• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د نړۍوالو مرستو کمښت او سوړ ژمي په افغانستان کې د لوږې ناورین پراخ کړی

۳۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۶، ۰۵:۱۲ GMT+۰

د نړۍوالو سازمانونو د راپورونو له مخې؛ د نړۍوالو مرستو کمښت، له ګاونډیو هېوادونو د مېلیونونه افغانانو جبري اېستنې او د ژمي سختو شرایطو له امله په افغانستان کې د لوږې ناورین لا پراخ شوی دی.

رویترز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د مرستو کمښت او له ګاونډیو هېوادونو د جبري اېستلو له امله افغانان له پراخو ستونزو سره مخ دي. ۵۵ کلن افغان سمیع‌الله چې له خپلې کورنۍ سره له ایران نه په جبري توګه اېستل شوی، په کابل کې په یوه خېمه کې ژوند کوي.
هغه وايي: «موږ هغه نقطې ته رسېدلي یو، چې مرګ ته هم راضي یو». سمیع‌الله له خپلې کورنۍ سره په ایران کې نیول شوی او بیا په جبري توګه افغانستان ته ستون شوی. هغه وايي، د دوی وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي او د ژوند ټولې اسانتیاوې یې له‌منځه تللې دي.

د نړۍوالو مرستو د کمښت له امله د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) اټکل کړی، چې شاوخوا ۱۷ مېلیونه افغانان له سختې لوږې سره مخ دي. په افغانستان کې د دغه سازمان مشر جان ایلیف ویلي، د ژمي په رارسېدو سره کاري فرصتونه له‌منځه تللي او د بېرته ستنېدونکو افغانانو شمېر د افغانستان نفوس زیات کړی. هغه زیاته کړې: «ډېریو افغانانو په ایران او پاکستان کې کار کاوه او پیسې یې کور ته لېږلې، چې دغه مرستې د افغانستان د خلکو لپاره حیاتي وې».

بل پلو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، هغه افغانان چې له ګاونډیو هېوادونو اېستل شوي په افغانستان کې تر یو حده مرسته ترلاسه کوي؛ لکه د ترانسپورت، استوګنې، روغتیایي خدمتونو او خوراک په برخو کې. نوموړي ټینګار کړی، چې د اقتصادي پروګرامونو اغېز وخت غواړي او ژر تر ژره د خلکو ژوند ته رسېدنه نه‌کېږي.

د راپور له مخې؛ ایران او پاکستان شاوخوا ۲.۵ مېلیونه افغانان له خپلو هېوادونو اېستلي، چې د اقتصادي فشار او د ژمي د سختو شرایطو له امله وضعیت نور هم کړکېچن شوی دی.

د نړۍوالو سازمانونو اټکل ښيي، چې سږکال به شاوخوا ۲۰۰زره نور ماشومان د خوړو د کمښت له سختو ستونزو سره مخ شي او د تېر کال پرتله د خوارځواکۍ کچه په هېواد کې بې‌سارې لوړېدو ته رسېدلې ده.

ترویج لرونکی

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي
۱

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۲

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۳

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۴

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۵

د ملایعقوب په مشرۍ غونډه کې د ملا هبت الله د فرمانونو پر بشپړې پلي کېدا ټینګار شوی

•
•
•

نور کیسې

عبدالکریم خرم: د شهرنو چاودنه د سترو قدرتونو د سیالۍ د یوې واحدې کیسې برخه ده

۳۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۶، ۰۴:۲۸ GMT+۰

د تېر جمهوري نظام پرمهال د اطلاعاتو او کلتور وزیر عبدالکریم خرم ویلي، د نړۍ د لویو قدرتونو سیالۍ د بې‌ګناه خلکو ژوند اغېزمن کړی او د کابل د شهرنو چاودنه هم د همدې لوبې یوه برخه ده. نوموړي د دغه پېښې قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړې.

هغه پر اېکس پاڼه لیکلي، روانې نړۍوالې پېښې د قدرتونو ترمنځ د سیالۍ او نفوذ د لوبې بېلابېلې بڼې دي. نوموړي ټینګار کړی، چې « له بده مرغه تر ټولو کمزوري د دغه لوبو قرباني کېږي».

هغه ویلي، د قرباني کېدو مخه نیول کېدای شي؛ خو په دې شرط چې د دغه سیالیو او لوبو منځپانګه وپېژندل شي. خرم د پخواني ولسمشر اشرف غني پر تګلارو هم نیوکه کړې او لیکلي یې دي: «اشرف غني یا دغه لوبه ونه پېژندله، یا مامور و چې وه یې نه پېژني.»

د شهرنو د وروستۍ چاودنې په اړه ښاغلي خرم د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي، په وژل شویو کې داسې کسان هم شامل وو چې د روان کړکېچن اقتصادي ستونزو په منځ کې «د خپلو کورنیو یوازیني عاید ګټونکي» وو.

دغه څرګندونې داسې مهال دي، چې د کابل په شهرنو سیمه کې پرونۍ چاودنې یو ځل بیا د امنیت، سیمه‌ییزو بدلونونو او نړۍوالو سیالیو پر اغېزو بحثونه راپارولي دي.

محمود خان اڅکزی: افغانستان ته د صادراتو بندښت بزګران او سوداګر سخت زیانمن کړي دي

۳۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۴۲ GMT+۰

د پاکستان حکومت د اپوزېسیون مشر محمود خان اڅکزي ویلي، افغانستان د پاکستان لپاره یو لوی سوداګریز بازار و؛ خو د اسلام‌اباد ناسمو پالیسیو له امله نه یوازې صادرات اغېزمن شوي، بلکې د لسګونه زره کسانو روزګار هم له جدي ګواښ سره مخ شوی دی.

محمود خان اڅکزي پر اېکس پاڼه لیکلي، افغانستان د پاکستان لپاره داسې ځای و چې «په مېلیاردونو روپیو توکي به ورته صادرېدل»؛ خو اوس د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه په ټپه درېدلې ده.

نوموړي ټینګار کړی، د افغانستان او پاکستان ترمنځ اته مهمې لارې شته چې «د سلګونه زره کسانو روزګار ورسره تړلی دی» او باید دغه لارې ژر تر ژره پرانیستل شي؛ څو د ولسي خلکو اقتصادي ستونزې راکمې شي.

اڅکزي د پاکستان پر اوسنیو اقتصادي پالیسیو نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې د همدغه ناسمو پالیسیو له امله «اوس په پنجاب کې بزګران خپل کچالو غورځوي»، ځکه د صادراتو لارې تړل شوې او کرنیز محصولات ښه بازار نه‌لري.

نوموړي زیاته کړې، چې له بلوچستان نه تر خیبر پښتونخوا پورې نږدې ۱۰۰زره کسانو به هره ورځ افغانستان ته تګ راتګ او خپل روزګار کاوه؛ خو د لارو د تړل کېدو له امله دغه عایداتي سرچینه پرې شوې ده.

حامد کرزي د کابل په شهرنو سیمه کې پر چینایي رسټورانټ پرونۍ چاودنه وغندله

۳۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۲۲ GMT+۰

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د کابل ښار په شهرنو سیمه کې پر یوه چینایي رسټورانټ د شوې چاودنې له امله د اوښتې مرګ‌ژوبلې په تړاو اندېښنه څرګنده کړې او دغه برید یې غندلی دی.

حامد کرزي پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د کابل په شهرنو سیمه کې پر چینایي رسټورانټ شوې چاودنه «د اندېښنې وړ ده». نوموړي د یادې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ټپیانو ته یې د بېړنۍ روغتیا غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې داعش خراسان ډلې د کابل په شهرنو سیمه کې پر یوه چینايي رسټورانټ د «ځانمرګي برید» مسوولیت منلی دی. دغه پېښه پرون مازدیګر (دوشنبه د مرغومي ۲۹مه) شوې، چې له امله یې د یوه چینايي په ګډون ۷ کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي. په ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د داعش خراسان څانګې ادعا کړې، په دغه برید کې یو شمېر چینایان، ولسي وګړي او همداراز هغه طالب ځواکونه چې په یاده سیمه کې یې د امنیت ساتنې مسوولیت لاره، وژل شوي او یاهم ټپیان شوي دي. یادې ډلې د کوم سند وړاندې کولو پرته د اوښتې مرګ ژوبلې شمېر ۲۵ بللی دی.

رحمت‌الله نبیل: د کابل برید داعش ډلې د پاکستان په همغږۍ ترسره کړی

۳۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۰۷ GMT+۰

د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل ادعا کړې، چې په کابل کې د چینايي مسلمانانو او افغانانو پر ګډ رسټورانټ برید داعش ډلې د پاکستان په همغږۍ ترسره کړی. نوموړي ویلي، چې د «خالد المنات» په نوم د داعش ډلې مشر د پاکستان په نوشهره سیمه کې د یادې ډلې مشري کوي.

هغه د سې‌شنبې په ورځ (د مرغومي ۳۰مه) د کابل وروستي برید ته په اشارې سره پر اېکس پاڼه کاږلي، چې دغه برید د پاکستان په نوشهره سیمه کې د یادې ډلې د مشر «خالد المنات» له‌خوا پلان شوی او د هغه په لارښوونه ترسره شوی دی.

نبیل لیکلي: «د خالد المنات په نوم یو کس د پاکستان په نوشهره سیمه کې د داعش ډلې مشري او د پاکستان د پوځي استخباراتي‌ادارې سره په همغږۍ فعالیت کوي». نوموړي زیاته کړې، چې په دغه مرکز کې تر ۵۰ ډېر د داعش غړي روزل شوي او د بریدونو لپاره چمتو شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې داعش خراسان ډلې د کابل په شهرنو سیمه کې پر یوه چینايي رسټورانټ د «ځانمرګي برید» مسوولیت منلی دی. دغه پېښه پرون مازدیګر (دوشنبه د مرغومي ۲۹مه) شوې، چې له امله یې د یوه چینايي په ګډون ۷ کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي. په ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د داعش خراسان څانګې ادعا کړې، په دغه برید کې یو شمېر چینایان، ولسي وګړي او همداراز هغه طالب ځواکونه چې په یاده سیمه کې یې د امنیت ساتنې مسوولیت لاره، وژل شوي او یاهم ټپیان شوي دي. یادې ډلې د کوم سند وړاندې کولو پرته د اوښتې مرګ ژوبلې شمېر ۲۵ بللی دی.

دایکنډي کې د تېرې ورځې زلزلې له امله ۶۷ کورونه زیانمن شوي دي

۳۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۴۳ GMT+۰

په دایکنډي کې د طالبانو تر واک لاندې له پېښو سره د مبارزې ادارې خبر ورکړی، چې د تېرې ورځې زلزلې له امله په دغه ولایت کې د استوګنې ۶۷کورونه زیانمن شوي دي. یادې ادارې زیاته کړې، چې د کره ارزونې او څېړنې لپاره یې یو پلاوی هم سیمې ته استولی دی.

په دایکنډي کې د طالبانو تر واک لاندې له پېښو سره د مبارزې ادارې رسنیز مسوول سکندر حافظي ویلي، چې تېره ورځ د یوې زلزلې له امله د یاد ولایت په مرکز کې ۲۴، خدیر ولسوالۍ کې ۳۰، شهرستان ولسوالۍ کې ۱۰ او پاتو ولسوالۍ کې ۳ استوګنیز کورونه زیانمن شوي دي.

د نوموړي‌ په خبره؛ زیانمنو سیمو ته یو پلاوی هم رسېدلی او تر څېړونو وروسته به د مرستو په برخه کې اړین اقدامات ترسره کړي. خو یادې ادارې د زلزلې له امله د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه بیا څه نه‌دي ویلي.

تر دې وړاندې هم د افغانستان شمال یوې زورورې زلزلې لړزولی و، چې له امله یې تر ۲۰ ډېر کسان مړه او نږدې ۱۰۰۰ کسان ټپیان شوي وو.