• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ترکیې او ایران د کابل پرونۍ چاودنه غندلې

۳۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۵۹ GMT+۰

ترکیې او ایران د کابل په شهرنو کې پرونۍ چاودنه چې اووه تنه افغانان او یو چینایی وګړی پکې وژل شوي، غندلې ده. ایران دغه برید ترهګریز ګڼلی او ویلي یې دي چې د هرډول ترهګرۍ مخالف دی. ترکیې په خپله اعلامیه کې له افغانانو سره د خواخوږۍ څرګندونه کړې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا پېښه په کلکه غندي، د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې او ټپیانو ته یې بیړنۍ روغتیا غوښتې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د ترهګرۍ او بنسټپالنې هر ډول اعمال رد کړي دي.

ترکیې هم د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې، د ټپیانو لپاره یې د بیړنۍ روغتیا هیله کړې او له افغان ولس نه یې خپل ملاتړ څرګند کړی دی.

ترویج لرونکی

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي
۱

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۲

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۳

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۴

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۵

د ملایعقوب په مشرۍ غونډه کې د ملا هبت الله د فرمانونو پر بشپړې پلي کېدا ټینګار شوی

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په خوست کې ۱۰ صرافۍ د کلدارو د کارونې له امله وتړلې

۳۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۶، ۱۵:۳۳ GMT+۰

په خوست کې د طالبانو ولایتي ویاند مستغفر ګربز ویلي، چې د خوست ولایت د افغانیو د ترویج کمېسیون له لوري هغه لس صرافۍ مهر او وتړل شوې، چې په خپلو مالي راکړو ورکړو کې یې له بهرنۍ کرنسۍ، په ځانګړي ډول پاکستانۍ کلدارې، استفاده کوله.

د ګربز په وینا، دا اقدام د نافذه قوانینو د تطبیق، د افغانیو د حاکمیت د پیاوړتیا او د ملي اسعارو د ثبات د ساتنې په موخه ترسره شوی دی.

هغه زیاتوي چې تړل شوې صرافۍ به تر بل امر پورې مهر پاتې وي.

ګربز وایي یو ځل بیا د خوست ولایت ټولو سوداګرو، دوکاندارانو او صرافانو ته په جدي ډول خبرداری ورکړل شو، چې د بهرنۍ کرنسۍ استعمال، په ځانګړي ډول د پاکستانۍ کلدارې کارونه، په بشپړ ډول منع دي او هېڅ شخص یا سوداګریز مرکز ته اجازه نشته، چې په خپلو معاملاتو کې له افغانیو پرته بله کرنسي وکاروي.

سراج الدین حقاني: په پاکستان کې هم غواړو چې اسلامي وروري او امن راشي

۳۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۳۱ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې پر خلکو غږ کړی، چې خپله سیمه په امن کې وساتي او چاته ترې ستونزې جوړې نه شي. حقاني ویلي، چې پاکستان یې ورور او ګاونډی هېواد دی او هلته هم د افغانستان په څېر «اسلامي امن او وروري» غواړي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر د دوشنبې په ورځ، د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د خپلې ډلې د پخواني وژل شوي قوماندان مولوي کلام نافذ د ورور د جنازې په مراسمو کې وویل، چې په تېرو شلو کلونو کې چې دده په وینا، له امریکايي ځواکونو کومې ستونزې په میراث پاتې دي، باید د جرګو او مرکو له لارې اوارې شي.

مولوي کلام نافذ د حقاني شبکې جګپوړی غړی و، چې په ۲۰۰۳ کال کې یې د شاهیکوټ د جګړې پرمهال له افغانستان نه وزیرستان او نورو قبایلي سیمو ته د بهرنیوجنګیالیو او د هغوی د کورنیو په انتقال کې ټاکونکی رول درلود.

نوموړي د جرګو او مرکو له لارې د ستونزو پر حل ټینګار وکړ او ویې ویل، « په جنګ کې مو خپل غیرت کړی او میدان مو ساتلی، خو په مرکه او جرګه کې له چا کمزوري نه یو، پیاوړي یو. غواړو او کوښښ به کوو چې دا ستونزې په جرګه او مرکه حل کړو».

په همدې ترڅ کې هغه د زور کارول د ستونزو حل ونه باله او ویې ویل، چې « چې د ځوانانو وینې مو تراوسه په جوش کې دي، دماغ یې همغه جنګي دماغ دي او ټیټه خبره د هیچا په مقابل کې خوند نه ور کوي».

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر له اسلام اباد سره د اړیکو په اړه وویل، چې پاکستان یې ګاونډی ورور هېواد دی او لکه څنګه چې په افغانستان کې امن راغی، په پاکستان کې هم دوی دغسې اسلامي امن او اخوت غواړي.

حقاني زیاته کړه، « پاکستان زموږ ګاونډی هېواد دی، چې له موږ نه دوی او له دوی نه موږ ته ستونزه ونه رسیږي».

نوموړي وویل چې د ځوانانو ماغزه همغه جنګي دماغ دي، خو کومه ژمنه یې چې کړې، هغه پلي کوي.

هغه د پاکستان له نوم یادولو پرته وویل، « زموږ اراده د خیر ده. نه دا، چې خلکو ته ستونزې جوړې شي».

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر په برمل کې دغه خبرې داسې مهال کوي، چې پاکستان پر یادې ولسوالۍ څو ځله هوايي بریدونه کړي او ادعا کوي، چې په دې سیمه کې د پاکستاني طالبانو، په ځانګړي ډول د حافظ ګل بهادر د ډلې جنګیالي پټ دي.

طالبان د پاکستان دغه تورونه ردوي او وايي، چې د وسله والو ستونزه د پاکستان داخلي موضوع ده.

رویټرز: د ژمي سړې هوا او د مرستو کمېدو په افغانستان کې د لوږې کړکېچ لاډېر کړی

۳۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۶، ۱۳:۰۲ GMT+۰

د رویټرز د راپور له مخې، په افغانستان کې د ژمي سړې هوا او د نړیوالو مرستو کمېدو د خلکو د ژوند شرایط ډېر ترینګلي کړي او لوږه او اقتصادي کړکېچ یې زیات کړي دي.

هغه زرګونه افغانان چې په تېر یو کال کې له ایران او پاکستان څخه په زور اېستل شوي، د بې‌وزلۍ، بې‌کورۍ او لوږې له سختو شرایطو سره مخ دي.

په کابل کې سمیع‌الله، چې پنځه ماشومان او درې میاشتنۍ لمسی لري، په یوه خیمه کې ژوند کوي او خوراک یې یوازې وچه ډوډۍ او چای دی، چې له ټولې کورنۍ سره یې خوري. هغه ویلي له دې حالت څخه په مرګ راضي دی.د هغه کورنۍ، چې دوو زامنو یې هم خپلې کورنۍ ورسره راوړې دي، د هغو میلیونونو کډوالو له ډلې یوه هغه ده چې له ایران او پاکستان نه په جبري ډول ستانه کړای شوي دي.

سمیع‌الله او کورنۍ یې د ایراني چارواکو د چاپو پر مهال ونیول شول او وشړل شول. د سپما ډېره برخه یې له لاسه ورکړه. هغه وایي په ایران کې لږ تر لږه د یوې ورځې بشپړ خواړه برابرېدل، خو په افغانستان کې نه کار شته او نه کومه بله وسیله.

د خوړو نړیوال پروګرام په راپور کې ویلي، اوس چې مرستې د پام وړ کمې شوې، شاوخوا ۱۷ میلیونه افغانان د شدیدې لوږې له خطر سره مخ دي. د افغانستان د څانګې مشر جان ایلیف وایي ډېری هغه کسان چې له ګاونډیو هېوادونو بېرته شړل شوي، پخوا یې کار کاوه او خپلې کورنۍ ته یې پیسې استولې. دغو پیسو د افغانستان د وګړو لپاره د ژوند کرښه جوړوله، خو اوس دغه سرچینه پرې شوې ده. هغه زیاته کړې چې د تېرو کلونو په پرتله د خوارځواکۍ کچه په بې‌ساري ډول لوړه شوې او اټکل کیږي چې په ۲۰۲۶ کال کې به ۲۰۰ زره نور ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ شي.

راپور زیاتوي چې په بامیان کې دخوړو نړیوال پروګرام د مرستو وېش مرکز د خلکو له اوږدو کتارونو ډک دی. ډېری کسان، لکه زهرا احمدي چې د اتو لوڼو کونډه مور ده، وایي چې مرستې بسنه نه کوي او د ژمي د تېرېدو لپاره مجبور دي نیمګړې خواړه وخوري.

همدا راز د رویټرز راپور کې راغلي چې په کابل کې روغتیايي مرکزونه د خوارځواکۍ له ماشومانو ډک دي.

ډاکټرې رابعه رحیمي ویلي چې د ناروغانو شمېر د کډوالو د زیاتوالي له امله دوه چنده شوی دی. یو شمېر کورنیو د طالبانو له واکمنېدو وروسته د عاید سرچینې له لاسه ورکړې او اقتصادي ستونزې یې ورځ تر بلې زیاتې شوې دي.

لاوروف: بریتانیا نور باید «لویه بریتانیا» ونه بلل شي

۳۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۵۵ GMT+۰

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، نور وړ نه ده، چې بریتانیا د «لویې بریتانیا» په نامه یاده شي، ځکه د ده په وینا، دا یوازینی هېواد دی چې پخپله یې په رسمي ډول ځان «لوی» بللی دی.

لاوروف د سې‌شنبې په ورځ له خبریالانو سره د خبرو پر مهال، چې د استعمار او ګرینلنډ اړوند مسایلو ته یې اشاره کوله، وویل: «زما په اند، بریتانیا باید یوازې بریتانیا وبلل شي، ځکه ‘لویه بریتانیا’ په نړۍ کې یوازینی مثال دی چې یو هېواد ځان پخپله ‘لوی’ بولي».

هغه زیاته کړه چې په تاریخ کې د داسې نوم بل مثال د معمر قذافي تر مشرۍ لاندې «د لویې سوسیالیستي ولسي لیبیا عربي جمهوریت» و، خو دا نظام نور نشته.

په روسي ژبه کې د «بریتانیا متحده پادشاهۍ او شمالي ایرلنډ» رسمي نوم د «وېلیکو بریتانیا» په نوم یادیږي، چې مانا یې «لویه بریتانیا» ده.

دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د ټرمپ حکومت هڅه کوي له مسکو سره اړیکې بیا تنظیم کړي او د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې د منځګړیتوب رول ولوبوي، خو په ورته وخت کې روسیې بریتانیا ته د خپل «لومړي درجه دښمن» نوم ور کړی دی.

طالبانو د قمبرعلي بابا او شاه برهان اغا په نامه زیارتونه د تاریخي ابداتو په توګه ثبت کړل

۳۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۶، ۱۲:۵۳ GMT+۰

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي چې په جلال‌‌اباد ښار کې یې د قمبرعلي بابا او شاه برهان اغا په نامه دوه زیارتونه د تاریخي ابداتو په توګه ثبت کړي دي.

یاد وزارت د سې شنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دا اقدام یې د تاریخي او لرغونو سیمو د ثبت بهیر په دوام کې کړی دی.

د یاد ریاست مسوولینو ویلي، د قمبرعلي بابا زیارت د جلال‌اباد ښار د بلند غر بازار ترڅنګ موقعیت لري او د شاه برهان اغا زیارت د ښار اړوند په اتمه ناحیه کې موقعیت لري.

دواړه زیارتونه شاوخوا ۴۰۰ کلنه تاریخي مخینه لري.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ټینګار کړی چې د دغو تاریخي ابداتو د لا ښې ساتنې، خوندیتوب او پېژندنې په موخه به لازمې کړنې ترسره شي، څو دا تاریخي میراثونه راتلونکو نسلونو ته خوندي پاتې شي.