طالبانو په بلخ کې دوه «مسلکي کوډګر» نیولي دي

د طالبانو د امربالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدو وزارت خبر ورکړی، چې په بلخ ولایت کې د دوی محتسبینو دوه «مسلکي کوډګر» نیولي دي. د یاد وزارت په وینا؛ دغه کوډګرو خلک دوکه کول او پیسې یې ترې اخیستې.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ نیول شوي کسان «مسلکي کوډګر» بلل شوي، چې د تېرو څو کلونو په اوږدو کې یې له دې لارې له خلکو پیسې ترلاسه کولې. خبرپاڼه زیاتوي، یاد کسان تر نیول کېدو وروسته اړوندو عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.
