د هالنډ او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو د ایران په اړه خبرې وکړې

د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر ډېوېډ فانویل له خپل سعودي سیال فیصل بن فرحان سره د کتنې خبر ورکړ او پر اېکس شبکه یې ولیکل: «د داووس په ناسته کې مو د ایران، غزې، سوډان او اوکراین د بدلونونو په اړه خبرې وکړې».
