• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

حلیم فدایي: د استشهادي تر نوم لاندې د ځانمرګو بریدونو مفکوره لومړی ځل طالبانو دود کړه

۳۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۴۸ GMT+۰

د مخکېني جمهوري نظام پر مهال د پکتیا والي محمد حلیم فدایي ویلي، د ځانمرګو بریدونو مفکوره لومړی ځل د «اشتهادي» تر نوم لاندې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې دود شوه. هغه وایي، اوس که دا ډول بریدونه کېږي طالبان یې له اخلاقي او فکري مسوولیت څخه نه‌شي خلاصېدای.

هغه پر خپله اېکس‌پاڼه یوې لیکنه کې وایي: «هر هغه څوک چې نن دا ډول بریدونه د هر نوم او د هر لوري پر ضد ترسره کوي، د دې ناوړه سنت د فکري او اخلاقي مسوولیت په برخه کې اوسني واکمنان نه‌شي خلاصېدلای».

فدایي ټینګار کوي، چې طالبان باید اوس د ځانمرګو بریدونو په تړاو یو دریځ خپل کړي.

نوموړی زیاتوي: «اوسني واکمنان باید په ښکاره، روښانه او بې‌ابهامه توګه اعلان وکړي چې که پخواني ځانمرګي بریدونه وو او که اوسني، دواړه له شرعي، اخلاقي او انساني پلوه حرام او ناروا دي. دا د منلو وړ نه ده چې له یوه لوري ځانمرګی «استشهادي» وبلل شي او د بل لوري ځانمرګی مردار».

د مخکېني جمهوري نظام د دې چارواکي په وینا، د بې‌ګناه انسانانو وژونکي نه استشهادیان دي او نه هم د دین استازي، بلکې هغه کسان دي چې قران‌کریم یې په څرګندونو ډکو «مغضوب او ملعون» بولي.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو څه باندې شل کلونو کې د افغانستان د جمهوري نظام پر مهال د نړۍ لویو دیني عالمانو د طالبانو جګړه ناروا بلله او ان د دوی ځانمرګي بریدونه یې له اسلامي شریعت سره په ټکر کې بلل.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۴

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۵

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

•
•
•

نور کیسې

د طالباني بندیزونو دوام؛ امر بالمعروف په هرات کې د فاتحې مراسمو کې د مېلمنو هرکلی منع کړ

۳۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۶، ۲۱:۲۱ GMT+۰

ځايي سرچینو د سې‌شنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو د امر بالمعروف او شکایتونو اورېدو ادارې د هرات ښار کې په جوماتونو کې د فاتحې د مراسمو پر مهال د مېلمنو د هرکلي لپاره درېدل منع کړي دي.

د سرچینو په وینا، دا بندیز شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د هرات په یو شمېر جوماتونو کې عملي شوی او په وروستیو ورځو کې د امر بالمعروف مامورین په پراخه کچه د دې پرېکړې د پلي کېدو څارنه کوي. د طالبانو محتسبان په پرله‌پسې ډول جوماتونو ته ننوځي او که خلک د مېلمنو د هرکلي لپاره ولاړ وي، هغوی له دې کاره منع کوي او سپارښتنه ورته کوي چې ناست پاتې شي او باید ونه درېږي.

یوې ځايي سرچینې وویل، چې د تېرې اوونۍ پر مهال د امر بالمعروف محتسبان لږ تر لږه درې ځله د هرات جامع جومات ته ورغلي او خلکو ته یې اجازه نه ده ورکړې، چې د مېلمنو د هرکلي لپاره په کتار کې ودرېږي.

د هرات یو اوسېدونکي چې د امنیتي لاملونو له کبله یې نه غوښتل نوم یې خپور شي، افغانستان انټرنشنل ته وویل: «څو ورځې وړاندې مې د هرات په جامع جومات کې د فاتحې په یوه مراسمو کې ګډون کړی و. د امر بالمعروف مامورین راغلل او خلکو ته یې وویل چې د هرکلي لپاره د چا مخې ته ولاړ نه شئ».

نوموړي وویل، چې د فاتحې په مراسمو کې درېدل د مېلمه د درناوي او قدردانۍ نښه ده او دا ډول دود له پخوا راهیسې د خلکو د ټولنیزو رواجونو برخه ده. د هغه په خبره، د طالبانو دا امر د خلکو له پخوانیو دودونو او عنعناتو سره په ټکر کې دی او له شریعت سره هېڅ تړاو نه لري.

په همدې حال کې، طالبانو په هرات ښار کې خپل محدودیتونه، مزاحمتونه او سخت‌ګیرۍ زیاتې کړې دي. عیني شاهدانو او هغو ښځو چې په هرات ښار کې د طالبانو له تاوتریخوالي او ځورونې سره مخ شوې دي، افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د امر بالمعروف مامورینو له ۱۲ کلنو نجونو نیولې تر ۷۰ کلنو ښځو پورې یوازې د مانتو (اوږدو کوټونو» د اغوستلو له امله په ښار کې درولي، پوښتنې یې ترې کړې او له تاوتریخوالي ډک چلند یې ورسره کړی دی.

د ازادۍ جبهه: کابل کې برید د امنيت په ټينګښت کې د طالبانو ناتواني روښانه کړه

۳۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۶، ۲۰:۵۹ GMT+۰

د افغانستان د ازادۍ جبهې په یوې اعلامیه کې ويلي، په کابل کې د دوشنبې مازدیګر د یو چینایي رسټورانټ دننه ځانمرګي برید روښانه کړه، چې طالبان د افغانستان د امنیتي وضعیت په کنټرول کې ناتوانه دي او د دې ډلې هغه ادعاوې ناسمې دي، چې ګواکي په ټول هېواد کې بشپړ امن ټینګ شوی دی.

په دې اعلاميه کې راغلي، چې د يادې چاودنې له امله شاوخوا ۲۵تنه وژل شوي او ټپيان شوي دي. طالبانو په لومړني غبرګون کې دا پېښه د ګاز ډبې د چاودنې له امله بللې وه او د مرګ‌ژوبلې د کره شمېر له څرګندولو يې ډډه وکړه؛ خو وروسته د داعش خراسان څانګې د ياد بريد مسووليت پر غاړه واخيست. د افغانستان د ازادۍ جبهې په وينا، دې موضوع د طالبانو د تبليغاتي دستګاه دروغجنتوب په ډاګه کړ.

د افغانستان ازادۍ جبهې ټينګار کړی، چې دا پېښه يوازې د امنيت په ټينګښت کې د طالبانو کمزوري نه ښيي، بلکې دا هم څرګندوي چې دا ډله نه اراده لري او نه هم وړتيا، څو له هغو توندلارو او ترهګريزو بهيرونو څخه واټن واخلي چې ورسره فکري او عملي همغږي لري.

په اعلاميه کې همداراز زياته شوې، چې د دغو بدلونونو تر څنګ د افغانستان او تاجکستان پر پوله د طالبانو د ملګرو وسله‌والو تګ‌راتګ زيات شوی او په دې وروستيو کې د تاجکستان د جمهوريت سرحدي ساتونکو خبر ورکړی، چې د دواړو هېوادونو پر ګډه پوله درې تنه ترهګر وژل شوي دي.

د افغانستان د ازادۍ جبهې په باور، دغه پېښې د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته د پرله‌پسې ناامنيو ترڅنګ، د طالبانو هغه ادعاوې له جدي پوښتنو سره مخ کوي چې ګواکې د ګاونډيو هېوادونو امنيتي اندېښنو ته ځواب وايي او د ترهګرۍ د صادرېدو مخه نيسي.

د افغانستان د ازادۍ جبهې د خپلو معلوماتو او استخباراتي څار پر بنسټ خبرداری ورکړی، چې افغانستان د طالبانو تر واک لاندې د ايډيولوژيکو ترهګرو ډلو پر يو خوندي پناه‌ځای بدل شوی او سيمې ته د ترهګرۍ، ناامنۍ او بې‌ثباتۍ د پراخېدو ګواښ زيات شوی دی.

په پای کې، دې جبهې ټينګار کړی چې د طالبانو د واکمنۍ دوام به نه يوازې په افغانستان کې فقر او بشري کړکېچ نور هم ژور کړي، بلکې د سيمې او ګاونډيو هېوادونو امنيت به له جدي ګواښونو سره مخ کړي.

نصیر احمد فایق له ملګرو ملتونو وغوښتل چې په افغانستان کې "جنسیتي اپارټایډ" په رسمیت وپېژني

۳۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۶، ۱۹:۵۰ GMT+۰

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق ویلي، افغانان دا مهال د طالبانو له لوري له سیستماتیکو بشري سرغړونو سره مخ دي؛ خپلسرې نیونې، د خلکو اجباري بې‌درکه کول او شکنجه لا هم دوام لري.

هغه ټینګار وکړ، ملګري ملتونه باید په افغانستان کې روان وضعیت د "جنسیتي اپارټایډ" په توګه په رسمیت وپېژني.

فایق دا څرګندونې د ملګرو ملتونو د پوره واک لرونکو استازو په هغې ګډه ناسته کې وکړې، چې د بشریت پر ضد د جرمونو او سزاګانو په اړه جوړه شوې وه. هغه زیاته کړه، چې افغانستان دا مهال د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له سخت بشري ناورین سره مخ دی او خلک په‌کې له خپلو بنسټیزو حقونو بې‌برخې شوي دي.

نوموړي د خپلې وینا په یوې برخه کې وویل: «ښځې او نجونې د دغو سرغړونو اصلي هدفونه دي. د قوانینونو، فرمانونو او بنسټیزو کړنلاور له امله هغوی په سیسټماتیک ډول له زده‌کړو، کار، عامه ژوند او عدالت ته له لاسرسي بې‌برخه کېږي».

فایق همدا راز زیاته کړې، چې په افغانستان کې قومي او مذهبي لږکي، خبریالان، د بشري حقونو مدافعان او پخواني دولتي کارکوونکي د خپلې مخینې له کبله تر سخت تعقیب لاندې دي. هغه غوښتنه کړې، چې د ملګرو ملتونو راتلونکی کنوانسیون باید دغو موضوعاتو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او په دې تړاو باید بحثونه وشي.

هغه ویلي، پر یادو موضوعاتو باید په راتلونکي کنوانسیون کې بحث شي او د افغانستان موضوعاتو ته باید ارزښت ورکړل شي. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي په وینا، د مخنیوی په برخه کې باید قوي ژمنو باندې خبرې وشي او نړۍوالې همکارۍ هم باید دغه برخه کې ډېرې شي.

نوموړي د وینا‌ په یوې برخه کې وویل: «د افغانستان اوسنی وضعیت د جنسیت پر بنسټ د واکمنۍ یو قصدي او هر اړخیز نظام منعکسوي. موږ دا اړینه بولو چې دا بهیر په جدي توګه د جنسیتي اپارټایډ یا د بشر پر ضد د جرم په توګه وپېژندل شي».

د هغه په باور، دا یوازې یو شعاري‌ او خطابي وړاندیز نه دی، بلکې یو حقوقي وړاندیز دی چې باید په تړاو یې اقدام وشي.

تر دې وړاندې یو شمېر ښځینه فعالانو، خبریالانو، سیاستوالو او د بشري حقونو مدافعینو هم له ملګرو ملتونو څخه غوښتنه کړې وه، چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري روان وضعیت باید د جنیستي اپارټایډ په توګه وپېژني. طالبانو په افغانستان کې ښځې له سختو محرومیتونو سره مخ کړي او په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله پر ښځو د بندیزونو او محدودیتونو اړوند له ۱۰۰ ډېر فرمانونه صادر کړي دي.

نړۍوالې ټولنې او ملګرو ملتونو د‌ طالبانو تر واک لاندې افغانستان د ښځو لپاره د نړۍ یو خطرناک هېواد بللی، چې هره ورځ په‌کې له سختو محدودیتونو، بندیزونو او کړاوونو سره ژوند تېروي.

میا افتخار حسین: د افغانستان او‌ پاکستان ترمنځ کړکېچ یوازې په مذاکراتو حل کېږي

۳۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۶، ۱۸:۳۱ GMT+۰

د عوامي ملي ګوند د خېبرپښتونخوا ایالتي مشر میا افتخار حسین افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، د طالبانو او‌ پاکستان ترمنځ مذاکرات که څه هم یو پړاو شاته تللي او چندان پایله یې نه‌ده ورکړې؛ خو بیا هم روان کړکېچ له خبرو پرته بله حل لاره نه‌لري.

هغه زیاتوي: «افغانستان او پاکستان هر یو ځان ته خپلواک هېوادونه دي او هر یو باید خپل مسایل باید په خپله حل کړي. پاکستان خو اوس یو کال کېږي چې تورونه پورې کوي؛ خو په تېرو ۴۵ کلونو کې چې څه وشول، د هغو ملامتیا پر چا ده؟»
د هغه په باور منځګړو هڅه وکړه، چې د طالبانو او اسلام‌اباد ترمنځ کشاله حل کړي؛ خو کومه ګټه یې ونه‌کړه. هغه ټینګار کوي، چې طالبان او پاکستان باید خپله یو بل سره مخامخ مسایل حل کړي. میا افتخار حسین وایي، په سوله‌ییزه توګه که د دواړو ترمنځ د مسایلو حل ونه‌شي،‌ نو د پښتنو سیمې به یوې نوې تباهۍ ته داخلې شي.

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د پاکستان هغه ادعا سمه ده چې ګوندې افغان طالبانو «ټي‌ټي‌پي» ته پناه ځایونه ورکړي، وویل: «دا کوم طالبان چې دوی یادوي دا هم پاکستان جوړ کړي دي. دې خلکو ته په پاکستان کې چا پناه ورکړې وه، د روس خلاف افغانستان لپاره خلک جهاد ته کوم ځای نه تلل، دا افغانستان چا لوټې لوټې کړ؟».

د نوموړي په وینا، د افغانستان او پاکستان دننه باید دواړه هېوادونه د ترهګرو خلاف اقدامات وکړي او په یو طرفه ګامونو د دې مسایلو حل نه کېږي.

د عوامي ملي ګوند مشر اېمل ولي خان هم په وار وار یادونه کړې، چې اسلام‌اباد باید له افغان طالبانو سره د مذاکراتو له لارې روانه کشاله حل کړي. له تېرو شاوخوا ۴میاشتو راهیسې ډیورنډ کرښه باندې ټولې دروازې د سوداګرۍ او تګ‌راتګ پرمخ وروسته له هغې بندې شوې، چې طالبانو او پاکستاني ځواکونو یو بل سره درنې نښتې وکړې.

ترکیې، قطر او سعودي عربستان کې همدې منځګړو هېوادونو د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ګډو مذاکراتو پر مهال د مسایلو د حل هڅې وکړې؛ خو چندان پایلې یې ورنه‌کړې او لا هم دا کړکېچ دوام لري. اسلام‌اباد ادعا لري، چې افغان طالبانو د دوی خلاف «ټي‌ټي‌پي»‌ ته پناه ځایونه ورکړي او له هماغه ځایه پاکستان کې وسله‌وال بریدونه پلانوي.

برعکس پر کابل واکمن طالبان ادعاوې لري، چې د‌ پاکستان پوځ خپله خاوره کې د داعش وسله‌والې ډلې غړو ته مرکزونه ورکړي،‌ هلته روزنه ورکوي او بیا یې د بریدونو لپاره افغانستان ته لېږي. افغان طالبانو له اسلام‌اباد نه غوښتنه کړې، چې د داعش مشران دې ورته وسپاري او پاکستان بیا غوښتنه کړې، چې پر کابل واکمن دې ورته د «ټي‌ټي‌پي» مشران ور وسپاري.

دواړه لوریو پر یو بل لګېدلي تورونه رد کړي او خپلو کې یې سره د ملامتۍ ګوتې یو بل ته نیولې دي.

ایران په کابل کې د دوشنبې ورځې برید وغانده

۳۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۶، ۱۷:۵۵ GMT+۰

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي په کابل ښار کې پر یوه رسټورانټ د دوشنبې ورځې ځانمرګی برید غندلی او د طالبانو تر څنګ یې د چین حکومتونو سره د یووالي ډاډ څرګند کړی دی. بقایي ویلي، له ترهګرۍ سره د مبارزې پر ضد باید سیمې او نړۍ کې اغېزمنه مبارزه وشي.

سې‌شنبه د (مرغومې ۳۰مه) بقایي د ترهګرۍ او تاوتریخوالي ډک افراطیت د هر ډول او بڼې د غندلو په اړه د ایران پر بنسټیز دریځ ټینګار وکړ. هغه وویل:«له دې پدیدې سره اغېزمنه مبارزه د سیمې او نړۍ په کچه د همغږۍ او ګډو همکاریو پیاوړتیا ته اړتیا لري».

د نوموړي په خبره، د ترهګرۍ مخنیوی او پر وړاندې یې مبارزه یوازې هغه مهال شونې ده، چې هېوادونه په ګډه، منظم او همغږی عمل وکړي. دوشنبه مازدیګر د کابل د شهرنو په ګلفروشۍ کوڅه کې یو ځانمرګي بریدګر چینایي رسټورانټ کې ځان ته چاودنه ورکړه چې د یو چینایي وګړي تر څنګ یې ۶ افغانان هم ووژل.

تر پېښې څو ساعته وروسته د داعش وسله‌والې ډلې د برید مسوولیت ومانه او دا یې له چین څخه د ایغور مسلمانانو د ځورونې غچ اخیستنه وبلله. د پخواني ولسمشر حامد کرزي تر څنګ د مخکېني جمهوري نظام ګڼو لوړپوړو چارواکو دغه برید غندلی او د‌ طالبانو تر څنګ یې په نړۍواله ټولنه هم غږ کړی، چې په افغانستان کې د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره کوټلي اقدامات وکړي.