د امریکا او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو د سیمې د امنیت په اړه ټلیفوني خبرې وکړې

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې مارکو روبیو د دوشنبې په ورځ (د مرغومي ۲۹مه) د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیر فیصل بن فرحان سره په ټلیفوني خبرو کې د سیمې د امنیت او ثبات په ملاتړ کې د همغږیو د دوام او همدارنګه په ایران کې د روانو بدلونونو په اړه خبرې وکړې.
