• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو ننګرهار کې ورزشکارانو ته د ملي روحیې په تړاو سېمینار ورکړی

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۰۲ GMT+۰

په ننګرهار کې د طالبانو رسنیز دفتر دوشنبه د (مرغومې ۲۹مه) خبر ورکړی، چې په دې ولایت کې د دغه ډلې د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري ۴۶۵ورزشکارانو ته د «فکري اصلاح، اسلامي او ملي روحیې» په تړاو سېمینار ورکړی دی.

دې ولایت کې د طالبانو د ورزش رییس عبدالسلام ویلي، د دغه سېمینار موخه دا وه، څو ورزشکاران له اسلامي او ملي روحیې څخه برخمن شي.

هغه زیاته کړې، ورزشکاران باید مسلکي او باخلاقه وي. طالبانو همدا راز ټینګار کړی، چې دغه ناسته کې یې ورزشکارانو ته شرعي اصول او په اسلام کې د ورزش ارزښتونه روښانه کړي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې طالبان ورزشکارانو ته دغه ډول پروګرامونه برابروي، بلکې تر دې وړاندې یې هم ورته ناستې چمتو کړې دي.

هم‌مهاله بیا پر کابل واکمنو افغانستان کې پر یو شمېر ورزشونو بندیزونه هم لګولي‌ او ښځې یې له هر ډول ورزشي لوبو څخه منع کړي دي.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۴

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

۵

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

•
•
•

نور کیسې

په مسکو کې د طالبانو سفیر له پوتین نه د باورلیک منلو له امله مننه کړې

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۲۵ GMT+۰

په مسکو کې د طالبانو سفیر ګل حسن حسن د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره په کتنه کې له پوتین نه مننه کړې چې دده باورلیک یې منلی دی.

په روسیه کې د طالبانو سفارت وايي، چې ګل حسن حسن د افغانستان په اړه د روسیې د مثبت دریځ ستاینه کړې ده.

د سفارت د معلوماتو له مخې، دواړو لوریو د سوداګرۍ پراختیا، افغانانو ته د ویزو اسانتیاوو او د ګډو همکاریو اړوند موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.

یاد سفارت پر خپل اېکس لیکلي، چې کابلوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د مثبتو اړیکو یادونه وکړه او ویې ویل، چې مسکو د سیاسي او اقتصادي گډو همکاریو پراختیا ته چمتو دی.

طالبانو په کابل کې د جرمني د پخوانیو محلي کارکوونکو مېلمستون پلټلی

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۳۱ GMT+۰

د طالبانو امنیتي ځواکونو په کابل کې د جرمني د پخوانیو محلي کارکوونکو د کورنیو د استوګنې مېلمستون پلټلی دی. په دغه مېلمستون کې د جرمني حکومت په لګښت څو افغانې کورنۍ اوسیږي، چې د غړو شمېر یې څو دیرش تنو ته رسېږي.

دغه کسان د جرمني د منلو له ژمنې سره سره له پاکستان نه ایستل شوي وو او وروسته بېرته افغانستان ته ستانه شول.

د جرمني د اې ار ډي ټلویزیون د رپوټ له مخې، طالبانو د هغو افغان کورنیو پلټنه کړې، چې د جرمني د منلوله ژمنو سره سره لا هم برلین ته نه دي لېږدول شوي.

د راپورونو له مخې، د طالبانو امنیتي ځواکونو تېره شپه په کابل کې یاد مېلمستون پلټلی او ځینې کسان یې څو ساعته پوښتلي، د هغوی موبایلونه یې ضبط کړي او د پوښتنو پروسه یې په ویډیويي ډول ثبت کړې ده.

ویل کیږي له دوی نه پوښتل شوي وو، چې ولې غواړي جرمني ته لاړ شي.

په دغه مېلمستون کې د جرمني د حکومت په لګښت څو افغانې کورنۍ ځای پر ځای شوې، چې د غړو شمېر یې څو دیرش تنو ته رسېږي. ځینې د جرمني پخواني محلي کارکوونکي دي او نور د جرمني د کوربه‌توب پروګرام کې شامل دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند ددې پلټنې په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

طالبانو په تاجکستان کې څلور وژل شوي وسله وال قاچاقبران وبلل

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۱۸ GMT+۰

په بدخشان کې د طالبانو محلي چارواکو منلې چې څو ورځې وړاندې درې تنه د افغانستان له خاورې تاجکستان ته اوښتي او د دغه هېواد له سرحدي ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي، خو دا نه مني چې وژل شوي کسان ترهګر دي. طالب چارواکو ویلي، چې یاد وژل شوي کسان د بدخشان ولایت ځایي قاچاقبران دي.

په بدخشان کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند احسان الله کامګار له یوه خصوصي ټلویزون سره په خبرو کې ویلي، چې په وژل شویو کسانو کې درې تنه د بدخشان ولایت د خواهان ولسوالۍ اوسېدونکي او د مخدره توکو ځایي قاچاق وړونکي دي.

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې، چې د نوموړو کسانو د ترهګر ګڼلو ادعاوې بې بنسټه دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ تاجکستان اعلان وکړ چې د یوې ترهګرې ډلې څلور غړي د افغانستان له خاورې وراوښتي او ددغه هېواد له سرحدي ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي دي.

تاجکستاني سرحدي ځواکونو ویلي و، چې د نښتې له سیمې یې یو اندازه پوځي تجهیزات او مهمات هم ترلاسه کړي دي.

تر دې وړاندې هم د افغانستان له خاورې د ډزو په ترڅ کې دوه تاجکستاني سرحدي سرتېري او څو چینايي وګړي وژل شوي وو.

طالبان وايي د کابل په چاودنه کې د چینايي مسلمانانو رسټورانټ په نښه شوی

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۳۹ GMT+۰

د طالبانو د کابل امنیه قومانداني وايي، چې د شهرنو په ګلفروشي کوڅه کې د نننۍ چاودنې هدف د چينايي مسلمانانو او افغانانو ګډ رستورانت Chinese Noodle و، چې د یوه چينايي وګړي په شمول اووه تنه پکې وژل شوي دي.

خالد ځدراڼ پر خپل اېکس لیکلي، چې دغه رسټورانټ د یوه چینايي مسلمان عبدالمجید او د ده د ميرمنې او يو تن افغان عبدالجبار محمود له لوري په ګډه چلول کيده.

د ځدراڼ په وینا، عبدالمجید د چين د سينکيانګ ايالت اوسېدونکی مسلمان و او دلته د چينايي مسلمانانو لپاره خواړه تياريدل او پلورل کيدل.

د طالبانو د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند وايي، چې په نننۍ چاودنه کې یو تن چينايي وګړی ایوب چې مسلمان و او ۶ تنه افغانان وژل شوي او څو تنه نور ټپيان دي.

د نوموړي په وینا، چاودنه له پخلنځي سره نږدې شوې ده او د چاودنې د نوعیت په تړاو لا هم پلټنې روانې دي.

د کندهار په معروف ولسوالۍ کې پر کرښه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۰۷ GMT+۰

د کندهار ولایت د معروف ولسوالۍ د روزي امنیتي پوستې او د بلوچستان د سیف الله کلا ترمنځ سیمه کې پر ډیورنډ کرښه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده. نښته پر ډیورنډ کرښه د پاکستان د تارغځونې د مسوولې ډلې د فعالیت پر سر شوې او اوس درېدلې ده.

په کندهار کې محلي سرچینې وايي، چې نښته د معروف ولسوالۍ او قلعه سیف الله ترمنځ په پرتو سیمو کې د اغزن تار د غځولو پر سر شوې ده.

د سرچینو په وینا، د پاکستاني پوځیانو یوې ډلې غوښتل چې پر ډیورنډ کرښه اغزن تار وغځوي او طالبانو یې مخه نیولې ده.

پاکستاني رسنیو ویلي، چې طالبانو د اغزن تار د غځولو پر یوې ډلې ډزې کړې دي او پاکستاني ځواکونو پرې ځوابي ډزې کړې دي.

په دې نښته کې له دواړو خواوو د مرګ ژوبلې رپوټ نه دی ورکړل شوی.