• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
تازه خبر

خالد ځدراڼ: د شهرنو په چاودنه کې مرګ ژوبله اوښتې او د نوعیت په اړه یې پلټنې روانې دي

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۲۴ GMT+۰

د طالبانو د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، د کابل ښار د څلورمې حوزې اړوند د شهرنو ګل‌ فروشي کوڅه کې په یوه هوټل کې د چاودنې له امله څو کسان ټپیان یا وژل شوي. ځدراڼ وايي، چې د چاودنې د نوعیت په اړه څیړنې روانې دي.

لږ تر لږه پنځو عیني شاهدانو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د کابل په شهرنو کې د نننۍ چاودنې هدف چینايي وګړي وو.

په ویډیوګانو کې ښکاري، چې د چاودنې له امله د لانژو چینایي رستورانت تابلو او ځینې برخې ویجاړې شوېدي.

تر اوسه د چاودنې د ټپیانو او مرګ‌ژوبلې کره شمېر نه دی خپور شوی، خو شاهدان وایي چې په برید کې چینایي وګړي او ځینې افغان ملکي وګړي هم ټپیان شوي دي.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۴

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۵

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

•
•
•

نور کیسې

د اريانا افغان هوايي شرکت ځانګړې چارټر کارګو الوتکه کابل ته رسېدلې

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۵۶ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې اريانا افغان هوايي شرکت وایي چې د دغه شرکت پیرل شوې يوه ځانګړې چارټر کارګو الوتکه نن د دوشنبې په ورځ کابل نړيوال هوايي ډګر ته رسېدلې ده. ياده بوېنګ ۷۳۷–۳۰۰ الوتکه په يو سفر کې د شاوخوا ۱۶،۵ ټنه بار د لېږد وړتيا لري.

د دغه شرکت د معلوماتو له مخې، ياده کارګو الوتکه د بوېنګ ۷۳۷–۳۰۰ډول ده او د سوداګريزو اموالو د لېږد په موخه به د کابل–ډهلي په سکټور کې فعاليت کوي. دغه الوتکه په يو سفر کې د شاوخوا ۱۶.۵ ټنه بار د لېږد وړتيا لري.

د خبر له مخې، د دې کارګو الوتکې لپاره د متحده عربي اماراتو له سرپلیکس قراردادي شرکت سره د شپږو مياشتو لپاره رسمي تړون لاسليک شوی دی.

د اريانا افغان هوايي شرکت مشر ملا بخت‌الرحمن شرافت وايي چې دا ګام د ملي سوداګرو سره د اريانا د شويو ژمنو د عملي کېدو يوه مهمه برخه ده.

نوموړي زياته کړې چې د کارګو شبکې پراختيا، د ملي اقتصاد پياوړتيا، د هوا له لارې د صادراتو زياتوالی او د افغانستان د هوايي ټرانسپورټ د ظرفيت لوړول د دغه شرکت له اساسي موخو څخه دي.

د اريانا افغان په وينا، ياده کارګو الوتکه به د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګرۍ په پراختيا، د هوايي انتقالاتو په زياتوالي، د صادراتو په چټکتيا او د ملي سوداګرو د ترانسپورټي ستونزو په کمولو کې مهم رول ولوبوي.

د شرکت په وینا، د دې کارګو الوتکې له لارې به ملي سوداګرو ته دا اسانتيا برابره شي چې خپل سوداګريز توکي پر وخت، په ارزانه، خوندي، منظم او چټک ډول نړيوالو بازارونو ته ولېږدوي.

د کابل په شهر نو کې چاودنه شوې

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۳۱ GMT+۰

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د کابل په شهر نو سیمه کې کې چاودنه شوې ده. چاودنه د ایمرجنسي روغتون او د شهرنو ګل‌فروشي کوڅې ته نږدې شوې ده. افغانستان انټرنشنل ته رسیدلې ویډیوګانې او انځوورنه ښيي چې په پېښه کې یو شمېر کسان ټپیان شوي او ځینې کسان پر ځمکه پراته دي.

د طالبانو د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، د کابل ښار د څلورمې حوزې اړوند د شهرنو ګل‌فروشي کوڅه کې په یوه هوټل کې دچاودنې له امله څو کسان ټپیان یا وژل شوي، خو د چاودنې د نوعیت په اړه څیړنې روانې دي.

لږ تر لږه پنځو عیني شاهدانو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د کابل په شهرنو کې د نننۍ چاودنې هدف چینايي وګړي وو.

په ویډیوګانو کې ښکاري، چې د چاودنې له امله د چاینز نوډلز چینایي رستورانت تابلو او ځینې برخې ویجاړې شوېدي.

تر اوسه د چاودنې د ټپیانو او مرګ‌ژوبلې کره شمېر نه دی خپور شوی، خو شاهدان وایي چې په برید کې چینایي وګړي او ځینې افغان ملکي وګړي هم ټپیان شوي دي.

تر اوسه د چاودنې نوعیت نه دی په ډاګه شوی او نه هم د طالبانو امنیتي ادارو د چاودنې هدف په ډاګه کړی دی.

د پاکستان او چین استازو د افغانستان د امنیتي وضعیت او سیمه‌ییز ثبات په اړه خبرې کړې دي

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۳۴ GMT+۰

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان ویلي چې د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي یو شیاویونګ سره یې په افغانستان کې د امنیتي وضعیت په تړاو انلاین ناسته کړې ده.

نوموړي پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي، چې په دې ناسته کې د سیمې پر وروستیو بدلونونو، د امنیتي وضعیت پر څرنګوالي او د ترهګرۍ پر روان ګواښ هر اړخیز بحث شوی دی.

دواړو لوریو د افغانستان او سیمې پر وړاندې شته امنیتي ننګونې جدي بللې او ټینګار یې کړی چې ګډې همکارۍ د ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري.

محمد صادق خان زیاته کړې چې پاکستان او چین د سیمې د ثبات، سولې او امنیت د ټینګښت لپاره د دوامدارو همکاریو پر ژمنتیا یو ځل بیا ټینګار کړی دی.

په کابل کې د کورنیو او بهرنیو شرکتونو لپاره د بیارغونې او ودانیز صنعت نندراتون جوړېږي

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۴۷ GMT+۰

د افغانستان د نړۍوال نندارتون مرکز خبر ورکوي، چې (د سلواغې په ۱۴مه) په کابل کې د کورنیو او بهرنیو شرکتونو لپاره د بیارغونې او ودانیزو چارو، رغونې صنعت درېیم ننداتورن جوړوي. د دوی په وینا؛ دغه پنځه ورځنی نندارتون د اړیکو، تجربو شریکولو او د پانګه‌والو د جذب په برخه کې خورا مهم دی.

د افغانستان د نړۍوال نندارتون د مرکز مشر محمد صابر لطیفي د دوشنبې په ورځ (د مرغومي ۲۹مه) رسنیو ته ویلي، چې په دغه نندارتون کې یې د ازبکستان، قرغزستان، ایران او چین سوداګرو ته هم د ګډون بلنه ورکړې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې د ودانیز صنعت او بیارغوني په دغه نندارتون کې به د صنعت متخصصین، پانګه‌وال او پرېکړه کوونکي راغونډ شي او د عصري ټېکنالوژۍ او نویو پرمختګونو په اړه به خپلې تجربې شریکې کړي.

سوداګر تمه لري، چې له دې سره به په هېواد کې کاري فرصتونه زیات، له نړۍوالو پانګه‌والو سره اړیکې پراخې، بهرني پانګه‌وال جذب او ترلاسه شوې تجربې به د بنسټیزو پروژو پر تطبیق ښه اغېز ولري.

طالبانو په فاریاب کې د یوې ښځې په ګډون درې کسان په دُرو وهلي دي

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۲۲ GMT+۰

د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی، چې په فاریاب ولایت کې یې د یوې ښځې په ګډون درې کسان په دُرو وهلي دي. د یادې محکمې له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان یې د «نامشروع اړیکو او له کوره د تېښتې په تور» په دُرو وهلي دي.

د یادې محکمې له‌خوه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې له دې ډلې دوو کسانو ته یې د درې کلن تنفیذي بند او ۳۹ دُرو سزا او یو بل ته د ۳۰ دُرو سزا ورکړې ده.

د طالبانو سترې محکمې د خپرو شویو شمېرو له‌مخې؛ دغه ډلې د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې ۱۸۴۸ کسانو ته په عام محضر کې سزاوې ورکړې دي. په دغه کسانو کې ۲۵۰ مېرمنې هم شاملې دي.

یادې ډلې په ۲۰۲۵کال کې بیا لږ تر لږه ۱۰۳۰ کسان د بېلابېلو تورونو په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. د افغانستان انټرنشنل - پښتو د څېړنو له‌مخې؛ په ۲۰۲۵کال کې په افغانستان کې بدني سزاوې د تېر کال پرتله دوه برابره زیاتې شوې وې.