پاکستاني او امریکايي ځواکونو په نوښار کې د ګډو پوځي تمرینونو دیارلسم پړاو پیل کړی

پاکستاني او امریکايي پوځي ځواکونو د خیبر پښتونخوا د نوښار ولسوالۍ په پبو سیمه کې د دوه اړخیزو ګډو پوځي تمرینونو دیارلسم پړاو پیل کړی دی.

پاکستاني او امریکايي پوځي ځواکونو د خیبر پښتونخوا د نوښار ولسوالۍ په پبو سیمه کې د دوه اړخیزو ګډو پوځي تمرینونو دیارلسم پړاو پیل کړی دی.
د پاکستان پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه تمرینونه د «اېنسپارېډ ګمبېټ–۲۰۲۶» تر نامه لاندې کېږي چې تمرکز یې د ترهګرۍ ضد مبارزې پر پوځي همغږۍ، روزنې او د تجربو په تبادلې دی. د اعلامیې له مخې، یاد تمرینونه به دوه اونۍ دوام ولري.
د پاکستاني پوځ په وینا، په دې ګډو پوځي تمرینونو کې د دواړو هېوادونو مسلکي او ځانګړي قطعات ګډون لري او دا د پاکستان او امریکا ترمنځ دیارلسم دوه اړخیز ګډ پوځي تمرین بلل کېږي.
دا تمرینونه په داسې حال کې پیلېږي چې پاکستان په دې وروستیو کې د وسلهوالو ډلو له زیاتېدونکو بریدونو سره مخ دی او امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ بلل کېږي.
په همدې حال کې، څارونکي وایي چې پاکستان له امریکا سره د ترهګرۍ ضد مبارزې تر عنوان لاندې یو ځل بیا ګډ پوځي ماموریتونه پیل کړي، چې د دوی په اند، دا چاره نه یوازې د سیمې بلکې د افغانستان پر امنیتي وضعیت هم اغېز لرلای شي.
بل خوا په دې وروستیو کې د خیبرپښتونخوا د خیبر ولسوالۍ په تیرا سیمه کې د پاکستان پوځ د وسله والو د ځپلو په نوم عملیات پیل کول غواړي چې د ډیری سیاسي ګوندونو، ټولنیزو فعالانو او د خلکو له پراخ غبرګون سره مخ شوي دي.
تېره ورځ د تېرا اوسیدونکو په سیمه کې د پاکستان پوځ له خوا د عملیاتو د پیلېدو په غبرګون کې د یادو عملیاتو پرضد لاریون کړی و. دوی غوښتنه کوله چې د پاکستان حکومت دې د پښتون قوم پر ضد روان تېري پای ته ورسوي.

د سویډن حکومت د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د خپلې هوايي دفاع د پیاوړتیا لپاره ۱۵ میلیارد سویډني کرونه (شاوخوا ۱،۶ میلیارد ډالر) لګوي. د سویدن دفاع وزیر وايي، هېواد یې د ښارونو، پلونو، برېښناکونونو او نورو حیاتي بنسټونو د خوندیتابه لپاره لنډ واټنه هوايي دفاعي سیستمونه پېري.
سویډن د اروپا د نورو هېوادونو په څېر پر اوکراین د روسیې تر یرغل وروسته په پراخه کچه په دفاعي سکتور کې پانګونه کړې ده، خو د دغه هېواد پراخه جغرافیه لا هم د هوايي ګواښونو پر وړاندې زیانمنه بلل کېږي.
د سویډن د دفاع وزیر پال یونسون د شمالي سویډن په یوه امنیتي کنفرانس کې خبریالانو ته وویل: «د اوکراین د جګړې تجربې په څرګنده توګه وښوده چې قوي او دوامداره هوايي دفاع څومره حیاتي ارزښت لري».
هغه زیاته کړه چې سویډن به د لنډ واټن هوايي دفاعي سیستمونه وپېري، چې ښارونه، پلونه، برېښناکوټونه او نور حیاتي بنسټونه خوندي کړي.
همداراز، د یکشنبې په ورځ د سویډن لومړي وزیر اولف کریسترسون د ټرمپ د ادارې هغه څه وغندل چې ده د ګرینلنډ او ډنمارک پر وړاندې «ګواښوونکې ژبه» وبلله، او ویې ویل چې متحده ایالات باید له ډنمارک څخه د یو وفادار متحد په توګه مننه وکړي.
ځايي روغتیايي چارواکي وایي، چې د غزې په تړانګه کې د اسراییلي ځواکونو په ډزو کې لږ تر لږه درې فلسطینیان وژل شوي دي. دا پېښې داسې مهال دي، چې له تېر اکتوبر راهیسې د اوربند له هوکړې سره سره، لا هم تاوتریخوالی دوام لري.
د غزې د روغتیايي سرچینو په وینا، یو فلسطینی وګړی د غزې ښار په تفاح سیمه کې وژل شوی، چې د فلسطینیانو تر کنټرول لاندې ده. همداراز، دوه نور فلسطینیان د غزې په سوېل کې د خانیونس ښار ختیځ ته، په بني سهیله سیمه کې وژل شوي، چې لا هم د اسراییل تر پوځي ولکې لاندې بلل کېږي.
بل خوا اسراییلي پوځ ویلي، چې ځواکونو یې پر هغه «وسلهوال» ډزې کړې چې د غزې په شمال کې د دوی تر کنټرول لاندې سیمې ته اوښتی و او سملاسي ګواښ یې پېښ کړی و.
د پوځ په وینا، برید خپل هدف ته رسېدلی دی. خو د غزې په سوېل کې د شوې پېښې په اړه اسراییلي لوري څه نه دي ویلي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ وړاندیز وکړ چې کیوبا باید له متحده ایالاتو سره یوه معامله وکړي او خبرداری یې ورکړ چې که دا کار ونه کړي، نور به له هېڅ لوري تېل او مالي ملاتړ ترلاسه نه کړي.
ټرمپ پر خپلې ټولنیزې شبکې «ټروت سوشیل» ولیکل، « کیوبا ته به نور هېڅ تېل او پیسې نه ځي، صفر! مخکې له دې چې ډېر ناوخته شي، زه په کلکه وړاندیز کوم چې له موږ سره معامله وکړي».
هغه زیاته کړه چې کیوبا د اوږدو کلونو لپاره د وینزویلا په تېلو او پیسو تکیه کړې وه.
ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې واشنګټن پر کیوبا د اقتصادي او سیاسي فشارونو د زیاتولو سیاست تعقیبوي.
په ایران کې روان ولسي اعتراضونه، د نړیوالو فشارونو زیاتوالی او د احتمالي بهرنۍ مداخلې بحثونه د سیمې پر هېوادونو، په ځانګړي ډول پر افغانستان هم له ځان سره ژورې اغیزې درلودای شي. که روان وضعیت د ایران د اوسني نظام په سقوط تمامیږي، نو افغانستان به د دغه بدلون له اغېزو خوندي نه وي.
د ایران حکومت هڅه کوي چې له لاریون کوونکو سره خبرې اترې وکړي، خو د لاریونونو شمېر او شمېر ورځ تر بلې ډېریږي. تهران د لاریونونو د کنټرول په برخه کې د امریکا او لویدیز تر څار او فشار لاندې دی او د ډونالډ ټرمپ په اړه تازه رپوټ ورکړل شوی، چې پر تهران د برید لپاره ممکنه لارې چارې څیړي.
له امنیتي نظره، ایران او افغانستان اوږده او پېچلې پوله لري.
که د ایران مرکزي دولت کمزوری شي یا د واک انتقال په غیر منظم ډول ترسره شي، دا په لوېدیزو سرحدي سیمو کې د کنټرول تشه رامنځته کولای شي. دغه تشه به د ناقانونه تګ راتګ، د کډوالو د راستنېدو غیر منظم جریان، وسله والې سوداګرۍ، د وسلهوالو ډلو د تحرک او د طالبانو د مخالفو شبکو د بیا منسجمېدو لپاره مساعد چاپېریال برابر کړي.
د طالبانو مخالفې ډلې، چې دا مهال تر څار او فشار لاندې دي او د مانور ساحه یې محدوده شوې، کولای شي د ایران له احتمالي بېثباتۍ څخه د امن جبهې په توګه استفاده وکړي، په ځانګړي ډول په هغو سرحدي ولایتونو کې چې د طالبانو کنټرول هلته لا هم له ننګونو سره مخ دی.
دا سناریو به طالبان دې ته اړ کړي چې هممهاله په څو امنیتي جبهو کې خپلې سرچینې ولګوي.
له بلې خوا، که په ایران کې بدلون د امریکا او لوېدیځ په ملاتړ رامنځته کېږي، نو دا تقریبا یقیني ده چې هغوی به داسې نوی نظام وغواړي چې د اوسني ایران پوځ، سپاه پاسداران او امنیتي ادارې پکې بنسټیز رول ونه لري. دا ډول رېښهيي بدلون به د سیمې امنیتي انډول بدل کړي او طالبان به له هغو غیررسمي امنیتي، استخباراتي اړیکو او تفاهماتو بېبرخې کړي چې تر دې دمه یې له ایران سره لرل.
په دې توګه به د طالبانو لپاره سیمهییز وضعیت لا ستونزمن او د سیاسي انزوا احتمال به یې زیات شي.
اقتصادي اغېزې ښايي تر ټولو ژر او پراخې وانګیرل شي.
ایران د افغانستان له سترو اقتصادي شریکانو ګڼل کېږي او د افغانستان بازار په بنسټیزو برخو لکه خوراکي توکو، ودانیزو توکواو سون توکو کې په پراخه کچه پر ایران متکي دی. دا اتکاء په ځانګړي ډول د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو له ترینګلتیا او لارو تړل کېدو وروسته ډېره شوې ده. په همدې شرایطو کې ایران د افغانستان لپاره د توکو د وارداتو تر ټولو مهمه دروازه ګرځېدلې ده.
د افغانستان د پانګونې خونې د شمېرو له مخې، په ۱۴۰۴ کال کې د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو کچه څه باندې درې میلیارده ډالرو ته رسېدلې ده. له دې ټولیز شمېر څخه غوڅ اکثریت د هغو ایراني توکو ارزښت جوړوي چې افغانستان ته وارد شوي دي او یوازې لږه برخه یې له افغانستان څخه ایران ته په صادر شویو توکو پورې اړه لري. دا شمېرې په څرګند ډول ښيي چې افغانستان په دې اقتصادي اړیکه کې یو وارداتي او له بهره ډېر متکي بازار دی.
دا په دې معنا ده چې په ایران کې هر ډول سیاسي، امنیتي یا اقتصادي بېثباتي په ډېر لنډ وخت کې د کابل پر کوڅو مستقیم اغېز کولای شي. که په ایران کې تولید، لېږد رالېږد او یا ترانزیټ له ستونزو سره مخ شي، نو په افغانستان کې به د خوراکي توکو، سون توکو او ساختماني موادو کمی رامنځته شي او بیې به په بېساري ډول لوړې شي. په داسې حال کې چې د پاکستان لارې تړلې دي او د منځنۍ اسیا لارې هم اوږدې او ګرانې دي، افغانستان د خپل بازار یو حیاتي شریک له لاسه ورکولای شي.
په ایران کې له روان وضعیت نه داسې ښکاري، چې د ټولنې د اکثریت وګړو لپاره د ژوند د لګښتونو پوره کول نږدې ناممکن شوي دي، د ژوند لګښتونه په بېساري ډول لوړ شوي او د دې یو اصلي لامل د ملي اسعارو ارزښت ته سخت زیان رسېدل دي، چې له امله یې سوداګر له بهره د توکو د واردولو توان له لاسه ورکوي.
افغانستان هم له ورته یوه وضعیت سره مخ یا د طالبانو د پالیسیو په پایله کې مخ کېدونکی دی، ځکه د ټولنې یوې سترې طبقې خپلې عایداتي سرچینې له لاسه ور کړې دي، په اداري ګومارنو او اقتصادي فرصتونو کې ټول تمرکز پر یوې خاصې طبقې دي، چې هغه ملا او طالب دی او دغه وضعیت د تولنې ستره طبقه د طالبانو له ادارې نه بهر ساتلې ده. لږ ترلږه دا د ایران او افغانستان د اخوندي نظامونو د یو مخ ورته والی ښيي، خو په دومره توپیر، چې په ایران کې ددې وضعیت پر وړاندې عملا خلک را پورته شوي او په افغانستان کې یې یوازې په تخار او بدخشان ولایتونو کې نښې نښاني ښکاري، چې ډېری د سروزرو له کانونو سره تړاو لري.
په سیاسي لحاظ تر ټولو ستره پوښتنه دا ده چې د ایران هر احتمالي نوی نظام به له طالبانو سره څه ډول چلند غوره کړي.؟
که څه هم دا لا څرګنده نه ده چې روان اعتراضونه به د نظام په تغییر منتج شي او که نه، خو دا واقعیت چې ولس د یوه دیني او اېډیالوژیک جوړښت پر ضد راپورته شوی، دا احتمال پیاوړی کوي چې راتلونکی احتمالي حکومت به له ورته نظامونو سره، لکه د طالبانو حکومت، طبیعي نږدېوالی ونه لري.
که په ایران کې بدلون د امریکا او لوېدیځ په مستقیم یا غیرمستقیم ملاتړ رامنځته کېږي، نو ډېر احتمال شته چې نوی سیاسي جوړښت به د اوسني نظام له بنسټیزو ستنولکه سپاه پاسداران، استخباراتي شبکو او اېډیالوژیکو امنیتي جوړښتونو ځان جلا کړي.
طالبانو تر دې دمه له ایران سره د رسمي اتحاد پر ځای، پر غیررسمي تفاهماتو، متقابلو امتیازاتو او تاکتیکي زغم تکیه کړې ده.
د ایران د نظام بدلون به دا ټول ترتیبات له منځه یوسي او طالبان به له یوه داسې ګاونډي سره مخ کړي چې نه یوازې اېډیالوژیک ورته والی ورسره نه لري، بلکې ښايي د طالبانو پر وړاندې د بدیلو سیاسي او پوځي جریانونو ملاتړ ته هم چمتو وي.
د سیاسي چارو شنونکي جعفر رسولي په دې باور دی چې ایران په تېرو کلونو کې د طالبانو یو مهم سیاسي او اقتصادي ملاتړیپاتې شوی، خو که واک د هغو ډلو لاس ته ولوېږي چې د پخواني شاهي نظام یا لوېدیځ ملاتړ لري، نو له طالبانو سره د اړیکو دوام به ډېر کم احتمال ولري. طالبان په دې صورت کې د پاکستان او ایران دواړو له اړخه له انزوا سره مخ کېدای شي، یا دا، چې د پاکستان غوښتنو ته غاړه کیږدي او ددې انزوا اغیزې را کمې کړي.
په دې لړ کې بله مهمه مساله دا ده چې د ایران د اوسني حکومت ځینې مشران، امنیتي کسان او بانفوذه څېرې ښايي د بحران پر مهال افغانستان ته واوړي او دلته ځای پرځای شي. دا به د طالبانو لپاره یو نوی سیاسي او امنیتي بار وي او د طالبانو او د ایران د احتمالي نويو واکمنانو ترمنځ اړیکې به لا پسې ترینګلې کړي.
په ټوله کې امنیتي ننګونې، اقتصادي فشارونه، د طالبانو د سیمهییز دریځ کمزوري کېدل، د مخالفو جبهاتو پیاوړتیا او د ټولنیزې نارضایتۍ زیاتوالی هغه وړاندوینې دي چې افغانستان او واکمن طالبان ورسره مخ کېدای شي. په داسې حال کې چې هېواد لا له وړاندې له جدي اقتصادي، سیاسي او بشري ستونزو سره مخ دی، په ایران کې هر ډول ناڅاپي بدلون به د افغانستان پر راتلونکې دروند سیوری وغورځوي.
د امریکا مرکزي قومندانۍ (سنټکام) د شنبې په ورځ د (مرغومې ۲۰مه) اعلان وکړ چې د سوریې په بېلابېلو سیمو کې یې د داعش پر څو هدفونو پراخ بریدونه ترسره کړي دي. دا بریدونه وروسته له هغه شوي چې په سوریه کې دوه امریکايي سرتېري او یو ژباړن ووژل شول.
دا له ۲۰۲۵ کال د ډسمبر له ۱۹مې راهیسې په سوریه کې د داعش پر اهدافو د امریکا دویم برید بلل کېږي. سنټکام ویلي چې دغه بریدونه د ترهګرۍ پر ضد د امریکا د ژمنې یوه برخه ده. د دې بریدونو د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه کوم جزییات نه دي خپاره شوي.
سنټکام په خپله اعلامیه کې لیکلي: «که زموږ جنګیالیو ته زیان ورسوئ، موږ به مو د نړۍ په هر ګوټ کې ومومو او به مو وژنو، مهمه نه ده چې د عدالت څخه د تښتېدو لپاره څومره هڅه وکړئ». د یاد قوماندانۍ په وینا، دغه بریدونه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر ترسره شوي چې د سوریې د پالمیرا په سیمه کې د داعش لهخوا پر امریکايي او سوري ځواکونو د خونړي برید په غبرګون کې شوي دي.
هممهاله له دې بریدونو سره، د سوریې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام باراک وویل چې هغه په دمشق کې د سوریې له نوې رهبرۍ سره لیدلي دي، څو د دې هېواد د راتلونکې په اړه خبرې وکړي. هغه وویل: «نن د امریکا د ولسمشر او د بهرنیو چارو د وزیر په استازیتوب، ما په دمشق کې د سوریې له ولسمشر، د بهرنیو چارو له وزیر او د هغوی د ټیم له غړو سره لیدنه وکړه».
د هغه په وینا، دا خبرې اترې د «حلب وروستیو بدلونونو او د سوریې د تاریخي لېږد پراخ مسیر» باندې متمرکزې وې. نوموړي یو ځل بیا د سوریې له نوې رهبرۍ څخه د امریکا پر ملاتړ ټینګار وکړ.