• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د تیرا عملیاتو ته د سهیل اپریدي غبرګون: له سیاسي اجماع پرته سوله ناشونې ده

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۵۸ GMT+۰

د خېبرپښتونخوا سر وزیر سهیل اپریدي ویلي، ایالتي حکومت به د تیرا سیمې هغه کورنۍ یوازې پرېنږدي چې د پوځي عملیاتو له امله بې‌ځایه شوې دي. نوموړي همداراز په ټينګار سره ویلي، چې له سیاسي اجماع پرته شوې پرېکړې تل‌پاتې سوله نه‌شي راوستلای.

نوموړي د دوشنبې په ورځ په پېښور کې د خېبر ولسوالۍ د قومي مشرانو او مخورو یوې جرګې ته د وینا پر مهال ویلي، د تیرا قبایلي خلکو د هېواد لپاره سترې قربانۍ ورکړې دي او حکومت به یې د ستونزو پر مهال تر څنګ ولاړ وي.

هغه وایي، داسې یو منظم فکر شته چې نه غواړي پښتانه او په ځانګړي ډول قبایلي خلک د هېواد له اصلي بهیر سره یوځای شي. د اپریدي په وینا: «له ۷۵ کلونو راهیسې زموږ پر ضد داسې ذهنیت جوړ شوی، چې زموږ حضور نه‌شي زغملای».

نوموړي زیاته کړه، چې د ټاکل کېدو سره جوښت يې پر ضد منفي او ناسم تبلیغات پیل شول؛ خو د خلکو ملاتړ دا هر څه بې‌اغېزې کړل. اپریدي وویل: «ما له خپل ولس سره ژمنه کړې، چې ټوپک به ترې اخلم او قلم به ورکړم».

سهیل اپریدي ټینګار وکړ، چې په خېبرپښتونخوا کې د بېلابېلو سیاسي ګوندونو او فکري مکتبونو ترمنځ د پوځي عملیاتو په تړاو اجماع شته او هغوی مني چې پوځي عملیات د ستونزو حل نه‌دی. هغه وویل: «موږ د ترهګرۍ له‌منځه وړل غواړو او له سولې سره مینه لرو. له ۲۲ لویو او ۱۴زره وړو عملیاتو وروسته دا ضمانت څوک ورکوي، چې سوله به ټینګه شي؟»

نوموړي دا هم وویل، چې د تیرا په اړه پرېکړې د تړلو دروازو تر شا کېږي او ایالتي حکومت پرې خبر هم نه‌دی. اپریدي ادعا وکړه، چې عملیات د زور، جبر او سخت چلند له لارې پیل شوي دي.

سهیل اپریدي تر دې وړاندې هم پر اېکس پاڼه د تیرا پر پوځي عملیاتو نیوکه کړې وه او ویلي یې و، چې دغه اقدامات د تړلو دروازو تر شا د سیاسي ګټو لپاره شوي، نه د ترهګرۍ د له‌منځه وړلو لپاره.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۴

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۵

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

•
•
•

نور کیسې

د خیبر پښتونخوا په کرک کې د ډزو په پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶ کسان وژل شوي دي

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۵۰ GMT+۰

د خیبر پښتونخوا د کرک ولسوالۍ په صابر اباد سیمه کې تر «کورنۍ شخړې» وروسته د ناپېژاندو وسله‌والو په ډزو کې د دوو ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي دي.

ځایي پولیس چارواکي وایي، چې ټول جسدونه د څېړنې لپاره د ولسوالۍ مرکزي روغتون عدلي طب ته لېږدول شوي دي. پولیس چارواکو زیاته کړې، چې په مړو شویو کسانو کې یوه شپږ کلنه او یوه درې میاشتنۍ ماشومه هم شامله ده.

د ځایي پولیسو ویاند شوکت خان ویلي، پولیسو د یادې پېښې په تړاو یو کس نیولی او هغه وسله یې هم ترلاسه کړې چې پر مټ یې دغه کسان وژلي وو.

د روانې جنورۍ میاشتې له پیل راهیسې د کرک ولسوالۍ په کندوخېل سیمه کې هم یو ځوان د ناپېژاندو وسه‌والو له‌خوا د ډزو په پېښه کې وژل شوی و.

په لندن کې د خان عبدالغفار خان د تلین په مناسبت او د عبدالولي خان یاد غونډه جوړه شوه

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۰۵ GMT+۰

عوامي نشنل ګوند په لندن کې د خان عبدالغفار خان د ۳۸م تلین په مناسبت او د هغه د زوی عبدالولي خان یاد غونډه جوړه کړه. د دغې غونډې ګډونوالو خان عبدالغفار خان ستر مبارز او د پښتنې ټولنې اصلاحګر وباله. د جنورۍ ۲۰مه د خان له ۳۸م تلین سره برابره ده.

خان عبدالغفار خان چې په باچا خان فخر افغان هم پېژندل کېږي د شلمې پېړۍ د عدم تشدد بنسټګر او سرلاری مبارز و، چې په خپله مبارزه کې يې ډېرې سختۍ وزغملې، خو له خپلې غوره کړې لارې يو قدم هم شاته نه‌شو. د باچا خان زوی عبدالولي خان هم د هغه لاره تعقیب کړه.

په لندن کې د باچا خان او عبدالولي خان په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې ګډونوالو د عدم تشدد د سر لارو مبارزې وستایلې او همداراز یې د همدغه سیاست پر دوام ټینګار وکړ.

د یادې غونډې ګډونوالو د باچا خان د ژوند پر بېلابېلو برخو خبرې وکړې او په وینا یې، باچا خان د پښتنو د ژوند په بېلابېلو برخو کې کار کړی او په ځانګړي ډول د ښځو لپاره یې ډېرې هڅې کړې دي.

په برېتانیا کې د عوامي نشنل ګوند یوه مسوول زاهد خان افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل: «باچان خان یوازې سیاستوال نه‌وو، بلکې زموږ د ټولنې اصلاحګر وو او د انګرېزانو پر وړاندې د «عدم تشدد» سیاست په وسیله مبارزه کړې ده».

باچا خان په خپل وخت کې د نړۍ له ډېرو نورو مبارزینو د هغې ډلې له ګاندي سره ډېره راشه درشه درلوده او په ګډه یې مبارزه کوله.

د کابل پوهنتون پخوانی استاد محبوب‌شاه محبوب باچا خان د پښتني ټولنې لپاره یو «نعمت» وباله، خو په وینا یې، پښتنو د نیابتي جګړو له امله ونه‌شوای کولای د نوموړي د لارې پیروي وکړي.

نوموړی زیاتوي، باچا خان د پښتنو لپاره د زده‌کړو غوښتونکی وو او هڅه یې کوله چې په پښتنو کې د زده‌کړو بنسټ کېښودل شي؛ له همدې امله د لرې پښتونخوا پر تله په کوزې پښتونخوا کې پښتانه ډېر لوستي دي.

له دې سره سم، لیکوال او فرهنګپال اصف ننګ وایي، لر او بر یو نسل دي او په باور یې د باچا خان د عدم تشدد مبارزه ډېره کمزورې وه؛ عدم تشدد هغه فاتح پښتون ډېر پڅ کړ چې هند، سند، تر بخارا او نیشاپور پورې یې فتحې کړې وې.

د نوموړي په وینا، د باچا خان په منشور کې «ملت پالنه» زیاته، خو «دولت جوړونه» تله کمزورې وه.

د یادونې وړ ده، چې خان عبدالغفار خان په ۱۸۹۰ کال کې د چارسدې په اتمانزو کې وزېږېد او د «عدم تشدد» د پالیسو د پرمخ بیولو لپاره د «خدايي خدمتګار تحریک» جوړ کړ او بالاخره ۱۹۸۸ کال د جنورۍ په ۲۰مه له دې نړۍ سترګې پټې کړې او د وصیت له‌مخې په جلال‌اباد ښار کې خاورو ته وسپارل شو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ ۵ غړي له څه باندې ۲ میاشتو وروسته د پاکستان له بندخونو ازاد شول

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۹:۲۹ GMT+۰

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وايي، د دغه غورځنګ له لوري د نومبر د دولسمې له جرګې وروسته یو شمېر کسان د پاکستان پوځ له لوري بندیان او له شاوخوا ۷۰ ورځو وروسته ۵ کسان خوشې شول. په همدې نېټه د پښتون ژغورنې دوه نور غړي نورالله ترین او حنیف پښتین هم نیول شوي او لا هم بندیان دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین د یکشنبې په ماښام (د مرغومي ۲۸مه) په خپله فېسبوک‌پاڼه ویلي: «د دولسم نومبر جرګې څخه له درکه ملګري شاوخوا ۷۰ ورځو د ظلم، جبر او تشدد تر تېرېدو وروسته پنځه کسان خوشې کړل شول، خو نورالله ترین او حنیف پښتین لا هم د پاکستان پوځ له لوري په غېرقانوني او ظالمانه جبري بند کې ساتل شوي دي».

منظور پښتین زیاتوي، د نن ورځې په اوږدو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پنځه غړي هر یو عدنان، حبیب، ګوهر، فرمان او عرفان خوشې شوي او د هغوی د بند موده یې «مرګونې ازموینه» بللې او په وینا یې، هغوی د ملت په خاطر د بند دغه موده په صبر، زغم او ملي جذبې سره تېره کړې ده.

پښتین له هغو ټولو کسانو چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د پنځو کسانو د ازادېدو لپاره هلې ځلې کړي مننه کړې او همداراز یې هیله څرګنده کړې، چې د نورالله ترین او حنیف پښتین چې د ملت لپاره په سخت کړاو کې د بند شېبې تېروي د خلاصون په موخه ټول پښتانه خپل غږ پورته او خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

د یادونې وړ ده، چې له دې سربېره د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرتابه غړي علي وزیر په ګډون ګڼ نور غړي د پاکستان د پوځ له لوري بندیان شوي او په دې وروستیو کې د پاکستان دولت د پښتون ژغورنې غورځنګ پر فعالیت هم بندیز لګولی دی.

د خېبر پښتونخوا چارواکي: له دیر څخه تر ۱۰ زره زیات کډوال افغانستان ته جبري ستانه شوي

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۲۷ GMT+۰

د خېبر پښتونخوا د دیر سیمې مرستیال کمیشنر واجد علي خان ویلي، چې له دغې سیمې څخه د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر په چټکۍ سره روان دی او تر اوسه له ۱۰ زره زیات کسان افغانستان ته جبري ستانه کړای شوي.

د خېبر پښتونخوا چارواکو د معلوماتو له مخې چې رسنیو سره یې شریک کړي، له دیر وروسته، د لنډي کوتل په سیمه کې شپږ افغانان چې قانوني اسناد یې نه لرل، د تورخم له لارې افغانستان ته اړول شوي، او درې نورې کورنۍ د رسمي پروسې له بشپړېدو وروسته په خپله خوښه له پاکستانه وتلي دي.

چارواکو وویل چې په خیبر کې مېشتو ټولو افغان کورنیو ته مخکې له مخکې خبر ورکړل شوی و، څو د قانوني اقداماتو نه وړاندې د پاکستان پرېښودو لپاره چمتو شي. همدارنګه، د دغه ایالت له مهمند سیمې هم د افغانانو د بېرته ستنېدو رسمي بهیر پیل شوی دی.

د پاکستان حکومت له وړاندې په وار وار اعلان کړی، چې ټول هغه افغانان چې قانوني اسناد نه لري، په پاکستان کې د اوسېدو اجازه نه لري او باید افغانستان ته ستانه شي.

چارواکي ټینګار کوي چې دا اقدام د حکومت د قانوني لارښوونو او امنیتي تدابیرو سره سم ترسره کېږي.

مُحسن داوړ: پښتونخوا کې حکومتولي د عمران خان د راخوشې کېدو لپاره قرباني شوې

۲۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۴۴ GMT+۰

د ملي ډيموکراټيک غورځنګ مشر مُحسن داوړ په تیراه کې عملیاتو ته په غبرګون ویلي، چې په پښتونخوا کې حکومتولي د عمران خان د راخوشې کېدو لپاره قرباني شوې او په وینا یې، ایالتي مشران د ناامنیو پړه د تړلو دروازو تر شا پر پریکړو اړوي.

مُحسن داوړ د خیبر پښتونخوا په تیرا کې پوځي عملیاتو او د ځايي خلکو بې‌ځایه کولو ته په اشارې ویلي، چې ایالتي حکومت، د پښتونخوا په امنیتي کړکېچ کې ځان له مسوولیت څخه نه‌شې خلاصولی.

داوړ په پښتونخوا کې ناامنیو ته په نغوتې سره زیاته کړې، چې د یاد ایالت حکومتولي د عمران خان د راخوشې کېدو لپاره قرباني شوې ده.

نوموړي د شنبې په ورځ (د مرغومي ۲۷مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي: «واک ته هم اړ تیا ده، خو هره موضوع او مسوولیت باید د تړلو دروازو تر شا پرېکړو باندې وا‌نه چول شي. حکومتولي یوازې د یوې واحدې اجنډا یعنې د عمران خان د خوشې کېدو لپاره قرباني شوې ده. خلک ځان بې سرپرسته او ناامنه ګني».

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان پوځ غواړي د پښتونخوا د خېبر په تیرا دره کې د وسله‌والو پر ضد عملیات وکړي او د دغې درې اوسېدونکو ته امر شوی کړی، چې په ۱۵ورځو کې له خپلو کورونو ووځي. د دې سیمې اوسېدونکو ته د جنورۍ له لسمې تر ۲۵مې وخت ورکړل شوی دی.