هند د سرطان ناروغانو لپاره له افغانستان سره د ۱۸ قلمه درملو مرسته کړې

د هند حکومت په افغانستان کې د سرطان ناروغانو د ملاتړ لپاره ۱۸ قلمه د سرطان ضد درملو مرسته کړې ده. دغه درمل، چې ټول۷۷۶ کارټنونه دي او ۷۵۸۶ کیلو ګرامه وزن لري، د بشردوستانه مرستې په توګه د طالبانو عامې روغتیا وزارت ته سپارل شوي دي.