• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په کابل کې د کورنیو او بهرنیو شرکتونو لپاره د بیارغونې او ودانیز صنعت نندراتون جوړېږي

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۴۷ GMT+۰

د افغانستان د نړۍوال نندارتون مرکز خبر ورکوي، چې (د سلواغې په ۱۴مه) په کابل کې د کورنیو او بهرنیو شرکتونو لپاره د بیارغونې او ودانیزو چارو، رغونې صنعت درېیم ننداتورن جوړوي. د دوی په وینا؛ دغه پنځه ورځنی نندارتون د اړیکو، تجربو شریکولو او د پانګه‌والو د جذب په برخه کې خورا مهم دی.

د افغانستان د نړۍوال نندارتون د مرکز مشر محمد صابر لطیفي د دوشنبې په ورځ (د مرغومي ۲۹مه) رسنیو ته ویلي، چې په دغه نندارتون کې یې د ازبکستان، قرغزستان، ایران او چین سوداګرو ته هم د ګډون بلنه ورکړې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې د ودانیز صنعت او بیارغوني په دغه نندارتون کې به د صنعت متخصصین، پانګه‌وال او پرېکړه کوونکي راغونډ شي او د عصري ټېکنالوژۍ او نویو پرمختګونو په اړه به خپلې تجربې شریکې کړي.

سوداګر تمه لري، چې له دې سره به په هېواد کې کاري فرصتونه زیات، له نړۍوالو پانګه‌والو سره اړیکې پراخې، بهرني پانګه‌وال جذب او ترلاسه شوې تجربې به د بنسټیزو پروژو پر تطبیق ښه اغېز ولري.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۴

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۵

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په فاریاب کې د یوې ښځې په ګډون درې کسان په دُرو وهلي دي

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۲۲ GMT+۰

د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی، چې په فاریاب ولایت کې یې د یوې ښځې په ګډون درې کسان په دُرو وهلي دي. د یادې محکمې له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان یې د «نامشروع اړیکو او له کوره د تېښتې په تور» په دُرو وهلي دي.

د یادې محکمې له‌خوه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې له دې ډلې دوو کسانو ته یې د درې کلن تنفیذي بند او ۳۹ دُرو سزا او یو بل ته د ۳۰ دُرو سزا ورکړې ده.

د طالبانو سترې محکمې د خپرو شویو شمېرو له‌مخې؛ دغه ډلې د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې ۱۸۴۸ کسانو ته په عام محضر کې سزاوې ورکړې دي. په دغه کسانو کې ۲۵۰ مېرمنې هم شاملې دي.

یادې ډلې په ۲۰۲۵کال کې بیا لږ تر لږه ۱۰۳۰ کسان د بېلابېلو تورونو په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. د افغانستان انټرنشنل - پښتو د څېړنو له‌مخې؛ په ۲۰۲۵کال کې په افغانستان کې بدني سزاوې د تېر کال پرتله دوه برابره زیاتې شوې وې.

د اسلام‌اباد پولیسو هغه غله نیولي چې غلا شوي موبایلونه یې افغانستان ته قاچاق کول

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۴۲ GMT+۰

د پاکستان د پلازمېنې اسلام‌اباد پولیسو د غلو هغه ۱۶ کسیزه ډله نیولې، چې غلا شوي موبایلونه یې افغانستان ته قاچاق کول. پولیس وایي، له غلو سره ګران بیه موبایلونه او موټرسایکلونه هم نیول شوي دي.

د اسلام‌اباد د پولیسو عملیاتو مشر قاضي علي رضا وویل: «له نیول شویو کسانو دوه موټر سایکلونه، وسلې او مهمات نیول شوي او دوی په لږترلږه ۱۶نورو جرمي قضیو کې ښکېل دي.»

هغه وایي، نیول شویو کسانو اعتراف کړی چې په ښار کې یې غلاوې ترسره کړې او موبایلونه یې د IMEI شمېرې تر بدلولو وروسته افغانستان ته قاچاق کړي دي. نوموړي زیاته کړې: «موږ هڅه کوو، چې د یادې ډلې نور غړي او مرسته کوونکي هم ونیسو».

چارواکي وایي، دغه عملیات د اسلام‌اباد پولیسو د نوښت یوه برخه ده چې موخه یې د ښار په کچه د جنایي ډلو شنډول او د خلکو د مالونو ساتنه ده. پولیسو د ځانګړو څانګو په جوړولو سره د تکراري او سازمان‌یافته جرمونو، د ملکیت غلاوو، د خلکو پر ضد جرمونو او د موټرو د غلاوو څارنه پراخه کړې ده.

د جاپان حکومت له افغانانو سره د مرستې لپاره ۱۹،۵ مېلیونه ډالر کڅوړه تصویب کړې

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۲۵ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو وزیر مولوي عبدالکبیر په کابل کې د جاپان له نوي سفیر کینیچي ماساموتو سره په لیدنه کې د جاپان د بشري مرستو او همکارۍ په اړه خبرې کړې دي. یاد وزارت د جاپان سفیر په حواله لیکلي، چې د جاپان حکومت له افغانانو سره د مرستې لپاره ۱۹،۵ مېلیونه ډالر کڅوړه تصویب کړې.

نوموړي ویلي، چې د کډوالو، روغتیا،اوبو رسولو او د ښځو ملاتړ په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکوي. د دغه وزارت له ‌وا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې د جاپان سفیر کینیچي ماساموتو وویل: «د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې تر تېر زېږدیز کاله پورې ټوکیو د ملګرو ملتونو د ادارو له لارې افغانستان سره ۵۵۰ مېلیون ډالره بشري مرسته کړې ده».

مولوي عبدالکبیر هم د جاپان له مرستو مننه کړې او ویلي یې دي: «افغانستان د اقلیمي بدلونونو او بهرنیو اشغالونو له امله له ستر بشري کړکېچ سره مخ دی او اړتیا ده، چې نړۍواله ټولنه د اړمنو افغانانو ملاتړ وکړي او په پراختیايي پروژو کې برخه واخلي».

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر له نړۍوالو غوښتي، چې د راستنېدونکو افغانانو لپاره ټولګټې پروژې پيل کړي؛ څو دوی ته د کاري فرصتونو زمینه برابره شي.

طالبانو په زابل کې تر لسو ډېر دولتي کارکوونکي «د نبوي سنت» د نه رعایت په تور زنداني کړي

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۰۴ GMT+۰

د افغانستان په سویلي ولایت زابل کې ځایي سرچینې وايي، چې د طالبانو د امربالمعروف ریاست د یوشمېر دولتي ادارو تر لسو ډېر کارکوونکي «د نبوي سنت» د نه مراعتولو په تور عمومي زندان ته معرفي کړي. ورته مهال ځايي‌ اوسېدونکي په پرله‌پسې توګه د دغه ډلې پر سخت دريځۍ نیوکې کوي.

د افغانستان د سویلي‌ ولایت زابل څخه یوشمېر سرچینو د دوشنبې په ورځ (د مرغومي ۲۹مه) افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې د طالبانو د امربالمعروف ریاست محتسبانو تر لسو زیات د بېلابیلو دولتي ادارو کارکوونکي «د شرعي توصیو او نبوي سنت» د نه عملي کولو په تور عمومي زندان ته معرفي کړي دي.

سرچینې زیاتوي، چې دغه کسان د ږېري کمولو، سټایلي‌وېښتانو جوړولو او د لونګۍ نه تړلو له کبله نیول شوي‌ دي. په زابل کې د طالبانو امربالمعروف ریاست هم مني، چې په دولتي ادارو کې یې د «اصلاح او څار» بهیر پيل کړی او خبرداری یې ورکړی د هغو کسانو سره به قانوني چلند وکړي، چې «د دوی پرله‌پسې شرعي توصیې نه مني او نبوي سنت نه مراعتوي».

یادې ادارې ویلي: «د تېرو دوو کلونو راهیسې د زابل د ټولو دولتي ادارو کارکوونکو ته د محتسبینو له‌خوا د نبوي سنتو د رعایت سپارښتنې کېدې؛ خو ځینې کسان بیا هم خپل ظاهري وضعیت پر سنتو نه برابروي».

د طالبانو‌ په خبره؛ دغه کسان به د قانوني سزا له مخې زندان ته ولېږل شي. په زابل کې د طالبانو د امربالمعروف ادارې دا نه‌دي ویلي، چې څومره کسان یې د څه مودې لپاره په کوم جرم نیولي دي.

دغه راز د حقوقي روڼتیا نشتوالي او د جزا د ډول نه روښانتیا هغه څه دي، چې د یو شمېر خلکو اندېښنې یې راپارولي دي. د زابل ځايي اوسېدونکي هم د دغه ډلې پر سخت دريځۍ نیوکې کوي.

محمد سلیم چې په قلات کې د مبایلونو کار کوي وايي: «دومره سخت چلند نه ښايي، انسان اوس نه سټایل کولای شي او نه لږ فیشني ګرځېدلای شي؛ پر هر چوک دوی ولاړ وي او ځورول کوي».

له بلې خوا ځینې دولتي کارکوونکي وایي، چې د طالبانو د امر بالمعروف محتسبین تر ډېره د ږېرې د کمولو او یا د لونګۍ نه تړلو له امله پر کارکوونکو فشارونه راوړي او ګواښي یې؛ هغه کړنې چې د اداري چارو پر عادي بهیر او د کارکوونکو پر رواني وضعیت ناوړه اغېز کوي.

نیوکه کوونکي باور لري، چې د اصلاح تر نوم لاندې دغه ډول اقدامات له قانوني وضاحت او ټولنیز انعطاف پرته د اصلاح پر ځای د وېرې فضا رامنځته کوي او د دولتي ادارو د کار چاپېریال زیانمنوي.

نیمروز کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی ملي نندارتون پیل شو

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۶:۴۴ GMT+۰

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت او سیکارام احمدي بازارموندنې شرکت په همکارۍ د نیمروز ولایت په زرنج ښار کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی ملي نندارتون پیل شو، چې په‌کې د خوراکي توکو، صنعتي تولیداتو، لاسي صنایعو او درملو محصولات نندارې ته وړاندې شوي.

د دغه وزارت له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د دغه نندارتون په پرانیستې مراسمو کې په نیمروز کې د طالبانو د والي مرستیال مولوي تورجان احمدي د ګډونوالو هڅې وستایلې او ویې ویل: «دغه ډول نندارتونونه د سیمه‌ییز اقتصادي پرمختګ، د کورنیو صنعتونو د ودې او د افغان تولیداتو د بازار موندنې لپاره مهم فرصتونه برابروي».

ورته مهال په نیمروز کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ ریاست رییس فضل محمد فاضل ګډونوالو ته ډاډ ورکړی، چې دغه ریاست به له تولیدونکو سره په بازار موندنه، د تولیداتو د کیفیت لوړولو او د سوداګرۍ د پراختیا په برخه کې هر اړخیز ملاتړ وکړي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې د دغه نندارتون په ۵۰ عرفو کې د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه راغلو تولیدونکو خپل محصولات نندارې ته وړاندې کړي؛ څو کورني تولیدات د سوداګرو او مصرف کوونکو ته معرفي او بازار موندنه یې وشي.