• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

‏د ملګرو ملتونو کارپوهانو له دولتونو غوښتي چې په افغانستان کې جنسیتي تبعیض په رسمیت وپېژني

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۱۱ GMT+۰

د ملګرو ملتونو کارپوهانو له دولتونو غوښتي، چې په افغانستان کې جنسیتي اپارتاید (تبعیض) په رسمیت وپېژني او همداراز دا باید تضمین کړي، چې افغان ښځې د «بشریت پر ضد د جرمونو د مخنیوي او سزا ورکړې» د نوې معاهدې په راتلونکو مذاکراتو کې معنالرونکې او فعاله ونډه ولري.

په جینوا کې د ملګرو ملتونو د کارپوهانو ډلې د دوشنبې په ورځ (د مرغومي ۲۹مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، دولتونه باید د «بشریت پر ضد د جرمونو د مخنیوي او سزا ورکړې» د نوې معاهدې د مسودې د جوړولو په برخه کې افغان ښځو ته چې دمګړی د طالبانو د ظلمونو ښکار دي، د معنا لرونکې زمینه برابره کړي.

دغو کارپوهانو له دولتونو غوښتي، چې له افغان ښځو، نجونو او هغو کسانو سره چې د خپل جنسیت له امله په نښه کېږي په ریښتیني توګه پیوستون وښيي او د افغانستان اوسني واقعیتونو درک کړي.

د ملګرو ملتونو دغو کارپوهانو ویلي: «موږ له غړو دولتونو غواړو چې د افغان ښځو، LGBT+ ټولنې او نورو فعالانو غوښتنې واوري او د نوې معاهدې په متن کې د جنسیتي اپارتاید جرم شامل کړي».

د دوی په وینا، په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره سم، دغې ډلې له ټولنې د افغان ښځو او نجونو د حذف لپاره یو سیستماتیک او بنسټیز کمپاین پیل کړی، چې په‌کې ګڼ محدودوونکي فرمانونه هم شامل دي.

طالبانو له نږدې پنځو کلونو راهیسې نجونې زده‌کوونکې له شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو منع کړي، د ښځو د کار حق یې سخت محدود کړی او عملاً یې د ښځو عامه حضور جرم ګرځولی دی.

کارپوهانو زیاته کړې: «دولتونه باید د جنسیتي اپارتاید د جرم په توګه د قانوني ثبت ملاتړ وکړي او د معاهدې په ټولو برخو کې د جنسیت پر بنسټ حساس مواد شامل کړي. موږ له دولتونو غواړو چې د افغان ښځو، نجونو او د جنسیتي تنوع لرونکو کسانو ملاتړ نور هم پیاوړی کړي».

دوی همداراز له دولتونو غوښتي، چې د طالبانو د «رژیم» د عادي کېدو مخنیوی وکړي، د کډوالۍ لپاره خوندي، قانوني او اوږدمهاله لارې برابرې کړي، د ښځو په مشرۍ مدني ټولنو ته دوامداره مالي ملاتړ برابر کړي او همداراز د جنسیتي اپارتاید نومول، د دغې ښکارندې د له منځه وړلو لپاره یو ضروري ګام بللی دی.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو زیاته کړې: «موږ باید له هغو کسانو سره ودرېږو چې د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دي، هغوی ته د خپل ژوند د واقعیت لپاره قانوني نوم ورکړو او نړۍوالې ټولنې ته زمینه برابره کړو چې د ټولو جرمونو لپاره مجرمین حساب ورکړې ته اړ کړي».

له دې سره سم، د تېر نظام د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي د ملګرو ملتونو د کارپوهانو له دغې اعلامیې هرکلی کړی او د ملګرو ملتونو له شپږمې کمېټې یې غوښتي، چې د «بشریت پر ضد د جرمونو د مخنیوي او سزا ورکړې» په مذاکراتي بهیر کې افغان ښځو ته د ګډون زمینه برابره کړي.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۴

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۵

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

•
•
•

نور کیسې

هېواد کې د بیو لوړېدو لامل؛ طالبانو د فراه په ګمرک کې له خوراکي توکو بار سلګونه موټر درولي

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۹:۴۰ GMT+۰

په داسې حال کې چې د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې خلک د خوراکي توکو د کمښت او د بیو له لوړېدو شکایت لري، طالبانو د فراه په ګمرک کې له خوراکي توکو بار سلګونه بار وړونکي موټر درولي او بازارونو ته یې د تلو اجازه نه‌ ورکوي.

یو شمېر سوداګرو او موټر چلوونکو له افغانستان انټرنشنل-پښتو سره په خبرو کې ویلي، چې ټول قانوني او ګمرکي اداري چارې یې بشپړې کړي، خو بیا هم د بېلابېلو پلمو له امله بازارونو ته د تګ اجازه نه‌ورکول کېږي.

سوداګر وایي، د طالبانو تر ادارې لاندې د فراه ګمرک او د عامې روغتیا ریاست ترمنځ نه‌همغږي او نوي محدودیتونه د دې لامل شوي، چې سوداګریز توکي یې په ګمرکونو کې وځنډېږي.

دا ستونزه نه‌یوازې سوداګرو ته مالي زیان اړوي، بلکې د خلکو پر ورځیني ژوند هم ناوړه اغېز کوي.

یو سوداګر چې له څو ورځو راهیسې یې مالونه په فراه ګمرک کې بند پاتې دي افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وایي، چې ټول رسمي اسناد یې چمتو کړي، خو بیا هم د فراه ولایت لپاره د طالبانو د عامې روغتیا ریاست له لوري نوې غوښتنې مطرح کېږي.

هغه وویل: «موږ ټول ګمرکي مراحل خلاص کړي دي، مالیه مو ورکړې، اسناد مو مکمل دي، خو بیا هم اجازه نه‌راکوي. هره ورځ نوې بهانې کوي او وایي چې نور اسناد راوړئ».

د سوداګرو په وینا، د فراه لپاره د طالبانو د عامې روغتیا ریاست پر هر بیچ نمبر جلا اسناد او جلا نمونې غواړي، په داسې حال کې چې په یوه موټر کې درې بېلابېل بیچ نمبرونه وي.

د فراه په ګمرک کې له خوراکي توکو بار بند پاتې موټر
100%
د فراه په ګمرک کې له خوراکي توکو بار بند پاتې موټر

یو بل سوداګر د نوم د نه‌خپرېدو په شرط د یادې ستونزې په اړه وایي: «په هر موټر کې موږ درې بیچ نمبرونه لرو، خو روغتیا ریاست وایي چې د هر بیچ نمبر لپاره جلا اسناد او جلا نمونه غواړو، دا کار نه‌عملي دی او نه‌هم پخوا داسې پروسه وه».

هغه زیاتوي، چې د وارداتي توکو د کیفیت د ارزونې لپاره دوی تل نمونې وړاندې کړي، خو اوس له هر موټر څخه درې نمونې غوښتل کېږي، چې دا کار هم د وخت ضایع کېدو او هم د مالونو د خرابېدو سبب ګرځي.

موټر چلوونکي چې په سړه هوا او سختو شرایطو کې د فراه په ګمرک کې بند پاتې دي وایي، چې نه‌یوازې اقتصادي زیان ویني، بلکې له انساني ستونزو سره هم مخ دي.

یو موټر چلوونکی چې په خپل موټر کې یې غوړي بار کړي، وايي: «څو ورځې کېږي دلته ولاړ یو نه اجازه شته چې لاړ شو او نه څوک زموږ حال پوښتي، مالونه مو د خرابېدو په حال کې دي که خراب شي تاوان یې څوک راکوي».

د سوداګرو د معلوماتو او ترلاسه شویو ویډیوګانو له‌مخې، په دغو بند پاتې موټرو کې غوړي، بوره، وریجې او نور لومړني خوراکي توکي بار دي.

سوداګر خبرداری ورکوي، چې د ډېر ځنډ له امله به دغه خوراکي توکي خراب شي او په پایله کې به یې سوداګر تاواني او ورسره به بازارونه د خوراکي توکو له کمښت او د بیو له لوړېدو سره مخ شي.

عام خلک هم د خوراکي توکو د بیو له لوړېدو شکایت لري او وایي، چې چارواکي د خلکو اړتیاوو ته پاملرنه نه‌کوي.

د فراه یو اوسېدونکی میرزا خان وایي: «په بازار کې بوره، غوړي، وریجې او نور خوراکي توکې ورځ تر بلې ګرانېږي، موږ اورو چې مالونه په ګمرک کې بند دي، خو چارواکي یې نه‌خوشې کوي، که دا مالونه بازار ته راشي بیې به یې هم راټیټې شي».

خلک زیاتوي، چې له یوې خوا له پاکستان سره سوداګریزې لارې تړلې دي او له بلې خوا هغه مالونه چې له نورو لارو افغانستان ته راځي په ګمرکونو کې ځنډېږي چې په وینا يې، دا وضعیت د خوراکي توکو د کمښت او د بیو د بې‌سارې لوړېدو اصلي لامل دی.

سوداګر، موټر چلوونکي او عام خلک په ګډه له طالب چارواکو غواړي، چې د خوراکي توکو د وارداتو لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي، غیر ضروري خنډونه لرې کړي او پر دې توکو کمه مالیه ولګوي، څو نه سوداګر زیانمن شي او نه خلک له لوږې او ګرانو بیو سره مخ شي.

دوی ټینګار کوي، که د فراه په ګمرک کې دا ستونزه ژر حل نه‌شي، نو اغېزې به یې یوازې پر فراه نه، بلکې پر ټول هېواد څرګندې شي.

طالبانو او په ځانګړې توګه د فراه ولایت د ګمرک مسوولینو لا تر اوسه په دې تړاو څه نه‌دي ویلي.

لطیف نظري: ځینې هېوادونه د افغانستان د جیوپولېټیک موقعیت د له‌منځه وړلو هڅه کې دي

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۹:۳۷ GMT+۰

د طالبانو د اقتصاد وزارت مرستیال عبدالطیف نظري ویلي، افغانستان له یو ځانګړي جیوپولېټیک جیواېکانومېک موقعیت څخه برخمن دی، چې سوېلي اسیا او منځنۍ اسیا سره نښلوي. هغه وایي، ځینې هېوادونه هڅه کوي چې د افغانستان جیوپولېټیک موقعیت له‌منځه یوسي.

نوموړي دا څرګندونې دوشنبه د (مرغومې ۲۹مه) په کابل د یوه خصوصي پوهنتون له لوري د کارموندنې په نوم یو کنفرانس ته کړې دي. هغه زیاته کړې، چې افغانستان د ځانګړي ټرانزیټي موقعیت څخه برخمن دی او له همدې کبله د کاري فرصتونو په ډېرېدو کې ځانګړی رول لري. نظري وایي: «افغانستان د مرکزي اسیا او سوېلي اسیا د وصل نقطه ده، افغانستان د اوراسیا اقتصادي کواریډور دی».

د طالبانو دغه هزاره توکمی چارواکی په دې باور دی، چې د افغانستان جغرافیه په سیاسي لحاظ باندې پر سیمه ژور اغېز لري او هم‌مهاله د لویو قدرتونو ګاونډی هم دی. نوموړی ادعا کوي، چې یو شمېر هېوادونه هڅه کوي، چې د افغانستان جیوپولټېک حیثیت له‌منځه یوسي؛ خو هغه د خپلې وینا پر مهال دا هم ویلي چې نه غواړي د دغو هېوادونو نومونه واخلي.

د هغه په وینا، د افغانستان جیواېکانومېک او ټرانزیټي ارزښت په هېواد کې د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او زیاتوالي لپاره خورا ګټور دی. نوموړی داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې د طالبانو د واکمنۍ له کبله په هېواد کې بې‌روزګاري ډېره شوې او نړۍوالو ادارو افغانانو کې د لوږې زیاتوالي په تړاو هم ژورې اندېښنې ښوولې دي.

راپورونه وایي، افغانستان کې سلګونه زره کسانو په تېرو نږدې پنځو کلونو کې دندې له لاسه ورکړي، چې ډېری برخه یې د مخکېني جمهوري نظام امنیتي کارکوونکي او دولتي مامورین وو. همداراز په کابل او ولایتونو کې د نړۍوالو مرستندویه ادارو د بندېدو له کبله هم لسګونه زره کسانو دندې له لاسه ورکړي او هېواد د روزګار په برخه کې له سختې بې‌ثباتۍ سره مخ دی.

نیوکې دا دي‌، چې طالبان په حکومتي ساختارونو کې یوازې د خپلو کسانو پر ګومارلو اخته دي او ان پخواني مامورین چې د دوی له سلیقې او افکارو سره برابر نه دي، هم یې له دندو ګوښه کړي دي.

د ایرانیانو ولسي پاڅون په ترڅ کې؛ متقي له عباس عراقچي سره د ایران پر روان وضعیت خبرې کړي

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۳۸ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ایران له بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سره پر ټلېفون دغه هېواد کې پر روان وضعیت باندې خبرې کړې دي. متقي خوښي څرګنده کړې، چې د ایران په روان وضعیت کې د منفي کړنو مخه نیول شوې ده.

د افغانستان پر وخت دوشنبه د (مرغومې ۲۹مه) د شپې شاوخوا لس بجې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د دغه ټلېفوني اړیکې په تړاو خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي، امیرخان متقي د سیمې امنیت او ثبات د ټولو لوریو په ګټه بللی دی. همدا راز ویل شوي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی، څو د مسایلو د حل لپاره تعامل وشي او ټول لوري له ډېپلوماټیکو لارو چارو څخه کار واخلي.

که څه هم خبرپاڼه کې طالبانو د ایران د ولسي پاڅونونو په تړاو په څرګنده څه نه دي لیکلي؛ خو په اشاروي توګه ورته یادونه شوې او له مستیقې یادونې یې ډډه شوې ده. طالبانو د عباس عراقچي له قوله لیکلي، چې هغه د ایران د وروستي وضعیت په تړاو د طالبانو له «مثبت دریځ» څخه ستاینه کړې او همداراز د افغانستان له رسنیو یې هم مننه څرګنده کړې، چې د ایران په تړاو یې مثبت لوری خپل کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان انټرنشنل – پښتو د موندنو له‌مخې، طالبانو په کابل او ولایتونو کې رسنیو ته امر کړی چې د ایران د ولسي پاڅون په تړاو به هېڅ ډول خبرونه نه خپروي. د عراقچي له لوري‌ په کور دننه افغان رسنیو نه مننه هم ښايي د طالبانو دغه پرېکړې ته اشاره وي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه وړاندې لیکي: «د ایران د بهرنیو چارو وزیر د دواړو هېوادونو ترمنځ وروستی تګ‌راتګ مثبت ګام یاد کړ او د دواړو لوریو ترمنځ یې د سوداګرۍ زیاتوالی د ستاینې وړ وباله». له دې سره هم‌مهاله ډیورنډ کرښه باندې ټولې دروازې د سوداګرۍ پرمخ تړل شوي او اوس افغان سوداګرو د پاکستان پر ځای ایران ته مخه کړې چې له دغه هېواد سره یې په سوداګرۍ کې زیاتوالی راوړی دی.

همداراز د طالبانو او اسلام‌اباد ترمنځ د کړکېچ له کبله د دواړو له لوریو ترمنځ سوداګري‌ کمه شوې او پر کابل واکمنو هم سوداګرو ته لارښوونه کړې، چې د بدیلو لارو په توګه دې خپله تکیه پر ایران او منځنۍ اسیا باندې دې ډېره کړي.

طالبانو ننګرهار کې ورزشکارانو ته د ملي روحیې په تړاو سېمینار ورکړی

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۰۲ GMT+۰

په ننګرهار کې د طالبانو رسنیز دفتر دوشنبه د (مرغومې ۲۹مه) خبر ورکړی، چې په دې ولایت کې د دغه ډلې د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري ۴۶۵ورزشکارانو ته د «فکري اصلاح، اسلامي او ملي روحیې» په تړاو سېمینار ورکړی دی.

دې ولایت کې د طالبانو د ورزش رییس عبدالسلام ویلي، د دغه سېمینار موخه دا وه، څو ورزشکاران له اسلامي او ملي روحیې څخه برخمن شي.

هغه زیاته کړې، ورزشکاران باید مسلکي او باخلاقه وي. طالبانو همدا راز ټینګار کړی، چې دغه ناسته کې یې ورزشکارانو ته شرعي اصول او په اسلام کې د ورزش ارزښتونه روښانه کړي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې طالبان ورزشکارانو ته دغه ډول پروګرامونه برابروي، بلکې تر دې وړاندې یې هم ورته ناستې چمتو کړې دي.

هم‌مهاله بیا پر کابل واکمنو افغانستان کې پر یو شمېر ورزشونو بندیزونه هم لګولي‌ او ښځې یې له هر ډول ورزشي لوبو څخه منع کړي دي.

په مسکو کې د طالبانو سفیر له پوتین نه د باورلیک منلو له امله مننه کړې

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۲۵ GMT+۰

په مسکو کې د طالبانو سفیر ګل حسن حسن د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره په کتنه کې له پوتین نه مننه کړې چې دده باورلیک یې منلی دی.

په روسیه کې د طالبانو سفارت وايي، چې ګل حسن حسن د افغانستان په اړه د روسیې د مثبت دریځ ستاینه کړې ده.

د سفارت د معلوماتو له مخې، دواړو لوریو د سوداګرۍ پراختیا، افغانانو ته د ویزو اسانتیاوو او د ګډو همکاریو اړوند موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.

یاد سفارت پر خپل اېکس لیکلي، چې کابلوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د مثبتو اړیکو یادونه وکړه او ویې ویل، چې مسکو د سیاسي او اقتصادي گډو همکاریو پراختیا ته چمتو دی.