په چیلي کې اورلګېدنې لږترلږه ۱۸ کسان مړه کړي

د چیلي په سوېل کې د ځنګلونو پراخې اورلګېدنې لږترلږه ۱۸ کسان مړه او ۲۰زره نور بېځایه کړي دي. د چیلي د ځنګلونو ادارېCONAF په وینا؛ د چیلي په ۲۴ بېلابېلو سیمو کې د اورلګېدنې پېښې راپور شوې، چې تر ټولو لویې یې د نوبل او بایو بایو په سیمو کې وې.
