
اسراییل د سېشنبې په ورځ د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو د ژغورنې ادارې (UNRWA) څو ودانۍ د ختیځ بیتالمقدس دننه ونړولې. ملګرو ملتونو دا اقدام د نړۍوالو قوانینو سرغړونه بللې ده.
په دغو ودانیو کې چې پخوا د ملګرو ملتونو د کډوالو لپاره د ژغورنې ادارې لسګونو کارکوونکو کار کاوه، له تېر کال راهیسي نه ده کارول شوې، ځکه اسراییل ورته امر کړی و چې خپل ټول دفترونه باید تخلیه کړي او فعالیتونه ودروي.
اسراییل یاد دفتر په تعصت تورن کړی دی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د سېشنبې په ورځ د اسراییل دا اقدام غندلی دی. د ملګرو ملتونو مرستیال ویاند فرحان حق خبریالانو ته وویل: «سرمنشي د اسراییل له حکومت څخه غوښتنه کوي چې سمدستي د ملګرو ملتونو د کډوالو د ژغورنې ادارې (UNRWA) او د شیخ جراح کمپ ورانول ودروي او دا کمپ او د ملګرو ملتونو د کډوالو د ژغورنې ادارې نور تاسیسات پرته له ځنډ څخه بېرته ملګرو ملتونو ته وسپاري او ودې رغوي».
اسراییل ادعا کړې، چې د(UNRWA) ځینې کارکوونکي د فلسطیني وسلهوالې ډلې حماس غړي وو او د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه یې پر اسراییل په هغه برید کې برخه اخیستې وه، چې شاوخوا ۱۲۰۰ اسراییلیان پهکې ووژل شول او وروسته د حماس پر ضد د اسراییل جګړه پیل شوه؛ هغه جګړه چې د غزې چارواکي وایي تر اوسه پهکې له ۷۱ زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.