• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په ننګرهار او بلخ کې د بېلابېلو تورونو په تړاو ۱۹ کسان په دُرو وهلي دي

۳۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۴۱ GMT+۰

طالبانو په ننګرهار او بلخ ولایتونو کې د دوو ښځو په ګډون ۱۹ کسان د نامشروع اړيکو، له کوره د تېښتې، نشه‌يي توکو او الکولي مشروباتو د استعمال، پېر او پلور په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

د طالبانو سترې محکمې د سې‌شنبې په ورځ (د مرغومي ۳۰مه) د دوو جلا - جلا خبرپاڼو په خپرولو سره ویلي، چې یاد کسان له ۱۰ څخه تر ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم شوي وو او دغه پرېکړه د یادې ډلې د سترې محکمې له تایید وروسته پر تورنو کسانو تطبیق شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په تېره یوه اوونۍ کې څه باندې ۴۰ کسان په عام په محضر کې په دُرو وهلي دي.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یادې ډلې په عام محضر کې د بدني سزاوو او اعدامونو تطبیق بیا پیل کړی دی. دغه اقدامات د نړۍوالې ټولنې او د بشري حقونو د بنسټونو له پراخو غبرګونونو سره مخ هم دي.
نړۍوالو بنسټونو او د بشري حقونو مدافعینو په وار- وار له طالبانو غوښتي، چې د تورنو کسانو پر وړاندې د بدني سزاوو تطبیق ودروي، خو طالبان وایي چې دا مجازات د دوی له لوري د «اسلامي شریعت» پر بنسټ عملي کېږي او پر خپله تګلاره ټینګار کوي.

ترویج لرونکی

امریکا د افغانستان په ګډون ۲۳ هېوادونه د سفر لپاره خطرناک وبلل
۱

امریکا د افغانستان په ګډون ۲۳ هېوادونه د سفر لپاره خطرناک وبلل

۲

سرچینو بدخشان کې د طالبانو پر پوځي مرکز د برید او د څو ساعتونو لپاره د یفتل ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړی

۳

د طالبانو مخالفې ډلې د لومړي ځل لپاره د بدخشان یفتل ولسوالي د طالبانو له کنټروله واېستله

۴

له کړاوه ډکه ستنېدنه؛ په تورخم کې د سختې ګرمۍ له امله ستنېدونکې کډوالې مېرمنې او ماشومان له ستونزه سره مخ دي

۵

امریکا دوه‌تابعیته وګړو ته؛ متحده ایالاتو ته د سفر لپاره باید امریکايي پاسپورټ وکاروئ

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په فاریاب کې د یوې ښځې په ګډون درې کسان په دُرو وهلي دي

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۲۲ GMT+۰
100%

د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی، چې په فاریاب ولایت کې یې د یوې ښځې په ګډون درې کسان په دُرو وهلي دي. د یادې محکمې له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان یې د «نامشروع اړیکو او له کوره د تېښتې په تور» په دُرو وهلي دي.

د یادې محکمې له‌خوه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې له دې ډلې دوو کسانو ته یې د درې کلن تنفیذي بند او ۳۹ دُرو سزا او یو بل ته د ۳۰ دُرو سزا ورکړې ده.

د طالبانو سترې محکمې د خپرو شویو شمېرو له‌مخې؛ دغه ډلې د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې ۱۸۴۸ کسانو ته په عام محضر کې سزاوې ورکړې دي. په دغه کسانو کې ۲۵۰ مېرمنې هم شاملې دي.

یادې ډلې په ۲۰۲۵کال کې بیا لږ تر لږه ۱۰۳۰ کسان د بېلابېلو تورونو په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. د افغانستان انټرنشنل - پښتو د څېړنو له‌مخې؛ په ۲۰۲۵کال کې په افغانستان کې بدني سزاوې د تېر کال پرتله دوه برابره زیاتې شوې وې.

طالبانو په کابل کې یو کس په دُرو وهلی دی

۲۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۰۱ GMT+۰
100%

د طالبانو ستره محکمه وايي، په کابل کې یې یو کس په ۳۹ دُرو وهلی دی. د کابل ولایت لپاره د طالبانو د ښاري محکمې د درېیم زون د جزا دیوان د مسوولینو په وینا، دغه کس د جنسي تیري په تور په دُرو وهل شوی دی.

د طالبانو سترې محکمې د شنبې په ورځ (د مرغومي ۲۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، یاد کس پر یو کال او ۶ میاشتې تنفیذي بند هم محکوم شوی دی.

د کابل ولایت لپاره د طالبانو د ښاري محکمې د درېیم زون د جزا دیوان دغه پرېکړه د سترې محکمې له تاییدۍ وروسته عملي شوې ده.

د یادونې وړ ده، چې طالبانو په ۲۰۲۵ کال کې لږ تر لږه ۱۰۳۰ کسان د بېلابېلو تورونو په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. د افغانستان انټرنشنل - پښتو د څېړنو له‌مخې؛ په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې بدني سزاوې د تېر کال پرتله دوه برابره زیاتې شوې وې.

طالبانو په هرات او کونړ کې د یوې ښځې په ګډون اته کسان په دُرو وهلي دي

۲۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۶، ۰۸:۳۲ GMT+۰
100%

د طالبانو سترې محکمې د دوو جلا خبرپاڼو په خپرولو سره ویلي، چې په هرات او کونړ کې یې د یوې ښځې په ګډون اته کسان په دُرو وهلي دي. د یادې محکمې په خبره؛ دغه کسان یې «د لواطت او غلا» په تور په دُرو وهلي دي.

د یادې محکمې له‌خوا په لومړۍ خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په هرات ولایت کې یې اوو کسانو ته «د غلا او لواطت» په تور د یو کلن تنفيذي بند او له ۳۰ تر ۳۹ دُرو سزا ورکړې ده. د یادې محکمې له‌خوا په دویمې خبرپاڼه کې راغلي، چې په کونړ ولایت کې یې یو کس ته د «لواطت» په تور د يو کلن تنفيذي بند او ۳۰ دُرو سزا ورکړې ده.

د طالبانو سترې محکمې د خپرو شویو شمېرو له‌مخې؛ دغه ډلې د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې ۱۸۴۸ کسانو ته په عام محضر کې سزاوې ورکړې دي. په دغه کسانو کې ۲۵۰ مېرمنې هم شاملې دي.

یادې ډلې په ۲۰۲۵کال کې بیا لږ تر لږه ۱۰۳۰ کسان د بېلابېلو تورونو په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. د افغانستان انټرنشنل - پښتو د څېړنو له‌مخې؛ په ۲۰۲۵کال کې په افغانستان کې بدني سزاوې د تېر کال پرتله دوه برابره زیاتې شوې وې.

طالبانو په کونړ کې درې کسان په دُرو وهلي دي

۲۳ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۶، ۰۷:۳۱ GMT+۰
100%

د طالبانو سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په کونړ ولایت کې یې درې کسان په دُرو وهلي دي. د یادې محکمې په خبره؛ دغه کسان یې «د لواطت» په تور په دُرو وهلي دي.

د یادې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسانو ته د درې کاله تنفيذي بند او ۳۹ـ ۳۹ دُرو سزا ورکړل شوې ده.

د طالبانو سترې محکمې د خپرو شویو شمېرو له‌مخې؛ دغه ډلې د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې ۱۸۴۸ کسانو ته په عام محضر کې سزاوې ورکړې دي. په دغه کسانو کې ۲۵۰ مېرمنې هم شاملې دي.

یادې ډلې په ۲۰۲۵کال کې بیا لږ تر لږه ۱۰۳۰ کسان د بېلابېلو تورونو په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. د افغانستان انټرنشنل - پښتو د څېړنو له‌مخې؛ په ۲۰۲۵کال کې په افغانستان کې بدني سزاوې د تېر کال پرتله دوه برابره زیاتې شوې وې.

طالبانو په پکتیا ولایت کې ۶ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي

۲۲ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۵۸ GMT+۰
100%

د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی، چې د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ د ابتدایه محکمې د پرېکړې پر بنسټ شپږ کسان د اخلاقي فساد په تور په عام محضر کې په دُرو وهل شوي دي.

د طالبانو د سترې محکمې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد کسان د څمکنیو ولسوالۍ ابتدایه محکمې له خوا له ۲۰څخه تر ۳۹دُرو پورې پر سزا محکوم شوي وو. دغه پرېکړه تر هغه وروسته عملي شوه، چې د سترې محکمې له خوا تایید شوه.

د خبرپاڼې له مخې، د سزا د تطبیق لپاره په جوړه شوې غونډه کې د څمکنیو ولسوالۍ د ابتدایه محکمې مشر مولوي جنت میر متقي، ولسوال قاري محمد صادق عمیر، امنیې قوماندان قاري محمد سفیر سلیم، د امر بالمعروف امر مولوي ذبیح‌الله، یو شمېر طالب نظامیانو او عامو خلکو ګډون درلود.

طالبان ویلي، دا سزاوې د هغوی د قضايي ارګانونو د پرېکړو پر بنسټ او د شرعي احکامو له مخې عملي شوې دي.

په وروستیو میاشتو کې د طالبانو له‌خوا په بېلابېلو ولایتونو کې د بدني سزاوو د عملي کولو راپورونه زیات شوي او د طالبانو دغه اقدامات د بشري حقونو بنسټونو له سختو غبرګونونو سره مخ شوي دي.