• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وایي روان کال یې په بلخ کې ۲۸۴ نوي سوداګریز او صنعتي جوازونه وېشلي دي

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۳۴ GMT+۰

په بلخ کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ ریاست وایي، د روان کال له پیل راهیسې په دغه ولایت کې ټولټال ۸۵۶ سوداګریز او صنعتي جوازونه وېشل شوي چې له دې ډلې ۲۸۴ نوي او پاتې ۵۷۲ نور تمدید شوي جوازونو دي.

د یاد ریاست مرستیال نصیر احمد نیازی وایي: «په روان کال کې زموږ ریاست د سوداګرۍ او صنعت په برخه کې ۸۵۶ جوازونه ورکړي دي، چې ۵۷۲ جوازونه تمدیدي او ۲۸۴ جوازونه نوي دي».

هغه زیاته کړه، چې د نويو جوازونو ورکول به د سوداګرۍ او تولید په پراختیا کې مرسته وکړي او د سوداګرو او صنعتکارانو هڅونې ته به لار هواره کړي.

په ورته وخت کې د بلخ ولایت یو شمېر صنعتکاران وایي، که ورته د برېښنا او نورو اړینو اسانتیاوو برابرول یقیني شي؛ نو دوی به په بېلابېلو برخو کې خپل تولیدي فعالیتونه ګړندي کړي. د صنعتکارانو په خبره؛ د جوازونو وېش د سوداګرۍ پراختیا لپاره مثبت ګام دی، خو د تولیدي چاپېریال او زېربناوو نشتوالی د هغوی د فعالیتونو مخه نیسي.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۴

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۵

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

•
•
•

نور کیسې

طالبان: تېرو ۶ میاشتو کې تر ۱.۷ مېلیونه ډېر کډوال افغانستان ته په جبري توګه ستانه کړای شوي

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۵۹ GMT+۰

په داسې حال کې چې په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو د نیولو او جبري ستنولو لړۍ په بې‌ساري ډول پراخه شوې؛ طالبان وايي، یوازې په تېرو شپږو میاشتو کې تر یو مېلیون او ۷۰۰زره ډېر افغانان له پاکستان او ایران نه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون غړي مولوي احمدالله وثیق ویلي، د سوړ ژمي سره، سره له پاکستان او ایران نه د افغان کډوالو د جبري اېستلو بهیر دوام لري. د هغه په وینا؛ په تېرو شپږو میاشتو کې ټول ۱،۷ مېلیونه افغانان هېواد ته ستانه شوي دي.

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او جبري ستنولو عملیات پراخ شوي دي. د راپورونو له مخې؛ پاکستاني امنیتي ځواکونه د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د افغانانو د پلټنې عملیات ترسره کوي او نیول شوي افغانان له قانوني بهیر پرته افغانستان ته ستنوي.

سرچینې وایي، دغه عملیات یوازې پر بې‌اسناده کډوالو نه محدودېږي؛ بلکې هغه افغانان هم په‌کې شامل دي چې د نړۍوالو قوانینو له مخې د خونديتوب حق لري. د جبري ستنول شویو په ډله کې خبریالان، د بشري حقونو فعالان، د پخواني جمهوري نظام دولتي چارواکي، څارنوالان او مدني فعالان شامل دي، هغه کسان چې په افغانستان کې یې ژوند له جدي ګواښونو سره مخ دی.

د کډوالو د حقونو ملاتړي بنسټونه وایي، پاکستان د ۱۹۵۱ کال د کډوالو کنوانسیون او د نه‌ستنېدنې (Non-refoulement) اصل ته ژمنتیا نه‌ده ساتلې. د دغه قانون له مخې هېڅ هېواد نه‌شي کولی یو کس داسې ځای ته واستوي، چې هلته یې ژوند، ازادي او امنیت له ګواښ سره مخ وي.

د بشري حقونو فعالان ټینګار کوي، دغه وضعیت د زرګونه افغانانو لپاره جدي بشري ناورین رامنځته کړی او له نړۍوالې ټولنې غواړي چې د پاکستان پر حکومت فشار زیات کړي؛ څو د جبري ستنولو لړۍ ودروي.

بل لور ته مولوي احمدالله وثیق وایي، چې د طالبانو د مشرتابه د لارښوونو له مخې د راستنو شویو کډوالو د بیا مېشتېدو لپاره د نمرو او ځمکو د وېش بهیر چټک شوی دی. د هغه په خبره؛ تر دې دمه په بېلابېلو ولایتونو کې د کډوالو لپاره ۳زره او ۴۶ د استوګنې نمرې وېشل شوې دي او دغه لړۍ لا هم روانه ده.

د طالبانو امر بالمعروف وزارت هرات کې د زده‌کړیالانو په فراغت غونډه کې له مداخلې دفاع وکړه

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۵۸ GMT+۰

د طالبانو د امربالمعروف وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر د یکشنبې په ورځ د هرات پوهنتون د طب پوهنځي د زده‌کړیالانو د فراغت په مراسمو کې د دغه وزارت د وسله‌والو محتسبانو د مداخلې او د زده‌کړیالانو د نېکټایونو له لرې کولو خبرې دفاع وکړه.

ښاغلي خیبر نیوکه کوونکي «مزدوران، اجیران او د بهرنيانو له‌خوا ګومارل شوي کسان» وبلل. د طالبانو د امر بالمعروف وزارت دغه چارواکي د یکشنبې په ورځ (د مرغومي ۲۸مه) پر اېکس پاڼه په یوه یادښت کې ولیکل، چې محتسبانو په هرات کې پرته له زور، تاوتریخوالي او اجباري چلند څخه د نېکټایي له اغوستلو مخنیوی کړی دی.

هغه وویل، په افغانستان کې د نېکټایي اغوستل پنځه کاله کېږي چې بند دي. د نوموړي په وینا؛ د امر بالمعروف قانون د نېکټایي اغوستل منع کړي او محتسبانو په دې موده کې په ټولو پوهنتونونو کې د نېکټایي پر دغه بندیز ټینګار کړی دی.

افغانستان انترنشنل تېره جمعه یوه ویډیو خپره کړه چې ښیي، د طالبانو د امر بالمعروف وسله‌وال د هرات پوهنتون د طب پوهنځي د ۵۰ زده‌کړیالانو د فراغت مراسمو پرمهال هغوی اړ اېستي چې خپلې نېکټایانې لرې کړي.

سیف‌الاسلام خیبر د محتسبانو د دغه کار نیوکه کوونکي په ناخبرۍ تورن کړي او ویلي یې دي، چې د «مبلغ» او محتسب دندې سره توپیر لري. هغه ویلي، چې مبلغان یوازې سپارښتنې کوي؛ خو محتسبان د قانون د پلي کولو مسوول دي.

د هرات د فراغت په مراسمو کې د وسله‌والو محتسبانو مداخلې پراخ غبرګونونه راوپارولي دي. یو ګډونوال افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د محتسبانو چلند له ټولنیزو نزاکتونو لرې و او د سلګونه خلکو په حضور کې د زده‌کړیالانو پر وړاندې له سپکاوي ډک چلند و.

پېژندل شوی دیني عالم ولی‌الله لبیب د طالبانو د محتسبانو کړنې د دیني اعتبار مسله تر پوښتنې لاندې راوستله. لبیب د هرات د زده‌کړیالانو د نېکټایي لرې کولو پېښې ته په اشارې پر طالبانو د وېرې او وحشت خپرولو تور ولګاوه او دغه چلند یې «لویه ګناه» وبلله. دغه دیني عالم همداراز طالبان د خلکو د شخصي حریم په نقضولو تورن کړل.

په هرات کې د یوې ټکواندوکارې له نیول کېدو وروسته؛ د افغان ښځو په اړه جوړ شوی مستند حذف شو

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۵۹ GMT+۰

د «افروتروس» په نوم یوې هالندۍ شبکې د «له طالبانو ور هاخوا هیلا» مستند په هرات کې د طالبانو له لوري د یوې ټکواندو کارې خدیجه احمدزاده له نیول کېدو وروسته له خپلو شبکو حذف کړ. دغې شبکې ویلي، دا پرېکړه د هغو ښځو د خوندینې لپاره شوې چې په یاد مستند کې ونډه لري.

خدیجه احمدزاده د مرغومي په ۲۰مه په هرات کې د طالبانو له لوري نیول شوې او دغې ډلې د هغې د نیول کېدو په تړاو هېڅ سپیناوی نه‌دی کړی.

ریچارډ بېنیټ په کندز او هرات کې د نیول شوو ښځو د سملاسي خوشې کېدو غوښتنه کړې | افغانستان انټرنشنل پښتو

خدیجې احمدزاده په «له طالبانو ور هاخوا هیلا» مستند کې په داسې حال کې چې څېره یې په واضح توګه ښکاري د طالبانو له لوري د ښځو د ځپنې په تړاو څرګندونې کړې دي. دغه مستند د تېر زېږیز کال په وروستیو کې خپور شو، خو اوس حذف شوی دی.

د «افروتروس» په نوم یوې هالندۍ شبکې زیاته کړې: «تر هغې چې دغه قضیه روانه وي له موږ په ښکاره غوښتل شوي د هغې د امنیت خوندینې لپاره ډېر احتیاط وکړو. نو له همدې امله به اوس نور څه نه‌وایو».

د دغه مستند د جوړولو لپاره افغان خبریاله هیلا نورزۍ خپل ټاټوپي (هرات) ته تللې وه، څو د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د ښځو وضعیت وارزوي. په دې مستند کې خدیجه احمدزاده یوه څېره معرفي شوې او همداراز هغه د ورزشکارو ښځو د خاموشه مقاومت په توګه یاده شوې ده.

په همدې تړاو د هیلا نورزۍ یوه ټلویزیوني مرکه او همداراز په افروتروس رسمي وېب‌پاڼه کې د یاد مستند په تړاو نور جزییات هم حذف شوي او د هیلا نورزۍ انستاګرام اکونټ خصوصي حالت ته ګرځول شوی دی.

نصیر احمد فایق د طالبانو له زندان څخه له قید و شرط پرته د ۶ ښځو د ازادېدو غوښتنه وکړه | افغانستان انټرنشنل پښتو

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بېنټ او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق په هرات کې د طالبانو له لوري د خدیجې احمدزاده نیول کېدل غندلي او په بېړه او له قید و شرط پرته د هغې د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

په فراه کې له ۷۰۹ سېلاب‌ځپلو کورنیو سره د یوې اندازې خوراکي او غېرخوراکي توکو مرسته وشوه

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۰۴ GMT+۰

د فراه ولایت لپاره د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ریاست په بکواه او ګلستان ولسوالیو کې د وروستیو سېلابونو له امله د یکشنبې په ورځ (د مرغومي ۲۸مه) پر ۷۰۹ زیانمنو کورنیو له سروې وروسته یو شمېر خوراکي او غېرخوراکي توکي ووېشل.

د فراه ولایت لپاره له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې د مسوولینو په وینا، له دغه شمېر څخه پر ۶۹۹ کورنیو هرې یوې ته ۵۰ کیلو اوړه، ۵ کیلو بوره، نیم کیلو تور چای او ۱۰ کورنیو ته چې کورونه یې زیات ویجاړ شوي وو، هرې کورنۍ ته له یادو خوراکي توکو سربېره یوه خیمه هم وېشل شوې ده.

د دغې ادارې مسوولینو په دې اړه چې دغه مرستې د کومې موسسې له لوري برابرې شوي، څه نه‌دي ویلي.

د دغه ولایت یو شمېر سېلاب‌ځپلې کورنۍ وايي، له طبیعي پېښو سره هم‌مهاله باید مرستې وشي، ځکه د پېښې پر مهال دغه ډول مرستو ته ډېره اړتیا وي او دوی په ځنډ سره د مرستو د رسېدو تر څنګ پر پېچلي اداري بهیر هم نیوکې لري.

خو د فراه لپاره د طالبانو له پېښو سره د مبارزې مسوولینو ډاډ ورکړ، چې له اړوندو ادارو او همکارو بنسټونو سره په همغږۍ هڅه کوي، څو په لنډ ممکن وخت کې د اړمنو کورنیو لپاره لا زیاتې مرستې برابرې کړي او په زیانمنو سیمو کې د بشري ستونزو د زیاتېدو مخه ونیسي.

د طالبانو او یوې موسسې ترمنځ د چاپېریال اړوندو پروژو د تطبیق په موخه یوه هوکړه لاسلیک شوه

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۴۴ GMT+۰

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې او اکسس پواینټ (Access Point) مشورتي او مالي شرکت ترمنځ د ۱۵۰ زره ډالرو په ارزښت د چاپېریالي او اقلیمي بدلون اړوند پروژې د تطبیق په موخه یوه هوکړه لاسلیک شوه. دا پروژه د یو‌اېن‌ډي‌پي له لوري تمویلېږي او د ۶ میاشتو موده کې به په کونړ کې تطبیق شي.

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې د یکشنبې په ورځ (د مرغومي ۲۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغې پروژې د عملي کولو موخه د اقلیمي بدلون پر وړاندې د ټولنو د چمتووالي لوړول، له طبیعي سرچینو ساتنه، د ځنګلونو پراختیا او د خلکو د معیشت ښه کول دي.

د پروژې له‌مخې به په ټاکل شویو سیمو کې لسګونه ښوونیزې ناستې جوړې، د ځايي کمېټو جوړښت او پیاوړتیا، د نیالګیو د کېنولو او ساتنې لپاره چمتووالی، د کرنیزو بستو وېش، د ټولنیز بسیج فعالیتونه او همدارنګه د چاپېریالي ستونزو د ثبت او تعقیب مېکانېزم رامنځته شي.

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې رييس مطیع‌الحق خالص وویل، چې د ورته پروژو تطبیق د چاپېریال ساتنې، د خلکو د ژوند د ښه‌والي او د طبیعي سرچینو د دوامدار مدیریت لپاره حیاتي ارزښت لري.

د یادونې وړ ده، چې افغانستان په اقلیمي بدلون هېڅ راز ونډه نه‌لري، خو له دغې ښکارندې ډېر اغېزمن دی او د طالبانو له بیا واکمنېدو سره سم، په دې برخه کې د نړۍوالو مرستې او همداراز کېدونکې مرستې ځنډول شوې دي.