په پښتونخوا کې په جبري ډول د ورکو کړای شویو کسانو کورنیو لاریون کړی

په خیبر پښتونخوا کې د امنیتي ادارو له لوري په جبري توګه د ورکو کړای شویو کسانو کورنیو د یوه لاریون په ترڅ کې د پاکستان له حکومت څخه د خپلو خپلوانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

په خیبر پښتونخوا کې د امنیتي ادارو له لوري په جبري توګه د ورکو کړای شویو کسانو کورنیو د یوه لاریون په ترڅ کې د پاکستان له حکومت څخه د خپلو خپلوانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.
لاریونوالو چې د پېښور مطبوعاتي مرکز مخې ته راټول شوي وو، وویل چې پر ډیرو جبري ورکو کړای شویو باندې تور پورې دی چې د وران کارو ډلو لپاره یې اسانتیاوې برابرولې، خو نه دغه تورونه په محکمو کې ثابت شوي او نه هم کورنیو ته د کومې قانوني پروسې په اړه معلومات ورکړل شوي دي.
د لاریون ګډونوال وایي، چې د هغوی ګڼ خپلوان له لسو تر پنځلسو کلونو راهیسې لادرکه دي او تر اوسه یې د ژوند یا مرګ په اړه هېڅ رسمي معلومات نه دي ورکړل شوي. د دوی په وینا، دا بېخبري د سزا تر ټولو درنه بڼه ده.
يوه عمرخوړلې مور چې له شاوخوا پنځلسو کلونو راهیسې د خپل زوی د راتلو په تمه ده، افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل: «موږ عدالت غواړو، نه خاموشي. که زموږ اولادونه مجرمان وي، محکمې ته دې وړاندې شي، او که بېګناه دي، نو ولې ورک او زنداني دي؟»
په پاکستان د ورکو شویو خلکو دپلټنو کمېسیون د راپور له مخې، د پاکستان په کچه د جبري ورک کړای شویو کسانو تر ټولو زیات شمېر له خیبرپښتونخوا څخه ثبت شوی دی.
د یاد کمېسیون د شمېرو له مخې، یوازې له دې ایالت څخه ۳زره او ۴۸۵ کسان لا هم بېدرکه ښودل شوي دي.