• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو له بنګله‌دېش سره له تعرفې پرته د سوداګرۍ د پراخېدو غوښتنه کړې

۳۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۳۰ GMT+۰

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت یو پلاوی بنګله‌دېش ته د سفر پر مهال غوښتنه کړې، چې د افغانستان تولیداتو ته خپلو بازارونو کې زیاته ونډه ورکړي. د یاد وزارت مرستیال احمدالله زاهد د بنګله‌دېش د سوداګرۍ وزارت مرستیال سره کتنه کې د افغانستان پر توکو د ګمرکي تعرفو د لېرې کولو وړاندیز وکړ.

د بنګله‌دېش د سوداګرۍ وزارت یوه جګپوړي چارواکي د دغه هېواد رسنیو ته ویلي، دې ناستې رسمي بڼه نه لرله او د دواړو لوریو ترمنځ په‌کې هېڅ لیکلی سند یا رسمي وړاندیز نه دی تبادله شوی.

د یاد چارواکي په وینا، د طالبانو د سوداګرۍ وزارت مرستیال ویلي چې د دغې ډلې اداره غواړي شاوخوا ۴۵ډوله توکي چې پنبه هم په‌کې شامله ده، بنګله‌دېش ته له ګمرکي تعرفې پرته صادر کړي. هغه همدارنګه وړاندیز کړی، که دواړه لوري هوکړې ته ورسېږي، طالبان به د بنګله‌دېش پر نږدې ټولو مهمو صادراتي توکو تعرفې لرې کړي.

په دې لیدنه کې همدارنګه ویل شوي، چې طالبان بنګله‌دېش د جامو، درملو، مشروباتو، د خوږو د تولیداتو او بسته‌بندي شویو مصالو د برابرولو په برخه کې یو مهم هېواد بولي. پر کابل واکمن هڅه کوي، چې د بنګله‌دېش په بازارونو کې د وچو خوراکي توکو، مېوو، ډبرو، زعفرانو او بادامو د صادراتو برخه کې خپله ونډه نوره هم زیاته کړي.

ترویج لرونکی

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي
۱

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۲

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۳

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۴

د ملایعقوب په مشرۍ غونډه کې د ملا هبت الله د فرمانونو پر بشپړې پلي کېدا ټینګار شوی

۵
ځانګړی

د افغان طالبانو پر وړاندې د پاکستان د ځينې مذهبي ډلو او علماوو نظر بدل شوی

•
•
•

نور کیسې

د چین ملګری پاکستان؛ اصف علي زرداري په کابل کې پر چینایي رسټورانټ برید وغانده

۳۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۱۱ GMT+۰

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري په کابل کې پر یوه چینایي رسټورانت باندې ځانمرګی برید غندلی او د چینایانو په ګډون یې له افغانانو سره خواخوږي څرګنده کړې ده. زرداري ویلي، چینایان د خپل ژوند په بیه د افغانستان د پرمختګ لپاره هلې ځلې کوي.

دوشنبه د (مرغومې ۲۹مه) د اصف علي زرداري په پېغام کې لیکل شوي: «چینایي وګړي د افغانستان د ودانۍ او پرمختیا لپاره خپل ژوند له خطر سره مخ کوي چې دا د درناوي وړ عمل دی». هغه په یاد برید کې د وژل شویو کسانو کورنیو ته د صبر غوښتنه کړې او ټپیانو ته یې د روغتیا هیله څرګنده کړې ده.

د دوشنبې په مازدیګر د کابل شهرنو اړوند د ګل فروشۍ کوڅه کې د یوه چینایي او افغان وګړي ګډ هوټل باندې برید کې یو چینایي وګړی او ۶ افغانان وژل شوي دي. سرچینو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته له سیمې ویلي وو، چې دغه پېښه ځانمرګی برید و.

تازه داعش خراسان ډلې ته نږدې یوې رسنۍ ادعا کړې، چې دا برید د دوی یوه ځانمرګي بریدګر کړی او ۲۵ کسانو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې ده. ادعا شوې ده، چې دا برید په چین کې د ایغور مسلمانانو د ځورونو د غچ اخیستنې په غبرګون کې شوی دی؛ خو هم‌مهاله طالبانو بیا خبر ورکړی چې په کابل کې د دغه چاودنې یو وژل شوی چینایي وګړی د ایغور مسلمان و او ایوب نومېده.

طالبان ادعا لري، چې د پاکستان پوځ په خپله خاوره کې د داعش خراسان ډلې وسله‌والو ته پناه ځایونه ورکړي او ان هلته یې ورته روزنیز مرکزونه هم جوړ کړې دي. څه موده وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له اسلام‌اباد نه غوښتنه وکړه، چې په دې هېواد کې مېشت د داعش ډلې مشران دې کابل ته وسپاري.

مجاهد ادعا کړې وه، داسې شواهد ورسره شته چې ثابتوي په افغانستان کې د داعش له لوري ځینې ترسره شوي بریدونه پاکستان کې پلان شوي او ان هلته لیکو ته جلب و جذب کېږي.

د پاکستان پوځ څه موده وړاندې خبر ورکړی و، چې د داعش خراسان ډلې یو جګپوړی غړی سلطان عزیز عزام یې نیولی؛ خو د هغه په تړاو یې نور جزییات نه وو ورکړي. کارپوهانو د دغه کس نیونه د پوښتنې وړ بللې او هغه شکونه یې رېښتوني وبلل چې ګوندې پاکستان کې د یادې ترهګرې ډلې مشران حضور لري.

له موسساتو د طالبانو غوښتنه؛ د یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو د ملاتړ هڅې پراخې کړئ

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۳۶ GMT+۰

د طالبانو د کار او ټولنیز چارو وزارت د ماشومانو ساتنې ریاست مشر سعدالدین مطمین په افغانستان کې له فعالو موسسو غوښتنه کړې، څو د یتیمانو او بې‌سرپرسته ماشومانو د ملاتړ په برخه کې خپلې هڅې پراخې کړي.

نوموړي دا څرګندونې دوشنبه د (مرغومې ۲۹مه) په یاد وزارت کې د موسساتو او د طالبانو د بېلابېلو ادارو ترمنځ په یوې ګډې ناسته کې کړې دي.

مطمین ټینګار کړی، چې د اسلام له نظره باید له زیان سره مخ، د درندو کارونو ترسره کوونکو او اړمنو ماشومانو سره مرسته وشي.

د نوموړي په وینا، دا ماشومان د غوره ژوندانه اسانتیاوو، ښوونې او روزنې، روغتیايي خدمتونو، خپلو کورنیو سره د یو ځای کېدو او ورته د سرپناوو برابرولو مستحق دي.

د راپورونو له‌مخې، پر افغانستان د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو سره په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې په بې‌سارې توګه د ماشومانو درندو کارونو شمېر کې د‌ پام وړ زیاتوالی راغلی او ان د کورنیو سرپرستي ور ترغاړې شوې ده. د معلوماتو پر بنسټ، د طالبانو له لوري پر ښخو د کارونو بندیز له امله ځینې کونډې مېرمنې او د کورونو سرپرستانې اړې شوې چې خپل واړه ماشومان شاقه کارونو ته ولېږي.

همداراز په کابل او ولایتونو کې د سوالګرو ماشومانو په کچه کې هم زیاتوالی راغلی او وخت ناوخت طالبان خپله هم مني، چې په ښارونو کې یې د سوالګرو ماشومانو د مخنېوي کمپاینونه کړې دي. افغانستان په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو دی، چې ماشومان یې له سختې لوږې، کمو امکاناتو او د ژوندانه له ناخوالو سره مخ دي.

طالبانو په هلمند کې د موسیقۍ لسګونه الات او نور وسایل وسوځول

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۳۰ GMT+۰

په هلمند کې ځايي طالبانو د موسیقۍ ډول ډول الات، قلیون او یو شمېر نور وسایل وسوځول. دغه وسایل د هلمند لپاره د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر ریاست له لوري په تېرو ۸ میاشتو کې راټول شوي وو. طالبانو ویلي، دا یې ځکه سوځولي چې د خلکو له‌خوا په «منکراتو» کې استعمالېدل.

د هلمند ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د دوشنبې په ورځ (د مرغومي ۲۹مه) په خپره شوې خبرپاڼه کې د یادو وسایلو د نوعیت او همداراز د شمېر په تړاو څه نه‌دی ویلي، خو زیاته کړې یې ده: «دغه د منکراتو اسباب او وسایل د تېرو اتو میاشتو په موده کې د امربالمعروف محتسبینو په داسې حال کې نیولي وو، چې د خلکو له‌خوا په منکراتو کې استعمالېدل».

100%

همداراز شاوخوا ۳۰۰ کیلوګرامه ښځينه وېښتان چې پېر او پلور یې روان و، هم سوځول شوي دي.

خبرپاڼه کاږي، تر دې مخکې هم په دغه ولایت کې د طالبانو د محتسبینو له لوري د منکراتو ګڼ شمېر الات له‌منځه وړل شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې طالبان دوه ځلي واک ته رسېدلي او د واکمنۍ په دواړو دورو کې یې د موسیقۍ تولید، خپرول او اورېدل منع کړي او هغه «حرام» بولي.

داعش خراسان په کابل کې پر یوه چینايي رسټورانټ د برید مسوولیت منلی دی

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۲۱ GMT+۰

داعش خراسان د کابل په شهرنو کې پر یوه چینايي رسټورانټ د «ځانمرګي برید» مسوولیت منلی دی. دغه پېښه نن مازدیګر (دوشنبه د مرغومي ۲۹مه) رامنځته شوې او د طالبانو په وینا، په دې پېښه کې د یوه چینايي په ګډون ۷ کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي. په ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

داعش ډلې ته یوې نږدې رسنۍ په خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې د دوی یوه ځانمرګي بریدګر د کابل په شهرنو سیمه کې د چینایانو یوه رستورانټ ته له ننوتلو وروسته، د چینایي وګړو او امنیتي ساتونکو په منځ کې په ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې ده.

د داعش خراسان څانګې ادعا کړې، چې په دغه برید کې یو شمېر چینایان، ولسي وګړي او همداراز هغه طالب ځواکونه چې په یاده سیمه کې یې د امنیت ساتنې مسوولیت درلوده، وژل او ټپیان شوي دي. دغې ډلې د کوم سند له وړاندې کولو پرته د وژل او ټپیان شویو کسانو شمېر ۲۵ بللی دی.

دغې ډلې د چینايي وګړو د په نښه کولو لامل «له اویغور مسلمانانو سره د چین چلند» بللی دی. افغانستان انټرنشنل هم تر دې مخکې د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړی و، چې دغه پېښه د ځانمرګي برید له امله رامنځته شوې ده.

طالبان وايي د کابل په چاودنه کې د چینايي مسلمانانو رسټورانټ په نښه شوی | افغانستان انټرنشنل پښتو

طالبانو بیا ویلي، وژل شوی چینایی مسلمان و او ایوب نومېده او همداراز د سینګیانګ اوسېدونکی وو.

له یادې پېښې افغانستان انټرنشنل ته په رسېدلو ویډیوګانو کې لیدل کېږي، چې د دې چادونې له امله د چیني رسټورانټ ډېره برخه ویجاړه شوې ده.

د ورکړل شویو معلوماتو له‌مخې، دغه رسټورانټ چې Chinese Noodle نومېږي د کابل د شهر نو په ګلفروشۍ کوڅه کې موقعیت لري او د چینايي مسلمانانو او افغانانو ګډ رسټورانټ وو.

دغه رسټورانټ د يوه چينايي مسلمان چې عبدالمجید نومېږي او د ده د مېرمنې او يوه افغان چې عبدالجبار محمود نومېږي له لوري په ګډه چلول کېده. عبدالمجید د چين د سینګ‌يانګ ايالت اوسېدونکی مسلمان وو، دلته به د چينايي مسلمانانو لپاره خواړه تيارېدل او پلورل کېدل.

طالبانو خوست مېشتو ته خبرداری ورکړی چې کلدارې نور ونه‌کاروي

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۵۷ GMT+۰

د خوست ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د دوشنبې په ورځ (د مرغومي ۲۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره خوست مېشتو ته خبرداری ورکړی، چې په دغه ولایت کې د بهرنۍ کرنسۍ استعمال او په ځانګړي ډول د پاکستانۍ کلدارو کارونه په مطلق ډول بند دی او له سرغړوونکو سره به جدي قانوني چلند وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «هېڅ شخص، دوکاندار او یا سوداګر ته اجازه نشته چې په خپلو معاملاتو او راکړه ورکړه کې له افغانیو پرته بله کرنسي وکاروي. د ملي اقتصاد د ساتنې، د افغانیو د ارزښت د خوندیتوب او د قانون د حاکمیت د ټینګښت په موخه اړوند ارګانونه مکلف دي چې د یادو مقرراتو د پلي کېدو جدي څارنه وکړي».

په خوست کې طالب مسوولینو همداراز له خوست مېشتو غوښتي، چې په خپلو ټولو مالي معاملاتو کې افغانۍ وکاروي او د نافذه قوانینو درناوی وکړي، څو د هېواد اقتصادي ثبات او ملي ګټو ته زیان و نه رسېږي.

د یادونې وړ ده، چې پخوا به په لوېدیځو ولایتونو کې ایراني تومان او په ختیځ، سوېل ختیځ او سوېلي ولایتونو کې په ورځنیو چارو او راکړو ورکړو کې تر ډېره پاکستانۍ کلدارې کارول کېدې، خو د جمهوري نظام په وروستیو کې په ډېریو ولایتونو کې پر بهرنیو اسعارو او په ځانګړې ډول پر پاکستانۍ کلدارو راکړه ورکړه بنده شوه او طالبانو هم د تېر نظام دغه پالیسۍ تعقیب کړه، خو د اقتصادي چارو شنونکي دا د اندېښنې وړ بولي چې لا هم په خوست ولایت کې کلدارې چلېږي.