• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کابل په شهر نو کې چاودنه شوې

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۳۱ GMT+۰تازه شوی: ۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۹:۰۰ GMT+۰

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د کابل په شهر نو سیمه کې کې چاودنه شوې ده. چاودنه د ایمرجنسي روغتون او د شهرنو ګل‌فروشي کوڅې ته نږدې شوې ده. افغانستان انټرنشنل ته رسیدلې ویډیوګانې او انځوورنه ښيي چې په پېښه کې یو شمېر کسان ټپیان شوي او ځینې کسان پر ځمکه پراته دي.

د طالبانو د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، د کابل ښار د څلورمې حوزې اړوند د شهرنو ګل‌فروشي کوڅه کې په یوه هوټل کې دچاودنې له امله څو کسان ټپیان یا وژل شوي، خو د چاودنې د نوعیت په اړه څیړنې روانې دي.

لږ تر لږه پنځو عیني شاهدانو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د کابل په شهرنو کې د نننۍ چاودنې هدف چینايي وګړي وو.

په ویډیوګانو کې ښکاري، چې د چاودنې له امله د چاینز نوډلز چینایي رستورانت تابلو او ځینې برخې ویجاړې شوېدي.

تر اوسه د چاودنې د ټپیانو او مرګ‌ژوبلې کره شمېر نه دی خپور شوی، خو شاهدان وایي چې په برید کې چینایي وګړي او ځینې افغان ملکي وګړي هم ټپیان شوي دي.

تر اوسه د چاودنې نوعیت نه دی په ډاګه شوی او نه هم د طالبانو امنیتي ادارو د چاودنې هدف په ډاګه کړی دی.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۴

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۵

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان او چین استازو د افغانستان د امنیتي وضعیت او سیمه‌ییز ثبات په اړه خبرې کړې دي

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۳۴ GMT+۰

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان ویلي چې د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي یو شیاویونګ سره یې په افغانستان کې د امنیتي وضعیت په تړاو انلاین ناسته کړې ده.

نوموړي پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي، چې په دې ناسته کې د سیمې پر وروستیو بدلونونو، د امنیتي وضعیت پر څرنګوالي او د ترهګرۍ پر روان ګواښ هر اړخیز بحث شوی دی.

دواړو لوریو د افغانستان او سیمې پر وړاندې شته امنیتي ننګونې جدي بللې او ټینګار یې کړی چې ګډې همکارۍ د ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري.

محمد صادق خان زیاته کړې چې پاکستان او چین د سیمې د ثبات، سولې او امنیت د ټینګښت لپاره د دوامدارو همکاریو پر ژمنتیا یو ځل بیا ټینګار کړی دی.

په کابل کې د کورنیو او بهرنیو شرکتونو لپاره د بیارغونې او ودانیز صنعت نندراتون جوړېږي

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۴۷ GMT+۰

د افغانستان د نړۍوال نندارتون مرکز خبر ورکوي، چې (د سلواغې په ۱۴مه) په کابل کې د کورنیو او بهرنیو شرکتونو لپاره د بیارغونې او ودانیزو چارو، رغونې صنعت درېیم ننداتورن جوړوي. د دوی په وینا؛ دغه پنځه ورځنی نندارتون د اړیکو، تجربو شریکولو او د پانګه‌والو د جذب په برخه کې خورا مهم دی.

د افغانستان د نړۍوال نندارتون د مرکز مشر محمد صابر لطیفي د دوشنبې په ورځ (د مرغومي ۲۹مه) رسنیو ته ویلي، چې په دغه نندارتون کې یې د ازبکستان، قرغزستان، ایران او چین سوداګرو ته هم د ګډون بلنه ورکړې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې د ودانیز صنعت او بیارغوني په دغه نندارتون کې به د صنعت متخصصین، پانګه‌وال او پرېکړه کوونکي راغونډ شي او د عصري ټېکنالوژۍ او نویو پرمختګونو په اړه به خپلې تجربې شریکې کړي.

سوداګر تمه لري، چې له دې سره به په هېواد کې کاري فرصتونه زیات، له نړۍوالو پانګه‌والو سره اړیکې پراخې، بهرني پانګه‌وال جذب او ترلاسه شوې تجربې به د بنسټیزو پروژو پر تطبیق ښه اغېز ولري.

طالبانو په فاریاب کې د یوې ښځې په ګډون درې کسان په دُرو وهلي دي

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۲۲ GMT+۰

د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی، چې په فاریاب ولایت کې یې د یوې ښځې په ګډون درې کسان په دُرو وهلي دي. د یادې محکمې له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان یې د «نامشروع اړیکو او له کوره د تېښتې په تور» په دُرو وهلي دي.

د یادې محکمې له‌خوه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې له دې ډلې دوو کسانو ته یې د درې کلن تنفیذي بند او ۳۹ دُرو سزا او یو بل ته د ۳۰ دُرو سزا ورکړې ده.

د طالبانو سترې محکمې د خپرو شویو شمېرو له‌مخې؛ دغه ډلې د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې ۱۸۴۸ کسانو ته په عام محضر کې سزاوې ورکړې دي. په دغه کسانو کې ۲۵۰ مېرمنې هم شاملې دي.

یادې ډلې په ۲۰۲۵کال کې بیا لږ تر لږه ۱۰۳۰ کسان د بېلابېلو تورونو په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. د افغانستان انټرنشنل - پښتو د څېړنو له‌مخې؛ په ۲۰۲۵کال کې په افغانستان کې بدني سزاوې د تېر کال پرتله دوه برابره زیاتې شوې وې.

د اسلام‌اباد پولیسو هغه غله نیولي چې غلا شوي موبایلونه یې افغانستان ته قاچاق کول

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۴۲ GMT+۰

د پاکستان د پلازمېنې اسلام‌اباد پولیسو د غلو هغه ۱۶ کسیزه ډله نیولې، چې غلا شوي موبایلونه یې افغانستان ته قاچاق کول. پولیس وایي، له غلو سره ګران بیه موبایلونه او موټرسایکلونه هم نیول شوي دي.

د اسلام‌اباد د پولیسو عملیاتو مشر قاضي علي رضا وویل: «له نیول شویو کسانو دوه موټر سایکلونه، وسلې او مهمات نیول شوي او دوی په لږترلږه ۱۶نورو جرمي قضیو کې ښکېل دي.»

هغه وایي، نیول شویو کسانو اعتراف کړی چې په ښار کې یې غلاوې ترسره کړې او موبایلونه یې د IMEI شمېرې تر بدلولو وروسته افغانستان ته قاچاق کړي دي. نوموړي زیاته کړې: «موږ هڅه کوو، چې د یادې ډلې نور غړي او مرسته کوونکي هم ونیسو».

چارواکي وایي، دغه عملیات د اسلام‌اباد پولیسو د نوښت یوه برخه ده چې موخه یې د ښار په کچه د جنایي ډلو شنډول او د خلکو د مالونو ساتنه ده. پولیسو د ځانګړو څانګو په جوړولو سره د تکراري او سازمان‌یافته جرمونو، د ملکیت غلاوو، د خلکو پر ضد جرمونو او د موټرو د غلاوو څارنه پراخه کړې ده.

د جاپان حکومت له افغانانو سره د مرستې لپاره ۱۹،۵ مېلیونه ډالر کڅوړه تصویب کړې

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۲۵ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو وزیر مولوي عبدالکبیر په کابل کې د جاپان له نوي سفیر کینیچي ماساموتو سره په لیدنه کې د جاپان د بشري مرستو او همکارۍ په اړه خبرې کړې دي. یاد وزارت د جاپان سفیر په حواله لیکلي، چې د جاپان حکومت له افغانانو سره د مرستې لپاره ۱۹،۵ مېلیونه ډالر کڅوړه تصویب کړې.

نوموړي ویلي، چې د کډوالو، روغتیا،اوبو رسولو او د ښځو ملاتړ په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکوي. د دغه وزارت له ‌وا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې د جاپان سفیر کینیچي ماساموتو وویل: «د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې تر تېر زېږدیز کاله پورې ټوکیو د ملګرو ملتونو د ادارو له لارې افغانستان سره ۵۵۰ مېلیون ډالره بشري مرسته کړې ده».

مولوي عبدالکبیر هم د جاپان له مرستو مننه کړې او ویلي یې دي: «افغانستان د اقلیمي بدلونونو او بهرنیو اشغالونو له امله له ستر بشري کړکېچ سره مخ دی او اړتیا ده، چې نړۍواله ټولنه د اړمنو افغانانو ملاتړ وکړي او په پراختیايي پروژو کې برخه واخلي».

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر له نړۍوالو غوښتي، چې د راستنېدونکو افغانانو لپاره ټولګټې پروژې پيل کړي؛ څو دوی ته د کاري فرصتونو زمینه برابره شي.