د خلکو او حکومت ترمنځ واټن ورځ تر بلې زیاتېږي او د امنیتي لارو پر کارولو ټینګار نه یوازې اعتراضونه نه دي مهار کړي، بلکې د ولسي ناخوښۍ کچه یې نوره هم لوړه کړې ده. دغه حالت د ایران د واکمن نظام لپاره د مشروعیت او دوام جدي پوښتنې راپورته کړې دي.
په ورته وخت کې ایران له سختو نړۍوالو فشارونو او احتمالي تقابل سره هم مخ دی. د امریکا او لوېدیځو هېوادونو خبرداري، بندیزونه او د سیمهییزو شخړو سیوری تهران د بهرني فشار تر څنګ درولی دی. دا وضعیت ایران داسې حالت ته رسولی، چې نه کولی شي له داخلي غوښتنو سترګې پټې کړي او نه هم له نړۍوالو فشارونو ځان بېغمه احساس کړي.
ولس او حکومت تقابل
په ایران کې روان سراسري اعتراضونه د خلکو او حکومت تر منځ د ژور واټن څرګنده نښه ده. لاریونوال چې د اقتصادي ستونزو، بېکارۍ، سیاسي محدودیتونو او ټولنیزې ځپنې له امله راوتلي، نور یوازې اصلاحات نه، بلکې بنسټیز بدلون غواړي. دا حالت د ایران د واکمن نظام لپاره تر ټولو جدي داخلي ازموینه بلل کېږي.
خو د حکومت ځواب تر ډېره امنیتي بڼه لري. پراخې نیونې، مرګونې ډزې، عامه تاوتریخوالی او د اطلاعاتو محدودول هغه لارې دي چې تهران یې د اعتراضونو د مهارولو لپاره کاروي. دا چلند نه یوازې د ولس غوسه نوره هم پاروي، بلکې د حکومت مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي.
بهرنی فشار
له بلې خوا، ایران له سخت نړۍوال فشار سره هم مخ دی. امریکا، اروپايي اتحادیه او یو شمېر لوېدیځ هېوادونه د ایران د بشري حقونو سرغړونې غندي او د لا زیاتو بندیزونو خبرداری ورکوي. واشنګټن په ښکاره ډول ویلي، چې د لاریونوالو پر وړاندې مرګونی ځواک به بېځوابه پاتې نه شي.
اروپايي هېوادونه که څه هم محتاط دریځ لري، خو د بشري حقونو په برخه کې د ایران کړنې د منلو وړ نه بولي. بریتانیا، فرانسه او جرمني د همغږۍ او ګډ فشار خبره کوي، چې دا هر څه تهران نور هم تر نړۍوالې انزوا نږدې کوي.
ایران همدارنګه د احتمالي پوځي تقابل تر سیوري لاندې هم دی. که څه هم ایراني چارواکي د امریکا او اسراییل د برید امکان «منتفي» بولي، خو د سیمې وضعیت، د وسلو پراختیا او د نیابتي ډلو فعالیتونه دا خطر ژوندی ساتي. دا وضعیت ایران د داسې حالت پر لور بیایي، چې هره تېروتنه کولی شي لوی بحران وزېږوي.
اقتصادي ننګونې
اقتصاد د ایران په اوسني بحران کې تر ټولو کمزورې ستن ګڼل کېږي. د کلونو بندیزونو، د تېلو صادراتو محدودیت، د اسعارو د ارزښت ټیټوالی او لوړ انفلاسیون په نتیجه کې د خلکو ژوند له سختیو ډک شوی دی. کورنۍ، سوداګرۍ او د ورځني ژوند اړتیاوې د خلکو لپاره لا ستونزمنې شوې دي او اقتصادي فشارونو د ټولنیزې بېباورۍ او نارضایتي کچه لوړه کړې ده.
شنونکي وايي، که اقتصادي وضعیت نور هم خراب شي، نو د ولسي اعتراضونو څپه به پراخه او دوامداره شي، چې د حکومت لپاره به یې کنټرول ډېر ستونزمن وي. په دې شرایطو کې نه یوازې داخلي ثبات تر خطر لاندې راځي، بلکې د ایران نړۍوال اقتصادي او سیاسي موقف هم اغېزمنېږي، چې ښيي اقتصاد د دې بحران تر ټولو نازک او مهمه برخه ده.
نننی حقیقت دا دی، چې ایران د ډانګ او پړانګ تر منځ ولاړ دی؛ که له دننه د ولس غږ ته غوږ ونه نیسي، د داخلي انفجار له خطر سره مخ دی او که له بهرني فشار سره ټکر ته لاړ شي، نړۍواله انزوا او حتا پوځي تقابل یې په تمه دی. د دې دواړو لارو پایله د ایران لپاره درنه بیه لري.
شنونکي باور لري، یوازینۍ معقوله لار دا ده چې تهران د زور پر ځای د سیاست لاره خپله کړي، د خلکو مشروع غوښتنې ومني او له نړۍ سره د تقابل پر ځای تعامل ته مخه کړي. که نه، ایران به د ډانګ او پړانګ تر منځ داسې وځپل شي، چې بیا به د وتلو لاره اسانه نه وي.