• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پوتین استازی: اروپا نه‌شي کولای له امریکا سره د ګرینلنډ د یو ځای کېدو مخه ونیسي

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۳۹ GMT+۰

د پانګونې او اقتصادي همکارۍ په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی کریل دیمتریف وايي، چې امریکا به ګرینلنډ ترلاسه کړي. د پوتین استازی په دې باور دی، چې «اروپا به فشار ته تسلیم شي او ګرینلنډ به د امریکا تر کنټرول لاندې راشي».

کریل دیمیترییف د ولادیمیر پوتین له نږدې کسانو څخه دی او د امریکا له استازو سره یې د روسیې او اوکراین د سولې په څو خبرو اترو کې د هغه استازیتوب کړی دی. دیمیترییف له ۲۰۲۲کال راهیسې د امریکا د بندیزونو په نوملړ کې شامل دی.

سره له دې هغه د ۲۰۲۵کال د اکتوبر په میاشت کې میامي ته ولاړ او د ټرمپ له ځانګړي استازي ستیو وېټکاف او د امریکا د ولسمشر زوم جرد کوشنر سره یې خبرې وکړې. امریکایي چارواکو هغه مهال ویلي و، د ټرمپ حکومت د ځانګړي معافیت په ورکولو سره هغه ته اجازه ورکړې چې امریکا ته سفر وکړي.

د ګرینلنډ په اړه د پوتین د استازي څرګندونې داسې مهال دي، چې اروپایي مشرانو د یادې مسلې سره خپل مخالفت څرګند کړی. ډونالډ ټرمپ ټینګار کړی، چې امریکا د خپل ملي امنیت لپاره ګرینلنډ ته اړتیا لري او باید هغه ترلاسه کړي.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۴

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

۵

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

•
•
•

نور کیسې

امریکا اسراییل ته درې اېف-۳۵ جنګي الوتکې ورکړې

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۴:۳۴ GMT+۰

د اسراییل پوځ د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د لاکهېډ مارټین شرکت درې اېف-۳۵ جنګي الوتکې د ناواتیم هوايي اډې ته ښکته شوې دي. اسراییل ټایمز اف ورځپاڼې راپور ورکړی، چې دغه اقدام د اسراییل د غوښتنې له مخې شوی او د ایران له روان کړکېچ سره هیڅ تړاو نه‌لري.

له دغه الوتکو سره د اسراییل د هوايي ځواک د الوتکو شمېر ۴۸ ته لوړ شو. د اسراییل پوځ ویلي، چې دغه درېیو الوتکو له امریکا څخه د اسراییل سوېل ته الوتنې کړې او د دغه هېواد د هوايي ځواک له ۱۱۶ او ۱۴۰ سکواډرونونو سره به یوځای شي.

په راپور کې راغلي، چې دغه درې الوتکې د اسراییل د ۵۰ اېف-۳۵ الوتکو د غوښتنې برخه دي. د ۲۰۲۵کال د مارچ او اپرېل تر میاشتو پورې نورې شپږ اېف-۳۵ الوتکې هم اسراییل ته رسېدلې وې.

اسراییل پلان لري، چې د روان زېږدیز کال تر پایه د «اډیر» په نوم د دغه الوتکو شمېر ۵۰ ته ورسوي. د اسراییل او امریکا ترمنځ د پېرود تړونونو له مخې؛ تمه کېږي چې په راتلونکو کلونو کې ټولټال ۷۴ اېف-۳۵ جنګي الوتکې اسراییل ته وسپارل شي.

اېف-۳۵ جنګي الوتکې په امریکا کې لاکهیډ مارتین شرکت جوړوي او دا د نړۍ له تر ټولو پرمختللو جنګي الوتکو څخه شمېرل کېږي، چې ټېکنالوژي یې د امریکا په لاس کې ده.

کراچۍ کې اورلګېدنه؛ اور له ۳۳ ساعتونو وروسته مهار شو چې له امله یې ۱۴کسان مړه شوي دي

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۴:۰۱ GMT+۰

د پاکستان د کراچۍ ښار په ګل پلازه کې اورلګېدنه له ۳۳ ساعتونو وروسته مهار شوې، چې د ژغورنې عملیاتو پر مهال ۸ نور مړي هم موندل شوي دي. امنیتي چارواکو ویلي، چې په دې پېښه کې ۱۴ کسان مړه او ۲۲ نور ټپيان شوي دي.

اورلګېدنه د اېم اې جناح سړک پر سر په ګل پلازه کې د شپې پر لسو بجو پیل شوې وه، چې له امله یې د ودانۍ څو برخې نړېدلې دي. ځایي امنیتي مسوولینو ویلي، چې اور وژونکو تر ۳۳ ساعتونو وروسته اور مهار کړی او په سیمه کې لا هم د ژغورنې عملیات روان دي.

د چارواکو په خبره؛ د ژغورنې په وروستیو عملیاتو کې یې د یوه ماشوم په ګډون د درېیو کسانو مړي موندلي او ځایي روغتون ته یې انتقال کړي دي. په سیمه کې لا هم ګڼ خلک د خپلو دوستانو د موندلو په لټه کې دي.

پولیسو ویلي: «د ورکو کسانو د کورنیو د شمېرې یې ترلاسه کړې او د ۲۰ څخه د زیاتو کسانو د موبایل پته د ګل پلازه دننه ښودل شوې ده». د پاکستان ولسمشر او لومړي وزیر د سند ځایي چارواکو ته لارښوونه کړې، چې د مرستې رسولو لپاره ټول امکانات په کار واچوي.

بل خوا بیا په یوې جلا پېښه کې ځینو افغان سوداګرو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د تېرې جمعې په ورځ د کراچۍ په سوداګریز بندر کې په سوداګریزو توکو بار د افغان سوداګرو ۹۸ کانټینره سوځېدلي دي. افغان سوداګرو د دغه اورلګېدنې زیان پنځه مېلیونه ډالر اټکل کړی.

ځینو افغان سوداګرو ویلي، که څه هم پاکستاني چارواکي د افغان سوداګرو د کانټینرو سوځېدل د اورلګېدنې پېښه بولي؛ خو دوی له دې اړخه ډاډمن نه‌دي او شونې ده، چې په قصدي ډول سوځول شوي وي.

په هسپانیا کې د دوو رېل ګاډو د ټکر له امله لږ تر لږه ۲۱ کسان مړه او لسګونه نور ټپیان شوي

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۲۰ GMT+۰

د هسپانیا دولتي رسنۍ وايي، نن مازدیګر (یکشنبه د مرغومي ۲۸مه) په ادموز سیمه کې د دوو چټک اورګاډو د ټکر له امله لږ تر لږه ۲۱ کسان مړه شوي، لسګونه نور ټپیان دي او ښایي یو زیات شمېر نور لا هم په اورګاډو کې بند پاتې وي.

د هسپانیا د دولتي رسنیو د راپور له‌مخې، یو چټک اورګاډی چې تر ۳۰۰ ډېر سپرلۍ په‌کې سپاره وو، له حرکت څخه یو ساعت وروسته یې ۳ وروستي واګونونه له پټلۍ ووتل او له مقابل لوري څخه له بل راتلونکي چټک اورګاډي سره وجنګېدل، چې له امله یې هغه بل اورګاډی هم له پټلۍ واوښت.

د هسپانیا د ټرانسپورټ وزیر اسکار پوینته په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، له دغې پېښې وروسته د یادې پټلۍ ټول رېل ګاډي بېرته خپلو لومړیو تمځایونو ته ګرځول شوي دي.

د دغه هېواد پاچا او ملکه یې چې اوس په اتن کې دي د یادې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي کړې او ټپیانو ته یې د روغتیا هیله څرګنده کړې ده.

ویل کېږي، چې دا د مرګ‌ژوبلې وروستۍ شمېرې نه‌دي او ښايي د مرګ‌ژوبلې کچه تر دې هم لوړه شي.

په پاریس کې مېشتو ایرانیانو د ایران د وروستي ازادي غوښتونکي غورځنګ د قربانیانو یاد تازه کړ

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۶، ۲۰:۵۷ GMT+۰

په پاریس کې مېشتو یو شمېر ایرانیانو د یوې راټولېدنې او د یوه سمبولیک حرکت په ترسره کولو سره، د ایران د وروستي ازادي غوښتونکي غورځنګ د قربانیانو یاد تازه کړ.

د دغې غونډې په څنډه کې یو شمېر مدني فعالانو او هنرمندانو د یوې سمبولیکې صحنې په تمثیل کولو سره هڅه وکړه، چې د هغې ځوانې ښځې انځور نندارې ته وړاندې کړي، چې د خپل ورور مړی یې په غېږ کې نیولی و؛ هغه انځور چې د تنظیموونکو په وینا، د ایران پر خلکو د تپل شوي رنځ، خپګان او تاوتریخوالي انعکاس دی.

100%


د «ندای ایران» ټولنې په اعلامیه کې راغلي دي: «د اسلامي جمهوریت رژیم یو ځل بیا په یو بوږنوونکي جنایت لاس پورې کړ؛ داسې جنایت چې هم د وژل شویو کسانو د نه منلو وړ شمېر او هم د کارول شوي تاوتریخوالي د شدت او ډول له اړخه بې‌ساری دی. د انټرنټ او ارتباطي شبکو پرې کول او خبري کلابندي لا هم د دې خنډ ګرځي چې د دې وژنې اصلي څېره په بشپړه توګه نړۍوال په خپلو سترګو وګوري».
په اعلامیه کې پر دې ټینګار شوی: «موږ له ایرانیانو او فرانسوي وګړو وغوښتل چې راټول شي ترڅو هغه لږ خبرونه چې هر یوه ترلاسه کړي دي، په یو دوستانه فضا کې له یو بل سره شریک کړي».
د دې غونډې موخه د قربانیانو د یاد ژوندی ساتل، د خبري چوپتیا ماتول او د نړۍ د عامه پوهاوي راجلبول بلل شوې، ترڅو د ایرانیانو د ځپلو او تاوتریخوالي اړخونو ته پام واړول شي.

نړیوال مشران د ټرمپ د «سولې بورډ» طرحې په تړاو احتیاط کوي

۲۸ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۸ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۲۱ GMT+۰

نړیوالو مشرانو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د «سولې بورډ» نوښت ته له احتیاطه ډک غبرګون ښودلی، ځکه دا د ملګلو ملتونو رول اغیزمنولای شي. دې طرحې ټرمپ د «سولې بورډ» دایمي مشر وړاندیز کړی چې د کار پیل به یې له غزې وي او وروسته به نورې نړیوالې شخړې هم په اجنډا کې راولي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دا بلنې شاوخوا ۶۰هېوادونو ته لېږل شوې دي، خو تر اوسه یوازې هنګري، چې د ټرمپ نږدې متحد بلل کېږي، په ښکاره ډول د ګډون ملاتړ اعلان کړی دی. نور حکومتونه له عامه دریځ نیولو ډډه کوي او ځینو چارواکو په پټه د دې طرحې پر پایلو اندېښنې څرګندې کړې دي.

د دغه نوښت له مخې، د «سولې بورډ» مشري به د ټول عمر لپاره د ډونالډ ټرمپ پر غاړه وي او د کار پیل به یې د غزې د جګړې له موضوع څخه وشي، چې وروسته به نورو نړیوالو شخړو ته هم وغځول شي.

د طرحې په مسوده کې راغلي، چې د غړو عادي دوره درې کاله ده، خو هغه هېوادونه چې د بورډ د لګښتونو لپاره یو میلیارد ډالر ورکړي، کولای شي دایمي غړیتوب ترلاسه کړي.

سپینې ماڼۍ ویلي، دا طرحه د هغو شریکو هېوادونو لپاره ده چې د سولې، امنیت او سوکالۍ لپاره ژوره ژمنتیا لري، خو سره له دې، لا هم ګڼ هېوادونه د دې نوښت پر شفافیت او نړیوالو اغېزو پوښتنې لري.