دغه راپور چې د «د ترکیې مخدر مواد ۲۰۲۵» تر سرلیک لاندې خپور شوی، څرګندوي چې د بالکان لاره او همداراز د ترکیې سوېلي او شمالي مسیرونه لا هم د افغانستان څخه منشا لرونکو افیوني موادو د قاچاق تر ټولو ډېر کارېدونکي لارې دي.
راپور ټینګار کوي، چې د بالکان لاره، چې ترکیه هم پکې شامله ده، د مخدره موادو د قاچاق تر ټولو فعاله لاره بلل کېږي؛ دا مسیر له افغانستان پیلېږي، د ایران او ترکیې له لارې تېرېږي او د اروپا بازارونو ته رسېږي.
د ترکیې د کورنیو چارو وزارت په راپور کې راغلي، چې دغه هېواد د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله، د افغانستان څخه منشا اخیستونکي هروین د کشف او ضبط په برخه کې، چې اروپا ته د لېږد لپاره قاچاق کېږي، د مهمو هېوادونو په سر کې ځای لري.
که څه هم په راپور کې دا نه دي څرګند شوي چې په ترکیه کې په دقیق ډول څومره له افغانستان څخه منشا اخیستونکي مخدر مواد نیول شوي، خو شمېرې ښيي چې له ۲۰۲۲څخه تر ۲۰۲۴کلونو پورې په دې هېواد کې په ټوله کې له ۱۵ټنه زیات هروئین کشف او ضبط شوي دي.
راپور همداراز یادونه کوي، چې پر افغانستان د طالبانو بېرته واکمنېدو او د کوکنارو د کر بندیز د افیوني موادو د کر او تولید کچه راکمه کړې، خو سره له دې افغانستان لا هم د نړۍ په کچه د مخدره موادو تر ټولو لوی تمویلونکی پاتې شوی دی.
د راپور له مخې، په افغانستان کې د کوکنارو تر کر لاندې ځمکه چې په ۲۰۲۳کال کې شاوخوا ۱۰زره او ۸۰۰هکتاره وه، په ۲۰۲۴میلادي کال کې ۱۹سلنه زیاته شوې ده.
راپور ټینګار کوي، که طالبان د کوکنارو د کر او تولید پر بندیز خپل سخت تطبیق ته دوام ورکړي، دا به هم د افغانستان دننه او هم د افیوني موادو په غیرقانوني نړیوالو بازارونو کې د پام وړ اغېزې ولري.
په راپور کې افغانستان، مراکش، پاکستان او لبنان د نړۍ په کچه د پودر شویو چرسوله سترو تولیدوونکو او تمویلونکو هېوادونو څخه یاد شوي دي. همداراز ویل شوي، چې افغانستان د متامفتامین د تولید او قاچاق له مهمو سرچینو څخه دی.