• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اېمل ولي خان: محمود خان اڅکزی د پښتنو د یووالي‌ نارې هیرې کړي او د خځلو ډېران ته نږدې شوی

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۹:۵۲ GMT+۰

د پاکستان د اوسني ملکي حکومت خلاف د اپوزېسیون د مشر په توګه د محمود خان اڅکزي تر ټاکل کېدو وروسته اېمل ولي خان رسنیو ته ویلي، چې اڅکزي اوس ځان د خځلو ډېران ته ډېر نږدې کړی او ځان به پرې ککړ کړي. هغه وایي، محمود خان اڅکزي د پښتنو د یووالي او حقونو نارې هیرې کړې دي.

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړې دي، چې د تحریک انصاف ګوند بنسټګر او پخواني لومړي وزیر عمران خان، محمود خان اڅکزی د حکومت پر وړاندې د اپوزېسیون د مشر په توګه نوماند کړی و او تېره اوونۍ په پارلمان کې پر دغه څوکۍ د هغه ټاکل کېدل تایید شول. د اېمل ولي خان په ګډون ګڼو پښتنو سیاستوالو د محمود خان اڅکزي پر دغه پرېکړه او نوې دندې سختې نیوکې کړې دي.

اېمل ولي خان اسلام‌اباد کې خبریالانو ته همداراز وویل: «محمود خان اڅکزي او پلار یې ښه تاریخ درلود، خو دا یې ونه ساتلو. نن ورسره د بلوچستان فکر نشته او نه هم ورسره د پښتنو فکر دی. هغه ناره یې هېره کړه چې (چترال نه تر بولانه، پښتون یو کړه محمود خانه)».

هغه نیوکه کړې، چې د تحریک انصاف ګوند په خېبرپښتونخوا کې د خلکو هیلې نه دي پوره کړي او د پښتنو په نامه یې خلک غولولي دي.

د اېمل ولي خان په خبره: «د پښتنو عوامو سره ډېر زیات ظلم کېږي او پښتنو ته باید دا اعتماد ورکړل شي چې هغه حقوق ورکول کېږي چې د پاکستان قانون ورکړي او باید پاکستانیان وګڼل شي».

د عوامي ملي ګوند په وینا، پاکستان کې له پښتنو سره ناسم چلند کېږي او په بېلابېلو نومونو د اسلام‌اباد له لوري ځپل شوي دي.

هغه د پاکستان حکومتي پالېسۍ ته په اشارې سره وویل: «زموږ دین هم له امریکا نه راغلی دی، زموږ جهاد هم امریکا نه راغلی او زمونږ هر څه هغوی پورې تړلې دي».

یاده دې وي، چې محمود خان اڅکزی د روانې میاشنې په ۲۶مه په رسمي ډول د پاکستان حکومت د اپوزېسیون د مشر په توګه وټاکل شو.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۴

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

۵

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

•
•
•

نور کیسې

په پښتونخوا کې په جبري ډول د ورکو کړای شویو کسانو کورنیو لاریون کړی

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۱۲ GMT+۰

په خیبر پښتونخوا کې د امنیتي ادارو له لوري په جبري توګه د ورکو کړای شویو کسانو کورنیو د یوه لاریون په ترڅ کې د پاکستان له حکومت څخه د خپلو خپلوانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

لاریونوالو چې د پېښور مطبوعاتي مرکز مخې ته راټول شوي وو، وویل چې پر ډیرو جبري ورکو کړای شویو باندې تور پورې دی چې د وران کارو ډلو لپاره یې اسانتیاوې برابرولې، خو نه دغه تورونه په محکمو کې ثابت شوي او نه هم کورنیو ته د کومې قانوني پروسې په اړه معلومات ورکړل شوي دي.

د لاریون ګډونوال وایي، چې د هغوی ګڼ خپلوان له لسو تر پنځلسو کلونو راهیسې لادرکه دي او تر اوسه یې د ژوند یا مرګ په اړه هېڅ رسمي معلومات نه دي ورکړل شوي. د دوی په وینا، دا بې‌خبري د سزا تر ټولو درنه بڼه ده.

يوه عمرخوړلې مور چې له شاوخوا پنځلسو کلونو راهیسې د خپل زوی د راتلو په تمه ده، افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل: «موږ عدالت غواړو، نه خاموشي. که زموږ اولادونه مجرمان وي، محکمې ته دې وړاندې شي، او که بې‌ګناه دي، نو ولې ورک او زنداني دي؟»

په پاکستان د ورکو شویو خلکو دپلټنو کمېسیون د راپور له مخې، د پاکستان په کچه د جبري ورک کړای شویو کسانو تر ټولو زیات شمېر له خیبرپښتونخوا څخه ثبت شوی دی.

د یاد کمېسیون د شمېرو له مخې، یوازې له دې ایالت څخه ۳زره او ۴۸۵ کسان لا هم بې‌درکه ښودل شوي دي.

د پاکستان او چین استازو د افغانستان د امنیتي وضعیت او سیمه‌ییز ثبات په اړه خبرې کړې دي

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۳۴ GMT+۰

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان ویلي چې د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي یو شیاویونګ سره یې په افغانستان کې د امنیتي وضعیت په تړاو انلاین ناسته کړې ده.

نوموړي پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي، چې په دې ناسته کې د سیمې پر وروستیو بدلونونو، د امنیتي وضعیت پر څرنګوالي او د ترهګرۍ پر روان ګواښ هر اړخیز بحث شوی دی.

دواړو لوریو د افغانستان او سیمې پر وړاندې شته امنیتي ننګونې جدي بللې او ټینګار یې کړی چې ګډې همکارۍ د ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري.

محمد صادق خان زیاته کړې چې پاکستان او چین د سیمې د ثبات، سولې او امنیت د ټینګښت لپاره د دوامدارو همکاریو پر ژمنتیا یو ځل بیا ټینګار کړی دی.

د تیرا عملیاتو ته د سهیل اپریدي غبرګون: له سیاسي اجماع پرته سوله ناشونې ده

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۵۸ GMT+۰

د خېبرپښتونخوا سر وزیر سهیل اپریدي ویلي، ایالتي حکومت به د تیرا سیمې هغه کورنۍ یوازې پرېنږدي چې د پوځي عملیاتو له امله بې‌ځایه شوې دي. نوموړي همداراز په ټينګار سره ویلي، چې له سیاسي اجماع پرته شوې پرېکړې تل‌پاتې سوله نه‌شي راوستلای.

نوموړي د دوشنبې په ورځ په پېښور کې د خېبر ولسوالۍ د قومي مشرانو او مخورو یوې جرګې ته د وینا پر مهال ویلي، د تیرا قبایلي خلکو د هېواد لپاره سترې قربانۍ ورکړې دي او حکومت به یې د ستونزو پر مهال تر څنګ ولاړ وي.

هغه وایي، داسې یو منظم فکر شته چې نه غواړي پښتانه او په ځانګړي ډول قبایلي خلک د هېواد له اصلي بهیر سره یوځای شي. د اپریدي په وینا: «له ۷۵ کلونو راهیسې زموږ پر ضد داسې ذهنیت جوړ شوی، چې زموږ حضور نه‌شي زغملای».

نوموړي زیاته کړه، چې د ټاکل کېدو سره جوښت يې پر ضد منفي او ناسم تبلیغات پیل شول؛ خو د خلکو ملاتړ دا هر څه بې‌اغېزې کړل. اپریدي وویل: «ما له خپل ولس سره ژمنه کړې، چې ټوپک به ترې اخلم او قلم به ورکړم».

سهیل اپریدي ټینګار وکړ، چې په خېبرپښتونخوا کې د بېلابېلو سیاسي ګوندونو او فکري مکتبونو ترمنځ د پوځي عملیاتو په تړاو اجماع شته او هغوی مني چې پوځي عملیات د ستونزو حل نه‌دی. هغه وویل: «موږ د ترهګرۍ له‌منځه وړل غواړو او له سولې سره مینه لرو. له ۲۲ لویو او ۱۴زره وړو عملیاتو وروسته دا ضمانت څوک ورکوي، چې سوله به ټینګه شي؟»

نوموړي دا هم وویل، چې د تیرا په اړه پرېکړې د تړلو دروازو تر شا کېږي او ایالتي حکومت پرې خبر هم نه‌دی. اپریدي ادعا وکړه، چې عملیات د زور، جبر او سخت چلند له لارې پیل شوي دي.

سهیل اپریدي تر دې وړاندې هم پر اېکس پاڼه د تیرا پر پوځي عملیاتو نیوکه کړې وه او ویلي یې و، چې دغه اقدامات د تړلو دروازو تر شا د سیاسي ګټو لپاره شوي، نه د ترهګرۍ د له‌منځه وړلو لپاره.

د اسلام‌اباد پولیسو هغه غله نیولي چې غلا شوي موبایلونه یې افغانستان ته قاچاق کول

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۴۲ GMT+۰

د پاکستان د پلازمېنې اسلام‌اباد پولیسو د غلو هغه ۱۶ کسیزه ډله نیولې، چې غلا شوي موبایلونه یې افغانستان ته قاچاق کول. پولیس وایي، له غلو سره ګران بیه موبایلونه او موټرسایکلونه هم نیول شوي دي.

د اسلام‌اباد د پولیسو عملیاتو مشر قاضي علي رضا وویل: «له نیول شویو کسانو دوه موټر سایکلونه، وسلې او مهمات نیول شوي او دوی په لږترلږه ۱۶نورو جرمي قضیو کې ښکېل دي.»

هغه وایي، نیول شویو کسانو اعتراف کړی چې په ښار کې یې غلاوې ترسره کړې او موبایلونه یې د IMEI شمېرې تر بدلولو وروسته افغانستان ته قاچاق کړي دي. نوموړي زیاته کړې: «موږ هڅه کوو، چې د یادې ډلې نور غړي او مرسته کوونکي هم ونیسو».

چارواکي وایي، دغه عملیات د اسلام‌اباد پولیسو د نوښت یوه برخه ده چې موخه یې د ښار په کچه د جنایي ډلو شنډول او د خلکو د مالونو ساتنه ده. پولیسو د ځانګړو څانګو په جوړولو سره د تکراري او سازمان‌یافته جرمونو، د ملکیت غلاوو، د خلکو پر ضد جرمونو او د موټرو د غلاوو څارنه پراخه کړې ده.

پر ډیورنډ تړلو لارو او پر ایران د بندیزونو ګواښ له امله د پاکستان د کینو صادرات درېدلي

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۳۶ GMT+۰

د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې په دغه هېواد کې د تازه مېوو سوداګر له ګڼو ستونزو سره مخ دي او پر ډیورنډ تړلو لارو او پر تهران د بندیزونو ګواښ د کینو صادرات په ټپه درولي دي. راپور زیاتوي، د افغانستان له لارې دغه مېوه روسیې ته په ۹ورځو او د ایران له لارې په ۲۵ورځو کې رسېده.

د راپور له مخې؛ له افغانستان سره تړلو لارو، په دغه هېواد کې لوړو لګښتونو، ناسمې پالیسۍ او پر ایران نړۍوالو بندیزونو د پاکستان پر اقتصاد منفي سیوری غوړولی. په راپور کې راغلي، چې د پاکستان د کینو مېوې صادروونکي له ګڼو ستونزو سره مخ دي او د لارو بندښت دوی ته لوړ مالي زیانونه هم اړولي دي.

دغه مېوه چې ډېر ژر خوسا کېږي، تر دې وړاندې د افغانستان له لارې روسیې، اوکراین او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته په ۹ ورځو او اوس د ایران له لارې په ۲۵ ورځو کې رسېده. په ورته وخت کې د امریکا ولسمشر پر ایران په تازه بندیزونو کې ویلي، پر هغو هېوادونو به ۲۵سلنه مالیه ولګوي چې له ایران سره سوداګري ورسره کوي.

پاکستان اوس د همدې وېرې له امله د ایران سره په سوداګرۍ کې په احتیاط ګام اخلي. راپور زیاتوي: «د کابل سره د پاکستان د امنیتي ترینګتیا او بندیزونو وروسته صادرونکو خپل مالونه د ایران له لارې لېږدول، چې وخت، لګښت او د مېوې د خرابېدو وېره وه؛ خو اوس دغه لار هم د نړۍوالو سیاسي‌ ستونزو سره مخ شوې».

تېره اونۍ د پاکستان حکومت اعلان وکړ، چې د پنجاب بزګران کولای شي کینو او کچالو له بدیلو لارو صادر کړي؛ خو کروندګر او صادروونکي په عملي ډول د اقدام او اسانتیاوو غوښتنه کوي.

یو کروندګر حنیف هنجرا ډان ورځپاڼې ته ویلي، چې د ایران لاره هیڅ وخت د افغانستان د لارې او لګښت ځای نه‌شي نیولی: «ایران هیڅ کله د افغانستان بدیله لار نه‌شي کېدای». کروندګر او صادرونکی ساجد وایننګ له ۱۴ کلونو وروسته د پاکستان د ناسمې پالیسۍ او نه پاملرنې له کبله د کینو کاروبار پرېښود.

هغه زیاته کړې: «د اوج پر مهال د کینو صادارتو کلنی عواید شاوخوا ۴۵۰ مېلیون ډالره و؛ خو د مېوو او سبزیجاتو صادرات هیڅکله د ستراتيژیک لومړیتوب په توګه ونه نومول شول». پاکستاني سیاست‌والو او د دغه هېواد د پارلمان یو شمېر غړي د ګاونډیانو سره د پاکستان پر ترینګلتیا او ناسمو اړیکو نیوکه کړې او زیاته کړې یې ده، چې له همدې امله سوداګري مخ په ځوړ روانه ده.

سوداګر او بڼوال اندېښنه لري، چې په کور دننه هم تازه مېوې او په ځانګړي ډول د کینو بیې راښکته شوې دي.