• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

رحمت‌الله نبیل: د کابل برید داعش ډلې د پاکستان په همغږۍ ترسره کړی

۳۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۶، ۰۳:۰۷ GMT+۰

د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل ادعا کړې، چې په کابل کې د چینايي مسلمانانو او افغانانو پر ګډ رسټورانټ برید داعش ډلې د پاکستان په همغږۍ ترسره کړی. نوموړي ویلي، چې د «خالد المنات» په نوم د داعش ډلې مشر د پاکستان په نوشهره سیمه کې د یادې ډلې مشري کوي.

هغه د سې‌شنبې په ورځ (د مرغومي ۳۰مه) د کابل وروستي برید ته په اشارې سره پر اېکس پاڼه کاږلي، چې دغه برید د پاکستان په نوشهره سیمه کې د یادې ډلې د مشر «خالد المنات» له‌خوا پلان شوی او د هغه په لارښوونه ترسره شوی دی.

نبیل لیکلي: «د خالد المنات په نوم یو کس د پاکستان په نوشهره سیمه کې د داعش ډلې مشري او د پاکستان د پوځي استخباراتي‌ادارې سره په همغږۍ فعالیت کوي». نوموړي زیاته کړې، چې په دغه مرکز کې تر ۵۰ ډېر د داعش غړي روزل شوي او د بریدونو لپاره چمتو شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې داعش خراسان ډلې د کابل په شهرنو سیمه کې پر یوه چینايي رسټورانټ د «ځانمرګي برید» مسوولیت منلی دی. دغه پېښه پرون مازدیګر (دوشنبه د مرغومي ۲۹مه) شوې، چې له امله یې د یوه چینايي په ګډون ۷ کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي. په ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د داعش خراسان څانګې ادعا کړې، په دغه برید کې یو شمېر چینایان، ولسي وګړي او همداراز هغه طالب ځواکونه چې په یاده سیمه کې یې د امنیت ساتنې مسوولیت لاره، وژل شوي او یاهم ټپیان شوي دي. یادې ډلې د کوم سند وړاندې کولو پرته د اوښتې مرګ ژوبلې شمېر ۲۵ بللی دی.

ترویج لرونکی

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي
۱

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۲

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۳

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۴

د ملایعقوب په مشرۍ غونډه کې د ملا هبت الله د فرمانونو پر بشپړې پلي کېدا ټینګار شوی

۵
ځانګړی

د افغان طالبانو پر وړاندې د پاکستان د ځينې مذهبي ډلو او علماوو نظر بدل شوی

•
•
•

نور کیسې

دایکنډي کې د تېرې ورځې زلزلې له امله ۶۷ کورونه زیانمن شوي دي

۳۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۴۳ GMT+۰

په دایکنډي کې د طالبانو تر واک لاندې له پېښو سره د مبارزې ادارې خبر ورکړی، چې د تېرې ورځې زلزلې له امله په دغه ولایت کې د استوګنې ۶۷کورونه زیانمن شوي دي. یادې ادارې زیاته کړې، چې د کره ارزونې او څېړنې لپاره یې یو پلاوی هم سیمې ته استولی دی.

په دایکنډي کې د طالبانو تر واک لاندې له پېښو سره د مبارزې ادارې رسنیز مسوول سکندر حافظي ویلي، چې تېره ورځ د یوې زلزلې له امله د یاد ولایت په مرکز کې ۲۴، خدیر ولسوالۍ کې ۳۰، شهرستان ولسوالۍ کې ۱۰ او پاتو ولسوالۍ کې ۳ استوګنیز کورونه زیانمن شوي دي.

د نوموړي‌ په خبره؛ زیانمنو سیمو ته یو پلاوی هم رسېدلی او تر څېړونو وروسته به د مرستو په برخه کې اړین اقدامات ترسره کړي. خو یادې ادارې د زلزلې له امله د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه بیا څه نه‌دي ویلي.

تر دې وړاندې هم د افغانستان شمال یوې زورورې زلزلې لړزولی و، چې له امله یې تر ۲۰ ډېر کسان مړه او نږدې ۱۰۰۰ کسان ټپیان شوي وو.

طالبانو له بنګله‌دېش سره له تعرفې پرته د سوداګرۍ د پراخېدو غوښتنه کړې

۳۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۳۰ GMT+۰

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت یو پلاوی بنګله‌دېش ته د سفر پر مهال غوښتنه کړې، چې د افغانستان تولیداتو ته خپلو بازارونو کې زیاته ونډه ورکړي. د یاد وزارت مرستیال احمدالله زاهد د بنګله‌دېش د سوداګرۍ وزارت مرستیال سره کتنه کې د افغانستان پر توکو د ګمرکي تعرفو د لېرې کولو وړاندیز وکړ.

د بنګله‌دېش د سوداګرۍ وزارت یوه جګپوړي چارواکي د دغه هېواد رسنیو ته ویلي، دې ناستې رسمي بڼه نه لرله او د دواړو لوریو ترمنځ په‌کې هېڅ لیکلی سند یا رسمي وړاندیز نه دی تبادله شوی.

د یاد چارواکي په وینا، د طالبانو د سوداګرۍ وزارت مرستیال ویلي چې د دغې ډلې اداره غواړي شاوخوا ۴۵ډوله توکي چې پنبه هم په‌کې شامله ده، بنګله‌دېش ته له ګمرکي تعرفې پرته صادر کړي. هغه همدارنګه وړاندیز کړی، که دواړه لوري هوکړې ته ورسېږي، طالبان به د بنګله‌دېش پر نږدې ټولو مهمو صادراتي توکو تعرفې لرې کړي.

په دې لیدنه کې همدارنګه ویل شوي، چې طالبان بنګله‌دېش د جامو، درملو، مشروباتو، د خوږو د تولیداتو او بسته‌بندي شویو مصالو د برابرولو په برخه کې یو مهم هېواد بولي. پر کابل واکمن هڅه کوي، چې د بنګله‌دېش په بازارونو کې د وچو خوراکي توکو، مېوو، ډبرو، زعفرانو او بادامو د صادراتو برخه کې خپله ونډه نوره هم زیاته کړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو په سویزرلینډ کې د یوې نړۍوالې غونډې مخې ته اعتراض وکړ

۳۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۲۱ GMT+۰

د پښتون ژغورنې غورځنګ په غوښتنه یو شمېر اروپا مېشتو پښتنو په سویزرلینډ کې د نړۍوال اقتصادي فورم غونډې مخې ته د پښتنو د حقونو لپاره د غږ پورته کولو په موخه اعتراض وکړ. منظور پښتین وايي، سره له دې چې پاکستان له سویزرلینډ حکومته غوښتي و، چې د اعتراض مخه ونیسي، خو بیا هم اعتراض وشو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین څو ورځې مخکې له اروپايي مېشتو پښتنو غوښتي وو، چې د سویزرلینډ په ډېوس ښار کې د نړۍوال اقتصادي فورم چې د پاکستان، امریکا او چین په ګډون د ګڼو هېوادونو استازي ګډون کوي، د پښتنو د حقونو لپاره اعتراضي لاریون وکړي.

پښتین همدا څو ورځې مخکې ویلي و، چې د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف او د پوځ مشر هم په یاده غونډه کې ګډون کوي او غواړي په دغې جوړېدونکې غونډه کې په «دروغو» سره د بشري حقونو او جمهوریت په دعوې سره پاکستان د یوه مشروع هېواد په توګه معرفي کړي، خو په حقیقت کې د پاکستان نظام استعماري، د «پښتنو قاتل» او د پښتونخوا د خاورې «لوټمار» دی.

له دې سره سم، منظور پښتین د سویزرلینډ په نننۍ اعتراضیه راټولېدنه کې د ټلېفون له لارې خبرو کې وویل، پاکستان په دغه هېواد کې هم د پښتنو د احتجاج د مخنیوي هڅه کړې ده.

پښتین د دوشنبې په ماخوستن (د مرغومي په ۲۹مه) یادې اعتراضیه راټولېدنې ته ویلي: «پنجابي ریاست په سویزرلینډ کې هم د پښتنو د احتجاج د مخنیوي هڅه کړې ده۔ هغوی د سویزرلینډ حکومت ته لیکلی درخواست کړی دی چې د پي‌ټي‌اېم احتجاج ته اجازه ور نه‌کړل شي، ځکه چې ګواکې د شهباز شریف او نورو پلاویو ژوند ته ترې خطر شته».

د نوموړي په وینا، پر دغې راټولېدنې له محدودیتونو سره سره اعتراضیه راټولېدنه شوې او ښايي دغه بهیر هم دوام ومومي.

د یادونې وړ ده، چې یاده نړۍواله څلور ورځینۍ غونډه د جنورۍ پر ۱۹مه پیل او ۲۲مه به پای ته ورسېږي.

د چین ملګری پاکستان؛ اصف علي زرداري په کابل کې پر چینایي رسټورانټ برید وغانده

۳۰ مرغومی ۱۴۰۴ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۱۱ GMT+۰

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري په کابل کې پر یوه چینایي رسټورانت باندې ځانمرګی برید غندلی او د چینایانو په ګډون یې له افغانانو سره خواخوږي څرګنده کړې ده. زرداري ویلي، چینایان د خپل ژوند په بیه د افغانستان د پرمختګ لپاره هلې ځلې کوي.

دوشنبه د (مرغومې ۲۹مه) د اصف علي زرداري په پېغام کې لیکل شوي: «چینایي وګړي د افغانستان د ودانۍ او پرمختیا لپاره خپل ژوند له خطر سره مخ کوي چې دا د درناوي وړ عمل دی». هغه په یاد برید کې د وژل شویو کسانو کورنیو ته د صبر غوښتنه کړې او ټپیانو ته یې د روغتیا هیله څرګنده کړې ده.

د دوشنبې په مازدیګر د کابل شهرنو اړوند د ګل فروشۍ کوڅه کې د یوه چینایي او افغان وګړي ګډ هوټل باندې برید کې یو چینایي وګړی او ۶ افغانان وژل شوي دي. سرچینو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته له سیمې ویلي وو، چې دغه پېښه ځانمرګی برید و.

تازه داعش خراسان ډلې ته نږدې یوې رسنۍ ادعا کړې، چې دا برید د دوی یوه ځانمرګي بریدګر کړی او ۲۵ کسانو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې ده. ادعا شوې ده، چې دا برید په چین کې د ایغور مسلمانانو د ځورونو د غچ اخیستنې په غبرګون کې شوی دی؛ خو هم‌مهاله طالبانو بیا خبر ورکړی چې په کابل کې د دغه چاودنې یو وژل شوی چینایي وګړی د ایغور مسلمان و او ایوب نومېده.

طالبان ادعا لري، چې د پاکستان پوځ په خپله خاوره کې د داعش خراسان ډلې وسله‌والو ته پناه ځایونه ورکړي او ان هلته یې ورته روزنیز مرکزونه هم جوړ کړې دي. څه موده وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له اسلام‌اباد نه غوښتنه وکړه، چې په دې هېواد کې مېشت د داعش ډلې مشران دې کابل ته وسپاري.

مجاهد ادعا کړې وه، داسې شواهد ورسره شته چې ثابتوي په افغانستان کې د داعش له لوري ځینې ترسره شوي بریدونه پاکستان کې پلان شوي او ان هلته لیکو ته جلب و جذب کېږي.

د پاکستان پوځ څه موده وړاندې خبر ورکړی و، چې د داعش خراسان ډلې یو جګپوړی غړی سلطان عزیز عزام یې نیولی؛ خو د هغه په تړاو یې نور جزییات نه وو ورکړي. کارپوهانو د دغه کس نیونه د پوښتنې وړ بللې او هغه شکونه یې رېښتوني وبلل چې ګوندې پاکستان کې د یادې ترهګرې ډلې مشران حضور لري.

له موسساتو د طالبانو غوښتنه؛ د یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو د ملاتړ هڅې پراخې کړئ

۲۹ مرغومی ۱۴۰۴ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۶، ۲۳:۳۶ GMT+۰

د طالبانو د کار او ټولنیز چارو وزارت د ماشومانو ساتنې ریاست مشر سعدالدین مطمین په افغانستان کې له فعالو موسسو غوښتنه کړې، څو د یتیمانو او بې‌سرپرسته ماشومانو د ملاتړ په برخه کې خپلې هڅې پراخې کړي.

نوموړي دا څرګندونې دوشنبه د (مرغومې ۲۹مه) په یاد وزارت کې د موسساتو او د طالبانو د بېلابېلو ادارو ترمنځ په یوې ګډې ناسته کې کړې دي.

مطمین ټینګار کړی، چې د اسلام له نظره باید له زیان سره مخ، د درندو کارونو ترسره کوونکو او اړمنو ماشومانو سره مرسته وشي.

د نوموړي په وینا، دا ماشومان د غوره ژوندانه اسانتیاوو، ښوونې او روزنې، روغتیايي خدمتونو، خپلو کورنیو سره د یو ځای کېدو او ورته د سرپناوو برابرولو مستحق دي.

د راپورونو له‌مخې، پر افغانستان د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو سره په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې په بې‌سارې توګه د ماشومانو درندو کارونو شمېر کې د‌ پام وړ زیاتوالی راغلی او ان د کورنیو سرپرستي ور ترغاړې شوې ده. د معلوماتو پر بنسټ، د طالبانو له لوري پر ښخو د کارونو بندیز له امله ځینې کونډې مېرمنې او د کورونو سرپرستانې اړې شوې چې خپل واړه ماشومان شاقه کارونو ته ولېږي.

همداراز په کابل او ولایتونو کې د سوالګرو ماشومانو په کچه کې هم زیاتوالی راغلی او وخت ناوخت طالبان خپله هم مني، چې په ښارونو کې یې د سوالګرو ماشومانو د مخنېوي کمپاینونه کړې دي. افغانستان په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو دی، چې ماشومان یې له سختې لوږې، کمو امکاناتو او د ژوندانه له ناخوالو سره مخ دي.