• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کرملین ماڼۍ: ټرمپ پوتین ته د «سولې پلاوي» د غړیتوب بلنه ورکړې

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۳۳ GMT+۰تازه شوی: ۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۱۷ GMT+۰

د کرملین ماڼۍ اعلان کړی، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته د «سولې پلاوي» د غړیتوب بلنه ور کړې ده. د کرملین ماڼۍ ویاند دیمیتري پسکوف ویلي، مسکو دا بلنه ارزونې وي او هیله‌من دي چې ددغه نوښت په اړه نور جزیات هم ورکړل شي.

بل خوا «فاننشل ټایمز» ورځپاڼې په خپل یو راپور کې ویلي، دا ښکاره وړاندیز ښيي چې ټرمپ لیواله دی له پوتین سره خپلې ګرمې اړیکې وساتي، په داسې حال کې چې پر اوکراین د روسیې د یرغل څلورمه کلیزه رانږدې ده.

د راپورونو له مخې، د دغه پلاوي جوړېدل، چې مشري یې ډونالډ ټرمپ کوي، د هغې طرحې له مهمو پړاوونو بلل کېږي چې د ملګرو ملتونو او د امریکا له ملاتړ څخه برخمنه ده او لومړۍ موخه یې د غزې غیرنظامي کول او بیا رغونه ده.

ترویج لرونکی

سرچینو بدخشان کې د طالبانو پر پوځي مرکز د برید او د څو ساعتونو لپاره د یفتل ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړی
۱

سرچینو بدخشان کې د طالبانو پر پوځي مرکز د برید او د څو ساعتونو لپاره د یفتل ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړی

۲

د طالبانو مخالفې ډلې د لومړي ځل لپاره د بدخشان یفتل ولسوالي د طالبانو له کنټروله واېستله

۳

له کړاوه ډکه ستنېدنه؛ په تورخم کې د سختې ګرمۍ له امله ستنېدونکې کډوالې مېرمنې او ماشومان له ستونزه سره مخ دي

۴
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له پاچاهۍ تر جمهوریت؛ د ۱۹۷۳ کودتا څنګه افغانستان د نوي بحران پر لور روان کړ؟

۵

امریکا دوه‌تابعیته وګړو ته؛ متحده ایالاتو ته د سفر لپاره باید امریکايي پاسپورټ وکاروئ

•
•
•

نور کیسې

هند او متحده عرب اماراتو د ستراتیژیکې دفاعي ملګرتیا د چوکاټ پر جوړولو خبرې وکړې

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۵۱ GMT+۰
100%

د متحده عرب اماراتو رییس هند ته په خپل سفر کې له هندي چارواکو سره د ستراتیژیکې دفاعي ملګرتیا لپاره د یوه چوکاټ پر رامنځته کولو خبرې کړې دي. دواړو خواوو د دوه اړخیزې دفاعي او امنیتي همکارۍ، ترهګرۍ ضد مبارزې او د سیمه ییزې سولې په برخه کې د ګډو هڅو پر ژمنتیا هم ټینګار کړی.

د متحده عربي اماراتو رییس شیخ محمد بن زاید ال نهیان نن د دوشنبې په ورځ (د مرغومي ۲۹مه) نېټه د یوه سفر په ترڅ کې هند ته ورسېد.

د هند لومړي وزیر، نریندرا مودي، په ایکس خواله رسنۍ کې په یوه خپاره کړي پیغام کې د اماراتو مشر خپل «ورور» بللی او لیکلي یې دي چې د نوموړي هرکلي ته پخپله هوايي ډګر ته ورغلی و.

د هند ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دواړو مشرانو ټینګار وکړ چې د کوچنیو او منځنیو سوداګریزو شرکتونواړیکې پیاوړې کړي.

د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د خوراکي امنیت په برخه کې د همکارۍ ژمنه هم شوې او د عامه خصوصي شراکت، نوښت او پوهې د تبادلې رول یې په پایښت لرونکې کرنه او ملي غذايي خوندیتوب کې مهم بلل شوی.

هغوی د فضایي سکتور، مصنوعي ځیرکتیااو نوې ټکنالوژۍ په برخو کې هم د همکارۍ ژمنې کړې دي.

د هند او متحده عرب اماراتو ترمنځ د ستراتیژيکې دفاعي ملګرتیا پر چوکاټ ټاکلو خبرې داسې مهال دي، چې په دې وروستیو کې سعودي عربستان او پاکستان یو امنیتي او دفاعي تړون لاسلیک کړی دی.

د پوتین استازی: اروپا نه‌شي کولای له امریکا سره د ګرینلنډ د یو ځای کېدو مخه ونیسي

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۳۹ GMT+۰
100%

د پانګونې او اقتصادي همکارۍ په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی کریل دیمتریف وايي، چې امریکا به ګرینلنډ ترلاسه کړي. د پوتین استازی په دې باور دی، چې «اروپا به فشار ته تسلیم شي او ګرینلنډ به د امریکا تر کنټرول لاندې راشي».

کریل دیمیترییف د ولادیمیر پوتین له نږدې کسانو څخه دی او د امریکا له استازو سره یې د روسیې او اوکراین د سولې په څو خبرو اترو کې د هغه استازیتوب کړی دی. دیمیترییف له ۲۰۲۲کال راهیسې د امریکا د بندیزونو په نوملړ کې شامل دی.

سره له دې هغه د ۲۰۲۵کال د اکتوبر په میاشت کې میامي ته ولاړ او د ټرمپ له ځانګړي استازي ستیو وېټکاف او د امریکا د ولسمشر زوم جرد کوشنر سره یې خبرې وکړې. امریکایي چارواکو هغه مهال ویلي و، د ټرمپ حکومت د ځانګړي معافیت په ورکولو سره هغه ته اجازه ورکړې چې امریکا ته سفر وکړي.

د ګرینلنډ په اړه د پوتین د استازي څرګندونې داسې مهال دي، چې اروپایي مشرانو د یادې مسلې سره خپل مخالفت څرګند کړی. ډونالډ ټرمپ ټینګار کړی، چې امریکا د خپل ملي امنیت لپاره ګرینلنډ ته اړتیا لري او باید هغه ترلاسه کړي.

امریکا اسراییل ته درې اېف-۳۵ جنګي الوتکې ورکړې

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۴:۳۴ GMT+۰
100%

د اسراییل پوځ د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د لاکهېډ مارټین شرکت درې اېف-۳۵ جنګي الوتکې د ناواتیم هوايي اډې ته ښکته شوې دي. اسراییل ټایمز اف ورځپاڼې راپور ورکړی، چې دغه اقدام د اسراییل د غوښتنې له مخې شوی او د ایران له روان کړکېچ سره هیڅ تړاو نه‌لري.

له دغه الوتکو سره د اسراییل د هوايي ځواک د الوتکو شمېر ۴۸ ته لوړ شو. د اسراییل پوځ ویلي، چې دغه درېیو الوتکو له امریکا څخه د اسراییل سوېل ته الوتنې کړې او د دغه هېواد د هوايي ځواک له ۱۱۶ او ۱۴۰ سکواډرونونو سره به یوځای شي.

په راپور کې راغلي، چې دغه درې الوتکې د اسراییل د ۵۰ اېف-۳۵ الوتکو د غوښتنې برخه دي. د ۲۰۲۵کال د مارچ او اپرېل تر میاشتو پورې نورې شپږ اېف-۳۵ الوتکې هم اسراییل ته رسېدلې وې.

اسراییل پلان لري، چې د روان زېږدیز کال تر پایه د «اډیر» په نوم د دغه الوتکو شمېر ۵۰ ته ورسوي. د اسراییل او امریکا ترمنځ د پېرود تړونونو له مخې؛ تمه کېږي چې په راتلونکو کلونو کې ټولټال ۷۴ اېف-۳۵ جنګي الوتکې اسراییل ته وسپارل شي.

اېف-۳۵ جنګي الوتکې په امریکا کې لاکهیډ مارتین شرکت جوړوي او دا د نړۍ له تر ټولو پرمختللو جنګي الوتکو څخه شمېرل کېږي، چې ټېکنالوژي یې د امریکا په لاس کې ده.

کراچۍ کې اورلګېدنه؛ اور له ۳۳ ساعتونو وروسته مهار شو چې له امله یې ۱۴کسان مړه شوي دي

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۴:۰۱ GMT+۰
100%

د پاکستان د کراچۍ ښار په ګل پلازه کې اورلګېدنه له ۳۳ ساعتونو وروسته مهار شوې، چې د ژغورنې عملیاتو پر مهال ۸ نور مړي هم موندل شوي دي. امنیتي چارواکو ویلي، چې په دې پېښه کې ۱۴ کسان مړه او ۲۲ نور ټپيان شوي دي.

اورلګېدنه د اېم اې جناح سړک پر سر په ګل پلازه کې د شپې پر لسو بجو پیل شوې وه، چې له امله یې د ودانۍ څو برخې نړېدلې دي. ځایي امنیتي مسوولینو ویلي، چې اور وژونکو تر ۳۳ ساعتونو وروسته اور مهار کړی او په سیمه کې لا هم د ژغورنې عملیات روان دي.

د چارواکو په خبره؛ د ژغورنې په وروستیو عملیاتو کې یې د یوه ماشوم په ګډون د درېیو کسانو مړي موندلي او ځایي روغتون ته یې انتقال کړي دي. په سیمه کې لا هم ګڼ خلک د خپلو دوستانو د موندلو په لټه کې دي.

پولیسو ویلي: «د ورکو کسانو د کورنیو د شمېرې یې ترلاسه کړې او د ۲۰ څخه د زیاتو کسانو د موبایل پته د ګل پلازه دننه ښودل شوې ده». د پاکستان ولسمشر او لومړي وزیر د سند ځایي چارواکو ته لارښوونه کړې، چې د مرستې رسولو لپاره ټول امکانات په کار واچوي.

بل خوا بیا په یوې جلا پېښه کې ځینو افغان سوداګرو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د تېرې جمعې په ورځ د کراچۍ په سوداګریز بندر کې په سوداګریزو توکو بار د افغان سوداګرو ۹۸ کانټینره سوځېدلي دي. افغان سوداګرو د دغه اورلګېدنې زیان پنځه مېلیونه ډالر اټکل کړی.

ځینو افغان سوداګرو ویلي، که څه هم پاکستاني چارواکي د افغان سوداګرو د کانټینرو سوځېدل د اورلګېدنې پېښه بولي؛ خو دوی له دې اړخه ډاډمن نه‌دي او شونې ده، چې په قصدي ډول سوځول شوي وي.

په هسپانیا کې د دوو رېل ګاډو د ټکر له امله لږ تر لږه ۲۱ کسان مړه او لسګونه نور ټپیان شوي

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۲۰ GMT+۰
100%

د هسپانیا دولتي رسنۍ وايي، نن مازدیګر (یکشنبه د مرغومي ۲۸مه) په ادموز سیمه کې د دوو چټک اورګاډو د ټکر له امله لږ تر لږه ۲۱ کسان مړه شوي، لسګونه نور ټپیان دي او ښایي یو زیات شمېر نور لا هم په اورګاډو کې بند پاتې وي.

د هسپانیا د دولتي رسنیو د راپور له‌مخې، یو چټک اورګاډی چې تر ۳۰۰ ډېر سپرلۍ په‌کې سپاره وو، له حرکت څخه یو ساعت وروسته یې ۳ وروستي واګونونه له پټلۍ ووتل او له مقابل لوري څخه له بل راتلونکي چټک اورګاډي سره وجنګېدل، چې له امله یې هغه بل اورګاډی هم له پټلۍ واوښت.

د هسپانیا د ټرانسپورټ وزیر اسکار پوینته په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، له دغې پېښې وروسته د یادې پټلۍ ټول رېل ګاډي بېرته خپلو لومړیو تمځایونو ته ګرځول شوي دي.

د دغه هېواد پاچا او ملکه یې چې اوس په اتن کې دي د یادې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي کړې او ټپیانو ته یې د روغتیا هیله څرګنده کړې ده.

ویل کېږي، چې دا د مرګ‌ژوبلې وروستۍ شمېرې نه‌دي او ښايي د مرګ‌ژوبلې کچه تر دې هم لوړه شي.