• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کډوالۍ نړیوال سازمان وایي ۱۱ سلنه راستنو شویو کډوالو کار موندلی او نور بې کاره دي

۲۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۱۵ GMT+۰تازه شوی: ۲۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۲۷ GMT+۰

د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای او ایم) وایي، له ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته بېرته راستانه شوي شاوخوا ۲،۴ میلیونه کډوال د بېرته ادغام په بهیر کې له ګڼو او جدي ننګونو سره مخ دي. د سازمان په وینا، یوازې ۱۱سلنه راستنو شویو کډوالو کار موندلی او پاتې ۸۹ سلنه نور یې لا وزګار دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان، نن د یکشنبې په ورځ وویل، چې له هرو څلورو بېرته راستنو شویو کډوالو څخه یو تن مناسبې سرپناه ته لاسرسی نه لري او د استوګنې له جدي ستونزو سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو پر بنسټ، له نیمایي ډېر بېرته راستانه شوي کډوال د هویت له اسنادو او اړینو مدارکو بې‌برخې دي. دا ستونزه د دې لامل شوې چې هغوی ونه‌شي کولی دولتي خدمتونو، بانکي اسانتیاوو، زده‌کړو او د کار بازار ته اسانه لاسرسی ولري.

یاد سازمان همداراز ویلي چې ډېری بېرته راستانه شوي افغانان د استوګنې، معیشت، بنسټیزو خدماتو او د ملاتړ میکانیزمونو ته محدود لاسرسی لري، چې دغه وضعیت د هغوی د ژوند شرایط لا پسې ستونزمن کړي دي.

دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د روان کال د لیندي میاشتې په وروستیو کې ملګرو ملتونو په یوه راپور کې اعلان وکړ، چې په ټول افغانستان کې د بې‌کارۍ کچه ۷۵سلنې ته رسېدلې ده. د راپور له مخې، له ۹۰سلنې ډېر افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.

اقتصادپوهان وایي، د سړي سر عاید کمېدل، د ناخالص کورني تولید راټیټېدل او د بشردوستانه مرستو کمښت، د بې‌ساري فقر او د بې‌کارۍ د کچې د زیاتوالي اصلي لاملونه دي.

ډېر لیدل شوي

د کندهار زده‌کوونکي: د کتاب او ښوونکي پر ځای زموږ ظاهري بڼه مهمه ګڼل کېږي
۱

د کندهار زده‌کوونکي: د کتاب او ښوونکي پر ځای زموږ ظاهري بڼه مهمه ګڼل کېږي

۲
ځانګړی

د ۵۹۵ شمېرې افغان چورلکې ۱۵ کلن مزل او نسکورېدل

۳

د جرمني په توتلینګن کې افغان ځوان د «تشو مرمیو تومانچې» له امله وژل شوی

۴

سوداګرۍ خونه: یونیسف ته مو د افغان مېرمنو او ځوانانو لپاره د کار موندنې طرحې سپارلي

۵

طالبانو په کندهار کې د ښځینه جامو د ځینو خیاطانو دوکانونه تړلي