نایجریا کې وسلهوالو له یوې کلیسا لسګونه عبادت کوونکي تښتولي دي

د نایجریا د کادونا ایالت د یوې کلیسا مشر وایي، چې وسلهوالو له دوو کلیساوو څخه لسګونه عبادت کوونکي تښتولي دي. د یادې کلیسا مشر د تښتول شویو کسانو شمېر تر ۱۶۰ ډېر یاد کړی دی.

د نایجریا د کادونا ایالت د یوې کلیسا مشر وایي، چې وسلهوالو له دوو کلیساوو څخه لسګونه عبادت کوونکي تښتولي دي. د یادې کلیسا مشر د تښتول شویو کسانو شمېر تر ۱۶۰ ډېر یاد کړی دی.
د کادونا ایات پولیسو ویلي، چې وسلهوال په پرمختللو وسلو سمبال وو. پولیسو د تښتول شویو کسانو کره شمېر نهدی یاد کړی. د پولیسو ویاند ویلي، چې د سړکونو د خرابوالي او د سیمې د لرې والي له امله کره معلوماتو ترلاسه کول ستونزمن دي.
د نایجریا د شمالي برخې د یوې عیسوي ټولنې مشر ریورنډ جان حیاب د ټلیفون له لارې رویټرز ته ویلي، ۱۷۲ عبادت کوونکي تښتول شوي چې ۹ تنه له برید کوونکو بېرته تښتېدلي دي. پولیسو ویلي، چې د تښتوونکو د څار او د نیول شویو کسانو د ژغورولو لپاره یې سیمې ته یوشمېر ځواکونه لېږلي دي.

د سوریې د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د داعش ۱۲۰ جنګیالي د شدادي ښار له زندانه تښتېدلي دي. دغه اعلان وروسته له هغه وشو، چې یوې کُردۍ وېبپاڼې د سوریې د دیموکراتیکو ځواکونو د ویاند فرهاد شامي له حوالې لیکلي چې شاوخوا ۱۵۰۰ د داعش غړي له زندانه تښتېدلي دي.
دغه بندیان د سوریې د پوځ او کُرد ځواکونو ترمنځ د وروستیو نښتو پرمهال تښتېدلي دي. د سوریې د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د دوی ځواکونه او پوځ د بندیانو له تښتېدو وروسته زندان ته ننوتل. دا هم ویل شوي، چې امنیتي ځواکونو په ښار او شاوخوا سیمو کې د لټون او چاڼیزو عملیاتو وروسته ۸۱ تښتېدلي کسان بېرته نیولي او د پاتې نورو د نیولو هڅې روانې دي.
تر دې وړاندې د سوریې پوځ ویلي و، چې د داعش یوشمېر وسلهوال د ختیځ ښار شدادي کې د سوریې د دیموکراتیکو ځواکونو تر کنټرول لاندې زندانه تښتېدلي دي.
د سوریې دولتي خبري اژانس سانا راپور ورکړی، چې د داعش جنګیالي له زندانه تر تښتېدو وروسته د سوریې پوځ په الشدادي ښار کې ګرځبندیز اعلان کړ. د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د پوځ له برید وروسته یې د الاقطان زندان کنټرول له لاسه ورکړی دی؛ خو پوځ دغه ادعا رد کړې ده.
د کُردانو په مشرۍ ځواک دا هم ویلي، چې د الاقطان زندان شاوخوا نښتو کې د دوی نهه غړي وژل شوي او شل نور ټپیان دي. د راپورونو له مخې؛ د سوریې د کورنیو چارو وزارت به اوس د زندان د امنیت مسوولیت په غاړه واخلي. کُردي ځواکونو هوکړه کړې، چې له پوځ سره تر مرګونو نښتو وروسته د اوربند د یوې برخې په توګه د رقه او دیر الزور سیمو څخه ووځي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ په غوښتنه یو شمېر اروپا مېشتو پښتنو په سویزرلینډ کې د نړۍوال اقتصادي فورم غونډې مخې ته د پښتنو د حقونو لپاره د غږ پورته کولو په موخه اعتراض وکړ. منظور پښتین وايي، سره له دې چې پاکستان له سویزرلینډ حکومته غوښتي و، چې د اعتراض مخه ونیسي، خو بیا هم اعتراض وشو.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین څو ورځې مخکې له اروپايي مېشتو پښتنو غوښتي وو، چې د سویزرلینډ په ډېوس ښار کې د نړۍوال اقتصادي فورم چې د پاکستان، امریکا او چین په ګډون د ګڼو هېوادونو استازي ګډون کوي، د پښتنو د حقونو لپاره اعتراضي لاریون وکړي.
پښتین همدا څو ورځې مخکې ویلي و، چې د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف او د پوځ مشر هم په یاده غونډه کې ګډون کوي او غواړي په دغې جوړېدونکې غونډه کې په «دروغو» سره د بشري حقونو او جمهوریت په دعوې سره پاکستان د یوه مشروع هېواد په توګه معرفي کړي، خو په حقیقت کې د پاکستان نظام استعماري، د «پښتنو قاتل» او د پښتونخوا د خاورې «لوټمار» دی.
له دې سره سم، منظور پښتین د سویزرلینډ په نننۍ اعتراضیه راټولېدنه کې د ټلېفون له لارې خبرو کې وویل، پاکستان په دغه هېواد کې هم د پښتنو د احتجاج د مخنیوي هڅه کړې ده.
پښتین د دوشنبې په ماخوستن (د مرغومي په ۲۹مه) یادې اعتراضیه راټولېدنې ته ویلي: «پنجابي ریاست په سویزرلینډ کې هم د پښتنو د احتجاج د مخنیوي هڅه کړې ده۔ هغوی د سویزرلینډ حکومت ته لیکلی درخواست کړی دی چې د پيټياېم احتجاج ته اجازه ور نهکړل شي، ځکه چې ګواکې د شهباز شریف او نورو پلاویو ژوند ته ترې خطر شته».
د نوموړي په وینا، پر دغې راټولېدنې له محدودیتونو سره سره اعتراضیه راټولېدنه شوې او ښايي دغه بهیر هم دوام ومومي.
د یادونې وړ ده، چې یاده نړۍواله څلور ورځینۍ غونډه د جنورۍ پر ۱۹مه پیل او ۲۲مه به پای ته ورسېږي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ایران له بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سره پر ټلېفون دغه هېواد کې پر روان وضعیت باندې خبرې کړې دي. متقي خوښي څرګنده کړې، چې د ایران په روان وضعیت کې د منفي کړنو مخه نیول شوې ده.
د افغانستان پر وخت دوشنبه د (مرغومې ۲۹مه) د شپې شاوخوا لس بجې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د دغه ټلېفوني اړیکې په تړاو خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي، امیرخان متقي د سیمې امنیت او ثبات د ټولو لوریو په ګټه بللی دی. همدا راز ویل شوي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی، څو د مسایلو د حل لپاره تعامل وشي او ټول لوري له ډېپلوماټیکو لارو چارو څخه کار واخلي.
که څه هم خبرپاڼه کې طالبانو د ایران د ولسي پاڅونونو په تړاو په څرګنده څه نه دي لیکلي؛ خو په اشاروي توګه ورته یادونه شوې او له مستیقې یادونې یې ډډه شوې ده. طالبانو د عباس عراقچي له قوله لیکلي، چې هغه د ایران د وروستي وضعیت په تړاو د طالبانو له «مثبت دریځ» څخه ستاینه کړې او همداراز د افغانستان له رسنیو یې هم مننه څرګنده کړې، چې د ایران په تړاو یې مثبت لوری خپل کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان انټرنشنل – پښتو د موندنو لهمخې، طالبانو په کابل او ولایتونو کې رسنیو ته امر کړی چې د ایران د ولسي پاڅون په تړاو به هېڅ ډول خبرونه نه خپروي. د عراقچي له لوري په کور دننه افغان رسنیو نه مننه هم ښايي د طالبانو دغه پرېکړې ته اشاره وي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه وړاندې لیکي: «د ایران د بهرنیو چارو وزیر د دواړو هېوادونو ترمنځ وروستی تګراتګ مثبت ګام یاد کړ او د دواړو لوریو ترمنځ یې د سوداګرۍ زیاتوالی د ستاینې وړ وباله». له دې سره هممهاله ډیورنډ کرښه باندې ټولې دروازې د سوداګرۍ پرمخ تړل شوي او اوس افغان سوداګرو د پاکستان پر ځای ایران ته مخه کړې چې له دغه هېواد سره یې په سوداګرۍ کې زیاتوالی راوړی دی.
همداراز د طالبانو او اسلاماباد ترمنځ د کړکېچ له کبله د دواړو له لوریو ترمنځ سوداګري کمه شوې او پر کابل واکمنو هم سوداګرو ته لارښوونه کړې، چې د بدیلو لارو په توګه دې خپله تکیه پر ایران او منځنۍ اسیا باندې دې ډېره کړي.
په بدخشان کې د طالبانو محلي چارواکو منلې چې څو ورځې وړاندې درې تنه د افغانستان له خاورې تاجکستان ته اوښتي او د دغه هېواد له سرحدي ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي، خو دا نه مني چې وژل شوي کسان ترهګر دي. طالب چارواکو ویلي، چې یاد وژل شوي کسان د بدخشان ولایت ځایي قاچاقبران دي.
په بدخشان کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند احسان الله کامګار له یوه خصوصي ټلویزون سره په خبرو کې ویلي، چې په وژل شویو کسانو کې درې تنه د بدخشان ولایت د خواهان ولسوالۍ اوسېدونکي او د مخدره توکو ځایي قاچاق وړونکي دي.
هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې، چې د نوموړو کسانو د ترهګر ګڼلو ادعاوې بې بنسټه دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ تاجکستان اعلان وکړ چې د یوې ترهګرې ډلې څلور غړي د افغانستان له خاورې وراوښتي او ددغه هېواد له سرحدي ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي دي.
تاجکستاني سرحدي ځواکونو ویلي و، چې د نښتې له سیمې یې یو اندازه پوځي تجهیزات او مهمات هم ترلاسه کړي دي.
تر دې وړاندې هم د افغانستان له خاورې د ډزو په ترڅ کې دوه تاجکستاني سرحدي سرتېري او څو چینايي وګړي وژل شوي وو.
د متحده عرب اماراتو رییس هند ته په خپل سفر کې له هندي چارواکو سره د ستراتیژیکې دفاعي ملګرتیا لپاره د یوه چوکاټ پر رامنځته کولو خبرې کړې دي. دواړو خواوو د دوه اړخیزې دفاعي او امنیتي همکارۍ، ترهګرۍ ضد مبارزې او د سیمه ییزې سولې په برخه کې د ګډو هڅو پر ژمنتیا هم ټینګار کړی.
د متحده عربي اماراتو رییس شیخ محمد بن زاید ال نهیان نن د دوشنبې په ورځ (د مرغومي ۲۹مه) نېټه د یوه سفر په ترڅ کې هند ته ورسېد.
د هند لومړي وزیر، نریندرا مودي، په ایکس خواله رسنۍ کې په یوه خپاره کړي پیغام کې د اماراتو مشر خپل «ورور» بللی او لیکلي یې دي چې د نوموړي هرکلي ته پخپله هوايي ډګر ته ورغلی و.
د هند ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دواړو مشرانو ټینګار وکړ چې د کوچنیو او منځنیو سوداګریزو شرکتونواړیکې پیاوړې کړي.
د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د خوراکي امنیت په برخه کې د همکارۍ ژمنه هم شوې او د عامه خصوصي شراکت، نوښت او پوهې د تبادلې رول یې په پایښت لرونکې کرنه او ملي غذايي خوندیتوب کې مهم بلل شوی.
هغوی د فضایي سکتور، مصنوعي ځیرکتیااو نوې ټکنالوژۍ په برخو کې هم د همکارۍ ژمنې کړې دي.
د هند او متحده عرب اماراتو ترمنځ د ستراتیژيکې دفاعي ملګرتیا پر چوکاټ ټاکلو خبرې داسې مهال دي، چې په دې وروستیو کې سعودي عربستان او پاکستان یو امنیتي او دفاعي تړون لاسلیک کړی دی.