• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د تاریخ انحراف؛ د طالبانو د امر بالمعروف وزیر وايي چنګیز خان مسلمان شوی و

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۰۲ GMT+۰

د طالبانو د امر بالمعروف وزیر په خپله وروستۍ وینا کې د تاریخ په اړه ناسم معلومات وړاندې کړل. هغه چنګیزخان «د هلاکو زوی» وباله او ادعا یې وکړه چې په پای کې مسلمان شوی و خو تاریخ وايي، هلاکو د تولوی زوی او د چنګیز لمسی و. تاریخ وايي چې چنګیز خان هیڅ ابراهیمي دین نه و منلی.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزیر خالد حنفي د عبدالله ابن مسعود جامعې د افتا او قضا د تخصص د فراغت په مراسمو کې ویلي چې علما، شیخان او قاضیان د شریعت له مخې مکلف دي، چې راتلونکی نسل هم مسلمان او متخصص و روزي.

نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي، چې «باید داسې انجنیر او ډاکټر او متخصص جوړ شي، چې سپېڅلی مسلمان هم وي».

نوموړی زیاته کړې، چې د اسلام دښمنانو هڅه کړې د مسلمانانو ترمنځ اختلافات رامنځته کړي.

خالد حنفي د بغداد تاریخي مسایلو ته اشاره کړې او وايي، چې هلاکوخان د بغداد یو وزیر د مسلمانانو خلاف وکاراوه او اسلامي خلافت ورسره ړنګ شو.

د طالبانو دغه وزیر وايي، چې چنګیزخان ته یوه دیني عالم وویل، چې «که زه د خپل الله وفادار پاتې نه شم، نو زه به ستا له سپي بدتر وم» او زیاته کړې یې ده، چې له دې وورسته چنګیز خان ایمان راوړ او د عثمان په نامه بیا اسلامي نظام ټینګ شوی.

د چنګیزخان د دین په اړه تاریخي شواهد ښيي چې هغه د تنګري‌پالنې پیرو و، چې د مغولو دودیز باورونه وو او د «تلپاتې شنه اسمان» (تنګري) او د نیکونو د ارواوو په درناوي ولاړ و.

تاریخونه وايي، چې چنګیزخان د خپل ژوند په اوږدو کې اسلام یا بل کوم ابراهیمي دین نه دی منلی.

که څه هم د هغه تر واکمنۍ لاندې مغولي امپراتوري په دیني زغم پېژندل کیږي، خو خپله چنګیزخان مسلمان شوی نه و.

تاریخپوهان وايي چې د چنګیزخان ځینې لمسیان او د هغه د نسل نور واکمنان په وروسته پېړیو کې اسلام ته واوښتل، خو دا بدلونونه د چنګیزخان له ژوند څخه پېړۍ وروسته رامنځته شوي دي.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۴

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۵

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو لوی درستیز د دیمدیکس نندارتون په څنډه کې د قطر له امیر سره روغبړ کړی

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۴۸ GMT+۰

د طالبانو دفاع وزارت وايي، ددې ډلې لوی درستیز قاري فصیح‌الدین «فطرت» د دوحې نړیوال دفاعي نندارتون «دیمدیکس» د پرانیستې مراسمو په څنډه کې د قطر له امیر تمیم بن حمد ال ثاني سره لیدلي دي. دغه لیدنه د دیمدیکس نندارتون د پرانیستې د مراسمو پر مهال د روغبړ په ډول شوې ده.

فصیح‌الدین «فطرت»، چې په رسمي سفر قطر ته تللی، نن د دوحې د نړیوال دفاعي نندارتون (دیمدیکس) د پرانیستې په مراسمو کې ګډون کړی و.

دیمدیکس د سیمې له مهمو دفاعي او پوځي نندارتونونو څخه شمېرل کېږي، چې هر کال د قطر په پلازمېنه دوحه کې ترسره کېږي. په دغه نندارتون کې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه د وسله والو ځواکونو لوی درستیزان، دفاعي وزیران، لوړپوړي پوځي چارواکي او د پوځي تجهیزاتو جوړوونکي شرکتونه ګډون کوي.

د طالبانو د دفاع وزارت ویلي، چې قاري «فطرت» د نندارتون تر څنګ د بېلابېلو هېوادونو له پوځي پلاویو او چارواکو سره لنډې لیدنې هم لرلې دي.

په یاد نندارتون کې د عصري پوځي تجهیزاتو، دفاعي ټکنالوژۍ او سمندري، ځمکنۍ او هوايي دفاع وسلې نندارې ته اېښودل کېږي. همدارنګه ګډونوال د نویو پوځي پرمختګونو او نړیوالو امنیتي بدلونونو په اړه معلومات ترلاسه کوي.

تېر کال هم د دیمدیکس په نندارتون کې د طالبانو د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب «مجاهد»، ګډون کړی و.

چین له خپلو وګړو غوښتي چې د افغانستان او تاجکستان له سرحدي سیمو ووځي

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۱۵ GMT+۰

په تاجکستان کې د چین سفارت له خپلو وګړو او شرکتونو غوښتي، چې د افغانستان او تاجکستان له سرحدي سیمو ووځي. دغه سفارت د دوشنبې په ورځ د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولې په اوږدو کې د وروستیو نښتو له امله د سیمې امنیتي وضعیت «ناسم او پېچلی» بللی دی.

د چین سفارت په خبرتیا کې ویل شوي، چې د سخت امنیتي وضعیت له امله باید چینايي وګړي او شرکتونه په یادو سرحدي سیمو کې له خورا احتیاطه کار واخلي او هر څومره ژر چې کېږي، په منظم ډول له دې سیمو ووځي.

دا خبرداری وروسته له هغه خپریږي، چې د تاجکستان د ملي امنیت کمېټې د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې څلور وسله‌وال کسان چې په یوې «ترهګرې ډلې» پورې تړلي وو، د افغانستان له خاورې د تاجکستان خاورې ته د اوښتو پر مهال د دغه هېواد د سرحدي ځواکونو له‌خوا ووژل شول.

بل خوا نن د کابل په شهر نو سیمه کې په چاودنه کې هم چینايي وګړي هدف ګرځول شوي دي.

تر دې وړاندې، د ۲۰۲۵کال د نومبر په ۲۶مه، د تاجکستان د ختلان ولایت په شمس‌الدین شاهین سرحدي ښار کې، چې افغانستان ته نږدې موقعیت لري، پر چینايي وګړو وسله‌وال برید شوی و. په یاد برید کې درې چینايي وګړي ووژل شول او یو بل ټپي شو.

د چین سفارت هغه مهال دا برید په کلکه وغنده او دا یې یو «جنایتکارانه عمل» وباله.

دغه راز، د تېر کال د نومبر په ۳۰مه په همدې سیمه کې بل وسله‌وال برید هم شوی و، چې له امله یې چینايي وګړو ته مرګ‌ژوبله واوښته او د چین سفارت یې د امنیتي خبرداري صادرولو ته اړ کړ.

طالبان وايي په هرات کې یو ۵۰۰ کیلویي ناچاوده بم شنډ کړای شوی

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۳۸ GMT+۰

د طالبانو تر کنټرول لاندې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې اعلان کړی، چې د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ اړوند سیمه کې د هیلو ټرسټ ماین پاکۍ موسسې په مرسته یو ۵۰۰کیلويي ناچاوده بم کشف او شنډ کړای شوی دی.

یادې ادارې، نن د دوشنبې په ورځ (د مرغومي ۲۹مه) په یو خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دا بم د تېرو جګړو پاتې شونی و او د خلکو د راپور پر بنسټ کشف شوی.

د خبرپاڼې له مخې، د انجیل ولسوالۍ یو اوسېدونکی د خپل کور د جوړولو لپاره د کیندنې پر مهال له یاد بم سره مخ شوی و او وروسته یې سملاسي د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ته خبر ورکړی دی.

ادارې زیاته کړې، چې تر راپور وروسته د «هیلو ټرسټ» موسسې تخنیکي ټیمونه سیمې ته واستول شول او یاد بم یې د خوندیتوب له اصولو سره سم یوې غیرمسکوني سیمې ته ولېږداوه او هلته یې شنډ کړ.

خالد ځدراڼ: د شهرنو په چاودنه کې مرګ ژوبله اوښتې او د نوعیت په اړه یې پلټنې روانې دي

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۲۴ GMT+۰

د طالبانو د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، د کابل ښار د څلورمې حوزې اړوند د شهرنو ګل‌ فروشي کوڅه کې په یوه هوټل کې د چاودنې له امله څو کسان ټپیان یا وژل شوي. ځدراڼ وايي، چې د چاودنې د نوعیت په اړه څیړنې روانې دي.

لږ تر لږه پنځو عیني شاهدانو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د کابل په شهرنو کې د نننۍ چاودنې هدف چینايي وګړي وو.

په ویډیوګانو کې ښکاري، چې د چاودنې له امله د لانژو چینایي رستورانت تابلو او ځینې برخې ویجاړې شوېدي.

تر اوسه د چاودنې د ټپیانو او مرګ‌ژوبلې کره شمېر نه دی خپور شوی، خو شاهدان وایي چې په برید کې چینایي وګړي او ځینې افغان ملکي وګړي هم ټپیان شوي دي.

د اريانا افغان هوايي شرکت ځانګړې چارټر کارګو الوتکه کابل ته رسېدلې

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۵۶ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې اريانا افغان هوايي شرکت وایي چې د دغه شرکت پیرل شوې يوه ځانګړې چارټر کارګو الوتکه نن د دوشنبې په ورځ کابل نړيوال هوايي ډګر ته رسېدلې ده. ياده بوېنګ ۷۳۷–۳۰۰ الوتکه په يو سفر کې د شاوخوا ۱۶،۵ ټنه بار د لېږد وړتيا لري.

د دغه شرکت د معلوماتو له مخې، ياده کارګو الوتکه د بوېنګ ۷۳۷–۳۰۰ډول ده او د سوداګريزو اموالو د لېږد په موخه به د کابل–ډهلي په سکټور کې فعاليت کوي. دغه الوتکه په يو سفر کې د شاوخوا ۱۶.۵ ټنه بار د لېږد وړتيا لري.

د خبر له مخې، د دې کارګو الوتکې لپاره د متحده عربي اماراتو له سرپلیکس قراردادي شرکت سره د شپږو مياشتو لپاره رسمي تړون لاسليک شوی دی.

د اريانا افغان هوايي شرکت مشر ملا بخت‌الرحمن شرافت وايي چې دا ګام د ملي سوداګرو سره د اريانا د شويو ژمنو د عملي کېدو يوه مهمه برخه ده.

نوموړي زياته کړې چې د کارګو شبکې پراختيا، د ملي اقتصاد پياوړتيا، د هوا له لارې د صادراتو زياتوالی او د افغانستان د هوايي ټرانسپورټ د ظرفيت لوړول د دغه شرکت له اساسي موخو څخه دي.

د اريانا افغان په وينا، ياده کارګو الوتکه به د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګرۍ په پراختيا، د هوايي انتقالاتو په زياتوالي، د صادراتو په چټکتيا او د ملي سوداګرو د ترانسپورټي ستونزو په کمولو کې مهم رول ولوبوي.

د شرکت په وینا، د دې کارګو الوتکې له لارې به ملي سوداګرو ته دا اسانتيا برابره شي چې خپل سوداګريز توکي پر وخت، په ارزانه، خوندي، منظم او چټک ډول نړيوالو بازارونو ته ولېږدوي.