• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تېره ورځ تر ۳۰۰ ډېرې کورنۍ له پاکستان او ایران نه افغانستان ته ستنې شوې

۲۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۶، ۰۴:۴۴ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې تېره ورځ (د مرغومي ۱۶مه) ۳۴۸کډوالې کورنۍ له بېلابېلو لارو افغانستان ته ستنې شوې دي. د دغه کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ؛ راستنو شویو کورنیو سره بېړنۍ مرستې شوې او خپلو ولایتونو ته هم لېږدول شوې دي.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د کندهار د سپین بولدک، د ننګرهار د تورخم، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي. راپور زیاتوي، د یادو کورنیو له ډلې ۴۲ یې د ورېښمو پله له لارې، ۸ کورنۍ د اسلام‌کلا له لارې، ۳۸ کورنۍ د سپین بولدک له لارې او ۲۶۰ کورنۍ د تورخم له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.

په دې ورستیو کې په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو وضعیت خورا کړکېچن شوی دی. په ایران او پاکستان کې د افغانانو پر وړاندې د جبري اېستنې لړۍ هم چټکه شوې ده.

تازه پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې له دغه هېواده د بې‌اسناده افغان کډوالو د ستنولو لړۍ لاهم دوام لري. د راپور له مخې؛ په دې لړ کې یوازې له خیبرپښتونخوا ۶۸۲زره او ۱۴۱ افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

ورته مهال د بښنې نړۍوال سازمان د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ته په یوه استول شوي لیک کې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د ناقانونه نیولو، ځورولو او اېستلو په اړه اندېښنه څرګندې کړې ده. دغه سازمان وايي، پاکستان دې د افغان کډوالو د ځوورولو لړۍ ودروي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۳

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

۴

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۵

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

•
•
•

نور کیسې

له پاکستان سره تړلې لارې؛ هره ورځ لسګونه ټنه الوګان ازبکستان او تاجکستان ته صادرېږي

۲۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۲۱ GMT+۰

په ننګرهار کې د تازه مېوو او سبزیو ټولنې مرستیال ستانه ګل شېرزاد وایي، له پاکستان سره د ټولو سوداګریزو لارو تر تړل کېدو وروسته هره ورځ لسګونه ټنه الوګان ازبکستان او تاجکستان ته صادرېږي.

د هغه په وینا؛ د ورځې شاوخوا دوه موټره الوګان ازبکستان او تاجکستان هېوادونو ته صادرېږي. هغه زیاتوي، چې ازبکستان او تاجکستان ته د الوګانو په صادراتو کې د سوداګرو ګټه لوړه شوې ده.

له بل پلوه په ننګرهار کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د دغه ولایت په ۱۲ ولسوالیو کې پر شاواخوا ۴زره او ۱۰۰ هکټاره ځمګه الوګان کرل شوي دي. د دغه ریاست په وینا؛ سږکال به له دغه ځمکو شاوخوا تر ۵۵زره مټریک ټنه ډېر حاصل ترلاسه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې له درېیو میاشتو راهیسې پر ډیورنډ کرښه تر سختو نښتو وروسته له پاکستان سره د افغانستان ټولې لارې تړل شوې دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري هم په ټپه ولاړه ده.

د افغانستان بانک: د برېښنایي اداینو د پراختیا ستراتیژي منظور او د عمل پلان یې هم چمتو شوی

۲۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۵۶ GMT+۰

د طالبانو د افغانستان بانک مسوولینو د برېښنایي اداینو د پراختیا او د عوایدو د ډیجیټلي راټولونې په تړاو غونډه کې وویل، د بانکي سیستمونو له لارې د عوایدو د راټولولو لپاره د ریاست الوزرا له لوري د برېښنايي اداینو د پراختیا عمومي ستراتيژي منظور او د عمل پلان یې هم جوړ شوی دی.

دغه بانک د یکشنبې په روځ (د مرغومي ۲۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دې غونډه کې چې د افغانستان بانک د لومړي مرستیال صدیق‌الله خالد په مشرۍ جوړه شوې وه، په برېښنایي ډول د عوایدو د راټولولو، د دې عوایدو د را ټولولو پر څرنګوالي، له نغدي معاملاتو څخه الکترونیکي معاملاتو ته د اوښتلو، په دې برخه کې د فرصتونو، خنډونو او حل‌لارو په هکله بحثونه تر سره شول.

صدیق‌الله خالد په دې غونډه کې وویل: «د افغانستان بانک په هلو ځلو سره موږ وتوانېدو چې د ریاست الورزاء له مقام څخه د برېښنایي اداینو د پراختیا د عمومي ستراتیژۍ منظوري تر لاسه کړو، چې دا به له یوې خوا د مالي نظام د عصري کولو، شفافیت، حساب ورکولو زمینه برابره کړي او له بلې خوا د هېواد په لرې پرتو سیمو کې چېرته چې بانکي څانګې نشته د خلکو لپاره د چټکو او عصري مالي خدمتونو وړاندې کولو ته لاره هواره کړي».

د نوموړي په وینا، ډیجیټل کول به افغانستان د پرمختللي، متمدن او له مالي پلوه پر یو باثباته هېواد بدل او د نړۍوالو اقتصادونو سره به یې سیال کړي.

د یاد بانک مسوولینو همداراز د برېښنايي اداینو د پراختیا عمومي ستراتیژۍ د تطبیق په برخه کې د عامه پوهاوي پر اهمیت له ټينګار سربېره زیاته کړه، چې اړوند موسسات باید په دې برخه کې خلکو ته د عامه پوهاوي پروګرمونه عملي کړي.

د مسوولینو په وینا، د یادې ستراتیژۍ پر بنسټ د عمل پلان چمتو شوی او ډېر ژر به د اړوندو ادارو او له برېښنایي پیسو او اداینو د موسساتو سره په همغږۍ موثر او عملي ګامونه پورته شي.

د افغانستان بانک دغه هڅه په داسې حال کې ده، چې لا تراوسه هم د دغه بانک په ګډون د افغانستان پر ټولو بانکونو د نړۍوالو بندیزونه شته او له دې اړخه له خلکو سربېره سوداګر له سختو ستونزو سره مخ دي.

پر افغانستان د ایران د اوسنیو لاریونونو مثبتې او منفي اغېزې

۲۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۲۷ GMT+۰
•
شاه محمود میاخېل

د شاه محمود میاخېل لیکنه که د تېرو پنځو لسیزو په اوږدو کې د افغانستان پروړاندې د ایران او پاکستان دوه‌مخې پالیسۍ وڅېړل شي، نو څرګندېږي چې دواړو هېوادونو کابو ورته چلند درلود.

که څه هم ایران له امریکا سره مخالفت درلود، خو د شوروي اتحاد د یرغل پر مهال ایران د پاکستان په څېر د مجاهدینو له ډلو ملاتړ کاوه. په داخلي جګړو کې هم ایران د پاکستان په څېر بېلابېلې جنګي ډلې چې د ایران د ګټو سره وفاداره وې، پیاوړې کولې.

د پاکستان په څېر ایران هغه ډلې او افراد چې د دوی د ګټو لپاره ګواښ ګڼل کېدل، کمزوري کول او له‌منځه وړل، څو په جنګي ډلو او اشخاصو کنترول او نفوذ ولري. د طالبانو د لومړي ځل له سقوط وروسته که څه هم ایران له امریکا سره مخالفت درلود، خو د پاکستان په څېر یې د بن د پرېکړو ملاتړ وکړ. د جمهوریت د رامنځته کېدو په ترڅ کې بیا ایران د پاکستان په څېر د هارډ او سافټ پاور له لارې یې د طالبانو په ګډون بېلابېلې ډلې او افراد پیاوړي کړل، څو د افغانستان حکومت کمزوری او په پایله کې سقوط وکړي.
د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، ایران او پاکستان د تېرو پنځو لسیزو د دوه‌مخیزو پالیسیو په څېر له یوې خوا له طالبانو سره ښې اړیکې ساتي، خو له بلې خوا د طالبانو مخالفینو ته یې په خپلو هېوادونو کې ځای ورکړی، څو د طالبانو د کمزورتیا لپاره ورڅخه په خپل وخت ګټه واخلي. همدارنګه، ایران او پاکستان د افغان کډوالو پر وړاندې د جبر او فشار لارې ډېرې کړې، څو هغوی خپل هېواد ته ستانه شي. دواړو هېوادونو له افغانانو سره د ټولو انساني، اخلاقي، اسلامي او د ښه ګاونډیتوب اصولو خلاف نهایت محدود او سخت چلند کړی دی.
ایران او پاکستان دواړه د افغانستان د اوبو او شتمنیو پر وړاندې سترګې نیولي او غواړي، چې د افغانستان منابع لوټ کړي او په دغه هېواد کې یو کمزوری حکومت واکمن وي. د جمهوریت پر وخت او هم د تېرو جګړو پر مهال ایران او پاکستان دواړو پراخې ګټې تر لاسه کړې او د اټومي وسلو او نورو پرمختللو وسلو څښتنان شول.
د جمهوریت په شل کلنه دوره کې په ایران کې د اخوندانو استبدادي رژیم واکمن و، په پاکستان کې هم پوځي استبدادي رژیم شتون درلود او په شمالي ګاونډیو هېوادونو لکه تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او چین کې استبدادي او اولیګارکي رژیمونه واکمن و. یعنې افغانستان په دې سیمه کې یوازینی هېواد و، چې نسبتا ولسواکي او د بیان ازادي په‌کې موجوده وه.
دا چې د یو هېواد مثبت او منفي تحولات په ګاونډیو هېوادونو هم اغېز لري، نو په افغانستان کې د امریکا د شتون مخالفت ته په کتو ټولو ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران او پاکستان، هڅه کوله، چې په افغانستان کې واقعي ولسواکي پلي نه‌شي، ځکه که ولسواکي پلي شوې وای، د دې ولسواکۍ مثبتې اغېزې به په دغو هېوادونو کې هم څرګند شوي وای او هلته استبدادي او انحصاري رژیمونه به له‌منځه تللي وای.
په دې توګه، ایران او پاکستان په مستقیمه او غیرمستقیمه توګه د افغانستان د ولسواکۍ د کمزورتیا لپاره د هارډ او سافټ پاور له لارې اقدامات وکړل، څو جمهوریت کمزوری او سقوط وکړي او یوه مذهبي افراطي ډله واکمنه شي. هدف دا و، چې خپلو خلکو ته وښيي چې د دوی استبدادي نظامونه د طالبانو په پرتله غوره دي، ځکه په دواړو هېوادونو کې اساسي قانون موجود دی، ټاکنې تر یوه حده ترسره کېږي، د نجونو او نورو تعلیمي ادارو وضعیت ښه دی او د خلکو د ژوند کچه د افغانستان په پرتله لوړه ده.
خو د ایران او پاکستان ولسونه د اخوندانو او پوځ په کړنلارو نیوکې لري او قدرت په یوې ځانګړې طبقې پورې محدود دی، چې اکثریت ولس په پرېکړو کې برخه نه‌لري. د ایران اخوندان او د پاکستان جنرالان د هېواد شتمني لوټي او د ځانونو لپاره یې د طالبانو د مشرانو په څېر رفاهي ژوند برابر کړی دی. په مقابل کې، عام ولس او اکثریت وګړي د اقتصادي ستونزو او فقر سره مخ دي.
که څه هم په هر ولسي پاڅون کې بهرني فکتورونه او لاسوهنې شتون لري، خو تل داخلي وضعیت د لاس‌وهنې زمینه برابروي. د ایران اوسني لاریونونه په حقیقت کې د اخوندانو د پنځوس کلنې واکمنۍ مستقیم محصول دی، چې په‌کې د ښځو پر وړاندې بد چلند، مذهبي تبعیض، فقر، اقتصادي رکود، د ریال په پرله‌پسې توګه ښکته کېدل او د فرهنګي او ټولنیزو محدودیتونو دوام شامل دی.
افغانستان هم د ایران په څېر په تېرو شاوخوا پنځو کلونو کې له ناوړه وضعیت سره مخامخ دی. د ملایانو یوه ځانګړې طبقه واکمنه ده، ولس د بیان د ازادۍ حق نه لري، فقر ورځ تر بلې زیاتېږي، د نجونو په تعلیم محدویتونه شته، اساسي قانون عملي نه دی، طالبان ولس ته ځان مسوول نه ګڼي او د طالبانو واک ولسي او نړۍوال مشروعیت نه لري. د افغانۍ ثبات مصنوعي بڼه لري او که یو ناڅاپه د افغانۍ ارزښت کمېدو پیل شي، افغانان به د ایران په پرتله هم په بد وضعیت کې پاتې شي. په همدې دلیل، طالبان هم د ایران د وضعیت د بدلون په اړه اندېښمن دي.
د ایران د لاریونونو د زور اخیستو دلیل دا دی، چې اخوندانو په تېرو پنځو لسیزو کې د هېواد لویې سرچینې لکه نفت او ګاز په شخصي پانګونو او جګړو مصرف کړي دي. ایران له عراق سره اته کاله مستقیمه جګړه درلوده، چې دې جګړې د ایران اقتصاد ته ستره ضربه ورکړه. سربېره پر دې، په سوریه، لبنان، غزه، عراق او یمن کې په غیرمستقیمو یا نیابتي جګړو کې د ایران بې‌پروا مصرف او همدارنګه د شتمنیو ډېره برخه د پوځي تجهیزاتو په جوړولو کې مصرفېږي. کله چې یو هېواد خپله ډېره بودیجه په جګړو او نیابتي جګړو مصرفوي، طبیعي خبره ده چې ولس ته خدمات نه وړاندې کېږي او خلک د فقر سره مخامخ کېږي. که څه هم د ایران ولس تر یوه حده د اسراییل سره په جګړه کې د ایران د اخوندانو د رژیم ملاتړ د نیشنالیزم له امله کړی، خو خلک د پرله‌پسې جګړو ښکار دي او د دوی د ژوند کچه ورځ تر بلې د فقر سره مخ کېږي.
همدغه حالت په افغانستان کې هم لیدل کېږي؛ ولس د پاکستان د مستقیم تېري په اړه د نیشنالستي احساساتو پر اساس د طالبانو ملاتړ کړی، خو دا ملاتړ دایمي نه دی، ځکه خلک ښه ژوند، تعلیم، د فقر مخنیوی، د بیان ازادي او په پرېکړو کې قانوني شراکت غواړي. افغانستان د ایران په پرتله په بد وضعیت کې دی، ځکه د طالبانو مشر څوک نه ویني، د طالبانو واک ولس ته ځان مسوول نه ګڼي، طالبان ولسي او نړۍوال مشروعیت نه لري او د افغانستان د بودیجې د مصرف معلومات له ولس سره شریک نه دي. په بدخشان او نورو سیمو کې د خلکو پر کانونونو چور روان دی. یادونه اړینه ده، چې د یو هېواد سرمایه او شتمني د هېڅ یو حاکم رژیم ملکیت نه دی، بلکې د ولس سرمایه ده او باید د قانون په چوکاټ کې ولس ته حساب ورکړل شي؛ خو دا حساب ورکول په افغانستان، ایران، پاکستان او نورو ګاونډیو هېوادونو کې نه‌شته.
د ایران او پاکستان ولس د افغانانو په پرتله ډېر منسجم او باخبره دي او د تعلیم او سیاسي پوهاوي کچه هم لوړه ده. په پاکستان کې یو عادي کراچیوان هره ورځ اخبار لولي، خو په افغانستان کې د اکثرو تعلیم‌یافته کسانو چې درسونه پای ته رسېدلي، نه اخبار لولي او نه کتابونه او فکر کوي چې فیلسوفان دي. د طالبانو د راتګ سره د ځوانانو په ذهنیت کې منفي فکرونه هم زیات شوي، ځکه دوی باور لري چې تعلیم بې‌ګټې دی، ځکه تعلیم‌یافته کسانو ته د کار فرصتونه نه‌شته.
په ټوله کې د ایران ولس د اخوندانو له حاکمیت څخه په تنګ راغلي دي. که د ایران کې ولسي قیام بریالی کېږي، د دغه قیام اغېزې په افغانستان هم دي.
دا چې د ایران پالیسي په تېرو پنځو لسیزو کې د افغانستان د ټولو حکومتونو او رژیمونو پر وړاندې تخریبي وه او د افغانستان له جنګونو یې ګټه اخیستې، نو په اوس وخت کې مهمه مسله دا ده: که په ایران کې د اخوندانو نظام له منځه لاړ شي او پر ځای یې داسې نظام رامنځته شي چې د ایران د ولس په خوښه وي، دا د افغانستان په ګټه ده. خو که د اخوندانو نظام پاتې شي او داخلي کشمکشونه او جګړې دوام وکړي، نو دا د افغانستان په ګټه نه دی، ځکه چې په سیمه کې افراطي ډلې پیاوړې کېږي او په پایله کې د سیمې ټول هېوادونه له دوامداره ناورین سره مخامخ کېږي.
همدغه حالت په افغانستان کې هم لیدل کېږي. که د طالبانو د حاکمیت پر ځای داسې یو نظام رامنځته شي، چې ولس د اساسي قانون په رڼا کې د کار، ژوند، سیاست او د بیان ازادي حق ولري، نو دا به یو مثبت بدلون وي. خو که د طالبانو د واک په شتون یا له منځه تګ سره بیا کورني جنګونه او نیابتي جګړې رامنځته شي، نو دا به هېڅ مثبت بدلون نه وي.
د افغانستان ستونزې د ایران په پرتله ډېرې ژورې دي، ځکه ایران پراخې منابع لري او له نړۍ سره د اوبو او وچې له لارې بدیلې لارې او متبادلې اړیکې لري. خو د افغانستان نه یوازې منابع محدودې دي، بلکې د ایران په څېر متبادلې نړۍوالې لارې هم نه لري. که په ایران کې وضعیت خراب شي، په افغانستان هم فشار زیاتېږي او ډېرې لارې به تړل کېږي. د افغانستان ولس به له سختو ستونزو سره مخامخ شي. په دواړو حالاتو کې، د ایران وضعیت په مستقیم ډول پر افغانستان مثبتې او منفي اغېزې لري.
مخکې له دې چې د افغانستان وضعیت د ایران په څېر بحراني شي، اړینه ده چې د نظام د ولسي او نړۍوال مشروعیت لپاره یوه واقعي لویه جرګه راوغوښتل شي، چې د ټول ولس او ټولو اقشارو استازولي په‌کې وشي، تر څو د افغانستان د راتلونکي نظام د مشروعیت لپاره تګلاره تایید او ولس په نظام کې خپل ځای وویني.

شاه‌ محمود میاخېل
د افغانستان د سولې او ولسواکۍ د ملي نهضت دوراني ریيس او د جمهوري غوښتونکو د خوځښت د سیاسي چارو او بهرنیو اړیکو مسوول.

انوارالحق احدي: طالبان دې د ایران له روان وضعیت څخه عبرت واخلي

۲۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۱۰ GMT+۰

د مالیې پخواني وزیر او د افغانستان د اماني صندوق غړي انوارالحق احدي په ایران کې د حکومت ضد لاریونونو ته په اشارې ویلي، چې طالبان باید ترې عبرت واخلي؛ ځکه که په افغانستان کې د واک انحصار، لوږه او بې‌کاري دوام وکړي، خلک به سړکونو ته ووځي.

انوارالحق احدي په ایران کې د اقتصادي ستونزو له امله د حکومت ضد لاریونونو په اړه د یکشنبې په ورځ (د مرغومي ۲۱مه) له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ویلي، چې طالبان باید د ایران له روان وضعیت څخه پند واخلي. نوموړي ویلي، که د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې اقتصادي ستونزې او بې‌وزلي دوام وکړي، ښايي افغانان هم د طالبانو پر ضد پاڅون وکړي.

احدي زیاته کړې: «که اقتصادي وضعیت او زورواکي همداسې دوام وکړي، نو د وخت په تېرېدو سره به د افغانستان خلک هم د ایرانیانو په څېر حرکت پیل کړي، خو دا چې دوه، درې کاله به وخت ونیسي او که لږ یا ډېر، دا نه شم ویلای».

هغه وایي، افغانان د واک انحصار نه مني، بلکې د ځواب ویونکي او غوره اقتصادي حکومت غوښتنه کوي.

احدي وايي: «خلک د ځواب ویونکي حکومت غوښتنه کوي، د خپل اقتصاد د ښه والي هیله لري، د اسعارو ثبات او د کار د زمینې برابرول غواړي. ډېری خلک غواړي په سیاسي او ټولنیزو چارو کې برخه واخلي. باید هېڅوک د واک انحصار ته هڅه ونه کړي، حکومت باید مشروعیت ولري او د خلکو په خوښه وي».

انوارالحق احدي وايي، سره له دې چې په افغانستان کې میلیونونه کسان له شدیدې لوږې سره مخ دي، ښايي د طالبانو د ظالمانه کړنو له امله خپل غږ پورته کول ورته ستونزمن وي. نوموړي له طالبانو غوښتنه کړې، چې د خلکو غوښتنو ته غوږ ونیسي او د انقلاب زمینه دې برابره نه‌کړي.

احدي دا څرګندونې په داسې مهال کړي، چې له شاوخوا دوو اوونیو راهیسې په ایران کې د اقتصادي ستونزو له امله د حکومت ضد لاریونونه روان دي او تر اوسه په‌کې د ۵۰۰ څخه زیاتو کسانو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

له بلې خوا، یو شمېر افغانان چې د طالبانو له سخت دریځیو ستړي شوي، هيله لري چې د ایرانیانو په څېر پر طالبانو هم د حکومت ضد پاڅون وشي.

طالبان وایي چې د لس زره یتیمانو او بې‌سرپرستو ماشومانو پالنه کوي

۲۱ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۶، ۱۹:۱۳ GMT+۰

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، چې په بېلابېلو ولایتونو کې د ۱۰ زره یتیمانو او بې‌سرپرسته ماشومانو پالنه او روزنه کوي. یاد وزارت همداراز په ۱۴ ولایتونو کې د بې‌سرپرستو او یتیمو نجونو د روزنې د فعالیتونو خبر هم ورکړی دی.

د یادې ډلې د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمېع‌الله ابراهیمي وايي، چې د یتیمانو او بې‌سرپرستو ماشومانو پالنه او روزنه د دوی له لومړیتوبونو څخه ده او له واکمنېدو وروسته یې په ټولو ولایتونو کې د بې‌سرپرستو او یتیمو ماشومانو د پالنې مرکزونه جوړ کړي دي.

ابراهیمي ویلي، چې دمګړی د ټول هېواد په کچه د لس زره بې‌سرپرسته او یتیمو ماشومانو پالنه او روزنه کوي.

نوموړي زیاته کړې: «د اسلامي امارت له راتګ وروسته په ټولو ولایتونو کې روزنتونونه فعال شوي، چې په دې روزنتونونو کې له لس زره ډېر بې‌سرپرسته او یتیم ماشومان روزل، ساتل او پالل کېږي. د تعلیم او تربیې ترڅنګ د خوراک، څښاک، روغتیا او نورو برخو لپاره هم اسانتیاوې ورته برابرې شوې دي».

همدارنګه د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند ویلي، چې په ۱۴ ولایتونو کې یې د بې‌سرپرسته او یتیمو نجونو لپاره هم ځانګړي روزنتونونه جوړ کړي دي.

ابراهیمي زیاته کړې: «د نجونو لپاره ټولې ادارې، تدریسي او مراقبتي پرسونل یې ښځې دي او هڅه کېږي چې د هغوی لپاره یو خوندي کاري چاپېریال برابر شي».

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند په روزنتونونو کې د بې‌سرپرسته او یتیمو نجونو د شمېر په اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو په داسې حال کې په ۱۴ ولایتونو کې د بې‌سرپرسته او یتیمو نجونو د روزنتونونو د فعالیت خبر ورکړی، چې د دوی له واکمنېدو وروسته په کابل او نورو ولایتونو کې د ښځو د امن کورونو دروازې تړل شوې دي.