چې تهران د زور پر ځای د سیاست لاره خپله کړي، د خلکو مشروع غوښتنې ومني او له نړۍ سره د تقابل پر ځای تعامل ته مخه کړي. که نه، ایران به د ډانګ او پړانګ تر منځ داسې وځپل شي، چې بیا به د وتلو لاره اسانه نه وي.