د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر وزیر خالد حنفي د عبدالله ابن مسعود جامعې د افتا او قضا د تخصص د فراغت په مراسمو کې ویلي چې علما، شیخان او قاضیان د شریعت له مخې مکلف دي، چې راتلونکی نسل هم مسلمان او متخصص و روزي.
نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي، چې «باید داسې انجنیر او ډاکټر او متخصص جوړ شي، چې سپېڅلی مسلمان هم وي».
نوموړی زیاته کړې، چې د اسلام دښمنانو هڅه کړې د مسلمانانو ترمنځ اختلافات رامنځته کړي.
خالد حنفي د بغداد تاریخي مسایلو ته اشاره کړې او وايي، چې هلاکوخان د بغداد یو وزیر د مسلمانانو خلاف وکاراوه او اسلامي خلافت ورسره ړنګ شو.
د طالبانو دغه وزیر وايي، چې چنګیزخان ته یوه دیني عالم وویل، چې «که زه د خپل الله وفادار پاتې نه شم، نو زه به ستا له سپي بدتر وم» او زیاته کړې یې ده، چې له دې وورسته چنګیز خان ایمان راوړ او د عثمان په نامه بیا اسلامي نظام ټینګ شوی.
د چنګیزخان د دین په اړه تاریخي شواهد ښيي چې هغه د تنګريپالنې پیرو و، چې د مغولو دودیز باورونه وو او د «تلپاتې شنه اسمان» (تنګري) او د نیکونو د ارواوو په درناوي ولاړ و.
تاریخونه وايي، چې چنګیزخان د خپل ژوند په اوږدو کې اسلام یا بل کوم ابراهیمي دین نه دی منلی.
که څه هم د هغه تر واکمنۍ لاندې مغولي امپراتوري په دیني زغم پېژندل کیږي، خو خپله چنګیزخان مسلمان شوی نه و.
تاریخپوهان وايي چې د چنګیزخان ځینې لمسیان او د هغه د نسل نور واکمنان په وروسته پېړیو کې اسلام ته واوښتل، خو دا بدلونونه د چنګیزخان له ژوند څخه پېړۍ وروسته رامنځته شوي دي.