• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

چین له خپلو وګړو غوښتي چې د افغانستان او تاجکستان له سرحدي سیمو ووځي

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۱۵ GMT+۰تازه شوی: ۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۳۱ GMT+۰

په تاجکستان کې د چین سفارت له خپلو وګړو او شرکتونو غوښتي، چې د افغانستان او تاجکستان له سرحدي سیمو ووځي. دغه سفارت د دوشنبې په ورځ د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولې په اوږدو کې د وروستیو نښتو له امله د سیمې امنیتي وضعیت «ناسم او پېچلی» بللی دی.

د چین سفارت په خبرتیا کې ویل شوي، چې د سخت امنیتي وضعیت له امله باید چینايي وګړي او شرکتونه په یادو سرحدي سیمو کې له خورا احتیاطه کار واخلي او هر څومره ژر چې کېږي، په منظم ډول له دې سیمو ووځي.

دا خبرداری وروسته له هغه خپریږي، چې د تاجکستان د ملي امنیت کمېټې د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې څلور وسله‌وال کسان چې په یوې «ترهګرې ډلې» پورې تړلي وو، د افغانستان له خاورې د تاجکستان خاورې ته د اوښتو پر مهال د دغه هېواد د سرحدي ځواکونو له‌خوا ووژل شول.

بل خوا نن د کابل په شهر نو سیمه کې په چاودنه کې هم چینايي وګړي هدف ګرځول شوي دي.

تر دې وړاندې، د ۲۰۲۵کال د نومبر په ۲۶مه، د تاجکستان د ختلان ولایت په شمس‌الدین شاهین سرحدي ښار کې، چې افغانستان ته نږدې موقعیت لري، پر چینايي وګړو وسله‌وال برید شوی و. په یاد برید کې درې چینايي وګړي ووژل شول او یو بل ټپي شو.

د چین سفارت هغه مهال دا برید په کلکه وغنده او دا یې یو «جنایتکارانه عمل» وباله.

دغه راز، د تېر کال د نومبر په ۳۰مه په همدې سیمه کې بل وسله‌وال برید هم شوی و، چې له امله یې چینايي وګړو ته مرګ‌ژوبله واوښته او د چین سفارت یې د امنیتي خبرداري صادرولو ته اړ کړ.

ترویج لرونکی

بدخشان کې د جګړې احتمال؛ جمعه خان فاتح له هبت الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړ
۱

بدخشان کې د جګړې احتمال؛ جمعه خان فاتح له هبت الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړ

۲
شننه

جولای ۲۰۲۱؛ د سقوط وروستۍ نښې

۳

نوی ډیلی: د کابل د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ملاتړ کوو

۴

سرچینې: طالبانو حامد کرزي ته د خامنه‌یي د جنازې په مراسمو کې د ګډون اجازه نه‌ده ورکړې

۵

روسیه پر دې غور کوي چې خپله یوه برخه تېل د پروسس لپاره افغانستان ته ولېږدوي

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي په هرات کې یو ۵۰۰ کیلویي ناچاوده بم شنډ کړای شوی

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۳۸ GMT+۰
طالبان وايي په هرات کې یو ۵۰۰ کیلویي ناچاوده بم شنډ کړای شوی
100%

د طالبانو تر کنټرول لاندې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې اعلان کړی، چې د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ اړوند سیمه کې د هیلو ټرسټ ماین پاکۍ موسسې په مرسته یو ۵۰۰کیلويي ناچاوده بم کشف او شنډ کړای شوی دی.

یادې ادارې، نن د دوشنبې په ورځ (د مرغومي ۲۹مه) په یو خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دا بم د تېرو جګړو پاتې شونی و او د خلکو د راپور پر بنسټ کشف شوی.

د خبرپاڼې له مخې، د انجیل ولسوالۍ یو اوسېدونکی د خپل کور د جوړولو لپاره د کیندنې پر مهال له یاد بم سره مخ شوی و او وروسته یې سملاسي د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ته خبر ورکړی دی.

ادارې زیاته کړې، چې تر راپور وروسته د «هیلو ټرسټ» موسسې تخنیکي ټیمونه سیمې ته واستول شول او یاد بم یې د خوندیتوب له اصولو سره سم یوې غیرمسکوني سیمې ته ولېږداوه او هلته یې شنډ کړ.

خالد ځدراڼ: د شهرنو په چاودنه کې مرګ ژوبله اوښتې او د نوعیت په اړه یې پلټنې روانې دي

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۲۴ GMT+۰
 خالد ځدراڼ: د شهرنو په چاودنه کې مرګ ژوبله اوښتې او د نوعیت په اړه یې پلټنې روانې دي
100%

د طالبانو د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، د کابل ښار د څلورمې حوزې اړوند د شهرنو ګل‌ فروشي کوڅه کې په یوه هوټل کې د چاودنې له امله څو کسان ټپیان یا وژل شوي. ځدراڼ وايي، چې د چاودنې د نوعیت په اړه څیړنې روانې دي.

لږ تر لږه پنځو عیني شاهدانو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د کابل په شهرنو کې د نننۍ چاودنې هدف چینايي وګړي وو.

په ویډیوګانو کې ښکاري، چې د چاودنې له امله د لانژو چینایي رستورانت تابلو او ځینې برخې ویجاړې شوېدي.

تر اوسه د چاودنې د ټپیانو او مرګ‌ژوبلې کره شمېر نه دی خپور شوی، خو شاهدان وایي چې په برید کې چینایي وګړي او ځینې افغان ملکي وګړي هم ټپیان شوي دي.

د اريانا افغان هوايي شرکت ځانګړې چارټر کارګو الوتکه کابل ته رسېدلې

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۵۶ GMT+۰
د اريانا افغان هوايي شرکت ځانګړې چارټر کارګو الوتکه کابل ته رسېدلې
100%

د طالبانو تر واک لاندې اريانا افغان هوايي شرکت وایي چې د دغه شرکت پیرل شوې يوه ځانګړې چارټر کارګو الوتکه نن د دوشنبې په ورځ کابل نړيوال هوايي ډګر ته رسېدلې ده. ياده بوېنګ ۷۳۷–۳۰۰ الوتکه په يو سفر کې د شاوخوا ۱۶،۵ ټنه بار د لېږد وړتيا لري.

د دغه شرکت د معلوماتو له مخې، ياده کارګو الوتکه د بوېنګ ۷۳۷–۳۰۰ډول ده او د سوداګريزو اموالو د لېږد په موخه به د کابل–ډهلي په سکټور کې فعاليت کوي. دغه الوتکه په يو سفر کې د شاوخوا ۱۶.۵ ټنه بار د لېږد وړتيا لري.

د خبر له مخې، د دې کارګو الوتکې لپاره د متحده عربي اماراتو له سرپلیکس قراردادي شرکت سره د شپږو مياشتو لپاره رسمي تړون لاسليک شوی دی.

د اريانا افغان هوايي شرکت مشر ملا بخت‌الرحمن شرافت وايي چې دا ګام د ملي سوداګرو سره د اريانا د شويو ژمنو د عملي کېدو يوه مهمه برخه ده.

نوموړي زياته کړې چې د کارګو شبکې پراختيا، د ملي اقتصاد پياوړتيا، د هوا له لارې د صادراتو زياتوالی او د افغانستان د هوايي ټرانسپورټ د ظرفيت لوړول د دغه شرکت له اساسي موخو څخه دي.

د اريانا افغان په وينا، ياده کارګو الوتکه به د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګرۍ په پراختيا، د هوايي انتقالاتو په زياتوالي، د صادراتو په چټکتيا او د ملي سوداګرو د ترانسپورټي ستونزو په کمولو کې مهم رول ولوبوي.

د شرکت په وینا، د دې کارګو الوتکې له لارې به ملي سوداګرو ته دا اسانتيا برابره شي چې خپل سوداګريز توکي پر وخت، په ارزانه، خوندي، منظم او چټک ډول نړيوالو بازارونو ته ولېږدوي.

د کابل په شهر نو کې چاودنه شوې

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۳۱ GMT+۰
د کابل په شهر نو کې چاودنه شوې
100%

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د کابل په شهر نو سیمه کې کې چاودنه شوې ده. چاودنه د ایمرجنسي روغتون او د شهرنو ګل‌فروشي کوڅې ته نږدې شوې ده. افغانستان انټرنشنل ته رسیدلې ویډیوګانې او انځوورنه ښيي چې په پېښه کې یو شمېر کسان ټپیان شوي او ځینې کسان پر ځمکه پراته دي.

د طالبانو د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، د کابل ښار د څلورمې حوزې اړوند د شهرنو ګل‌فروشي کوڅه کې په یوه هوټل کې دچاودنې له امله څو کسان ټپیان یا وژل شوي، خو د چاودنې د نوعیت په اړه څیړنې روانې دي.

لږ تر لږه پنځو عیني شاهدانو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د کابل په شهرنو کې د نننۍ چاودنې هدف چینايي وګړي وو.

په ویډیوګانو کې ښکاري، چې د چاودنې له امله د چاینز نوډلز چینایي رستورانت تابلو او ځینې برخې ویجاړې شوېدي.

تر اوسه د چاودنې د ټپیانو او مرګ‌ژوبلې کره شمېر نه دی خپور شوی، خو شاهدان وایي چې په برید کې چینایي وګړي او ځینې افغان ملکي وګړي هم ټپیان شوي دي.

تر اوسه د چاودنې نوعیت نه دی په ډاګه شوی او نه هم د طالبانو امنیتي ادارو د چاودنې هدف په ډاګه کړی دی.

د پاکستان او چین استازو د افغانستان د امنیتي وضعیت او سیمه‌ییز ثبات په اړه خبرې کړې دي

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۰:۳۴ GMT+۰
د پاکستان او چین استازو د افغانستان د امنیتي وضعیت او سیمه‌ییز ثبات په اړه خبرې کړې دي
100%

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان ویلي چې د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي یو شیاویونګ سره یې په افغانستان کې د امنیتي وضعیت په تړاو انلاین ناسته کړې ده.

نوموړي پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي، چې په دې ناسته کې د سیمې پر وروستیو بدلونونو، د امنیتي وضعیت پر څرنګوالي او د ترهګرۍ پر روان ګواښ هر اړخیز بحث شوی دی.

دواړو لوریو د افغانستان او سیمې پر وړاندې شته امنیتي ننګونې جدي بللې او ټینګار یې کړی چې ګډې همکارۍ د ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري.

محمد صادق خان زیاته کړې چې پاکستان او چین د سیمې د ثبات، سولې او امنیت د ټینګښت لپاره د دوامدارو همکاریو پر ژمنتیا یو ځل بیا ټینګار کړی دی.