• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

میا افتخار حسین: د افغانستان او‌ پاکستان ترمنځ کړکېچ یوازې په مذاکراتو حل کېږي

۳۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۳۱ GMT+۰

د عوامي ملي ګوند د خېبرپښتونخوا ایالتي مشر میا افتخار حسین افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، د طالبانو او‌ پاکستان ترمنځ مذاکرات که څه هم یو پړاو شاته تللي او چندان پایله یې نه‌ده ورکړې؛ خو بیا هم روان کړکېچ له خبرو پرته بله حل لاره نه‌لري.

هغه زیاتوي: «افغانستان او پاکستان هر یو ځان ته خپلواک هېوادونه دي او هر یو باید خپل مسایل باید په خپله حل کړي. پاکستان خو اوس یو کال کېږي چې تورونه پورې کوي؛ خو په تېرو ۴۵ کلونو کې چې څه وشول، د هغو ملامتیا پر چا ده؟»
د هغه په باور منځګړو هڅه وکړه، چې د طالبانو او اسلام‌اباد ترمنځ کشاله حل کړي؛ خو کومه ګټه یې ونه‌کړه. هغه ټینګار کوي، چې طالبان او پاکستان باید خپله یو بل سره مخامخ مسایل حل کړي. میا افتخار حسین وایي، په سوله‌ییزه توګه که د دواړو ترمنځ د مسایلو حل ونه‌شي،‌ نو د پښتنو سیمې به یوې نوې تباهۍ ته داخلې شي.

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د پاکستان هغه ادعا سمه ده چې ګوندې افغان طالبانو «ټي‌ټي‌پي» ته پناه ځایونه ورکړي، وویل: «دا کوم طالبان چې دوی یادوي دا هم پاکستان جوړ کړي دي. دې خلکو ته په پاکستان کې چا پناه ورکړې وه، د روس خلاف افغانستان لپاره خلک جهاد ته کوم ځای نه تلل، دا افغانستان چا لوټې لوټې کړ؟».

د نوموړي په وینا، د افغانستان او پاکستان دننه باید دواړه هېوادونه د ترهګرو خلاف اقدامات وکړي او په یو طرفه ګامونو د دې مسایلو حل نه کېږي.

د عوامي ملي ګوند مشر اېمل ولي خان هم په وار وار یادونه کړې، چې اسلام‌اباد باید له افغان طالبانو سره د مذاکراتو له لارې روانه کشاله حل کړي. له تېرو شاوخوا ۴میاشتو راهیسې ډیورنډ کرښه باندې ټولې دروازې د سوداګرۍ او تګ‌راتګ پرمخ وروسته له هغې بندې شوې، چې طالبانو او پاکستاني ځواکونو یو بل سره درنې نښتې وکړې.

ترکیې، قطر او سعودي عربستان کې همدې منځګړو هېوادونو د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ګډو مذاکراتو پر مهال د مسایلو د حل هڅې وکړې؛ خو چندان پایلې یې ورنه‌کړې او لا هم دا کړکېچ دوام لري. اسلام‌اباد ادعا لري، چې افغان طالبانو د دوی خلاف «ټي‌ټي‌پي»‌ ته پناه ځایونه ورکړي او له هماغه ځایه پاکستان کې وسله‌وال بریدونه پلانوي.

برعکس پر کابل واکمن طالبان ادعاوې لري، چې د‌ پاکستان پوځ خپله خاوره کې د داعش وسله‌والې ډلې غړو ته مرکزونه ورکړي،‌ هلته روزنه ورکوي او بیا یې د بریدونو لپاره افغانستان ته لېږي. افغان طالبانو له اسلام‌اباد نه غوښتنه کړې، چې د داعش مشران دې ورته وسپاري او پاکستان بیا غوښتنه کړې، چې پر کابل واکمن دې ورته د «ټي‌ټي‌پي» مشران ور وسپاري.

دواړه لوریو پر یو بل لګېدلي تورونه رد کړي او خپلو کې یې سره د ملامتۍ ګوتې یو بل ته نیولې دي.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۴

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۵

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

•
•
•

نور کیسې

ایران په کابل کې د دوشنبې ورځې برید وغانده

۳۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۵۵ GMT+۰

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي په کابل ښار کې پر یوه رسټورانټ د دوشنبې ورځې ځانمرګی برید غندلی او د طالبانو تر څنګ یې د چین حکومتونو سره د یووالي ډاډ څرګند کړی دی. بقایي ویلي، له ترهګرۍ سره د مبارزې پر ضد باید سیمې او نړۍ کې اغېزمنه مبارزه وشي.

سې‌شنبه د (مرغومې ۳۰مه) بقایي د ترهګرۍ او تاوتریخوالي ډک افراطیت د هر ډول او بڼې د غندلو په اړه د ایران پر بنسټیز دریځ ټینګار وکړ. هغه وویل:«له دې پدیدې سره اغېزمنه مبارزه د سیمې او نړۍ په کچه د همغږۍ او ګډو همکاریو پیاوړتیا ته اړتیا لري».

د نوموړي په خبره، د ترهګرۍ مخنیوی او پر وړاندې یې مبارزه یوازې هغه مهال شونې ده، چې هېوادونه په ګډه، منظم او همغږی عمل وکړي. دوشنبه مازدیګر د کابل د شهرنو په ګلفروشۍ کوڅه کې یو ځانمرګي بریدګر چینایي رسټورانټ کې ځان ته چاودنه ورکړه چې د یو چینایي وګړي تر څنګ یې ۶ افغانان هم ووژل.

تر پېښې څو ساعته وروسته د داعش وسله‌والې ډلې د برید مسوولیت ومانه او دا یې له چین څخه د ایغور مسلمانانو د ځورونې غچ اخیستنه وبلله. د پخواني ولسمشر حامد کرزي تر څنګ د مخکېني جمهوري نظام ګڼو لوړپوړو چارواکو دغه برید غندلی او د‌ طالبانو تر څنګ یې په نړۍواله ټولنه هم غږ کړی، چې په افغانستان کې د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره کوټلي اقدامات وکړي.

جان بولټن: په افغانستان کې د امریکا د ناکامۍ او ماتې اصلي مسوولیت ډونالډ ټرمپ ته ورګرځي

۳۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۲۷ GMT+۰

د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې ویلي، په افغانستان کې د امریکا د ناکامۍ او ماتې اصلي مسوولیت ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته ورګرځي. بولټن څرګنده کړه، چې ټرمپ د دې ماتې بهیر پیل کړ او وروسته ولسمشر جو بایډن په ۲۰۲۱ کال کې دغه بهیر بشپړ کړ.

نوموړي زیاته کړه، هغه خبرې اترې چې د امریکا حکومت د قطر پلازمېنه دوحه کې له طالبانو سره ترسره کړې، له بنسټه ناسمې وې. د بولټن په وینا، ټرمپ باید د دې سترې تېروتنې پړه پر غاړه واخلي او د هغې د جبران لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

جان بولټن همدارنګه وویل، د ده په اند که د ایران اسلامي جمهوریت ړنګ شي، ښايي داسې شرایط رامنځته شي چې طالبان هم په افغانستان کې د نسکورېدو له جدي ګواښ سره مخ شي. جان بولټن د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې د امریکا د ملي امنیت د سلاکار په توګه دنده ترسره کړې وه او هغه مهال د افغانستان او طالبانو په اړه د امریکا له تر ټولو سخت دریځو څېرو څخه شمېرل کېده.

بولټن په ښکاره ډول له طالبانو سره د مستقیمو خبرو مخالف و. د هغه په باور، له اوربند پرته خبرې، د امنیتي تضمینونو نشتوالی او د پوځي فشار د وسیلو پرېښودل، طالبانو ته مشروعیت ورکوي. هغه ټینګار کاوه، چې طالبان داسې نه وو چې ماتې نه منونکې یاغي ډله وي او امریکا دې مجبوره شي له هغوی سره خبرې وکړي.

نوموړي همدارنګه پر هغې هوکړه هم په کلکه نیوکې کولې، چې وروسته د دوحې پر تړون بدله شوه. بولټن دغه بهیر د امریکا سیاسي تسلیمېدنه بللې وه او خبرداری یې ورکړی و، چې له واقعي او کره تضمینونو پرته د امریکايي ځواکونو وتل به په افغانستان کې د شته نظام د ړنګېدو لامل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ او یو شمېر نورو امریکایي چارواکو په ځلونو له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي نیوکه کړې او د دې کار پړه یې د ولسمشر جو بایډن پر حکومت اچولې ده.

د سوریې حکومت کرد ځواکونو ته په دولت کې د ادغام لپاره څلور ورځنی ضرب الاجل ور کړی

۳۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۲۴ GMT+۰

د سوریې حکومت د سې شنبې په ورځ د کردانو په مشرۍ ځواکونو ته څلور ورځنی ضرب الاجل ورکړی چې تر خپل واک لاندې وروستۍ سیمه له مرکزي دولت سره مدغم کړي. متحده ایالاتو هم له یادو ځواکونونه ورته غوښتنه کړې ده.

د متحده ایالاتو استازي ټام باراک ویلي، چې مدغم کېدل د سوریې د کردانو لپاره تر ټولو ستر فرصت دی.

هغه زیاته کړه چې د سوریې د ډیموکراتیکو ځواکونو اصلي موخه د اسلامي دولت جنګیالیو پر وړاندې متوازن ځواک رامنځته کول و چې اوس یې اغېز تر ډېره کم شوی دی او متحده ایالات په سوریه کې د اوږده وخت لپاره نه پاتې کیږي.

د سوریې د ډیموکراتیکو ځواکونو مشرانو ویلي چې دوی د دمشق حکومت سره د اوربند هوکړه قبوله کړې او که پر دوی برید ونه شي، هېڅ نظامي اقدام نه کوي.

د سوریې حکومت په یوه اعلامیه کې ویلي چې دوی له ډیموکراتیکو ځواکونو سره هوکړه کړې چې د حسکه ولایت د مدغم کولو پلان جوړ کړي، که نه دولتي ځواکونه به یې تر کنټرول لاندې سیمو ته ننوځي.

حکومت د څلور ورځني اوربند اعلان وکړ او د ډیموکراتیکو ځواکونو څخه یې غوښتنه وکړه چې د دفاع وزارت مرستیال لپاره یو نوماند معرفي کړي، څو د ادغام پروسه بشپړه شي

نبیل: د ایران پر وړاندې د امریکا د پوځي اقدام احتمال ډېر جدي دی

۳۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۱۳ GMT+۰

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل وایي، له امریکا او سیمې څخه د رسنیو د خبرونو او د امریکايي سیاستوالو د دریځونو له مخې داسې ښکاري چې د امریکا متحده ایالاتو له خوا د ایران پر ضد د پوځي اقدام احتمال ډېر جدي دی.

نبیل د سې شنبې په ورځ پر اېکس‌پاڼه ویلي چې د دې اقدام په عملي کېدو کې ځنډ د شا تګ معنا نه لري، بلکې کېدای شي د لا پراخ چمتووالي نښه وي، څو یو لا دروند او سخت برید ترسره شي.

نبیل زیاتوي چې دا فشارونه ښايي د دې لپاره وي چې د ایران مشران اړ کړي، څو د سیمې، اسراییل او په سیمه کې د امریکا د ګټو په اړه په خپله سیاسي او امنیتي ستراتیژۍ کې بنسټیز بدلون راولي.

نبیل د ګرینلډ په اړه هم څرګندونې کړې دي.

هغه ویلي: «د ګرینلنډ پر موضوع د اروپا او امریکا ترمنځ نرم او کنټرول شوی اختلاف کېدای شي یا په دې پړاو کې د عامه افکارو د غولولو رول ولوبوي او یا هم د دې لپاره وکارول شي چې اروپا د امریکا د دې پوځي اقدام په اړه همغږې او متحدې کړي.»

هغه وایي، ایران ته د امریکا پیغام رواښانه دی «یا دې خپل محاسبات او چلند بدل کړي او یا به په نږدې راتلونکي کې د لا سترو لګښتونو بیه پرې کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د ایران دننه د لاریون کوونکو پر وړاندې د حکومت تاوتریخوالي له امله د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران حکومت ته ګواښونه کړي چې د تاوتریخوالي د نه درولو په صورت کې به اقدام وکړي. اوس د ګڼو ایرانیانو په شمول زیات شمېرخلک د امریکا برید ته په تمه دي.

تر دې وړاندې سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لوېوت ویلي و چې له ټرمپ پرته بل هېڅوک نه‌پوهیږي، چې د ایران په اړه به څه پرېکړه کیږي. هغې زیاته کړې: «ولسمشر ډېر انتخابونه لري او د تل په څېر به هغه پرېکړې وکړي چې د امریکا او نړۍ په ګټه وي».

ترکیې او ایران د کابل پرونۍ چاودنه غندلې

۳۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۵۹ GMT+۰

ترکیې او ایران د کابل په شهرنو کې پرونۍ چاودنه چې اووه تنه افغانان او یو چینایی وګړی پکې وژل شوي، غندلې ده. ایران دغه برید ترهګریز ګڼلی او ویلي یې دي چې د هرډول ترهګرۍ مخالف دی. ترکیې په خپله اعلامیه کې له افغانانو سره د خواخوږۍ څرګندونه کړې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا پېښه په کلکه غندي، د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې او ټپیانو ته یې بیړنۍ روغتیا غوښتې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د ترهګرۍ او بنسټپالنې هر ډول اعمال رد کړي دي.

ترکیې هم د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې، د ټپیانو لپاره یې د بیړنۍ روغتیا هیله کړې او له افغان ولس نه یې خپل ملاتړ څرګند کړی دی.