طالبانو له بنګلهدېشي چارواکو سره پر سوداګرۍ او ترجیحي تعرفو خبرې وکړې

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال دبنګلهدېش د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال محبوب الرحمن سره کتلي. طالبان وايي، په کتنه کې محبوب الرحمن ټینګار کړی چې بنګلهدېش له افغانستان سره د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پراخ ظرفیتونه لري او غواړي دا اړیکې لا منظمې او پراخې کړي.





