په خیبر پښتونخوا کې وسله‌والو یو مشهور وکیل کاظم رضا تښتولی دی

د پاکستاني پولیسو د سرچینو ویلي، تېره شپه نامعلومو وسله‌والو وکیل کاظم رضا د خیبر پښتونخوا په لکي مروت ولسوالۍ کې د مساپرو له پس څخه ښکته کړی او له ځان سره یې وړی دی. تر اوسه کومې وسله والې ډلې د هغه د تښتونې مسوولیت پرغاړه نه دی اخېستی.