ډونالډ ټرمپ د ایران پر وړاندې د پوځي اقدام احتمال رد نهکړ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوه خبریال پوښتنې ته په ځواب کې د ایران پروړاندې د پوځي اقدام احتمال رد نهکړ او ویې ویل، چې د راتلونکي په اړه غوڅ نظر نهشي څرګندولی.
هغه وویل: «هغوی څوک اعدام نهکړل. زه نه شم ویلی چې په راتلونکي کې به څه وشي، خو ظاهراا هغوی دا موضوع له اجنډا څخه اېستلې ده».
ټرمپ همداراز د ایران پر وړاندې د پوځي برید د احتمال په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې زیاته کړه: «هغوی هوډ درلود چې ۸۳۷ کسان اعدام کړي او دا موضوع یې علني کړې وه. موږ هم هغوی ته پیغام ورکړ چې که داسې څه وشول، نو دا به ورته خورا بده ورځ وي او هغوی پرېکړه وکړه چې دا کار ونهکړي».
