• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو په سویزرلینډ کې د یوې نړۍوالې غونډې مخې ته اعتراض وکړ

۳۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۲۱ GMT+۰

د پښتون ژغورنې غورځنګ په غوښتنه یو شمېر اروپا مېشتو پښتنو په سویزرلینډ کې د نړۍوال اقتصادي فورم غونډې مخې ته د پښتنو د حقونو لپاره د غږ پورته کولو په موخه اعتراض وکړ. منظور پښتین وايي، سره له دې چې پاکستان له سویزرلینډ حکومته غوښتي و، چې د اعتراض مخه ونیسي، خو بیا هم اعتراض وشو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین څو ورځې مخکې له اروپايي مېشتو پښتنو غوښتي وو، چې د سویزرلینډ په ډېوس ښار کې د نړۍوال اقتصادي فورم چې د پاکستان، امریکا او چین په ګډون د ګڼو هېوادونو استازي ګډون کوي، د پښتنو د حقونو لپاره اعتراضي لاریون وکړي.

پښتین همدا څو ورځې مخکې ویلي و، چې د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف او د پوځ مشر هم په یاده غونډه کې ګډون کوي او غواړي په دغې جوړېدونکې غونډه کې په «دروغو» سره د بشري حقونو او جمهوریت په دعوې سره پاکستان د یوه مشروع هېواد په توګه معرفي کړي، خو په حقیقت کې د پاکستان نظام استعماري، د «پښتنو قاتل» او د پښتونخوا د خاورې «لوټمار» دی.

له دې سره سم، منظور پښتین د سویزرلینډ په نننۍ اعتراضیه راټولېدنه کې د ټلېفون له لارې خبرو کې وویل، پاکستان په دغه هېواد کې هم د پښتنو د احتجاج د مخنیوي هڅه کړې ده.

پښتین د دوشنبې په ماخوستن (د مرغومي په ۲۹مه) یادې اعتراضیه راټولېدنې ته ویلي: «پنجابي ریاست په سویزرلینډ کې هم د پښتنو د احتجاج د مخنیوي هڅه کړې ده۔ هغوی د سویزرلینډ حکومت ته لیکلی درخواست کړی دی چې د پي‌ټي‌اېم احتجاج ته اجازه ور نه‌کړل شي، ځکه چې ګواکې د شهباز شریف او نورو پلاویو ژوند ته ترې خطر شته».

د نوموړي په وینا، پر دغې راټولېدنې له محدودیتونو سره سره اعتراضیه راټولېدنه شوې او ښايي دغه بهیر هم دوام ومومي.

د یادونې وړ ده، چې یاده نړۍواله څلور ورځینۍ غونډه د جنورۍ پر ۱۹مه پیل او ۲۲مه به پای ته ورسېږي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

د چین ملګری پاکستان؛ اصف علي زرداري په کابل کې پر چینایي رسټورانټ برید وغانده

۳۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۱۱ GMT+۰

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري په کابل کې پر یوه چینایي رسټورانت باندې ځانمرګی برید غندلی او د چینایانو په ګډون یې له افغانانو سره خواخوږي څرګنده کړې ده. زرداري ویلي، چینایان د خپل ژوند په بیه د افغانستان د پرمختګ لپاره هلې ځلې کوي.

دوشنبه د (مرغومې ۲۹مه) د اصف علي زرداري په پېغام کې لیکل شوي: «چینایي وګړي د افغانستان د ودانۍ او پرمختیا لپاره خپل ژوند له خطر سره مخ کوي چې دا د درناوي وړ عمل دی». هغه په یاد برید کې د وژل شویو کسانو کورنیو ته د صبر غوښتنه کړې او ټپیانو ته یې د روغتیا هیله څرګنده کړې ده.

د دوشنبې په مازدیګر د کابل شهرنو اړوند د ګل فروشۍ کوڅه کې د یوه چینایي او افغان وګړي ګډ هوټل باندې برید کې یو چینایي وګړی او ۶ افغانان وژل شوي دي. سرچینو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته له سیمې ویلي وو، چې دغه پېښه ځانمرګی برید و.

تازه داعش خراسان ډلې ته نږدې یوې رسنۍ ادعا کړې، چې دا برید د دوی یوه ځانمرګي بریدګر کړی او ۲۵ کسانو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې ده. ادعا شوې ده، چې دا برید په چین کې د ایغور مسلمانانو د ځورونو د غچ اخیستنې په غبرګون کې شوی دی؛ خو هم‌مهاله طالبانو بیا خبر ورکړی چې په کابل کې د دغه چاودنې یو وژل شوی چینایي وګړی د ایغور مسلمان و او ایوب نومېده.

طالبان ادعا لري، چې د پاکستان پوځ په خپله خاوره کې د داعش خراسان ډلې وسله‌والو ته پناه ځایونه ورکړي او ان هلته یې ورته روزنیز مرکزونه هم جوړ کړې دي. څه موده وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له اسلام‌اباد نه غوښتنه وکړه، چې په دې هېواد کې مېشت د داعش ډلې مشران دې کابل ته وسپاري.

مجاهد ادعا کړې وه، داسې شواهد ورسره شته چې ثابتوي په افغانستان کې د داعش له لوري ځینې ترسره شوي بریدونه پاکستان کې پلان شوي او ان هلته لیکو ته جلب و جذب کېږي.

د پاکستان پوځ څه موده وړاندې خبر ورکړی و، چې د داعش خراسان ډلې یو جګپوړی غړی سلطان عزیز عزام یې نیولی؛ خو د هغه په تړاو یې نور جزییات نه وو ورکړي. کارپوهانو د دغه کس نیونه د پوښتنې وړ بللې او هغه شکونه یې رېښتوني وبلل چې ګوندې پاکستان کې د یادې ترهګرې ډلې مشران حضور لري.

پاکستاني پوځیانو د بلوچستان مستونګ کې د ۵ وسله‌والو د وژل کېدو ادعا کړې

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۵۳ GMT+۰

د پاکستان د ترهګرۍ ضد ادارې (سي‌ټي‌ډي) د بلوچستان د مستونګ ولسوالۍ په دشت سیمه کې ۵ وسله‌وال وژلي دي. د یادې ادارې ویاند ویلي، دغو وسله‌والو د کویټې – سبۍ ترمنځ لویه لاره تړلې وه، چې دوی یې پر شاه د تنبولو عملیاتو کې دغه وسله‌وال وژلي او ځینې له سیمې نه په وتو بریالي شوي دي.

د پاکستان دغه امنیتي اداره زیاتوي، چې له دې وسله‌والو نه یې پنځه میله اېس‌اېم‌جي وسلې، ۷لاسي بمونه او درې موټرسایکلونه هم نیولي‌ دي.

د پاکستان د ترهګرۍ ضد ادارې د معلوماتو له‌مخې، د دغو وژل شویو کسانو مړي د مستونګ سیمه‌ییز روغتون ته استول شوي دي او نورو وسله‌والو پسې لا هم عملیات روان دي.

بلوچستان کې د پاکستان مخالف بلوڅ ازادي غوښتونکي فعال دي او وخت ناوخت د پوځیانو په ګډون پر دولتي ادارو خونړي بریدونه کوي.

بلوڅ ازادي غوښتونکو په دې وروستیو کې خپل فعالیتونه پراخ کړي او اسلام‌اباد ګوته نیسي چې د دغه ډلې مشران په افغانستان کې دي او له هماغه ځایه بریدونه پلانوي؛ خو پر کابل واکمن دغه ادعاوې ردوي.

اېمل ولي خان: محمود خان اڅکزی د پښتنو د یووالي‌ نارې هیرې کړي او د خځلو ډېران ته نږدې شوی

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۹:۵۲ GMT+۰

د پاکستان د اوسني ملکي حکومت خلاف د اپوزېسیون د مشر په توګه د محمود خان اڅکزي تر ټاکل کېدو وروسته اېمل ولي خان رسنیو ته ویلي، چې اڅکزي اوس ځان د خځلو ډېران ته ډېر نږدې کړی او ځان به پرې ککړ کړي. هغه وایي، محمود خان اڅکزي د پښتنو د یووالي او حقونو نارې هیرې کړې دي.

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړې دي، چې د تحریک انصاف ګوند بنسټګر او پخواني لومړي وزیر عمران خان، محمود خان اڅکزی د حکومت پر وړاندې د اپوزېسیون د مشر په توګه نوماند کړی و او تېره اوونۍ په پارلمان کې پر دغه څوکۍ د هغه ټاکل کېدل تایید شول. د اېمل ولي خان په ګډون ګڼو پښتنو سیاستوالو د محمود خان اڅکزي پر دغه پرېکړه او نوې دندې سختې نیوکې کړې دي.

اېمل ولي خان اسلام‌اباد کې خبریالانو ته همداراز وویل: «محمود خان اڅکزي او پلار یې ښه تاریخ درلود، خو دا یې ونه ساتلو. نن ورسره د بلوچستان فکر نشته او نه هم ورسره د پښتنو فکر دی. هغه ناره یې هېره کړه چې (چترال نه تر بولانه، پښتون یو کړه محمود خانه)».

هغه نیوکه کړې، چې د تحریک انصاف ګوند په خېبرپښتونخوا کې د خلکو هیلې نه دي پوره کړي او د پښتنو په نامه یې خلک غولولي دي.

د اېمل ولي خان په خبره: «د پښتنو عوامو سره ډېر زیات ظلم کېږي او پښتنو ته باید دا اعتماد ورکړل شي چې هغه حقوق ورکول کېږي چې د پاکستان قانون ورکړي او باید پاکستانیان وګڼل شي».

د عوامي ملي ګوند په وینا، پاکستان کې له پښتنو سره ناسم چلند کېږي او په بېلابېلو نومونو د اسلام‌اباد له لوري ځپل شوي دي.

هغه د پاکستان حکومتي پالېسۍ ته په اشارې سره وویل: «زموږ دین هم له امریکا نه راغلی دی، زموږ جهاد هم امریکا نه راغلی او زمونږ هر څه هغوی پورې تړلې دي».

یاده دې وي، چې محمود خان اڅکزی د روانې میاشنې په ۲۶مه په رسمي ډول د پاکستان حکومت د اپوزېسیون د مشر په توګه وټاکل شو.

د ایرانیانو ولسي پاڅون په ترڅ کې؛ متقي له عباس عراقچي سره د ایران پر روان وضعیت خبرې کړي

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۳۸ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ایران له بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سره پر ټلېفون دغه هېواد کې پر روان وضعیت باندې خبرې کړې دي. متقي خوښي څرګنده کړې، چې د ایران په روان وضعیت کې د منفي کړنو مخه نیول شوې ده.

د افغانستان پر وخت دوشنبه د (مرغومې ۲۹مه) د شپې شاوخوا لس بجې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د دغه ټلېفوني اړیکې په تړاو خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي، امیرخان متقي د سیمې امنیت او ثبات د ټولو لوریو په ګټه بللی دی. همدا راز ویل شوي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی، څو د مسایلو د حل لپاره تعامل وشي او ټول لوري له ډېپلوماټیکو لارو چارو څخه کار واخلي.

که څه هم خبرپاڼه کې طالبانو د ایران د ولسي پاڅونونو په تړاو په څرګنده څه نه دي لیکلي؛ خو په اشاروي توګه ورته یادونه شوې او له مستیقې یادونې یې ډډه شوې ده. طالبانو د عباس عراقچي له قوله لیکلي، چې هغه د ایران د وروستي وضعیت په تړاو د طالبانو له «مثبت دریځ» څخه ستاینه کړې او همداراز د افغانستان له رسنیو یې هم مننه څرګنده کړې، چې د ایران په تړاو یې مثبت لوری خپل کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان انټرنشنل – پښتو د موندنو له‌مخې، طالبانو په کابل او ولایتونو کې رسنیو ته امر کړی چې د ایران د ولسي پاڅون په تړاو به هېڅ ډول خبرونه نه خپروي. د عراقچي له لوري‌ په کور دننه افغان رسنیو نه مننه هم ښايي د طالبانو دغه پرېکړې ته اشاره وي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه وړاندې لیکي: «د ایران د بهرنیو چارو وزیر د دواړو هېوادونو ترمنځ وروستی تګ‌راتګ مثبت ګام یاد کړ او د دواړو لوریو ترمنځ یې د سوداګرۍ زیاتوالی د ستاینې وړ وباله». له دې سره هم‌مهاله ډیورنډ کرښه باندې ټولې دروازې د سوداګرۍ پرمخ تړل شوي او اوس افغان سوداګرو د پاکستان پر ځای ایران ته مخه کړې چې له دغه هېواد سره یې په سوداګرۍ کې زیاتوالی راوړی دی.

همداراز د طالبانو او اسلام‌اباد ترمنځ د کړکېچ له کبله د دواړو له لوریو ترمنځ سوداګري‌ کمه شوې او پر کابل واکمنو هم سوداګرو ته لارښوونه کړې، چې د بدیلو لارو په توګه دې خپله تکیه پر ایران او منځنۍ اسیا باندې دې ډېره کړي.

طالبانو په تاجکستان کې څلور وژل شوي وسله وال قاچاقبران وبلل

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۱۸ GMT+۰

په بدخشان کې د طالبانو محلي چارواکو منلې چې څو ورځې وړاندې درې تنه د افغانستان له خاورې تاجکستان ته اوښتي او د دغه هېواد له سرحدي ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي، خو دا نه مني چې وژل شوي کسان ترهګر دي. طالب چارواکو ویلي، چې یاد وژل شوي کسان د بدخشان ولایت ځایي قاچاقبران دي.

په بدخشان کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند احسان الله کامګار له یوه خصوصي ټلویزون سره په خبرو کې ویلي، چې په وژل شویو کسانو کې درې تنه د بدخشان ولایت د خواهان ولسوالۍ اوسېدونکي او د مخدره توکو ځایي قاچاق وړونکي دي.

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې، چې د نوموړو کسانو د ترهګر ګڼلو ادعاوې بې بنسټه دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ تاجکستان اعلان وکړ چې د یوې ترهګرې ډلې څلور غړي د افغانستان له خاورې وراوښتي او ددغه هېواد له سرحدي ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي دي.

تاجکستاني سرحدي ځواکونو ویلي و، چې د نښتې له سیمې یې یو اندازه پوځي تجهیزات او مهمات هم ترلاسه کړي دي.

تر دې وړاندې هم د افغانستان له خاورې د ډزو په ترڅ کې دوه تاجکستاني سرحدي سرتېري او څو چینايي وګړي وژل شوي وو.