د سوداګرۍ بدیلې لارې؛ د حیرتان بندر له لارې د وارداتو او صادراتو په کچه کې زیاتوالی راغلی

په حیرتان بندر کې طالب چارواکي وايي، د روان کال له پیل راهیسې د دغه بندر له لارې تر ۲.۱۵ مېلیون ټنه ډېر واردات او شاوخوا ۱۳۸زره ټنه صادرات شوي چې یوازې په تېرو درېیو میاشتو کې له پاکستان سره د سوداګرۍ تر بندېدو وروسته په وارداتو کې ۶۲ او په صادراتو کې ۴۰سلنه زیاتوالی راغلی.