کراچۍ کې اورلګېدنه؛ ۲۶ کسان مړه او ۸۱ نور تري تم دي

د پاکستان د کراچۍ ښار په یوه سوداګریز مارکېټ کې اورلګېدنې ۲۶کسان مړه او ۸۱ نور تري تم کړي دي. په دغه سوداګریز مارکېټ کې لګېدلی اور تر ۳۶ ساعتونو وروسته مړ شو. ژغورونکې ډلې وایي، د ودانۍ ۶۰ سلنه برخه نړېدلې ده چې د پلټنې عملیات یې خورا ستونزمن کړي دي.
دغه ودانۍ چې شاوخوا ۱۲۰۰ هټۍ پهکې وې، د سر زیان ترڅنګ یې خلکو ته ګڼ مالي زیانونه هم اړولي دي. په سیمه کې لا هم ګڼ خلک د خپلو دوستانو د موندلو په لټه کې دي.
پولیسو ویلي: «د ورکو کسانو د کورنیو شمېرې یې ترلاسه کړې او د ۲۰ څخه د زیاتو کسانو د موبایل پته د ګل پلازه دننه ښودل شوې ده». د پاکستان ولسمشر او لومړي وزیر د سند ځایي چارواکو ته لارښوونه کړې، چې د مرستې رسولو لپاره ټول امکانات په کار واچوي.
