د ایران د اعتراضونو په اړه اردوغان: هیله لرم چې ایران له دې حالاتو تېر شي

د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل، ایران د اسراییل له بریدونو وروسته له نويو ننګونو سره مخ شوی، چې د دغه هېواد ارامي او ثبات یې په نښه کړی دی.

هغه زیاته کړه: «موږ باور لرو چې زموږ ایراني وروڼه به په یوې سنجول شوې او هوښیارې پالیسۍ سره چې خبرو اترو او ډیپلوماسۍ ته لومړیتوب ورکوي، له دې شرایطو تېر شي او پر دې سناریو به برلاسي شي».